پټه خزانه

پټه خزانه د هوتکي پاچا عليحضرت شاه حسين هوتک د پېر د نامتو ليکوال محمد هوتک د داود خان هوتک زوی هغه تذکره ده چې پر ۱۱۴۱-۱۱۴۲ سپوږميز کلونو ليکلی دی.

ليکوال په دغه کتاب کې د پښتو ژبې د پنځوسو شاعرانو او ليکوالو ژوندليکونه راټول کړي او د شونتیا تر بریده يې د هغوی د اثارو له بېلگو سره لوستونکیو ته ورپېژندلي دي. دغه نښير پر ۱۳۲۲ لمريز لېږدي کال پوهاند عبدالحی حبيبي موندلی او له پاړسي ژباړې سره يې چاپ کړی دی. د پټې خزانې له برکته د پښتو ادبياتو تاریخ ډیرې ورکې پاڼې خو نامتو څیرې رابرسیره شوې او يو ځل بیا دا زبات شوې چې پښتو ژبه لرغوني ادبيات لري، خو د وخت ناخوالو، پېښو او جگړو ورڅخه ډېر څه خوړلي او له منځه وړي دی. د پټې خزانې تر چاپېدو او خپریدو کلونه وروسته یو شېیر د پښتو ژبې متعصبو او پرديپالو عناصرو پر دغه کتاب بې مانا او بې منطقه نیوکې وکړې او ځینو داسې هڅې هم وکړې چې څرگنده کړي، دغه کتاب گواکې درغلي او عبدالحی حبیبي پخپله لیکلی دى، خو دغو بېځايه او بې منطقه څرگندونو کوم پوهنیز بنسټ نه درلود او په راتلونکي کې به يې هم ونه لري.

پټه خزانه
پټه خزانه

علامه حبیبي د (پټه خزانه) په موندلو سره د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د یوې داسې څېرې په توگه وپیژندل شو، چې د پښتو ژبې لرغونى تاریخ یې راژوندی کړ او ټولو افغانانو د علامه عبدالحى حبيبي دغه هڅه ډېره وستایله.

د پټې خزانې تر چاپه پورې داسې گومان کیده چې پښتو ادب له بایزید روښان، خوشال بابا او رحمن بابا څخه راپیلیږي، په داسې حال کې چې پټې خزانې زباد کړه چې پښتو ادب ډېر پخوانی تاريخ لري.

د شلمې پیړۍ له پیله چې د پښتو ژبې او ادب د پرمختگ لپاره یو ملي غورځنگ راپیل شو او یو شمېر فاضلو استادانو ددغې ژبې د ادب د تاریخ تیاره گوټونه روڼول، دې ربړې د گاونډیو فرهنگونو د ځينو متعصبو کړیو رخښه او حسد راوپاراوه. د هغوی په اند پښتو د غرو د خلکو یوه زیږه او يوازې گړنۍ ژبه ده او که د همدغې ژبې د نړېدلي فرهنگ څلى ودان شي، نو پښتانه به مدني ژوند ته پام وکړي، په پای کې به یې ملي شعور لوړ شي او سیاسي خپلواکي به تر لاسه کړي. د دغه بهیر د مخنیوي لپاره په ایرانیانو او پاکستانيانو کې ځينې داسې څېرې راپيدا شوې چې ځان ته يې دا حق ورکړ د بل هېواد او ولس د فرهنگي تاریخ سپکاوی وکړي. هغه وو چې هغوی پر یو شمیر دسیسو جوړولو لاس پورې کړ چې له هغوی څخه یې يوه د پټې خزانې د جعلي ښوولو ډنډوره وه. له بده مرغه یو شمیر پښتانه لیکوال هم یا مخامخ یا په ناسيده ډول د دغو ډنډورو ښکار شول. خو د پښتو ژبې او پښتنو پرضد د متعصبو، ناروغو او پلورل شویو څېرو له ټولو دوښمنانه هلوځلو سره سره «پټه خزانه» د پښتو ژبې د ادبي تاریخ د یو ډېر ښه او نامتو نښير په توگه پاتې دی. دغه تاریخي کتاب د بې منطقه او غرضي څېرو له حسودو لیکنو سره سره نه شي کېدای چې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او تل به د افغان د ستر ولس په زړونو کې ځای ولري. .

