اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد (زوکړه د ۱۳۰۰ لمريز لېږدي کال، د لړم ۲۳، د کندهار ښار - مړینه د ١٣٨٣ ل كال د لېندۍ ١١، کابل) د افغانستان يو نامتو پښتو ژبی ليکوال، شاعر، څېړونکی او فرهنگي شخصيت دی.
اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد د ١٣٠٠ لمريز لېږدي كال د لړم د مياشيې پر ۲۳ نېټه (د ١٩٢١ زېږدي كال د نومبر پر ١٤)، چې له لويي برتانيا څخه زموږ د گران هېواد افغانستان د سياسي خپلواكۍ دوه كاله تېر شوي ول، د کندهار ولايت (كندهار ښار) د بابړو د كوڅې په يوې مخورې او درنې كورنۍ كې سترگې دې نړۍ ته پرانيستې. په دغه كورنۍ کې د سوداگرۍ تر څنگ له پوهنې سره ښه مينه درلوده او پلار يې ارواښاد عبدالغفور خان دمروجو علومو د مطالعې خاوند او پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې ، په پاړسي عربي ، اردو او انگريزي ژبو پوهيدى او نيكه يې حاجي محمد اياز خان دخپل وخت مشهور سوداگر او ورنيكه يې ( غور نيكه ) محمد جان خان ، تر نيكه يې نېك محمد خان او سرنيكه يې لكي صاحب خان چي ديو لك سكو خاوند او دمعاصر افغانستان دبنسټ ايښودنكي ستر احمدشاه بابا ( ١٧٤٧ - ١٧٧٣ م ) د وخت له مشهورو خلكو څخه و. دا كورنۍ پخوا دپاچا جوړونكو ( King Makers ) كورنيو څخه بلل كېده ، لكه نور محمد خان بابړ چي ( مستوفي الممالك ) او گل محمد خان بابړ چي د ( امين الملك ) دنده سرته رسوله او دافغانستان ټولي اقتصادي او دهغه دپلان چاري ور دغاړي وې ، دلوي احمدشاه بابا سره يې كورنۍ دوستي هم درلوده او دهغه د لمسي شهزاده زمان چي وروسته له خپل پلار تيمور شاه څخه پر تخت كښېناست او دشاه زمان په نوم يې شهرت تر لاسه كړ ، خسر يې هم و .
داستاد رشاد په روزنه او پالنه كي په لومړي گام كي دهغه فاضل پلار مهمه ونډه درلوده ، لكه چي دى خپله د گوربت مجلې سره په مركه كي وايې : "زما لومړى استاد زما پلار و ، پر هغه دي خداى ورحميږي زه يې روزلى ، خو متاسفانه چي د هغه سيورى په ١٣ كلنۍ كي زما له سره څخه ليري سو او ما دده له ټول فضيلت څخه استفاده ونه سوه كړاي ، تقريبا ً ٦٩ ( اوس ٧٣ ) كاله وړاندي ما انگرېزي الفبا له پلاره زده كړې او عربي كتابونه مي هم تر مختصر پوري له پلاره سره ويلي دي ، پاړسي كتابونه مي لكه گلستان ، بوستان ، حافظ او نور ټول له پلاره سره لوستي ، البته نور استادان مي هم درلوده، خو لومړى استاد مي پلار و ." او همدارنگه د افغانستان په نوم كوم اخبار چي په لاهور كي خپرېدى او پښتو برخه يې درلوده ، د دوى پلار ته را استول كېدى او هغه يې مطالعه كاوه .
