تور زیړی څه ډول ناروغي ده؟

تور زیړی څه ډول ناروغي ده؟

ډاکتر رحیم

د جولای ۲۸ مه د تورزېړي نړیواله ورځ ده. دا ورځ د دې لپاره نومول شوې چې د دې ناورغۍ په اړه عامه پوهاوی زیات شي. په عمومي توګه تور او سپین زیړی په نشه يي توکو روږدو کسانو کې ډېر لیدل کیږي چې یو ډول وایروس دی او په اسانۍ سره یو بل ته انتقالېدای شي چې د دې دواړو زیړیو درملنه په نشه د عادتو کسانو په اسانۍ سره د وایروس په انتقال اخته کېدای شي.

روغتیاپوهان وايي، زیړي په پنځه ډوله وي خو ترڅلورو ډولونو یې پنځم ډول تور زیړي خطرناک دی.که یو مریض د درملنې پر مهال له نامناسبو خوراکونو پرهیز ونه وکړي درملنې یې نوره هم ستونزمنه کیږي.

د تور زیړي علامې دا دي چې د انسان د شونډو دننه برخه او شاو خوا ژیړیږي، خوراک ته یې زړه نه کیږي، په زیړي اخته انسان باندی سرګرځي، که یې مرض اوږد او درملنه یې په وخت و نه کړل شي نس او پښې يې پړسئږي، تبه یې هر وخت نیسي، زړه یې بد بد کیږي، په نس ناستي اخته کیږي، په بدن کې یې سستي راځي او نور هغه علامې دي چې انسان په عادي توګه خپل ژوند په سالمه توګه سر ته نه شي رسولای.

تور زیړی اوس په هغو هېوادونو کې چې ولس یې په غربت کې ژوند کوي، د مریضانو کچه یې مخ په زیاتېدو ده چې له دې امله یې په هرو درې میاشتو کې نوي نوي درمل تیاریږي. ځکه خو د تور زیړي د درملو یادونه دلته نه شو کولای، که یې وکړو امکان لري د تېر وخت په پرتله نوي غوره درمل یې تیار کړل شوي وي. غوره دا ده چې انسان په ځان کې د تور زیړي نښانې وګوري، باید ژر روغتون ته ولاړ او خپل تشخیص وکړي.

تور زېړی

تور زیړی (Hepatitis B) یوه میکروبي ناروغي ده چې د یو ډول وایرس په نتیجه کې چې هیپاتیت بي نومیږي منځ ته راځي. دا وایروس د انسان په ینه یا جگر کې د التهاب سبب گرځي چې دې د ینې یا جگر دې ډول التهاب ته په طبي اصطلاح کې هیپتایتیس واېې. په ټوله نړی کې د ۲ بلیونه څخه ډیر کسان په دې ناروغۍ اخته دي په اکثر خلکو کې دا ناروغي د یوه لنډ وخت لپاره پیدا کیږي چې له تداوی وروسته ترې په بشپړه توگه شفا پیدا کوي چې دا ډول ېې د حاد تور زیړي په نامه یادیږي. د تداوی او جدي پاملرنې په صورت کې، په دې ډول تور زیړي کې ینې یا جگر ته کوم زیان نه رسیږي. ځینې وخت داسې هم پیښیږي چې یو شخص د تور زیړي په ناروغۍ اخته وي ولې پر ځان پوه نه وي، ځکه چې په دې حالت کې په ناروغ کې د تور زیړي هیڅ ډول اعراض او علایم نه ښکاري خو په دې حالت کې کولای شي چې نورو روغو کسانو ته د تور زیړي میکروب انتقال او هغوی د تور زیړي په ناروغۍ اخته کړي. ځینې وخت دا ناروغي د اوږدمهال لپاره د انسان په وجود کې موجوده وي چې دا ډول ېې د مزمن تور زیړي په نامه یادیږي. مزمن تور زیړی د ینې یا جگر د سرطان او خرابوالی سبب هم گرځي. د مزمن تور زیړي پیښې په ماشومانو کې ډیرې لیدل کیږي. د تور زیړی نښې:

د ډیر ستړیا احساس کول خوا ګرځیدنه یا سر ګرځیدنه د بدن وزن له لاسه ورکول د خیټې پړسوب د زړه بدوالی او کانګې د تشو متیازو توروالي د ډکو متیازو خاورین رنګه کیدل دبدن د پوستکې زیړوالی دبدن پر پوستکې دانې راختل د سترګو زېړ رنګه کیدل د بدن د بندونو دردونه د سر او نس دردونه بې اشتهایي تبه او لړزه پر بدن خارښت لګیدل اسهالات او قبضیتونه

د تور زیړي د انتقال لارې:


د تور زیړی ویروس چاپیریال ککړولای شئ او تر اوو ۷ ورځو پورې په لاړو، وینه،سیمین ( دنارینه د سپرم هغه مایعات چې فرکتوز او مالګې لري) اوښکو او د رحم دخولې افرازاتو کې ژوندې وي چې د پوستکې او مکوزا سره د تماس په پایله کې تور زیړی روغ کس ته انتقالیږي. ځینې وختونه د ټپونو او زخمونو له لارې لکه د پوستکې د لړمۍ کیدلو او د زخم ژیړ رنګه کیدلو سره د تماس په پایله کې تور زیړی روغ کس ته انتقالیږي.