پټه خزانه چا؟ چېرته او څنگه ومونده؟

له نامه يې څرگنده ده چې د پټې خزانې لرغوني ادبي او تاریخي کتاب په اړه پوهاند عبدالحی حبيبي په خپل قلم په کندهاري گړدود دغسې يو لیک کښلی چې وروسته یې په يو کتاب کې چې د تاریخي پلټنو د مقالو مجموعه نومېږي، په ۱ـ۴ مخونو کې چاپ کړی دی. د پوهاند لیکنه له يوې وېبپاڼې څخه، چې د هغه ښو نښېرونو ته ځانگړې شوې، دلته راکاپي شوې او کټ مټ لوستونکيو ته وړاندې کېږي.

پټه خزانه چا، چيري اوڅنگه پیدا کړه؟ علامه عبدالعلي اخندزاده خالوزی کاکړ ما له ۱۳۳۸ هـ ق راهیسته پېژندئ ، زه به د لسو کالو وم چي د کندهار يوه سندرغاړي ٫ باغی اخندزاده٬٬ به د عبدالعلي بدلي د ارغنداو په گڼو باغو کښي ويلې او دده ږغ به مځکه او آسمان رېږداوه .

ښه مي په ياد دي ː يوه شپه ئې بدله ويله چي مطلع ئې دا وه ː

مخ گرزوي په بیرته ستمگر ولي له ما؟ جهان په لمر روښان ، پټوې لمر ولي له ما؟

دا بدله د عبدالعلي اخندزاده د پښين د لوی عالم او فکور شاعر ده . د دغه شاعر يوې بلي بدلي ماته په ځوانۍ کښي د فلسفي تفکر اندېښنه رابخښلې وه چي ويلي ئې وه ː

سحر راتلم په گلشن کي ، ژړل راباندي مرغانو گلانو تويول په ورو سراسر د زړه غم پرما کوې عبدالعلي هردم گله پرڅه له خوبانو؟ رقم ظلم و ستم کش کئ پخوا لوح و قلم پرما


د ۱۳۱۴ ش کال په ژمي چي زه هند ته تلم د کوټي په بازار کښي مي دغه اخندزاده د طبابت پر دکان ناست ولید دغه وخت زه د کندهار د طلوع افغان مدیر وم ، او زما اخبار به علامه عبدالعلي ته استول کېدئ . ده چي زه وپېژندلم په ډېره مینه ئې پر تندي مچ کړم او ما د دده سره لومړۍ پلا وکتل او د زړه خواله مو سره وکړه . څلور کاله وروسته چي ما د طلوع افغان په پاڼو کښي د پښتو ادب ځیني ورکي او ناپېژندلي برخي سره څېړلې او رابرسېره کولې ، له کوټي څخه د علامه عبدالعلي يو پيغام راورسېد چي ده د پښتو يو قدیمه تذکره موندلې ده ، او که د هغې د چاپولو امکان د کندهار په مطبعه کښي وي نو به ئې دی راواستوي . دا پيغام ماته چي د قدیم پښتو ادب يوې پاڼي پا يوه بیت ته هم تړي وم ، د زوی زېږی ؤ ، او ما ورته وویل چي زه پخپله کوټي ته درځم او هغه گورم . آښه ǃ د خدای کارونه وو ، چي زه ژر وره نغلم ، او په ۱۳۱۹ ش کال له کندهار کابل ته راغلم او دلته د پښتو ټولني مشر سوم ، او په رسمي کارو داسي اړ سوم چي د ۱۳۲۰ ش کال تر ژمي پوري د سر گرولو ته هم نه وم خلاص . څو چي د ۱۳۲۲ ش کال په پسرلي کشي زه کوټي ته ولاړم ، او له خپل زاړه آشنا او خواخوږي مشر عبدالعلي اخندزاده سره مي ولیدل ، او ده هغه معهود کتاب ماته راښکاره کئ . زما سترگي پر ولگېدې يوه ٬٬ پټه خزانه ٬٬ وه چي دمخه نه مانه چا هغه لیدلې وه ما ارواښاد اخندزاده ته وويل چي دا خو په رښتيا هم پټه خزانه ده که ئې ماته راکې ، زه به ئې چاپ کم او جهان ته به ښکاره سي . پراخندزاده دي خدای ورخميږي زما په خبره بیخي خوښ سو تندی ئې ورین سو شونډان ئې موسکي سول وې ويل ː ٫٫ ما خو تاته ساتلې وه ، وائې خله ، او چاپ ئې که ǃ خو گران کتاب دی حواشي او توضيحات غواړي ، باید داسي چاپ سي چي هر څوک په وپوهېدلاې سي .٬٬ تر دې وروسته دا ٫٫ پټه خزانه٬٬ رابرسېره سوه ، او ما څو واره چاپ کړه ، چي د پښتو ادب تاریخ ئې تر زرو کالو د مخي زمانې ورساوه ، او هغه خطي نسخه او د کابل د خطي نسخو په کتابخانه کښي خوندي ده . مگر اخندزاده د خپلو خاصو مصالحو لپاره زما څخه دا خواهش هم وکئ چي په چاپ کي به ئې زما نوم نه اخلې نو ځکه تر هغو چي هغه مرحوم ژوندی ؤ ، ما دده نوم نه اخيستئ ، او دا راز دده يو امانت ؤ . کله چي دده تر وفات وروسته زما څخه چا پوښتنه کړې ده نو ما دغه حقیقت نه دی پټ کړی ، او د ارواښاد عبدالعلي اخندزاده په ياد اوس هم دا څو کرښي کاږم ، او دا منم چي که مرحوم دغه کتاب په کوټه او پښين کښي نه وای پيدا کړی ، نو به اوس د پښتو ژبي او ادب د دغی تاریخي خزانې څخه لاس توری وای . زه نه پوهېږم چي د مرحوم علامه د خپل نوم د نه ښکاره کولو علت څه ؤ ؟ مگر چي دی ژوندی ؤ ، زه دده د غوښت په پوراينه اخلاقآ مکلف وم . اوس چي دی تر دنيا تېر دی زه دده حق منم او اروا ئې ښاد غواړم .