خو د خپلي ځيركتيا له امله ډېر ژر په ١٩٣٣ م كال كې په لومړي درجه له ښوونځي فارغ او په ١٩٣٤ م كال يې پر ديارلس كلنۍ د ښوونكي په توگه رسمي ماموريت پيل كړ ، چي د پوهي او سن دلږوالي له امله يې په كوچني ښوونكي ډېر شهرت پيداكړ چي حتى ډير شاگردان به يې تر ده مشران هم وه . په ١٩٤٦ م كال دكندهار د ښار دانتخابي ټولني رئيس او په ١٩٤٧ م كال دكندهار د ښاروال مرستيال سو او له ١٩٤٧ م كال وروسته هندوستان ته ولاړ ، هلته يې خپلو ځانگړو زده كړو او هم يې دپښتنواو پښتو په اړه ژورو څيړونو ته دوام وركړ ، چي د "لودي پښتانه" كتاب ، چي ٤٢٠ مخونه لري او "سوري پښتانه" چي ٤٠٠ مخونه لري يې ښه بيلگي دي او دهغه تر څنگ يې هندي ژبي او ديوانگري ليكدود هم زده كړ او څه سانسگريټ او انگرېزي ژبي يې هم وكوتي . ١٩٥٢ م كال د ويښو ځلميانو چي د افغانستان لومړي ملي ديموكرات گوند و ، د استازي په توگه د كندهار د ښاريانو له خوا پارلمان ته انتخاب سو خو دكندهار د والي عبدالغني خان ( قلعه بيگي ) او دچارواكو دمخالفت په وجه چي د ويښ ځلميانو او پوهاند رشاد سره يې درلود د دوى د رائيو صندوق د پوليسو له خوا ضبط او دى دښاروالۍ له تالار او انتخاباتي حوزې را وايستل سو . په ١٩٥٧ م كال دپښتو ټولني د مسلكي غړي او دكابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د استاد په توگه وپېژندل سو چي وروسته بيا د پښتو ټولنې د رياست مسلكي مرستيال وټاكل سو ، سره له دې چي د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد هم و . په ١٩٦١ م كال د پخواني شوروي اتحاد دسنت پيرزبورگ (پخوانى لينن گراد) دښار د ختيځ پېژندني د انستيتوت د پښتو ژبي د استاد په توگه د دوه نيم كاله له پاره ولېږل سو ، چي وروسته افغانستان ته راستون او د كابل پوهنتون د ژبو، ادبياتو او بشري علومو د پوهنځي په پښتو څانگه كي استاد او بيا د دغه ډيپارټمنټ (څانگي) شف (مشر) سو او د وخت لوړه علمي رتبه پوهاندي يې په ١٩٧٤ م كال كي تر لاسه كړه، څو د١٩٧٨ م تر پېښي وروسته ډېر ژر لزوماً تقاعد ته سوق سو، خو ددې رژيم د مخالفت سره سره يې خپلي علمي او فرهنگي اړيكيد كابل پوهنتون، د علومو د اكاډمۍ، علمي ټولنو او كړيو سره وساتلې.
استاد رشاد لومړى شعر په ١٩٣٤ م كال پر ديارلس كلنۍ ويلى، خو د هغه لومړى شعر په ١٩٣٨ م او لومړى څېړنيزه ليكنه په ١٩٤١ م كال د افغانستان په مطبوعاتو (طلوع افغان) كي خپاره سوي دي . دده په وينا له ٢٦ كلنۍ څخه د ويښو ځلميانو د نهضت غړى و .
د جهاد پر مهال په كابل كي اوسېد، خو مضامين او شعرونه به يې په مستعارو نومونو چي په هيواد كي خطر ورته پېښ نه كړي، د كلفورنيا په Freedom ، د ناروې په مجاهد ولس، جرمني ، اطريش، هند، پېښور ، كراچي او نورو ځايونو كي خپرېدل او چي ډېر به ترخه نه وو او په سمبوليك ډول به پكي د وخت رژيم غندل سوى او ملي جهاد او آزادي ستايل سوې وه ، په كابل كي هم خپرېدل او له ١٩٩٢ م كال وروسته چي د تنظيمونو تر منځ د واك د ساتلو او يا تر لاسه كولو جگړه پيل او ايتنيكي اختلافاتو ته لمن ووهل سوه، د هغه دغندني په خاطر يې هم شعرونه او ليكني له هيواد څخه دباندي خپرې كړي او د طالبانو په وخت كي په يوه غونډه كي چي د ١٩٧٩ م كال د روسانو د يرغل د غندني په اړه نيول سوې وه، استاد رشاد د سر په بيه د طالبانو سياست د روشنفكرانو او دموكراسۍ په اړه وغانده او دا يې په ډاگه وويل چي: " زه ويښ ځلمى وم ، يم او اوسم به او دا گوند هغه گوند دى چي په افغانستان كي يې د لومړي ځل له پاره د ډيموكراسۍ ږغ پورته كړ ."
