ويکيپېډيا

ويکيپېډيا (انګليسي: Wikipedia) د اېنټرنټ پر مټ د وړيا مېنځپانگې يو گڼ ژبنيز پوهنغونډ دی چې د داوطلبو کارونکو لخوا او د هر هغه چا له لوري چې د انټرنټ اسانتياوې لري، ليکل کېږي.

ويکيپډيا
ويکيپېډيا
ويکيپېډيا
د وېبځي بڼه
انټرنټي پته http://www.wikipedia.org‎
شعار يو وړيا پوهنغونډ چې هر څوک يې ليکلی شي
په الېکسا کې رتبه ۹
د وېبځي ډول اېنټرنټي پوهنغونډ
نومليکنه د لوستونکو په خوښه
د کارولو وړ ژبه(ژبې) گڼ ژبيز (۲۶۴ ژبې)
خاوند د ويکيمډيا بنسټ
بنسټ ايښودونکی جېمي ولز, لېري سانگر
د پېل نېټه ۱۵ د جنوري، ۲۰۰۱ کال

ددې پوهنغونډ د پرانيستې مېنځپانگې پروژه د ويکيمېډيا د بنسټ د بې گټې موسسې له لورې پرمخ بېول کېږي. د ويکيپېډيا نوم د دوه نومونو نه راوتلی دی چې يو يې ويکي (د ويبځايونو د جوړولو يو گډ تخنيک) او وروستۍ برخه يې د انګليسي د وييکې اېنسايکلوپېډيا د وروستاړي پېډيا څخه اخيستل شوی او په همدې توگه د ويکيپېډيا نوم ترېنه جوړ شوی دی. ددې پوهنغونډ بنسټ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۱ کال د جنوري په مياشت کې د جېمي وېلز او لېري سانگر لخوا ايښودل شوی او په ډېر لنډ وخت کې د انټرنټ تر ټولو لوی، چټک پرمختلونکی او د ټولگړو مالوماتو تر ټولو نوموتې اېنټرنټي سرچينې بڼه يې غوره کړې.

د ۲۰۰۷ کال تر ډسامبر مياشت پورې شته شمار ښودلې چې ويکيپډيا په ۲۵۳ ژبو کې نژدې ۹،۲۵ ميليونه ليکنې لري، چې که د ويکيپډيا ټولې ليکنې سره يوځای کړو نو دا ټول به له ۱،۷۴ بيليون وييونو نه هم ډېر لغتونه وي. په ۹ د سپټامبر، ۲۰۰۷ کال کې د انګليسي ژبې د ويکيپډيا د ليکنو شمېر له ۲،۰۰۰،۰۰۰ څخه واوښته او تر ۱۲ د مارچ، ۲۰۰۸ کال پورې د انگليسي ويکيپډيا د ليکنو زېرمه له ۲،۲۷۶،۰۰۰ ليکنو څخه واوښتله چې دغه ټولې ليکنې له ۹۹۰،۰۰۰،۰۰۰ وييونو او لغتونو نه جوړ شوي. د ويکيپېډيا ليکنې په ټوله نړۍ کې د ويکيپېډيا د داوطلبو کارونکو لخوا په گډه توگه ليکل شوي او هرڅوک چې د اېنټرنټ آسانتياوې لري کولای شي چې د دغه پوهنغونډ په نژدې ټولو ليکنو کې سمون راولي. ويکيپېډيا په ډېر يو لنډ وخت کې خپل ځان نړېوالو ته ور پېژاندلی او ښه نوم يې ايستلی چې اوسمهال په نړېواله کچه د نړۍ په ۱۰ ډېرو کتونکو ويبځاييونو کې شمېرل کېږي.

د يوې معتبرې او منلې سرچينې په توگه تل د ويکيپډيا دريځ د پوښتنې لاندې راغلی ځينې نور بيا د ويکيپېډيا د وړيا مېنځپانگې، د ټولو د خپراوي وړتيا، د بې پلوۍ او بې پرې سياست او د سرليکونو د پراختيا د اسانتياؤ ستاينه کوي. اوس د ويکيپېډيا ډاډه توب او کره توب يوه مسٔله ده. او بل انتقاد چې اکثراً په ويکيپېډيا کېږي هغه د ورانکارۍ او ناسمو او ناتصديق شويو مالوماتو پر وړاندې د دغه پوهنغونډ اغېزمنتوب دی. خو اکثراً داسې هم انگېرل کېږي چې په علمي کارونو او ليکنو کې ورانکاري او د ناسمو مالوماتو خپراوی لنډمهاله وي.

