پړانګ (پېنډېړا پارډوس) د پانترا په جېنس کې له پنځو ډولونو څخه یو دی.
له پیکه زېړبخون څخه تر تیاره طلايي پوستین لري او تور خالونه چې د ګلاب په څېر سره راټول شوي. بدن يې نری او عضلاتي دی چې له ۹۲ تر ۱۸۳ سانتي متره (۳۶-۷۲) اوږدوالی لري د لکۍ اوږدوالی يې ۶۶-۱۰۲ سانتي متره (۲۶-۴۰ انچ) او د اوږو پلنوالی يې ۶۰-۷۰ سانتي متره (۲۴-۲۸ اینچ) ته رسېږي. نارینه معمولاً له ۳۰.۹ تر ۷۲ کیلو ګرامه (۶۸-۱۵۹ پونډ) او ښځینه ۲.۵ تر ۴۳ کیلوګرامه (۴۵-۹۵ پونډ) وزن لري.
پړانګ د لومړي ځل لپاره په ۱۷۵۸ کال کې وپېژندل شو او په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې يې څو فرعي ډولونه وړاندیز شول. نن ورځ د دوی ۸ فرعي ډولونه په يو پراخ طیف کې په اسیا او افریقا کې پېژندل شوي دي. اوراسیا ته تر مهاجرت مخکې د لومړني پلیستوسن په دوران کې د لومړني -منځني پلیستوسن په انتقالي دوره کې په افریقا کې تکامل ته رسېدلي. هغوی مخکې په ټوله اروپا کې شته وو، خو د وروستي پلیستوسن په وروستیو کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ کاله مخکې په سیمه کې ورک/منقرض شوي دي.
له باراني ځنګلونو څخه تر سټیپ/زرغونو دښتو او د وچو سیمو په ګډون له هر ډول مېشتځای سره توافق لري. دا یو فرصت طلبه ښکاري دی چې سوهلرونکي حیوانات او پرایمېټ ښکار کوي. چې پهخپله خال خالي نمونه د کموپلاژ (د ظاهري بڼې بدلون) لپاره تکیه کوي، ځکه خپل ښکار له ساقې څخه اخلي او هغه ته په کمین کې وي ځینې وختونه يې د ونې پورته ته طرف ته کشوي. د نسلګیرۍ له فصل څخه پرته د بچیانو د روزنې پر مهال منفرد حیوان دی. ښځینه پړانګانې له هرو ۱۵-۲۴ میاشتو یو ځل ۲-۴ بچیان زېږوي. ښځینه او نارینه پړانګان دواړه معمولاً د ۲ -۲.۵ کلونو په عمر جنسي بلوغ ته رسېږي.
دا د IUCN (له طبیعت څخه د خوندیتوب نړیواله ټولنه) په سور لېست کې زیان منونکی یاد شوی ځکه د پړانګانو طبعي مېشتځای د لاسه ورکولو او ټوټه ټوټه کېدو له امله تهدیدیږي او د نړیوالې محدودې په لویو برخو کې د کمېدلو په حال کې دي. پړانګانو د لرغوني یونان، د افریقا په لویديځ او مدرن لویځ فرهنګ کې فرهنګي رول لوبولی. د پړانګ پوستکی په فېشن/سینګار کې عام و.
د پړانګ نوم « leopard» د پخوانۍ فرانسوي ژبې له leupart یا د منځنۍ فرانسوي له liepart څخه (چې د فرانسوي ژبې د تاریخ یوه برخه ده، ژباړن) اخیستل شوی چې دا خپله د لاتیني ژبې له leopardus او د لرغوني یوناني ژبې لهλέοπάρδος (leopardos/پړانګان) څخه اخیستل شوی. Leopardos خپله ښايي د دوو کلیمو ترکیب وي چېλέων (leōn) د زمري په معنا دی او πάρδος (pardos) د خال خالي په معنا دی. د λέοπάρδος کلیمه اصلاً چیتاپړانګانو (Acinonyx jubatus) کارول کېږي.
«پېنټر» د دوی لپاره کارېدونکی بل عام نوم دی، چې د پېنټر له لاتنیي او لرغونې یوناني ژبې له πάνθηρ (panther/پړانګ) کلیمو څخه اخیستل شوی؛ د پېنټر/پړانګ عمومي نوم اصلاً د پېنټرا لاتیني کلیمې څخه اخیستل شوی، چې د یو ښکاري جال دی چې رومیانو په جګړه کې د وحشي حیواناتو د ښکار لپاره کاروه. د Pardus کلیمه د جنډر له پلوه یوه مفرده مذکره کلیمه ده.
د پړانګ پوستین په ټولیزه توګه نرم او ډبل دی، په ځانګړي ډول يې د خېټې طرف تر شا نرم دی. د پوستکي رنګ يې له پيکه زېربخون تر تیاره طلايي پورې توپیر کوي چې تور خالونه د ګلاب ګل په څېر په کې راټول شوي دي. د خیټې لاندې طرف يې سپین او لنډه حلقهيي لکۍ يې له بدن څخه لنډه ده. د سترګو کسي يې ګرد دي. هغه پړانگان چي په وچو سیمو کې ژوند کوي له پيکه کریمي تر زېړبخون، زېړبخونه-قهويي او سوربخونه-خرمايي رنګونو کې موندل کېږي؛ هغه چې په غرونو او ځنګلونو کې ژوند کوي ډېر تیاره او بیخي ډېر طلايي رنګه دي. خالونه د خېټې لاندې طرف ته سپین او په لاندینیو برخو کې د پښو په ساقو کې لهمنځه ځي. ګلاب ته ورته نښانونه د ختیځې افریقا په پړانګانو کې دایرهيي دي او د سویلي افریقا په پړانګانو کې کرهيي دي او د اسیايي پړانګانو په نفوس کې لوی دي. پوستین يې په سړه هوا کې خاکستري ته ورته او د باراني ځنګلونو په طبعي مېشتځایونو کې تیاره طلایي رنګه دی. ګلاب ته ورته نښانونه په هر فرد کې منحصر دي. داسې انګېرل کېږي چې دا نمونې له ټوټه ټوته سیوري سره د متراکم نباتي پوښښ یو توافق دی، چې د کموپلاژ په توګه عمل کوي.
