ارواپوهنه (په انګلیسي: psychology) د دوو کلمو څخه جوړه شوې ده، (psyche) د روح په معنا او (Logos) د مطالعې او زده کړې په معنا ده.
د سایکالوژۍ لغوي معنا د روح مطالعه ده، دې علم ته عقلي فلسفه هم وايي، سایکالوژي، روانشناسي او اروا پوهنه درې مروجې اصطلاحگاني دي، چې د روح پېژندنې معنا لري. په اروپايي او لاتیني ژبو کي سایک psyche کلمه د باد، دم، چوف او د نفس په معنا ژباړل کېږي مگر په اصطلاح کې ارواپوهنه د سلوک علم دی.
بايد پوه شو، چې سلوک څه ته وايي؟
سلوک د یو کس غبرگون په یو ځانگړي وخت او په یو ځانگړي چاپیریال کي سلوک بلل کیږي. څرنګه چې بشر خپل او د خپل چاپېریال د خلکو سلوک پېژندلو ته اړتیا لري؛ نو په دې اساس د وګړو د سلوک مطالعې لپاره د بشري علومو یوې ډېري مهمې څانګې یعنې (اروا پوهنې) ته اړتیا شته د سایکالوژۍ اصلې موخه دا ده، چې د خپل ځان او نورو وګړو غبرګون په یو خاص وخت او په خاص چاپیریال کې مطالعه کړي.
فلیس شاله د اروا پوهنې تعریف په هکله وایي:
اروا پوهنه د انسان داخلي ژوندون مطالعه کوي؛ یعنې د انسان عواطف عقلي او رواني فعالیتونه مطالعه کوي.
نرمال د اروا پوهنې تعریف په هکله وایي:
اروا پوهنه د بشر سلوک مطالعه کوي
پخوا اروا پوهنه د فلسفې یوه څانګه بلل کېده مګر په اتلسمه پېړۍ کې سایکالوژي د ځانګړي علم په توګه د ولف له خوا وپېژندل شو.
د سایکالوژي علم د نورو علومو په څېر په ازمایښتونو او ليدنې (مشاهده) باندې ولاړ علم ګڼل کېږي. د اروا پوهانو له نظره اروا پوهنه د بشر د اعمالو کړنو رفتار او کردار د اړیکو د علتونو سپړنه کوي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ارواپوهنه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.