د نيويورک ټايمز، جانتان ډي، او انډريو ليح، د پرليکه ژورناليزم په اړه د پينځم نړېوال سمپوزيوم، پر مهال، د ويکيپډيا ارزښت نه يواځې د يوې پوهنغونډيزې سرچينې په توگه په ډاگه کړی بلکه دا يې يوه ژر تازه کېدونکې خبري منبع هم گڼلې.

کله چې د ټايم مجلې د ۲۰۰۶ د کال شخصيت نورو ته ورپېژانده نو په اېنټرنټ کې په گډه توگه د پرليکو جټکو پرمختلونکو گرافيکي پاڼو په اړه چې د نړۍ د ډېرو وگړو له لورې کارېږي، داسې انگېرنې هم خپرې کړې چې ويکيپېډيا يو د هغو درې چټک پرمختلونکو وېبځايونو په کتار کې راځي چې د ِېب 0.2 د خدماتو په کارولو سره د نړۍ د ډېرو کارېدونکو ې بپاڼو په درېم ځای کې د يوټيوب او مای سپېس سره يوځای شمېرل کېږي.

تاريخ

ويکيپېډيا
په اصل کې ويکيپېډيا د پوهنغونډ د يوې بلې پروژې، نيوپېډيا نه رامېنځ ته شو.

ويکيپېډيا د نيوپېډيا د يو بشپړه کوونکې پروژې په توگه په کار پيل وکړ. , دا په انگرېزي ژبه د پوهنغونډ يوه پروژه وه چې د دغې پروژې ليکنې د تجربه کارو ليکوالانو لخوا ليکل کېدل او د يوې رسمي مخکتنې د پروسې نه تېرېدل. د نيوپېډيا بنسټ په ۹ د مارچ ۲۰۰۰ کال کې د بوميس مالکيت، د وېب پورټالونو يوې کمپنۍ لخوا کېښودل شو. د دغه بنسټ، چې وروسته په ويکيپېډيا بدل شو، اصلي غړي جيمي وېلز، بوميس CEO, او لېري سانگر، وه. په پېل کې نيوپېډيا د نيوپېډيا د پرانيستې مېنځپانگې د لايسنس د اجازې لاندې کار کاوه چې د ويکيپېډيا د بنسټ ايښودلو نه مخکې د ريچارډ سټالمېن په غوښتنه يې نوم د جي ان يو د وړيا لاسوندونو لايسنس واړاوه.

ويکيپېډيا
جيمي وېلز
ويکيپېډيا
لېري سانگر

لېري سانگر او جېمي وېلز د ويکيپېډيا بنسټ ايښودونکي دي. خو جېمي وېلز ته دا امتياز ور په برخه دی چې هغه د عوامو لخوا د پوهنغونډ د سمون او ايډټ د آسانتياؤ موخه او وړتيا راڅرگنده کړې، او سانگر ته بيا دا امتياز ورکول کېږي چې هغه دې موخې ته د رسېدلو لپاره يوه شعوري چلندلار غوره کړې وه. په ۱۰ د جنوري، ۲۰۰۱ کال کې لېري سانگر د نيوپېډيا د برېښليکونو په لړليک کې د يوې داسې ويکي د جوړولو وړانديز وکړ چې د نيوپېډيا لپاره د يوه غني کوونکې سرچينې په توگه کار وکړي. په رسمي توگه ويکيپېډيا په ۱۵ د جنوري، ۲۰۰۱ کال کې يواځې د انگرېزي ژبې لپاره په کار واچول شوه او انټرنټي پته يې www.wikipedia.com وه. او د همدې پوهنغونډ خبرتيا د سانگر لخوا د نيوپېډيا د برېښليکونو په لړليک کې خپره شوه. د پيل په لومړيو مياشتو کې د ويکيپېډيا "بې پرې او ناپېيلی اند" د دې وېبځي د تگلارو په مادو کې راغلی ؤ چې د نيوپېډيا د ناپېيلتوب کړنلارې سره ورته ؤ. خو په پيل کې داسې ډېر لږ قوانين وه او ويکيپېډيا، نيوپېډيا پورې نااړونده په خپلواکه توگه چلېدله.

