څارنه

څارنه د معلوماتو راټولولو، نفوذ کولو، اداره کولو يا لارښوونې په موخه د کړو وړو، زياتو فعاليتونو يا معلوماتو څارنې ته وايي.

دا چاره د د څار کمرو “CCTV” يا د انټرنيټ په څېر په برېښنايي ډول د لېږدول شويو معلوماتو د پرېکون په څېر برېښنايي وسايلو پر مټ له لرې واټن څخه کتنه رانغاړلی شي. څارنه د انساني استخباراتو په واسطه د معلوماتو راټولولو او د پوستې په څېر ساده تخنيکي لارې چارې هم رانغاړلی شي.

څارنه د اتباعو له لورې د خپلو ګاونډيانو د خوندي کولو په موخه او د حکومتونو له لورې د جاسوسۍ، د جرم د مخنيوي، د يو بهير، شخص، ډلې يا څيز د خونديتوب يا د جرم د پلټنې په ګډون د استخباراتي معلوماتو راټولولو په موخه کارول کېږي. څارنه د جرمي سازمانونو له لورې د جرمونو د پلان کولو او تر سره کولو لپاره او د سوداګريو له لورې د مجرمانو، د خپلو سيالانو، عرضه کونکو يا پېرودونکو په اړه د معلوماتو راغونډولو لپاره هم تر سره کېږي. هغه مذهبي سازمانونه هم ښايي څارنه وکړي، چې د عقيدې د خرابولو او بدعت د موندلو دنده لري. مميز مامورين هم يو ډول څارنه تر سره کوي.

د څارنې يوه اړخيزه يا ضمني ګټه دا ده، چې په نامتوازن ډول د خلکو محرميت باندې تېری کولی شي او زياتره وختونه پرې د مدني ازاديو د فعالانو له لورې نيوکه کېږي. ازادي غوښتونکې ديموکراسۍ ښايي هغه قوانين ولري، چې د څارنې د حکومتي او خصوصي کارونې ته د بريد ټاکلو هڅه کوي، په داسې حال کې چې مستبد حکومتونه د څارنې اړوند خورا لږ کورني بنديزونه لري.

جاسوسي د پېژندنې يا تعريف له مخې پټه او په طبيعي ډول د کتل شوې ډلې يا ګوند د اصولو له مخې ناقانونه ده، په داسې حال کې چې د څارنې زياتره ډولونه ښکاره دي او قانوني ګڼل کېږي. داسې برېښي چې نړيواله جاسوسي په ټولو هېوادونو کې عامه ده.  

لارې چارې

کمپيوټر

د کمپيوټري څارنې ډېری برخه انټرنيټ کې د معلوماتو او د اړيکو د لېږد رالېږد څارنه شامله ده. په متحده ايالتونو کې د بېلګې په ډول د قانون د پلي کولو قانون لپاره د اړيکو د مرستې ادارې “Communications Assistance For Law Enforcement Act” تر مشرۍ لاندې له ټولو تيليفوني اړيکو او پراخه انټرنيټي اړيکو (برېښناليک، د وېب له لارې اړيکه، ناڅاپي پيغام لېږدونه او داسې نور) څخه غوښتل کېږي، چې د فدراي قانون د پلي کونکو استازوليو په واسطه بايد د ازادانه او پر وخت ارزونې لپاره د لاسرسي وړ وي.

انټرنيټ کې د انساني پلټونکو لپاره خورا ډېر معلومات شته، چې په لاسي ډول د ټولو له لارې لټون وکړي. د همدې له امله د انټرنيټي څارنې په خپل سر چلېدونکي يا اتومات کمپيوټرونه په پراخه کچه انټرنيټي اړيکې چاڼوي، چې موخه يې انساني پلټونکو ته د هغو اړيکو ورپېژندل يا يې په اړه راپور ورکول دي، چې په زړه پورې يا شکمنې ګڼل کېږي. دا بهير د ځانګړو سببي ويوکو يا عبارتونو، د ځانګړو او بېلابېل ډول وېب سايټونو د کتنې يا له شکمنو اشخاصو يا ډلو سره د برېښناليک يا پر ليکه خبرو اترو له لارې د اړيکې نيولو په نښه کولو سره تنظيمېږي. د “NSA”، FBI او د تازه له منځه تللو معلوماتو د پوهاوي دفتر “Information Awareness Office” په څېر استازوليو له لورې د “Carnivore”، “Naruslnsight” او “ECHELON” په څېر سيستمونو د جوړولو، پېرلو، پلي کولو او عملي کولو په موخه هر کال بيليونونه ډالر لګول کېږي، چې موخه يې د يادو سيستمونو پر مټ يوازې د هغو معلوماتو رابرسېره لپاره د دې ټولو معلوماتو ژباړه او شننه ده، چې د قانوني پلې کولو او استخباراتي استازوليو لپاره ګټور دي.

