ى گانو سمه کارونه په پښتو کې د

راځئ چي پښتو ژبه په داسي ډول وليکو چي نه يې د لوستلو پر وخت ستونزه ولرو او نه د اوريدلو او معنی اخستلو پر مهال .

په پښتو ژبه کي دغه پنځه ډوله يې ګاني ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ ) کاريږي چي هره يوه يې خپل ږغ او د کارېدلو ځانګړی ځای لري .

که کومه ( يې ) بېځايه وکارول سي نو هم د لوستلو پر مهال ستونزه رامنځته کوي هم ښايي د معنا له مخي ستونزه پېښه کړي د بېلګي په توګه که موږ د يوه ځوان چي ګلالی نوميږي په (ۍ) وليکو نو ښځينه نوم (ګلالۍ ) ترې جوړيږي، همدغسي که ښځينه نوم ( ګلالۍ ) په (ی) وليکو نارينه ترې جوړيږي. دې ته ورته ډيري نوري بېلګي هم سته چي پښتو یې ګاني (ی ي ې ۍ ئ) پر خپل ځای ونه کاروو په لوستلو او معنی کي د ستونزو لامل کيږي .

لراوبر ويبپاڼي دپښتو ژبي د څېړونکي ، استاد،  او تاريخپوه ښاغلي محمدمعصوم هوتک څخه د پښتو يې ګانو د استعمال د وخت او ځايونو د بېلګو د څرګندولو غوښتنه وکړه ، له نوموړي ډيره مننه کوو چي په لاندنيو بېلګو کي يې موږ ته د پښتو يې ګانو په اړه ساده خورا ارزښتناک معلومات وړاندي کړل .

۱ــ بې ټکویې ( ی) ــ په نارینه (مفرد مذکر)نومو،صفتواوفعلوکي راځی لکه :

سړی،لرګی،منګی،هراتی،کندهاری،خټکی،دی اونور

ځای،سرای

لوی،خوی،زوی،بوی،دوی،جوی

نری،ګردی،لالی

راغی،ولاړی

دغه رازپه عربي نوموکي دالف مقصوره پرځای لکه موسی،عیسی،معنی .

۲ــ لنډه یې ( ي ) دوه ټکي څنګ پرڅنګ لري په نارینه (جمه مذکر) نومو،صفتواوفعلوکي راځي لکه

سړي،لرګي،سوټي ،منګي

کالي،مالي.ښادي،

ګوري،ښوري،ځي،راځي

نري،ګردي،ګلالي

وروري،خپلوي،دوستي

چي،مي،کي (له لویدیځ ګړدودسره سم) .

۳ــ لکۍ لرونکې (ښځینه) یې( ۍ) . په ښځینه نوموکي راځي لکه

سپوږمۍ،لکۍ،صدرۍ،کوچۍ،نتکۍ

ورورۍ،خپلوۍ،دوستۍ

ګلالۍ،میوندۍ،کابلۍ

۴ـ اوږده (مجهوله) یې( ې ) په ښځینه نومواوصفتوکي راځي لکه

ادې،شلومبې،لندې،اوږدې،ورستې،خوږې،شیدې

چې،مې،کې (له ختیځ ګړدودسره سم) ـ

۵ـ همزه لرونکې ( ئ ) په جمع فعلوکي راځي لکه

خورئ،چښئ،حساب مه منئ،راځئ،ږغ مي اورئ

زه (دئ = است) هم په دغه یې کاږم اودلیل مي دادئ چي له (دی = آنمرد) سره یې توپیر وسي .

سرچینې

[۱] Archived 2017-03-09 at the Wayback Machine.

Published on: Oct 19, 2007 @  Larawbar.com کله چې يو چا څخه پوښتنه وکړو مثال: آيا تاسو راځی? نو په دې وخت کې به له کومې (ی) کار اخلو?

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

مسواکشامکيويکسغزني ولايتپاړسي ژبهکابل ولايتلنډۍتور ټپوسپاکستانعشره مبشرهوېټامين ډيوينهلیاقت تابانکابل سيندد منهاتن پروژهکريم خليليحامد کرزی نړيوال هوايي ډگرعربانشهزاده میرویس ظاهرنری رنځجاپانبريالی صمديمدیترانې سمندرګیپښتو ادبکاناډاپښتونستانبي بي سي پښتوشمېر نوم عدد نوممذهبپه اقتصاد کې د (Money) ماناوگړشمېرنهقطرقرآن کریم21 اپرېلتشبُثتی (سینه)الحمياریيږالبانیاحیاتي کیمیازده کړه22 اپرېلدويمه نړېواله جګړهميرويس هوتکرمشا شفاامير کروړ سوريافغان قاموسد افریقایي هیوادونو نوملړپرمخ (جنسي عمل)دنباتي انساجو کرنهد وینې لوړ فشارشمالي کورياسمندرقيام الدين کشافمتلونهد حضرت عمر فاروق رض عدالتارمنستاند افغانستان ولايتونهمصرژبهفزیکد پښتو نومونو مفرد او جمع🡆 More