د ١٩٧٨ م كال تر پيښي را وروسته بيا تر ١٩٩٢ م كال پوري ددوى د سياستونو د غندني په اړه يوه شعري ټولگه د " ملحد شاهۍ" په نوم ليكلې او د ١٩٩٢ م كال څخه بيا تر ١٩٩٦ م كال پوري يوه شعري ټولگه د"تنظيم شاهۍ يا ملا شاهۍ" په نوم ليكلې او وروسته يې د طالبانو تر سقوط پوري د " طالب شاهۍ" په نوم يوه شعري ټولگه ليكلې ده . استاد د خپل ژوندانه تر وروستۍ شېبې پوري د زورواكۍ او بلواكۍ پر ضد شعرونه او ليكني كړي دي ، خو په څرگند ډول ويلاى سو چي ژوند يې تل د چارواكو سره په مخالفت (اپوزيشن) كي تېر سوى دى ، چي نه يې ظالم واكمنان منلي او نه يې پردۍ واكمنۍ ، د ډيموكراټ او متعادل سياست خوښوونكى او ريفورمست دى . په دغه توپير چي په لږ آزاد چاپېريال كي يې مخالفت څرگند او د اختناق په شرايطو كي به يې په پټه او سمبولونو مخالفت كاوه . له دا ټولو ستونځو سره سره چي په وار وار تعقيب سوى او تهديد سوى و او دا امكان يې هم تر لاسه كړى وو چي څو ځله په شخصي ډول جاپان ، هندوستان ، پاكستان ، يمن امريكا، سعودي عربستان او نورو هيوادونو ته سفرونه وكړي ، خو خپل هيواد يې خوشي نه كړ او بيرته خپل هيواد ته راستون سوى دى .
ارواښاد استاد به تل دا ويل چي " هيوادپر هر چا گران دى خو ما ايمان پر راوړى ، كه مرم هم به دلته يم او كه ژوندى يم هم به دلته يم ." ارواښاد استاد په پاړسي، عربي، اردو، هندي، روسي او انگريزي ژبو پوهېدى او له تركي او جاپاني ژبو څخه يې هم استفاده كولاى سواى . پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې په پاړسي او اردو ژبو كي هم ښه عروضي شاعري كوله ، خو دوى خپل ټول ژوند د پښتو ادب د پرمختگ او ودي په لاره كي تېر كړى دى ، علمي ، ادبي او تاريخي اثار يې ليكلي ، د نړيوالو ادبياتو ژباړي يې كړي او زيات شعرونه يې زموږ شعري نړۍ ته ډالۍ كړي دي . ددوى (٤٩) اثار له سلگونو مقالو سره چاپ سوي دي چي په لاندي ترتيب سره ذكر كيږي :
كه ددوى ٨٠ ناچاپ اثار د ټوكونو په ډول وشمېرو چي ما ته څرگند دي (١١٦) ټوكه ناچاپ اثار د كتابونو په ډول او په لسهاوو ناچاپه مقالې او نور اثار يې هم سته ، چي ډيري څېړني ته اړتيا لري او هغه چي موږ ته څرگند دي ، په ټوليز ډول د استاد (٥٩) اثار او په سلهاوو مقالې او شعرونه چاپ او (٨٠) اثار او په لسهاوو مقالې او شعرونه يې ناچاپ پاته دي .
اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد د خپل استعداد، علاقې، پرله پسې زيار او مطالعې په نتيجه كي عالم، عامل او معلم پېژندل سوى او د پښتو ادبياتو د تاريخ د معاصري دورې ليكوال ارواښاد كانديد اكاډيميسن سر محقق محمد صديق روهي د استاد په اړه ليكي:
"پوهاند رشاد په تاريخ، ادبپوهنه او لغت پوهنه كي د تبحر درلودلو له امله د روښانفكرانو له خوا د"فاضل استاد" لقب گټلى دى . د ده د معلوماتو پراختيا او قوي حافظه اورېدونكى په حيرت كي اچوي. فاضل استاد په اوسني وخت كي د پښتو او پاړسي ادب د كلاسيكو متونو د مشكلاتو د حل كولو له پاره يوه مهمه مرجع گڼل كيږي. استاد رشاد نه يوازي د خپل علمي تبحر له كبله، بلكي د تقوى او د نفس د مناعت په درلودلو سره د پوهانو او روښانفكره قشر په منځ كي خاص محبوبيت گټلى دى". | ||
هېره دي نه وي چي فاضل استاد ته د ١٣٨٢ ل كال د مرغومي پر نهه ويشتمه په جلال آباد ښار كي دده په وياړ جوړ سوي سيمينار په ترڅ كي د (علامه) بېسارى دروند لقب وركړه سو.
دا ستر پوهاند او نابغه علامه رشاد بابا د ١٣٨٣ ل كال د لېندۍ د مياشتي پر يوولسمه (١١مه) نېټه، د چهارشنبې په ورځ د كابل په څلورسوه بستريز روغتون كي د ماپښين پر دوولس نيمو (١٢:٣٠) بجود زړه د ناروغۍ له امله په حق ورسېد.
انالله و انا اليه راجعون
ليکوال : پوهنوال رسول باوري
تر دې مهاله زيات شمير پوهانو ، څيړونکو اوليکوالو د علامه رشاد پر علمي شخصت ليکني او څيړني کړيدي . او د څيړنو دا لړۍ لا روانه ده . يو شمير پوهانو د علامه رشاد تخليقي اثارڅيړلې او په هغو کي يې د نوښت غښتلۍ څرک موندلۍ دۍ ، يوشمير څيړونکو د استاد ادبي څيړنو ته پام کړۍ او په هغو کي يې د علامه رشاد ځواکمن دريځ جوت کړيدۍ او همداشان په ژبپوهنه ، کلتور پوهنه ، متون پوهنه او د پوهي په نورو ډگرونو کي يې د علامه اکادميسن پوهاند رشاد ونډه جوته کړېده . زه په دې لنډه ليکنه کي علامه رشاد د يوه مورخ په توگه را يادوم اوور سره يوځای هغو ځانگړنو ته د درنولوستونکو پام اړوم چي د معياري تاريخ ليکني بنسټيز ارونه دي .