د پټې خزانې ځېلي جوړښت

د پټې خزانې د جوړښت په هکله د افغانستان يو بل نوموتی شاعر ، لیکوال ، څېړونکی او سياستپوه ښاغلی عبدالغفور لېوال دا گڼي چې د پټې خزانې جوړښت په رنگارنگو ادبي ځېلونو (سبکونو) ولاړ دی چې د خپل وخت يانې ۱۱۴۰م لمریز کې د ډېرو تکړه لیکوالو د پېژندلو او مختلفو ځېلونو باندې ولاړو هنري ادبي نښېرونو يوه بېلگه ده چې د سیمې د دود سره سم د افغانانو پښتنو د تمدن په هکله ډېر څه په ځان کې لري او ډېره وړه لیکني بېلگه ده خو درنده بېلگه ده . د ښاغلي بشپړه شینلې څېړنه دلته لوستلای شئ ː

په پټه خزانه کې د سبکونو تاریخي رنگارنگي

دغه کتاب که له علمي پلوه وڅیړلشي گڼ شمیر داسې نه انکار کیدونکي اسناد پخپله د کتاب په متن کې شته چې ددغه کتابپر اصالت گواهي ورکوي، له دې دلایلو څخه یو هم په پټه خزانه کې د راغلیو شعرونو دسبکونو هراړخیزه رنگارنگي ده چې هیڅ کله هم زموږ د پیړۍ د یوه یا حتی څو تنومحققینو پر لاس نه شي ایجادیدلای او که څوک ډیر لږ هم د هنري ارزښتونو پر رموزو پوهوي پر دې پوهیدلای شي چې د داسې متفاوتو هنري ارزښتونو رامنځ ته کول د تاریخ پهبیلابیلو پړاوونوکې د بیلابیلو شرایطو او تاریخي موقعیتونو په نظر کې نیولو سره دمنحصر به فرد سبک لرونکو شاعرانو کار دی، نه د یوه یا څو تنو محققینو.