ويکيپېډيا
د انگرېزي ويکيپېډيا د ليکنو د شمېر گراف، له ۱۰ د جنوري، ۲۰۰۱ تر ۹ د سېپتمبر ۲۰۰۷ کال (د ۲ ميليونو ليکنو بريد ته د رسېدو نېټه).
په لومړنيو ورځو کې ويکيپېډيا خپلې ونډې له نيوپېډيا، سلش ډاټ ليکنو خپرونو او د انټرنټي پلټن ماشين د نوملړونو نه لاس ته راوړي. د ۲۰۰۱ ز. کال تر پايه ويکيپېډيا د نژدې ۲۰۰۰۰ ليکنو مېنځپانگه خپله کړې وه او د نړۍ په ۱۸ ژبو کې ويکيپېډيا فعاليت درلوده. د ۲۰۰۲ ز. کال تر پايه ويکيپېډيا په ۲۶ ژبو کې خپرېدله، د ۲۰۰۳ ز. کال تر پايه همدغه پوهنغونډ ۴۶ ژبو ته وغځېده او د ۲۰۰۴ ز. کال تر پايه ويکيپېډيا ۱۶۱ ژبو ته وغځېدله. تر ۲۰۰۳ ز. کال پورې نيوپېډيا او ويکيپېډيا دواړه يو ځای سره موجود وه خو په نومېدلي کال کې د نيوپېډيا پالنگر (سرورز) د تل لپاره په ټپه ودرېده، او د نيوپېډيا ټوله مېنځپانگه په ويکيپېډيا کې ځای پر ځای شوه. د ۲۰۰۷ ز. کال د ډېسمبر تر مياشتې د انگرېزي ژبې ويکيپېډيا ليکنې له ۲ ميليون نه واوړېدلې، او دغه پوهنغونډ ته يې د نړئ تر ټولو ستر جوړ شوي پوهنغونډ وياړ ور په برخه کړ، د ويکيپېډيا دغه چټک پرمختگ د دايرة المعارفونو په تاريخ کې د يونگل پوهنغونډ (1407)، شپږ سوه کلن ريکارډ ور مات کړ.

د بيا خپرېدنې، سوداگريزو خبرتياؤ، د کنټرول د نشتوالي او په انگريزي ژبې د متمرکزيت گڼل د دې سبب شو چې د ۲۰۰۲ کال په فبروري کې د اسپانيوي ژبې ويکيپېډيا کارکونکي د انسايکلوپېډيا لايبرا په جوړولو سره د ويکيپېډيا نه بېل شول. د هماغه کال په پای کې وېلز دا اعلان وکړ چې تر دې وروسته به په ويکيپېډيا کې سوداگريزې خبرتياوې نه ښکاري، او بيا د ويکيپېډيا وېبپاڼه د wikipedia.org پتې ته ولېږدېده. په همدې توگه گڼې نورې پروژې هم د خپرېدو د د لاملونو پر بنسټ د ويکيپېډيا نه بېل شوي. ويکي انفو بيا بې پرې تگلاره نه ده خپله کړې او دا پروژه په اصلي بڼه کې د ترسره شويو څېړنو د خپرولو اجازه ورکوي. د ويکيپېډيا د کړنو نه الهام اخيستونکې نوې پروژې لکه سيټيزېنډيم، سکالرپېډيا، اماپېډيا او د Google کنول — د ويکيپېډيا د محدوديتونو، لکه د گډونوالو مخليدنه، اصلي څېړنه او سوداگريزې خبرتياؤ په غبرگون کې پيل شوي.