د تاريخي اثارو د پيژندني او د هغو په اړه د رايې څرگندوني لپاره تر ټولو لومړنۍ پړاو د هغه تاريخي اثر د ليکوال او يا مورخ د ذهنيت او ليد لوري پيژندل او پوهيدل دي ، چي نوموړۍ مورخ کومو اندونو او ځانگړو افکارو ته ژمن او يا لږ تر لږه له هغو څخه اغيزمن شوۍ دۍ . علامه رشاد هم د نورو مورخينو په څير ليد لورۍ او د خپلو تاريخي ليکنو لپاره يې معنوي مودل او ذهني لارښود درلود ، هغسي چي استاد رشاد د لودي پښتانه نومي اثر په سريزه کي ليکي : (( په نړۍ کي له لرغونو زمانو دادوددۍ چي ملکونه ، اولسونه ، کامونه ، کورنۍ ، او حتی شخصيتونه لوړيږي ، ځوړيږي ، ودانيږي ، ورانيږي وړيږي ، واک مومي ، بيواکه کيږي ، ژوند مومي او محوه کيږي ، دا ټولي اوښتني ( تغييرات ) ځانته سببونه لري ، د دغو سببو نو پلټنه او گرويږنه او د هغو د اغيزو او نتائجوڅيړل او شنل د تاريخ غايه ده ))
دا د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر مورخ او فيلسوف ابن خلدون نظريه ده . نوموړي په اتمه هجري پيړۍ کي ژوند کاوه ، په تونس کي وزيږدۍ ، بيا يې دد ژوند تر ورستيو کلونو د الازهر پوهنتون کي د الهاياتو ، فلسفې او اسلامي تاريخ داستاد په توگه دنده تر سره کول . د ابن خلدون څخه په لسگونو تاريخي ، فلسفي او ديني کتابونه په ميراث پاته دي ، خود ( د ابن خلدون مقدمي ) په نوم اثرنړيوال شهرت گټلۍ دۍ ، په دې اثر کي د تاريخ او ټولنپوهني په تړاو دنوموړي اندونه خپاره شويدي . د ابن خلدون نظرياتو نه يوازي د اسلامي نړۍ دمورخينوپر افکارو اثر ښندلۍ ؤ ، بلکي د نړۍ پر بيلا بيلو فلسفي او تاريخي ذهنيتونو يې داسي اغيزي پريښي ، چي يوشمير يې متاثره کړي او يو شمير نورو بيا د خپلو افکارو د تدوين لپاره د منځپانگي تر بريده ورڅخه گټه پورته کړيده ، چي په لويديځه نړۍ کي د بيلگي په توگه نامتو ټولنپوه اگست کنت او په ځانگړي ډول د شلمي پيړۍ انگليسي نامتو مورخ او فيلسوف ارنولد تايبې يادولای شو چي په علمي کړيو کي يې د (( تمدنونو د انحطاط فيلسوف )) په نوم زيات شهرت وگاټه . د ټولني دايروي وده چي د ابن خلدون له نظرياتوڅخه راپيل شويده ، په اوس مهاله بيلا بيلو ايز مونو، سياسي او ټولنيزو مسلکونو کي په يوه يا بل ډول کارول کيږي . علامه رشاد هم د ابن خلدون نظريو ته ژمن پاته شوۍ د تاريخ ليکني هغه متود يې کارولۍ چي ريښې او جرړي يې د ابن خلدون په نظريو کي له ورايه څرگندي دي .
ډيرو شننوکو د علامه رشاد په اړه دا خبره منلې چي هغه هيڅ يوه کرښه د کاغذ پر مخ نه راکښل څوچي د هغې په اړه به يې باور او ډاډ نه وای حاصل شوۍ . همدا وينا داستاد علامه رشاد د نورو ټولنيزو علومو تر څنگ په تاريخي څيړنو کي هم په پوره وړتيا څرگنده ده . د علامه رشاد څخه په زيات شمير تاريخي ليکني د ادب او ژبپوهني په تړاو را پاته دي ،چي د بيلگي په توگه ، ډيلۍ د پښتنو په وخت کي سريزه ؛ در باره نظامنامه اکبري و ناظم ان ؛ کوروش خون اشام ، د قيصه خوانۍ خونړۍ پيښه ، څوارلس کلن غازي حاتم او زيات شمير نور داډول خپاره شوي اثاريادولای شو ، خو زما د دې ليکني لپاره د علامه رشاد د نورو تاريخي کتابونو څخه د لودي پښتانه په نوم تاريخي اثر چي د ٤٢٥ پاڼو په لرلو په هند کي د لودي کورنۍ بشپړ تاريخ دۍ ، او هم مي د يوې بيلگي په توگه د نورو تاريخي مقالو څخه په لس مقالې نومي کتاب کي د (( دکرلانيو پاچا هي کورنۍ )) د بحث لپاره ټاکلي دي .