کمپيوټرونه د څارنې نښه ځکه کېدلی شي، چې شخصي معلومات په کې زېرمه شوي دي. که چېرې يو څوک په کمپيوټر کې د اف بي ای د “Magic Lantern” او “CIPAV” په څېر نرمغالو د فعالولو وړتيا ولري، نو په اسانۍ سره کولی شي د دې معلوماتو بې اجازې لاسرسی تر لاسه کړي. دا ډول نرمغالی په فزيکي ډول يا له لرې څخه هم لګول (فعال) کېدلی شي. د کمپيوټري څارنې يوه بله بڼه د “van Eck phreaking” په نوم پېژندل کېږي، چې له سلګونو متره لرې واټن څخه د معلوماتو راويستلو په موخه له کمپيوټري وسيلو څخه د الکترومقناطيسي [څپو] خپرېدنې لولي. “NSA” نرمغالی د “Pinwale” په نوم يو ډيټابېس چلوي، چې هم د امريکايي او هم د باندنيو اتباعو د برېښناليکونو پراخه شمېر زېرمه او لړيال (لېست) کوي. د دې تر څنګ “NSA” د “PRISM” په نوم يو پروګرام پر مخ وړي، چې د معلوماتو کيندلو هغه سيستم دی، چې متحده ايالتونو ته د تيکنالوژيکي شرکتونو معلوماتو ته مستقيم لاسرسي ورکوي. دې معلوماتو ته د لاسرسي له لارې حکومت د دې وړتيا لري، چې د پلټلو تاريخچه، برېښناليکونه، زېرمه شوي معلومات، په ژوندۍ بڼه خبرې اترې، د فايل لېږدونې او نور ډېر څه تر لاسه کړي. دې خپرونې د څارنې او محرميت په برخو کې په ځانګړي ډول د متحده ايالتونو د اتباعو له خوا ستر جنجالونه رامنځته کړل.

ټيليفونونه

د ټيليفوني ليکو رسمي او نارسمي هڅول په پراخه کچه دي. په متحده ايالتونو کې د بېلګې په ډول د قانون د پلي کولو قانون لپاره د اړيکو مرستندويه اداره “Communications Assistance For Law Enforcement Act” غوښتنه کوي، چې ټولې تيليفوني او خورا مهمې اړيکې بايد د فدرالي قانون د نافذ کولو او استخباراتي استازوليو له لورې پر وخت او په پټه د لاسرسي وړ وي. متحده ايالتونو کې د “AT&T Inc” او “Verizon” په نومونو دوه ستر مخابراتي شرکتونه له اف بي ای “FBI” سره اړيکې لري؛ فدرالي اداره يا “FBI” له يادو شرکتونو څخه غواړي چې د کال د ۱،۸ ميليون ډالرو په بدل د اف بي ای لپاره د خپلو تيليفوني اړيکو ثبتونه په اسانۍ د پلټلو او لاسرسي وړ وساتي. د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۵ زکالونو تر منځ اف بي ای د ملي امنيت له ۱۴۰۰۰۰ څخه زيات ليکونه واستول، چې له مخې يې تيليفوني شرکتونو ته امر کاوه، چې د خپلو پېرودونکو د زنګ يا اړيکې او انټرنيټې تاريخچو په اړه معلومات ورکړي. د دغو ليکونو نږدې نيمايي يې د متحده ايالتونو د اتباعو په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه.

انساني پلټونکي (جاسوسان) اړ نه دي چې زياتره تيليفوني اړيکې وڅاري. هغه نرمغالی چې وينا متن ته بدلوي “Speech-to-text software” د غږ له اخيستلو څخه وروسته د اړيکې د اتومات پروګرامونو په واسطه لکه د هغو پروګرامونو په څېر دوران کوي (پروسس کېږي)، چې د معلوماتو د پوهاوي دفتر “Information Awareness Office” په څېر استازوليو يا د ‘Verint’ او ‘Narus’ په څېر شرکتونو له لورې رامنځته شوي دي، چې د دې پرېکړې کولو په موخه ويوکي يا عبارتونه پلټي، چې ايا يو انساني پلټونکی يا جاسوس د يوې اړيکې څارلو لپاره ځانګړی کړي او که نه.

