عامه روغتیا

عامه روغتیا «د ناروغۍ د مخنیوي علم او هنر » بلل شوې چې د ټولنې، خصوصي او دولتي ادارو، خلکو او افرادو د منظمو هڅو او اګاهانه انتخابونو له لارې ژوند اوږدوي او کیفیت یې ښه کوي.

د یوې ټولنې د روغتیا د ټاکونکو عواملو او د ورپېښو ګواښونو تحلیل د عامې روغتیا بنسټ جوړوي. عوام کېدای شي یوه ډله خلک وي او یا هم د کلي او یا ښار په کچه وي؛ چې د یوې نړیوالې وبا په صورت کې ښايي ګڼې لویې وچې په بر کې را ونیسي. د روغتیا په اصطلاح کې فزیکي، رواني او ټولنیزه روغتیا او ښه‌والی راځي.

د پرمختللو هېوادونو او د پرمختګ په حال کې هېوادونو تر منځ او همدا راز د پرمختګ په حال کې هېوادونو دننه روغتیايي خدماتو او د عمومي روغتیا نوښتونو ته په لاسرسي کې د پام وړ توپير موجود دی. کوم هېوادونه چې د پرمختګ په حال کې دي، په هغو کې د عمومي روغتیا زېربناوې تر اوسه د جوړېدو په حال کې دي. ښايي د روغتیايي خدمتونو لپاره لوستي کارکوونکي، د پیسو سرچینې او يا په ځینو مواردو کې د لومړنیو روغتايي خدمتونو د وړاندې کولو او د ناروغیو د مخنیوي لپاره کافي پوهه هم ونه‌لري. په دغو هېوادونو کې یوه لویه اندېښنه د مور او ماشوم کمزوری روغتیايي حالت دی چې خوار ځواکي او بېوزلي یې لا پسې ډېروي.

د بشري تمدن له پیل راهیسې ټولنو د روغتیا د ښه کولو او له ناروغیو سره د مبارزې لپاره په ټولیز ډول کار کړی. په پېچلیو ټولنو کې د روغتیايي خطرونو د کمېدو لپاره شعوري مداخلې ښايي د بېلابېلو خلکو لکه پوځي جنرالانو، روحانیونو یا واکمنانو نوښت وي. لویه بریتانیا له دې امله چې په ټوله نړۍ کې یو لومړنی متمدن ښاري هېواد و، له نولسمې پېړۍ را وروسته د عمومي روغتیا د نوښتونو په پراختیا کې تر نورو مخکې شو. د عامې روغتیا کوم نوښتونه چې پيل شول، په لومړیو کې پر روغتیا (د بېلګې په توګه د لیورپول او لندن د ککړو اوبو یا فاضلابو سیستمونه)، د عفوني ناروغیو پر کنټرول (لکه واکسین او قرنطین) او د بېلابېلو علومو پر بشپړېدونکو زېربناوو متمرکز وو؛ د بېلګې په توګه مایکروبیولوژي، اپيډمیولوژي او انجنیري علوم.

تعریف او موخې

تعریف

عامه روغتیا «د ناروغۍ د مخنیوي علم او هنر » بلل شوې چې د ټولنې، خصوصي او دولتي ادارو، خلکو او افرادو د منظمو هڅو او اګاهانه انتخابونو له لارې ژوند اوږدوي او کیفیت یې ښه کوي. عوام کېدای شي یوه ډله خلک وي او یا هم د کلي او یا ښار په کچه وي. د روغتیا په اصطلاح کې فزیکي، رواني او ټولنیزه روغتیا او ښه‌والی راځي. په دې توګه د روغتیا نړیوال سازمان د تعریف له مخې: «روغتیا د بشپړې جسمي، رواني او ټولنیزې هوساینې حالت دی، یوازې د ناروغۍ نه‌شتون روغتیا نه ده».

موخې

د عامې روغتیا موخې د ناروغیو، زیانونو او نورو حالتونو مخنیوی او کمول دي. ټولیزه موخه یې دا ده چې د خلکو روغتیا ښه شي او ژوند ته یې هیلې ډېرې شي.

مېتودونه

د عامې روغتیا موخې پر پېښو، روغتیايي ښه‌والي، ټولنو او چاپېریالونو د څارنې له لارې ترلاسه کېږي. د خلکو د روغتیا د مهمو عواملو او موجودو خطرونو تجزیه تحلیل د عامې روغتیا بنسټ جوړوي.

ډېری ناروغۍ داسې دي چې په ساده او غیر طبي لارو چارو سره د مخنیوي وړ دي. د بېلګې په توګه، څېړنو ښودلې چې په صابون سره د لاسونو وینځل د ډېرو ناروغیو د مخنیوي لامل کېږي. په نورو مواردو کې د یوې ناروغۍ درملنه یا د یوه رنځېږن (pathogen) کنټرول کولای شي نورو ته د هغې ناروغۍ د لېږد مخه ونیسي. د عامې روغتیا اړیکتیايي پروګرامونه او همدا راز د واکسیناسیون پروګرامونه په عامه روغتیا کې د یوې ناروغۍ د مخنیوي لپاره معمول اقدامات دي.