په ۲۰ د جون، ۲۰۰۳ ز. کال د ويکيپېډيا او نيوپېډيا د يوځای کېدنې وروسته د ويکيمېډيا بنسټ رامېنځ ته شو. تر دې وروسته په ۱۷ د سېپتمبر ۲۰۰۴ ز. کال کې ويکيپېډيا د امريکا د متحده ايالاتو د اختراعگانو او سوداگرۍ دفتر نه د Wiki® د سوداگريزې نښې د ثبتولو غوښتنه وکړه چې په ۱۰ د جنوري ۲۰۰۶ ز. کال کې دا غوښتنه ومنل شوه. همدا رنگه په ۱۶ د ډېسمبر ۲۰۰۴ ز. کال کې د ويکيپېډيا د سوداگریزې نښې تړون د جاپان سره او په ۲۰ د جنوري ۲۰۰۵ ز. کال کې د اروپايي اتحاديې کې د يو تړون له مخې ثبت شوه. Technically a service mark, the scope of the mark is for: "Provision of information in the field of general encyclopedic knowledge via the Internet". داسې پلانونه هم شته چې د ويکيپېډيا د سوداگريزې نښې اجازتليک د نورو توليداتو په برخه کې هم وکارېږي، د ساري په توگه د کتابونو او ډي وي ډي گانو په برخه کې. د ۲۰۰۷ ز. کال په اکتوبر کې همدغه بنسټ د ۲۰۰۸ کال په فبروري کې د سېنټ پيټرزبرگ، فلورېډا نه کاليفورنيا کې سانفرانسيسکو ښار ته د خپل مرکزي دفتر د کډه کولو اعلان خپور کړ.

د ۲۰۰۵ کال د ويکيمېډيا د بنسټ د ۴مې دورې د غونډې لگښتونه ۳۲۱،۰۰۰ $ USDوه، چې په دې کې د کمپيوټري هډوانې لگښتونو د ټولې بوديجې (پانگې) نژدې ۶۰% برخه جوړوله. دم مهال د ويکيپېډيا بنسټ پر شخصي بسپنو بسيا دی او د بسپنې ډېرولو مرتبې غونډې ترتيبوي، چې د ۲۰۰۷ کال د جنورۍ د مياشتې بسپنې نژدې يو ميليون ډالر نه اوښتې وې.

مېنځپانگه او جوړښت

هر څوک کولای شي چې د ويکيپېډيا په نژدې هره يوه ليکنه کې په ورکنومې توگه او يا هم د خپل د کار-نوم په کارولو سره سمونې او زياتونې وکړي، خو د نوؤ ليکنو خپرول يوازې په ويکيپېډيا کې د ثبت شوؤ کارنانو لخوا ترسره کېدای شي. د ويکيپېډيا هره ليکنه د "پېښليک" يو مخ لري چې هلته د هر چال لخوا د يوې ليکنې د هر ډول بدلونونو پېښې د وخت او نېټې له مخې ثبتېږي. خو د ناندريزو ليکنو او يا هم هغه ليکنې چې د رښتو نه يې سرغړونې کېږي، دلته په پوهنغونډ کې د خپرېدو سره سم ړنگېږي. د ويکيپېډيا ټول متن د GNU د لاسوندونو وړيا منښتليک (GFDL) يو داسې منښتليک دی چې که څه هم يو ليکوال د خپلو آثارو د بيا خپرولو د رښتو خاوند گڼي، خو د دې تر څنگ د متن د بيا خپرېدنې، وېشنې، نوې زېږېونې، او د سوداگريزو موخو لپاره د مېنځپانگې کارېدنې اجازه هر چا ته ورکوي. ويکيپېډيا اوس د GFDL منښتليک نه د کريتيف کامنز منښتليک د خپلولو په حال کې ده. د GFDL منښتليک په اصل کې د ساوتريو د لارښود لپاره کښل شوی او پر ليکه د انټرنټي سرچينو لپاره وړ منښتليک نه دی. د ځينو ژبو ويکيپېډيا لکه د انگرېزي ژبې ويکيپېډيا د ښې کارېدنې دريځ له مخې ځينې ناوړيا انځورونه کاروي، خو د وړيا رسنيو دوتنې بيا د ويکيمېډيا کامنز لخوا د ټولو ويکيپېډيا گانو او د هر چا د وړيا کارېدنې په تکل موجود دي، ويکيمېډيا کامنز د ويکيمېډيا بنسټ يوه پروژه ده او د همدغه بنسټ تر څارنې لاندې پرمختگ کوي.