په انګليستان او متحده ايالتونو کې د قانون نفوذ او استخباراتي خدمتونه له لرې واټن څخه په ګرځنده تيليفونونو کې د غږ لوړونکي يا ميکروفون د فعالولو په موخه يو ډول ټيکنالوژۍ څخه ګټه پورته کوي او دا چاره هغه شخص ته د نږدې پېښېدونکو خبرو اترو د اورېدلو په موخه د تيليفونونو تشخيصي يا د څارنې بڼو ته د لاسرسي په واسطه تر سره کېږي، چې تيليفون ته ځواب وايي.

د “StingRay” په نوم درک لګونکی د دې ډول توکو يوه بېلګه ده، چې په متحده ايالتونو او انګليستان کې د ګرځنده تيليفون کارونه څاري. يادې وسيلې چې په اصل کې د فوځ له لورې د تروريزم ضد موخو لپاره رامنځته شوی دی، د پياوړو اشارو يا زېګنالونو د خپرولو پر مټ کار کوي، چې د دې لامل کېږي چې ګرځنده تيليفونونه لکه څرنګه چې عادي پايو ته خپل IMSI ګڼه لېږدوي، په ورته ډول يې سټېنګ ری ته هم ولېږدوي. له وسيلې سره د تيليفون له وصل کېدلو څخه وروسته د تيليفون کارونکی هيڅکله په دې نه شي پوهېدلی، چې څارل کېږي. د سټېنګری چلونکی کولی شي د درک، تيليفوني اړيکو او متني پيغامونو په څېر معلومات تر لاسه کړي، مګر په پراخه کچه باور دا دی، چې د سټېنګری وړتياوې له دې څخه نورې هم زياتې دي. “StingRay” د پياوړو وړتياوو او رانغاړونکي (محاطي) محرميت له امله تل له ګڼو جنجالونو سره مخامخ ده.

ګرځنده تيليفونونه په عمومي ډول د موقعيت اړوند معلوماتو د راټولولو په موخه هم کارول کېږي. د يو ګرځنده تيليفون جغرافيوي پته (او په همدې ډول د لېږدونکي شخص پته) په اسانۍ سره ان د تيليفون د نه کارونې په وخت کې هم مشخص کېدلی شي، چې د دې موخې لپاره د څو اړخيز په نوم تخنيک څخه ګټه اخيستل کېږي، چې له ګرځنده تيليفون څخه د تيليفون څښتن ته تر نږدې هرې ګرځنده پايې پورې د زېګنال د لېږد يا حرکت کولو لپاره د وخت له مخې توپيرونه محاسبه کوي. د دې ډول تخنيکونو مشروعيت په متحده ايالتونو کې تر پوښتنې لاندې دی، په ځانګړي ډول دا چې ايا کارول يې د محکمې حکم ته اړتيا لري. يوازې د يو لېږدونکي تاريخچو وښودله، چې د فدرالي قانون د نافذ کولو استازوليو په يو ټاکلي کال کې ۸ ميليونه ځلې د پېرودونکي د پتې اړوند معلوماتو غوښتنه کړې ده.

سرچينې

Tags:

څارنه لارې چارېڅارنه سرچينېڅارنه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اروپايي اتحادمحمد ظاهر شاهحیاتي کیمیانوې پاپواګينهiz3asد دوهم ګروپ عناصرويکيد فلم تاريخارګانېزماوټ(جودر)امیر شیر علی خانکالد واده شپهد اکسيديشن نمبرامير کروړ سوريد چین لوی دیوالنثرابو حنيفه (امام اعظم)اډولف هټلرپښتو متلونهبوديجهسل سوالونهبیل کلینټنپاړسي ژبهامیر حمزه خان شینواری- پښتو غزل بابا- مرثیهمنځنۍ پېړۍگل پاچا الفتزنکد افغانستان اقتصادعامه روغتیاښيښهګاري کاسپاروفجودی لین اوکیفمني (مايع)اپلاتونمايتوکاندرياد انګستان درېیم ویلیامد الله 99 نومونهنورستان ولايتخيميرانلونگعددچغرزیمصرسوېل ختيځه اسياسردار محمد يحيا خاناسلام او ساينسحميد مومندپوهنهعرضههايډروجنفرانسهفلسفهامازون باراني ځنګلپښتو نومځري او د هغو کارونهاروپايي ټولنهمحمد بن قاسمبازارموندنهکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)دپښتو اصل او ريښهصدیق الله رښتینوچکۍ تبه (محرقه)نیوتروني ستوریبانکنوټدوچکالۍ په وړاندې تدابیرعامه افکار څه ته وايي؟د امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړهشاه شجاعد اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېد اسټرالیا لویه وچهد انسان بدن🡆 More