سپین څوکې لکۍ شاوخوا ۶۰-۱۰۰ سانتي متره (۲۳.۶ او ۳۹.۴ انچ) اوږدوالی لري، بېخ يې سپین دی او د لکۍ په پای کې ناقصي لیکې په کې تېرې دي. ساتونکي ويښتان چې قاعدهيي ویښتان ساتي لنډ دي، چې اوږدوالی يې په مخ او سر کې ۳-۴ میلي متر (۰.۱-۰.۲ اېنچ) او خېټې او بغلونو لور ته شاوخوا ۲۵-۳۰ میلي متره (۱.۲-۱.۰ اېنچه) پورې رسېږي. تنکي ځوانان د وړیو پوستین لري چې په متراکم ډول د راټولو شویو خالونو له امله تیاره رنګه ښکاري. پوستین په سړه هوا کې اوږدې ودې ته ډېر مایل دی. د پړانګ ګلاب ته ورته نښانونه د جګوار پړانګ (Panthera onca) له نښانونو سره توپیر لري داسې چې هغه ډېر تیاره او په منځ کې نورې کوچنۍ لکې لري. لیوپارد پړانګ ۳۸ دوهګوني کروموزمونه لري.
مېلانیستیک پړانګان د تورو پړانګانو په نوم هم پېژندل کېږي. میلانیزم/توروالی/توروالی پالنه د یو مغلوب الیل له امله د یو غالب صفت په توګه په میراث وړل کېږي. په هند کې په ۱۹۰۵ او ۱۹۶۷ کلونو کې د ۹ پیکه رنګه او سپین رنګه پړانګانو راپور ورکړل شوی. هغه پړانګان چې له ځانه ایریتیزم/سوالی/سوروالي پالنه ښيي د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ د سویلي افریقا په امپومالانګا ولایت کې د مدیکوي ګېم ریزرو په خوندي شوې سیمه کې ثبت شوي. د دغو پړانګونو د رنګ اصلي لامل لا په کره ډول نه دی معلوم چې «ځمکني توتانو په رنګ پړانګانو» یا «ګلابي رنګه پړانګانو» په نوم پېژندل کېږي.
پړانګ یوه نرۍ او عضلاتي پیشو ده، چې لنډ اندامونه او پلن سر لري. له جنسي پلوه دوه ډوله دي او نارینه يې د ښځینه په پرتله ډېر لوی او درانه دي. نارینه له ۶۰-۷۰ سانتي متره په اوږو ولاړیږي، حال دا چې د ښځینهوو د بدن اوږدوالی ۵۷-۶۴ سانتي متره (۲۲-۲۵) دی. د سر او تنې اوږدوالی يې د ۹۲ او ۱۸۳ سانتي مترو (۳۶-۷۲ اېنچ) تر منځ دی. د لکۍ اوږدوالی ۶۶-۱۰۲ سانتي متره (۲۶-۴۰ اېنچ) دی. دا اندازې د جغرافیايي موقعیت له پلوه توپیر کوي. نارینه معمولاً ۳۰.۹ -۷۲ کیلوګرام (۶۸-۱۵۹ پونډ) او ښځينه له ۲۰.۵ تر ۴۳ کیلوګرامه (۴۵-۹۵ پونډ) وزن لري. ځینې وختونه لوی نارینه کولی شي تر ۹۱ کیلو ګرامه (۲۰۱ پونډ) پورې وده وکړي. د سویلي افریقا د کېپ ولایت پړانګان په عمومي ډول کوچني دي چې د نارینهوو وزن یې یواځې ۲۰-۴۵ کیلوګرامو (۴۴-۹۹ پونډ) ته رسېږي. په سویلي افریقا کې د یو وحشي پړانګ د وزن عظمي اندازه ۹۶ کیلو ګرامه (۲۱۲ پونډ) او اوږدوالی یې ۲۶۲ ساتني متره (۱۰۳ اېنچه) ثبت شوی. په ۲۰۱۶ کال کې په هېماچا پردېش کې یو هندی پړانګ ووژل شو چې ۲۶۱ سانتي متره (۱۰۳ اېنچ) اوږدوالی او د وزن اټکلي اندازه يې ۷۸.۵ کیلوګرامه (۱۷۳ پونډ) وه. دا ښايي په هند کې تر ټولو لوی وحشي پېژندل شوی پړانګ و.
د پړانګ تر ټولو لویه ثبت شوې کوپړۍ په ۱۹۲۰ کال کې په هند کې وموندل شوه چې ۲۸ سانتي متره (۱۱ اېنچه) قاعدهيي اوږدوالی او ۱ کیلو ګرام (۱۱.۳ اېنچ) وزن يې درلود. د یو افریقايي پړانګ د کوپړۍ د اوږدوالي قاعدهيي اندازه ۲۸۶ ملي متره (۱۱.۳ اېنچ) او ۱۸۱ میلي متره (۷.۱ اېنچ) عرض او ۷۹۰ کیلوګرامه (۲۸ اونس) وزن لرونکې وه.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article پړانګ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.