په تاريخي اثارو کي هغه ليکنه يا کتاب د زيات باور وړ گرځي چي د تاريخي څيړنو ټول ارونه پکښي کارول شوي وي . د دې ارونو څخه يو هم د باوري منابعو او لاسوندونو څخه گټه اخيستنه ده چي د پيښو د تصديق او سپيناوي لپاره کارول کيږي . علامه رشاد په لودي پښتانه او هم د کرلانيو پاچاهي کورنۍ په اړه د هري پيښي او هري وينا لپاره لاس وند وړاندي کړي او هره وينا يې د ماخذ په مرسته د منلو وړ گرځولې ده . د دې ادعا د ثبوت لپاره د لودي پښتانه ، تاريخي اثر د متن هره پاڼه لوستونکي ته د ډاډ څرگند لاس وند دۍ . د بيلگي په توگه : په ٧٩ نه اويا يمه پاڼه کي چي د سلطان بهلول د رسيدلو په اړه سرليک پيل کيږي ورسره سم د بيلا بيلو ماخذونو او لاسوندونو ياودنه کوي ، د خورشيد جهان ؛ مرقع افغان ؛ شوکت افغان د اثارو بيلا بيلي پاڼي را يادوي ، چي د نوموړي مطلب د کره کولو لپاره تر ټولو ډاډمن اخځونه دي ، او دا ميتود د لس مقالي نومي اثر په بيلا بيلو برخو کي هم په پوره ځير تيا کارول شويدۍ .
د برلاسو تاريخي څيړونکو يوه ځانگړ تيا دا ده چي د پيښو پر مهال ليکل شويو اثارو ته پوره پام اړوي او د لومړي لاس منابعو په توگه د هغو اثارو څخه زياته گټه پورته کوي چي د پيښي مهال ته نږدې او يا پر يوه مهال وي ، پوهاند رشاد هم د بر لاسو مورخينو په څير د لودي پښتانه په اړه زيات هغه اثار او منابع کارولي چي د هغه مهال ليکوالو ليکلي دي ، لکه مسالک الممالک ( اصطخري ) کتاب الهند ( البيروني ) زين الاخبار ( عبدالحۍ گرديزي ) حدودالعالم ، تزک بابري ( بابر نامه : اودخان خان )طبقات ناصري ( جوزجاني ) اوداسي په لسگونو ، نور يادولای شو .
په تاريخي څيړنو کي يوه بله ستره ځانگړتيا دا ده چي د يوې ادعا لپاره د يوه ماخذ وړاندي کول بس نه دي ، لاس بري مورخين د يوه لاسو ند پر ځاي د ډيرو لاسوندونو پيدا کولو او وړاندي کولو ته پام کوي او زيار باسي چي د خپلي ادعا د سپيناوي لپاره څو ماحذونه وړاندي کړي او يا د يوه ماخذ د تصديق لپاره نور ماخذونه وښئي . علامه رشاد هم د همدې ميتود څخه په لودي پښتانه نومي اثر کي او هم په لس مقالې نومي کتاب کي ، کار اخيستۍ دۍ . د لودي پښتانه په ١٤٩ مه پاڼه کي چي د جونپور دريمه جگړه را يادوي او په لمن ليک کي د هغه مبارک خان سپيناوۍ کوي چي په دې جگړه کي ښکيل دۍ ، او وايې چي دا د ماخذونو په حواله هغه مبارک خان نه دۍ چي د مبارک خان لواڼي په نوم پخوا ياد شويدۍ ، بلکي دا د مونجي خيلو لودي کورنۍ اړوند يوه بل مبارک خان دۍ .(پاڼه ١٤٩ لودي پښتانه )