له دغېمقدمې وروسته د پټې خزانې سبکي ویش له درییو اړخونو څخه ترسره کیدای شي؛ له تاریخيپلوه د پټې خزانې د سبکونو توپیر، له موضوعي پلوه د سبکونو پیژندنه او د هغو شکليبدلون. په لاندې کرښو کې به د هرې موضوع لپاره بیل بحث وکړو.

۱۱ په پټه خزانه کې د سبکونو تاریخي رنگارنگي:

اساساً پټه خزانه له (۱۰۰) هجری ق. کال څخه تر (۱۱۰۰) هجری ق. پورې د پښتني فرهنگ بیلابیلې تاریخي دورې په ځان کې رانغاړي له همدې پلوهټول هغه متون چې په پټه خزانه کې ثبت شوي د خپل وخت له پلوه د بیلابیلو منځپانگولرونکي دي.

عجیبه داده چې د پټې خزانې فاضل مؤلف (محمد هوتک) هم په دې تفاوتونوپوهیدلی او پټه خزانه یې په درې برخو (پخوانیو شاعرانو، د مؤلف معاصرو شاعرانو اوښځینه شاعرانو) باندې ویشلې ده.

تر ټولو زوړ شعر د امیرکروړ هغه تاریخي ویاړنهده چې له تاریخي پلوه د خورا ارزښت خاونده ده چې د ویلو تاریخ یې (۱۳۹) هجری ق. تهورگرځي:

زه یم زمری، پر دې نړۍ له ما اتل نسته

په هند و سند و پر تخار و پرکابل نسته

بل په زابل نسته له ما اتل نسته

دغه ویاړنه هم د لغاتو له نظرهلرغونې ده او هم د شکل له نظره ځکه تر ډیره حده په هغه وخت کې د پښتو معمول وزن اوجوړښت لري چې ددغه میړني ولس زیږیدنه ده او له هیڅ پردي قالب څخه تقلید شوې نهده.

له تاریخي پلوه د پټې خزانې د متونو بل اهمیت دا دی چې د یوشمیر قدماوو پهمتونو کې گڼ تاریخي ارزښتونه، پیښې او حوادث ثبت شوي چې بل ځای نه شي موندل کیدایمثلاً د بابا هوتک په سندره کې:

پر سور غر بل راته نن اور دی وگړیه جوړ راتهپیغور دی

پر کلي کور باندې مغل راغی هم په غزني هم په کابل راغی

چې په هغهوخت کې له مغلو سره د پښتنو د جگړو یو انځور ارائیه کوي او په کې د هغه وخت تاریخيپیښې ثبت شوي دي. د سبکونو له مخې څرنگه چې هر شاعر او ویېونکی د بیل ټیپ او شخصیتخاوند دی شعرونه یې هم په بیلابیلو سبکونو ویشل کیږي. امیرکروړ اساساً یو امیر اوجنگیالی دی، پهلوان دی او له تورې او ننگ سره سر و کار لري ځکه یې شعر ویاړنه دهحماسي رنگ لري او په هغه کې پر خپله پهلواني نازیدلی دی، چې خپل سیال په کابل اوزابل نه ویني، بابا هوتک د یو قومي ملي مشر، مدبر شخصیت او بانفوذه وگړي په حیثیت دویاړنې او حماسې ترڅنگ د دښمنو (مغلو) وحشیانه اعمال غندي او د خپلو زلمیو جنگیالیوویاړونه او شهامت ستایي او هغوی جگړې ته هڅوي:

غښتلو ننگ کړﺉ دا مو وار دی مغل راغلی پهتلوار دی

په پښتونخوا کې یې ناتار دی پر کلي کور باندې مغل راغی

ترآخره

دملکیار بابا هغه سندره چې ترنک سیند ته یې ویلې همداسې یوه تاریخي ارزښمنه هستي دهچې هم د شکل له مخې او هم د هغه وخت د ټولنیزو ځانگړنو ښه سند یې گڼلای شو. ددې پهمقابل کې بیا هغه مهال چې تصوف او عرفان په پښتو کې ډیر دود شو او پیري مریدي په کېمعموله شوه صوفي شاعران وځلیدل او د عرفان ډیرې جلوې یې په پښتو ادبیاتو کې خونديکړې. په دې دوره کې له شیخ متي او شیخ رضی لودي څخه رانیولې آن تر رحمن بابا پورېگڼ شمیر نور شاعران راځي چې د دغې تاریخي دورې ځانگړنې په کې خوندي دي. په دې لحاظد تاریخي دورو رنگارنگي یو له هغو معیارونو څخه دی چې په پټه خزانه کې د بیلابیلوشاعرانو سبکونه پرې بیلولای او ویشلی شو.

