لړمان (په لاتين: Scorpionida) د آراخنیډا څخه دی چی اته پښې او زهر لرونکي نیش لري.
Scorpionida لړمان | |
---|---|
مملکه | ژوی |
بې شمزۍ ژوي | |
شاخه | بند پښه لرونکی ژوي |
لاندی شاخه | نوسی لرونکې ژوې |
کلاس | آراخنیډا |
تیره | لړمان |
د لمړ نیش د لکۍ پر سر باندي پروت دي. لړمان په ځانگړي ډول په شپه کی ښکار کوی او په گرمو سیمو کی ژوند کوي.
لړمان د آراخنیډا څخه تر ټولو پخواني ژوی دي چی د سيلورين په وخت کی (۴۴۳ میلیونه کاله مخکې) یی ژوند کول. په اوس وخت کی لړمان په گرمو سيمو کی په دښته او جنگل کی ژوند کوي. نوموړي ژوي د وینو د جریان جهاز آزادي سیستم او نلي زړه لري. د عصبي سیستم یی د دوو لویو غوټو او اتو کوچنۍ غوټو څخه جوړ شوي دي. د لړم ښځينه معمولا ۲۵ ځوانکان لري چی پر خپل ملا باندي وړي. لړم په ځانگړي ډول غنې او نورو حشرې ښکاري کوي. که لړم پر کوم سړي باندې نیش ولگوي، دغه سړی د ډیر درد احساس کوي او ان په ځینو مواردو کې د لړم د زهرو له کبله مري. خو که د لړم زهر د درملو په توگه وکارول شي نو پخپله دردونه له منځه وړي. همداراز د لړم زهر د تومورونو او رگونو په درملنه کې هم کارول کیږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article لړم, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.