اکادميسن علامه رشاد په هغه مقاله کي چي د کرلاڼيو پاچاهي تر سرليک لاندي يې خپره کړيده هم دا ميتود کارولۍ دۍ ، د بيلگي په توگه : د کرلاڼي د نوم څيړلو لپاره بيلا بيل لاسوندونه او منابع وړاندي کوي او تر هغه بريده يې د لاسوندنو او اثارو کره کتنه کړيده چي په پر له پسې توگه يې يو ماخذ په بل ماخذ تائيد کړېدۍ ، او ان دا چي طبعاتي تيروتنو ته يې هم پام کړي او هغه يې يادي کړيدي ، لکه چي په لس مقالې نومي اثر په ٣٦ پاڼه کي ليکي : د صولت شير شاهي په ١١٤ مخ کي چي سيد احمد مرتضی ليکلۍ او د عليگړ پوهتون له لوري چاپ شويدۍ هلته د تاج خان سره يوځای بواني ليکل شويدۍ ، چي دا چاپي تيروتنه ده . ( پاڼه ٣٦ لس مقالې )
د تاريخ د علمي يون دوه بنسټيز فکتورونه د زمان او مکان يوالۍ دۍ ، هغه تاريخي پيښه چي زمان او مکان يې څرگند نه وي دبشپړي تاريخي پيښي په توگه نه شميرل کيږي . د همدې اصل له مخي په ټولو تاريخي اثارو کي د پيښي ځای ښودل او د وخت څرگندتيا تر ټولو لومړۍ په پام کي نيول کيږي . علامه رشاد په لودي پښتانه نومي کتاب کي په پر له پسې توگه دا اصل په پام کي نيولۍ او د هرې پيښي سره يې د وخت سپيناوۍ کړي او هم يې د سيمي او ځای پيژندل شوني کړيدي . د نوموړي اثر هيڅ يوعنوان او سر ليک بيله څرگندي نېټې نه ليدل کيږي او ورسره د پيښي سيمه او ورشو هم جوته شويده . د بيلگي په توگه په ١٠٩ پاڼه کي د بهلولپور سرليک را يادوو : بهلولپور د خزينته الا صفی په حواله سلطان بهلول ته منسوب دۍ ، په ٩٣٢ هجري کال چي کله بابر مغل د سلطان شهاب الدين غوري ودان شوۍ ښار سيال کوټ وران کړ نو يې د هغې سيمي اوسيدنکي بهلولپور ته وليږل . د بابر نامې په ١٦٦ مخ کي ليکل شويدي چي د بهلولپور کلا د چناب د سين پر غاړه پرته ده . ( ١٠٩ پاڼه ، لودي پښتانه ) .
د ا لنډه ليکنه په پوره روښانتيا دا برملا کوي چي علامه رشاد هغسي چي د هيواد د ستر اديب او نامتو ليکوال په توگه پيژندل شويدۍ ، د هيواد په تاريخ ليکنه کي يې هم ستر لاس درلود او د تاريخ د يوه عالم په څيريې هغه تاريخي پيښي ، تاريخي کورنۍ او يوشمير تاريخي کسان را پيژندلي چي د هيواد د تاريخ لپاره يې پيژندگلوي اړينه وه . او له نيکه مرغه استاد په پوره ځير تيا په تاريخي پاڼو کي د هغو تشو ډکولو ته زيار ايستلۍ چي د اوسني نسل لپاره يې پوهيدل اړين دي .
دپام وړيادونه:
په دې لنډه ليکنه کي د علامه رشاد (( لودي پښتانه . پښتو ټولنه . ١٣٣٦ . )) او (( لس مقالې . دولتي مطبعه . ١٣٦٧ )) سربيره د لاندي اخځونو څخه هم گټه اخستل شويده ، چي د الفبا په ترتيب دي :
ليكنه: ډاكټر طارق "رشاد"
This article uses material from the Wikipedia پښتو article عبدالشکور رشاد, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.