ويکيپېډيا
ويکيمانيا، د ويکيمېډيا بنسټ د نورو پروژو او د ويکيپېډيا د کارنانو لپاره کالنی کانفرانس.

يوه دوديز پوهنغونډ، لکه د Encyclopædia Britannica، ته ناورته د ويکيپېډيا هېڅ کومه ليکنه د رسمي کره کتنې د پروسې او په چټکه توگه د بدلون له پروسې نه نه تېرېږي. د يوې ليکنې د کيفيت د ډاډمن کېدو پخاطر ويکيپېډيا په خپلو غړو يا ويکيپېډيا ليکونکو پورې منحصره ده, چې همدا غړي ورانکاري له کاره وغورځوي، او يا هم د بې پرېتوب او ناپېيلتوب د سياست نه د سرغړونې په توگه په ليکنو کې شته ستونزې وپېژني او هغه ربړې چې د حقيقت سره په اختلاف کې دي ليرې کړي او په يوې ليکنې کې سم بدلونونه رامېنځ ته کړي. د ۲۰۰۶ کال د جون له مياشتې نه راپدېخوا د ورانکارۍ رغونکی باټ هم په کار اچول شوي.

د ويکيپېډيا ليکنې د امريکا په متحده ايالاتو کې د فلورېډا د قانون او گڼ شمېر لارښوونو او کړنلارو د څارنې نه برخمنې دي; د دغو کړنلارو نه ښکاره ده چې د ويکيپېډيا ليکنې بايد د "پام وړ" سرليکونو نه برخمنې وي او په دغو کې بايد "د اصلي څېړنو کوم متن" شامل نه وي همداراز په دغو ليکنو کې بايد يوازې "په ثبوت رسېدلي" حقايق وي او پکار ده چې هره ليکنه د بې پرې سياست او د يوه "ناپېيلي نظر څرگندونه وکړي." په هغو ليکنو کې چې د همدغې پاليسۍ او کړنلارې نه پکې سرغړنه شوې وي، بايد ژر تر ژره بدلون ومومي او يا هم ړنگې شي. ړنگېدنه او گډېدنه د سمون دوه هغه فلسفې دي چې د همدغو پر بنسټ په ويکيپېډيا کې ړنگېدنه او بدلون رامېنځ ته کېږي.

ساوترې او هډوترې

د ويکيپېډيا چلېدنه په ميډياويکي پورې اړه لري، ميډياويکي يو وړيا او د پرانيستې سرچينې د ويکي يو ساوتری دی چې په PHP کې ليکل شوی او په MySQL ډاټابېز باندې جوړ شوی دی. په همدغه ساوتری کې د ماکرو ژبې، د بېلابېلو واريابلونو، د کينډيو د ټرانسکلوژن د غونډال، د URL د بياسيخولو پروگرامي توکي سره راغونډشوي. ميډياويکي د جي ان يو (جنېرل پبلک لايسنس) د منښتليک له مخې د کارونکو مخ ته پروت ساوتری دی چې د ويکيپېډيا په ټولو پروژو کې او همدا شان د نورو ويکي گانو په گڼو پروژو هم کارېږي. په پيل کې ويکيپېډيا په UseModWiki چې په پېرل کې د کلېفورډ اډمز (I پړاو) لخوا ليکل شوی ؤ چلېده ,

ويکيپېډيا
د غونډال د جوړښت يو منظر، د ۲۰۰۶ کال د می مياشت په مېټاويکي کې د پالنگر د څېرو نخشه.