عامه روغتیا له لومړنیو، ثانویه او درېیمې کچو څارنو سره د یوه هېواد د روغتیايي خدمتونو د ټولیز سیستم برخه ده. د عامې روغتیا اړوند ډېری کارونه له روغتیايي مرکزونو د باندې کېږي؛ لکه د توکو پر صحي‌والي څارنه او یا د لېږدېدونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره د ستنو د بدلولو پروګرامونه.

عامه روغتیا په پرمختللو او د پرمختګ په حال کې هېوادونو کې د ځايي روغتیايي سیستمونو او نادولتي سازمانونو له لارې د ناروغیو د مخنیوي په هڅو کې مهم رول لري.

په عامه روغتیا کې د جغرافيايي اطلاعاتو سیستم (GIS) ته اړتیا ده؛ ځکه د ناروغیو په خطر او زیانونو کې جغرافیايي اړخونه هم ښکېل دي.

سازمانونه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ملګرو ملتونو یوه تخصصي اداره ده چې د نړیوالې عمومي روغیتا مسؤلیت لري. د روغتیا نړیوال سازمان اساسنامه چې د دغې ادارې جوړښت او حاکم اصول ټاکي، خپله اصلي موخه «د روغتیا تر ټولو لوړې ممکنې کچې ته د ټولو خلکو لاسرسی» بولي. د WHO ډېره برخه کار د ټولیزو روغتیايي خدمتونو ملاتړ، د عمومي روغیتا پر خطرونو څارنه، د روغتیا بیړنیو شرایطو ته غبرګون او د روغتیا ښه‌والی او د انسان هوساینه ده. دغه سازمان د عمومي روغتیا په څو مهمو لاسته‌راوړنو کې د پام وړ رول لوبولی چې تر ټولو مهم یې د چیچک ناروغۍ له منځه وړل، د ماشومانو د فلج (پولیو) تقریباً له منځه وړل او د «اېبولا» ناروغۍ واکسین جوړول دي. اوسني لومړیتوبه یې د ساري ناروغیو لکه اېچ‌ای‌وي، اېډز، اېبولا، کوویډ-۱۹، ملاریا او سېل ناروغیو؛ همدا راز غیر ساري ناروغیو لکه د زړه او سرطان ناروغۍ، سالم خوراکي رژیم، خوراکي امنیت او مسلکي روغتیا په برخو کې دي.

نور سازمانونه

ډېری هېوادونه د عامې روغتیا خپلې دولتي برخې لري چې په اکثرو هېوادونو کې د روغتیا وزارت بلل کېږي او د داخلي روغتیايي مسائلو مسؤلیت پر غاړه لري.

د عامې روغتیا پروګرامونه

ډېری دولتونه د ناروغیو د کمولو او نورو جسمي او رواني حالتونو په برخه کې د عامې روغتیا د پروګرامونه اهمیت درک کوي. له دې سره سره، عامه روغتیا په ټولیز ډول د درملو په نسبت له دولت څخه کمه بودیجه ترلاسه کوي. که څه هم د ځايي او دولتي روغتیايي سازمانونو همکاري د عمومي روغتیا د ښه‌والي لپاره تر ټولو ښه لاره بلل کېږي، خو د دغه کار لپاره شته شواهد ډېر کم دي. د عامې روغتیا پروګرامونه چې واکسینونه وړاندې کوي، د روغتیا په ښه کولو کې یې پرمختګ کړی؛ د بېلګې په توګه چیچک ناروغي یې له منځه وړې ده او دا هغه ناروغي وه چې بشریت یې زرګونه کاله په ځان اخته کړی و.

سرچينې

Tags:

عامه روغتیا تعریف او موخېعامه روغتیا مېتودونهعامه روغتیا سازمانونهعامه روغتیا د عامې روغتیا پروګرامونهعامه روغتیا سرچينېعامه روغتیا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پر ښځو تاوتريخوالیعيسیاحمد حسين عنايت محسنسولهد سوفیا نړۍګوګلميرويس هوتکپسرلیفزیکد کتاب نړيواله کره شمېرهاسټرالیاد جمعې لمونځزکاتد افغانستان ولسوالۍمحمد ظاهر شاهخوست ولايتبرېتانياچرسمونجو دېړود افغانستان جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱)تصوفکیپ ټاوند زړه حمله (ناروغي)درملانساني هډوانهراپور31 مېپښتو نومځري او د هغو کارونهپاکستانجغرافي کوراډينېټونو سيستمنیویورکد بدر غزاد پښتو ژبې گرامرونهرومي بانجاننومځری (زمیر)د افریقایي هیوادونو نوملړعبدالله بن زبيرښارعبدالقادر خان خټکاینکایانپېروزهکعبهچاپیریالی روغتيا ساتنهلویي آګاسيسمندر پوهنهایمان په خقسره میاشتتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟اسلام ابادویدانتاعثماني – افغان جګړه (۱۷۲۶-۱۷۲۷)امير دوست محمد خانلومړی مخحيات الله گهيځد ویکیپېډیا لړليکپښتو ويکيپېډياکردي ژبېپښتانهفلسفهد منجمنټ اساساتدارالامان ماڼۍابوريحان بيرونيد برتانیا وتل د اروپایي اتحادیه نهرېگ ولسوالۍ (کندهار)جنتیکعبدالرحمان باباختيځ تيمورکوچنی اخترایوانوو ولايت🡆 More