۲ له موضوعي پلوه د پټې خزانې د متونو تفاوت:

د پټې خزانې خوندي کړي شعرونه د موضوع له نظره خورا بډای او رنگارنگ دي،ویاړنې، عشقي موضوعات، ویرنې، حماسي شعرونه، د طبیعت د ښکلاوو ستاینې، فلسفي مسایل،عرفان او تصوف، د تاریخي پیښو ثبت او نور موضوعات په کې ارائیه شوي دي. مثلاً دریدي خان مهمند د محمودنامې هغه برخه چې په پټه خزانه کې راغلې د افغانستان دویاړلي تاریخ یوه مهمه برخه رانغاړي او د موضوع له نظره ډیره ارزښتمنه ده، یا هم دشیخ اسعد سوري بولله (قصیده) چې ښایي په شرق کې تر ټولو ممتازه او عالي ویرنه یېوبللی شو:

د فلک له چارو څه وکړم کوکار زمو لوی هرگل چې خاندي په بهار

هرغټول چې په بید یا غوړیده وکا ریژ وي یې پاڼې کاندي نار په نار

ترآخره

او پههمدې توگه د ښکارندوی غوري هغه شهکار قصیده چې د پسرلي ښکلاوې یې په پوره مهارتستایلي دي:

د پسرلي ښکلوونکي بیا کړه سنگارونه بیا یې ولونل په غرونو کېلالونه

مځکه شنه، لاښونه شنې، لمنې شنې سوې طیلسان زمردی واغوستهغرونه

ترآخره

د ښکارندوی ددغې قصیدې لویه برخه د نچرلیزم (طبیعت پالنې) یونړیوال شهکار دی.

او د موضوع له نظره بیا د شیخ بستان بړیڅ بدله بیخي متفاوتهده:

اوښکې مې څاڅي پر گریوان یو وار نظر که پر ما

راسه گذر که پر ما

دمینې اور دې زما زړگی وریت په انگار کینا

ښې تار و نار کینا ...

ترآخره

دابیا د عشق سوز او گداز په هغه ژبه شرح کوي چې د یوه ښه لیریک شعر خصوصیت دی. په پټهخزانه کې د موضوع رنگارنگي دومره پراخه ده چې آن له پند و عبرت څخه ډکې کیسې یامنظومه گۍ هم په کې شته او یوه ښه نمونه یې د حافظ عبداللطیف اڅکزي د سوی او اوښکیسه ده:

غوږ ونیسئ یارانو دا د اوښ او سوی قصه سوه خورا ډیره خوږهسوه

ترآخره

د موضوع له پلوه د هر شاعر سبک دومره متفاوت دی چې سړي ته د پښتولرغونو ادبیاتو د بډاینې او پراخوالي په اړه حیرانتیا پیښوي چې څنگه زموږ نیکونو دهرې ټولنیږې پیښې، پدیدې او ارزښت لپاره ادبي ایجاد او هستونې کړي دي او په دې اړهیو لوی گنج (پټه خزانه) د ثبوت ښه شاهد دی.

۳ له شکلي پلوه د پټې خزانې دسبکونو رنگارنگي:

پټه خزانه د پښتو شاعرۍ د بیلابیلو فورمونو یوه لویه گنجینهده. د معمولو قالبونو لکه غزل، قصیده، مثنوي، رباعی، ترکیب بند، ترجیع بند، قطعه،او نورو پرته د هغه مهال پښتو معمولو قالبونو موجودیت هم خورا په زړه پورې دی، پهدې کې بدله، ناره، سندره او نور محلي قالبونه دومره خواږه دي چې له عربو څخه راغليیوشمیر ادبي قالبونه ورسره سیالي نه شي کولای او له دې څخه دا څرگندیږي چې هغه مهالد پښتو ځانگړي فورمونه ښه په کلکه پالل کیدل او په ولس کې ډیر منلي او په زړه پورېوو.