په نورو ژبو

  1. REDIRECT کينډۍ:دا هم وگورئ
ويکيپېډيا
د ۲۰۰۶ کال د سېپتمبر د احصايې له مخې د انگرېزي وېکيپېډيا د ونډه والو د ونډو گراف
دم مهال ويکيپېډيا د نړۍ په ۲۵۳ ژبو خپرېږي، چې د همدغو ژبو له شمېر نه د ۱۶ ژبو د ليکنو شمېر له ۱۰۰،۰۰۰ ليکنې نه اوښتي دي او د پاتې ۱۴۵ ژبو د ويکيپېډياگانو د ليکنو شمېر له ۱۰۰۰ ليکنو نه اوښتی دی. د الېکسا له مخې، د انگرېزي ژبې د ويکيپېډيا وړوکی ډومېن (en.wikipedia.org) ليدنې د ټولټال نه 55% سلنه جوړوي، او پاتې نورې ليدنې د نورو ژبو ويکيپېډياگانو نه کېږي، چې په دغو ژبو کې اسپانيوي ۱۷٪، جاپاني ۴٪، الماني ۴٪، پولېنډي ۳٪، فرانسوي ۳٪، پرتگالي ۲٪ برخه جوړوي. د ۲۰۰۷ کال د ډېسمبر د احصايې له مخې د ويکيپېډيا د پينځو لويو (د ليکنو د شمېر له مخې) ژبو ټوکونه د انگرېزي ژبې، د آلماني ژبې، د فرانسوي ژبې، د پولنډي ژبې او د جاپاني ژبې پوهنغونډونه دي.

دا چې ويکيپېډيا يو انټرنټي پوهنغونډ دی او د ټولې نړۍ خلک ورته لاسرسی لري، نو کېدای شي چې د يوې ژبې گډونوال د بېلابېلو گړدودونو په کارولو سره او يا هم د بېلابېلو هېوادونو تر مېنځ (د ساري په توگه د انگرېزي ژبې ويکيپېډيا) د همغږۍ د نشتوالي په سبب په ويکيپېډيا کې ځينې توپيرونه رامېنځ ته کړي. چې همدا توپيرونه د سمې ليکلې بڼې او نورو مطلبونو کې د شخړې او ناندريو سبب جوړېږي.

پر ويکيپېډيا نيوکې

کلتوري ارزښت

ويکي يا او ويکيمېډيا

د ويکيمېډيا بنسټ د خپل د وېبځي کوربه توب او د کړۍ د پراخوالي لگښتونه د ويکي يا سره شريکوي. The Wiki Foundation received some donated office space from Wikia Inc. during the fiscal year ending June 30, 2006."

اړونده پروژې

نورې لوستنې

Press coverage

(په 2007-07-01 باندې). All the News That’s Fit to Print Out. The New York Times Magazine

(په 2007-09-20 باندې). Wiki 2.0 - now with added trust. New Scientist

(په 2007-12-02 باندې). Wiki Rules. The Phoenix

(په 2005-05-29 باندې). It's a Wiki, Wiki World. Time

اکاديميکې زده کړې

سرچينې

باندنۍ تړنې

Tags:

ويکيپېډيا تاريخويکيپېډيا مېنځپانگه او جوړښتويکيپېډيا ساوترې او هډوترېويکيپېډيا په نورو ژبوويکيپېډيا پر نيوکېويکيپېډيا کلتوري ارزښتويکيپېډيا ويکي يا او ويکيمېډياويکيپېډيا اړونده پروژېويکيپېډيا نورې لوستنېويکيپېډيا سرچينېويکيپېډيا باندنۍ تړنېويکيپېډياانگريزيپوهنغونډ

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

آيرلينډژر انزالېدلټویټردقیانوسارواپوهنهکاربونعدلي طبپوهنهحديثاردنغنمد افغانستان ژبېشاتو مچی8 مارچمادغاسکربابړکرواسياباچا خاند افغانستان اسلامي امارتڅپهفوټبالتورکيهد افغانستان سيندونهمحمود الحسن دېوبنديمتحده عرب اماراتسنګاپورپېښليکفیسبوکمحمد موسى شفيقلوی افغانستانجلغوزهسل سوالونهکانګو دموکراتیک جمهوریتروحانيتلرغونی مصرمحمد عارف صخرهد امریکا انقلابملا هيبت اللهد واده بلنليکعبدالخالق صادقبست کلاوربشهبوټی25 فبروريبېلابېل کایناتشخصي کمپيوټرنړيوال غزېدلی جالمروره ولسوالۍاذربایجاند ماشوم مزدوري کولکرکټشاهزاده محمد اکبر خاناندوراګوګلانګولاخورسردار محمد يحيا خانډونالډ ټرامپسور سمندرکندهاراتنپوههګورګان ولايتنفل لمونځويکيډېټامولانا محمد الياس کاندهلوي7 مارچلوبهکمال خان بند🡆 More