د ځینو شیانو یو ځای کارونه لکه د غاښونو برس ، ککړ شوي مسواک او د ږیري خریلو وسایلو له لارې چې دناروغ کس په وینه ککړ شوی وي د انتقالیدو خطر یی ډیر دی.

ناروغ کس که روغ کس باندې غاښ یا خوله ولګوي نو د انتقالیدو خطر یی شته. دوینې د ورکونۍ توکي ، وینه ورکونکې کسانو او وینه اخیستونکو کسانو له لارې تور زیړی انتقالیږي. د جنسې اړیکو له لارې ( که ښځه یا نر پرې اخته وي نو د جنسي اړیکو پر مهال تور زیړی د ناروغ کس څخه روغ کس ته انتقالیږي) د سلمانۍ د قیچۍ ، یا ککړ شوي پاکۍ او چړي له لارې تور زیړی انتقالیږي . د ناروغ مور څخه ماشوم ته د حامله ګۍ په وخت کې تور زیړی انتقالیږي.

هغه معتادین چې په نشه یی توکو روږدي دي او د ککړو پیچکاريو په واسطه یو بل ته نشه یی توکي پیچکاري کوي نو یو بل ته تور زیړي انتقالوي. که چیرې د مور په وینه کې تور زیړی مثبت (شتون ولري) وي او دماشوم په وینه کې هم مثبت (شتون ولري) وي ، د تورزیړي د ناروغۍ انتقال شانس ۹۰ سلنه زیاتوي. د ماشوم دزیږون په وخت کې ددې ناروغتیا انتقال خطر ډیر زیات دی. د تور زیړي د ناروغۍ مخنيوي او درملنه :

د تور زیړې درملنه پيچلۍ ده ،ځکه تر درملنې مخکې د ناروغ عمومي څیړل او ناروغ درملنې لپاره اماده کول یو اړین کار دی . هغه خلک چې واده لري که یوه له دوي څخه په دي ناروغۍ اخته وي، نو روغ کس بايد واکسین شئ او يا دجنسي اړيکو پر وخت دکانډم یا پوکاڼۍ څخه استفاده وکړئ. که چیري دناروغ په وینه کې (هیپټایټس سرفس انتي جن ) شته والۍ تر ۱۲ اونیو پورې یا یی په بدن کې نه شتون هم باید د تور زیړې واکسین واخلئ . دناروغۍ دمخنیوی په خاطر که چیرې د مور او ماشوم په وینه کې د ۷ ورځو لپار ه مثبت نه وي نو بیا امینو ګلوبولین ورته ورکول کیږي. تور زیړي په خاص ډول کوم مالوم درمل نه لري مګر بیا هم د خطر فکتورونو د مخنیوي لپاره یي دغه درملونه کاروي. د تابلیت په بڼه :

په ځوانانو کې تور زیړې درملونه :

لامو ویډین درمل 100mg (Epivir HBV) 150mg (Epivir) 300mg (Epivir) د مزمن تورزیړې لپاره :

Epivir HBV: 100 mg PO qDay په ماشومانو کې دمزمن تور زیړې د درملنې لپاره :

ددوه کلو څخه کم ماشومانو لپاره د دغو درملو کارونه خوندې نه ده. که له دوه کلو ماشوم لوی وي نو باید د ماشوم د هر کیلو لپاره ۳ ملي ګرامه د خولې له لارې په ورځ کې ۱۰۰ ملي ګرامه درمل ورکول کیږي. فقیري همدارنګه ځینې وختونه دغه درملونه لکه Telbivudine (Tyzeka) and Entecavir (Baraclude) همدارنګه د دتور زیړې په درملنه کې کارول کیږي.

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د خاورې ککړتيازنکد ښکلا کاریال راښکته کوللندنسردار محمد يحيا خاند اوبو آسد امریکا متحده آیالاتونهاسلام او ساينساجارهمصنوعي ځيرکتیاد هوا ککړتياiz3asلایوش کشوتخالص صادراتارواپوهنهسیرت النبی سوال او ځوابپټه خزانهچاريکارغوره ويناوېنسيم حجازيکونړ ولايتپلار څوک دیدرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)څارنهد نړۍ نفوسډنمارکمحمد رياض تسنيمرحيم شاهپښتانهننګرهار ولایت2012آزاد تجارتد وینې لوړ فشارپارلماني حکومتچاپیریالی روغتيا ساتنهامیر حمزه خان شینواری- پښتو غزل بابا- مرثیهکازانکانډومد لمانځه وختونهکچالومحمد حسن کاکړد حضرت عمر فاروق رض عدالتجنتیکفرانسهټولنيزې رسنۍغني خاننثردافغانستان په ځنګلونو کی انساني ضررونهپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهد چين د خلکو جمهوريت ولسمشرښځهمحمد ظاهر شاهککړتیاتوېروچکۍ تبه (محرقه)کندهارکولاليتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟د ښځو نړیواله ورځآنتونیو د الیویرا سالازارنور محمد ترکیآی اېس او ۳۱۶۶-۱د اسیایي هیوادونو نوملړکيمياوي تعاملونهمعلوماتویاناپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونماري انتوانېتد افغانستان باندنۍ اړيکې🡆 More