زه غواړم دلته پر همدې موضوع یو څه تم شم؛ غزل، قصیده، مثنوي او نور قالبونهله خپل عربي سټایل سره ډیر وروسته پښتو ادب ته راغلل او تر دې پخوا پښتنو خپل بوميشعري فورمونه لرل د ادب د تاریخپوهانو له نظره د لنډیو تاریخ نه دی معلوم اوزرگونو کاله پخوا ته رسیږي همداراز بدلې چې په طبیعي توگه د پښتو ادب یو ممتاز فورمدی، دغه فورم نه یوازې په ولسي او فولکلوریکه بڼه په خلکو کې، بلکه له نیکه مرغه پهپټه خزانه کې هم خوندي پاتې شوی دی.

بدلې یو له بلې سره له وزني پلوه یو څهتفاوتونه لري خو د هندسي جوړښت له مخې گډ قالب لري، لومړۍ مسرې یې اوږدې او دوهمېیې لنډې وي. دوه دوه بیتونه سره همقافیه وي او په ځینو بدلو کې اوله مسره تر دووبیتونو وروسته تکراریږي. بدله عالي موسیقیت لري او ښکاري چې زموږ لرغونیو شاعرانوبه په ترنم ویلې، ځکه خو یوشمیر دغه بدلې اوس هم په اسانۍ او خوږلنۍ سره د موسیقيپه پردو کې راتلای شي. بدله د پښتنو له اجتماعي فطرت سره په طبیعي توگه مطابق فورمدی او که څوک وغواړي کره کتنه وکړي نو نظر غزل ته له موضوعي پلوه ډیرې پوره اوبشپړې دي ځکه په بدلو کې وزني او قالبي محدودیتونه هیڅکله د یوه شاعرانه تصویر دناقصې ارائیې، باعث نه گرځي. په پټه خزانه کې د شیخ بستان بړیڅ، د سیدال خان ناصراو نورو گڼو شاعرانو خوږې بدلې د یادولو وړ دي او د موسیقیت لپاره یې د بهادر خاندغه خوږه بدله د یادولو وړ ده چې زموږ د زمانې ښه سندرغاړي احمدولي ډیره خوږه سندرهورڅخه جوړه کړې:

بیلتون دې زور دی تر لېمو مې سهار نم څاڅي لکه شبنم څاڅي

داسره یاقوت مې په لمن کې ستا په غم څاڅي په غم الم څاڅي

اخځونه

Tags:

پټه خزانه چا؟ چېرته او څنگه ومونده؟پټه خزانه د پټې خزانې ځېلي جوړښتپټه خزانه اخځونهپټه خزانهشاه حسين هوتکعبدالحی حبيبيليکوالمحمد هوتکپښتو ژبه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

میګرینمصرپښتو ژبدودیز پېرونه (ګرامري حالتونه)اندونیزیایي ژبهیوزنېټمهرو د سید آباد ولسوالۍ يو کلیاسټرالیامهرو کليناروېد اسرايلو اقتصادولادمیر پوتیند امریکا متحده آیالاتونهلغمان ولايتدعناصرو دوراني جدولاودسمیاشتنی عادتد منجمنټ اساساتنجيبه فيضټویټر Inc.فیسبوکډبرهمفاهمهد حماس اسلامي غورځنگهنديحاجی جانان ماماهاواییلومړی مخسردار محمد داود خانببرک خان ځدراڼپيغمبران په قرآن کېويکيپېډياشيعهاحمد شاه خانټوپک مادل ٥٨بوټیذبیح الله مجاهدمروریتېلوګود افغانستان لنډ تاريخکوچيانچاریکارکمپيوټري ويروسميرويس هوتکبست کلاپکتيا ولايتقانون څه ته وايي؟د قدس ځواکښوونځیاتريشد ویکیپېډیا لړليکسپوږمۍد ګاما وړانګهچکي ژبهپه چاپېریال باندې د بشر اغېزآزاديويکيتڼي ولسوالۍوسلهترکمنستانکونړ ولايتملا محمد عمرابوريحان بيرونياسد الله غضنفرعبدالاحد مومندفلسفهمعماري🡆 More