د درود شريف ځانګړتیا او ګټي

د درود شريف ګټي بې شمېره دي مګر کومي ګټي چي په صحيح حديثونو کي روايت دي دلته په لنډه توګه بيانيږي تر څو پوره پوره ګټه تر لاسه سي:

١- د درود شريف تر ټولو لويه ګټه داده چي کوم څوک يو ځل درود شريف پر رسول الله صلي عليه وسلم باندي ووايي نو الله تعالى او ملائکي پر هغه کس باندي لس ځله رحمت کوي او د هغه کس لس درجې لوړي او لس نيکياني ورته ليکي او لس ګناهونه يې معافوي. ٢- د درود ويونکي دعاء قبليږي. ٣- رسول الله صلي الله عليه وسلم يې شفاعت کوي. ٤- د قيامت په ورځ به د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره وي. ٥- د دين او دنيا کارونه يې تر سره کيږي. ٦- د ګناهو بخښنه کيږي. ٧- درود شريف ويل د صدقې قائم مقامه دی. ٨- د درود شريف په برکت سره سختي او تکليف ليري کيږي. ٩- پر درود ويونکي ملائکي هر وخت رحمت نازلوي. ١٠- د درود ويونکي د زړه صفائي کيږي. ١١- پر دښمن باندي فتح تر لاسه کيږي. ١٢- په مال کي برکت لويږي. ١٣- د مرګ د سختيو څخه خلاصون په برخه کيږي. ١٤- د قيامت په ورځ به په امن کي وي. ١٥- مفلسي ليري کيږي. ١٦- د درود شريف ويونکي بخيل کيږي نه. ١٧- په کوم مجلس کي چي درود شريف ويل کيږي نو د هغه مجلس ټول غړي د الله تعالى په رحمت کي وي. ١٨- درود ويونکي به پر پل صراط باندي په آساني سره تير سي. ١٩- د درود ويونکي يادونه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته کيږي. ٢٠- د رسول الله صلي الله عليه وسلم مينه د درود ويونکي سره زياتيږي. ٢١- ملائکي د درود ويونکي لپاره د الله تعالى څخه بخښنه غواړي. ٢٢- رسول الله صلي الله عليه وسلم ته د هغه چا درود داسي رسيږي چي فلاني پر تا سلام وايي. ٢٣- درود ويونکي به د درود په برکت سره د عرش تر سايې لاندي ولاړ وي. ٢٤- د درود ويونکي د عملو تله به د قيامت په ورځ درنه وي. ٢٥- درود ويونکي به د قيامت په ورځ د تندي څخه خوندي وي.

الله تعالى دي موږ ټولو ته د درود شريف ويلو توان راکړي او د دغه په برکتو سره دي موږ ونازوي، آمين.

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ. اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

استنبول میٹرودويمه نړېواله جګړهپیروکرېسټيانو رونالډوګانميډدال (حبوبات)مولانا جلال الدين محمد بلخيتجربهحیواني سره یاعضوي سرهفاتح ویلیامد جنازې لمونځسمندرګید لومړۍ نړیوالې جګړې لاملونهپيغمبران په قرآن کېمشارکترغاويز اوښتونحجد افغانستان پېښليکقانون څه ته وايي؟ابن سينا بلخيتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟مېډياويکيتوماس مورڅارنهد لوېدیځې اروپا د منځنیو پېړیو طبازبکستانپورټو ریکویوګسلاویاآيفوندوبۍنخودسولپوهنهد افغانستان اقتصادآیو (سپوږمۍ)لړمد انټرويو (د دندي لپاره د ځانګړي مرکې) په اړه ځيني لارښوونېتوکلد جمعې لمونځد خلق ډموکراتيک ګونداوبهادبي خبري اتريمورا (ژبه پوهنه)په پښتو کې د ياگانو سمه کارونهبوديزماسټرالیاجورج اېس. بوټویلپه دویمه نړیواله جګړه کې ښکېل هېوادونهلوېديځه افريقاپولنډتوماس جفرسونبېوزلياقلیم (هوا)ويټامينعبدالرحيم وردگکېمیاگر ناولرومدبهسودو ولسوالۍ چاپېريالي وضعیتپه ټولنه کې د اقتصادي او غير اقتصادي فعاليتونو اهميتملارياناساممنون مقصوديقلندر مومندآرام سمندرايرانغسلد اقتصاد وزارتايليوشين-۷۶صحيح بخاريفزیکخېبر پښتونخوافوټون🡆 More