اردو ژبه د هند و آریایي ژبو له ډلې نه ده چې په پراخه کچه په جنوبي اسیا کې پرې تکلم کېږي.
اردو زبان اردو ژبه | |
---|---|
ویل کېږی په | پاکستان هند |
ټول وییونکی | ۶۶ میلیونه |
د ژبې کورنی | د هند-اروپایی ژبې هند-ایرانی ژبې اردو ژبه |
د لیکلو بڼه | د اردو الفبا |
د ژبې د پرمختگ اداره | مقتدرہ قومی زبان |
رسمي ژبه په | پاکستان |
دا ژبه د پاکستان ملي ژبه او منځګړې ژبه ده. په هند کې، اردو د قانون تر ملاتړ لاندې اتمه ژبه ده، چې حیثیت، فعالیت او کلتوري میراث یې د هند د اساسي قانون له لوري په رسمیت پېژندل شوی او هم د هند په څو ایالتونو کې رسمي ژبه ده. په نیپال کې، اردو یوه رسمي سیمه يیزه لهجه ګڼل کېږي.
اردو د هندوستاني ژبې پارسي شوې معیاري او راجستر (تنوع لرونکې) ژبې په توګه تعریف شوې ده. اردو او هندي چې د هندوآریایي ژبو له ډلې دي، د سانسکرت او پراکریت څخه اخیستل شوې، د لغتونو ګډه ټولګه، ورته آوازپوهنه (فونولوژي)، نحوه او ګرامر لري، چې دواړه ژبې د عامیانه تکلم پرمهال یو له بل سره د پوهېدو وړ دي. لکه څنګه چې رسمي اردو ادبي، سیاسي او تخنیکي لغتونه له پارسي څخه اخلي، رسمي هندي، دا اړخونه له سنسکرت څخه اخلی، چې په پایله کې، د رسمیت د لاملونو د زیاتېدو له امله د دواړو ژبو پوهاوی له یوې او بلې سره په پراخه کچه کمېږي.
په ۱۸۳۸ ز کال کې د ختیځ هند د بریتانوي کمپنۍ د واکمنۍ پرمهال، اردو د دې کمپنۍ له لوري په شمالي هند کې د پارسي ځایناستې وټاکل شوه. پارسي تر دې مهاله د هندي- اسلامي سترواکیو د درباري ژبې په توګه کارول کېده. د اروپا د استعمار په دوره کې دیني، ټولنیز او سیاسي لاملونه را منځته شول چې د اردو او هندي تر منځ د توپیر ملاتړ یې کاوه او د هندي-اردو ژبو تر منځ د بحث د راپورته کېدو لامل شوه.
په اتلسمه پېړۍ کې اردو یوه ادبي ژبه شوه او دوه ورته معیاري بڼې یې په ډیلي او لکنهو کې رامنځته شوې. په ۱۹۴۷ ز کال کې د هند له تجزیې څخه وروسته، درېیمه بڼه یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې را څرګنده شوه. دکني، چې په سویلي هند کې یوه کارېدونکې پخوانۍ بڼه وه، په ۱۶مه پېړۍ کې د دکني سلطنتونو د دربار ژبه شوه.
له ۲۰۲۱ ز کال را په دې خوا، په نړۍ کې اردو یووېشتمه لویه تکلمي ژبه ده چې نږدې ۱۶.۹ میلیونه مورني تکلم کوونکي لري. د ایتنولوګ د ۲۰۱۸ ز کال د اټکلونو پر بنسټ: اردو په نړۍ کې لسمه پراخه تکلمي ژبه ده، چې د دویمي ژبې په توګه د تکلم کوونکو په ګډون یې ټول تکلم کوونکي ۲۳۰ میلیونه وګړي دي.
د هندي په څېر، اردو هم د هندوستاني ژبې یوه بڼه ده. ځیني ژبپوهان وړاندیز کوي چې د اردو لومړنۍ بڼې د منځنیو پېړیو (له شپږمې پېړۍ څخه تر دیارلسمې پېړۍ پورې) د مخکینۍ شاراسیني ژبې د اپبرمشا له بڼې څخه تکامل وکړ. شاراسیني د هند و آریایي له منځنیو ژبو نه ده چې د نورو عصري هند آریایي ژبو مور هم ده.
کارويبولي د هند د ډیلي په سیمه کې بومي ژبه وه، چې د هغې لومړنۍ بڼه د زړې هندي (یا هنداوی) په نوم یادېږي. دا ژبه د هند و آریایي د مرکزي ژبو د لویدیځ هندي له ډلې ده. د اسلامي فتوحاتو په اوږدو کې او د هند په نیمه وچه کې د هندوانو او مسلمانو د دودونو تر منځ اړیکو (له ۱۲ پېړۍ څخه تر ۱۶ مې پېړۍ پورې) د دې لامل شوه، چې د ګنگا-جمونو تهذیب د ګډ حاصل په بڼه د هندوستاني ژبې د رامنځته کېدو لامل شول.
د هندي ژبې زړې هندي د ډیلي په څېر ښارونو کې، له پارسي څخه د لغاتو پور پیل کړ او د "هندي" او وروسته بیا "هندوستاني" په نوم یاده شوه. په سویلي هند کې (په ځانګړې توګه په ګولکونډا او بیجاپور کې)، د منځنیو پېړیو په هند کې د دکني ژبې په نوم د ژبې یوې بڼې وده وکړه، چې له تلوګو او مراهټي څخه یې پور کلیمات درلودل. د هنداوی یو لومړنی ادبي دود، د دیارلسمې پېړۍ په وروستیو کې د امیر خسرو له لوري را منځته شو.
هغه ژبه چې اوس د اردو په نوم یادېږي، له دیارلسمې پېړۍ څخه د اتلسمې پېړۍ تر پایه پورې د هندي، هنداوی، هندوستاني، دهلوي، لاهوري او لشکري په نامه یادېده. د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې د اورنګزېب د واکمنۍ په پای کې، یوه عامه ژبه د ډیلي په شاوخوا کې په خپرېدو شوه چې د (زبان اردو) په نامه یادېده اونوم یې د ترکي کلیمې اوردو (پوځ) یا اوردا څخه اخیستل شوی و، ویل کېږي چې د "کمپ ژبې"، یا "زباناردو" یا په بومي توګه "لشکري زبان" په توګه رامنځته شوه. په هند کې د ترک-افغان ډیلي سلطنت، پارسي د خپلې رسمي ژبې په توګه وټاکله چې دې سیاست، د مغولي سترواکۍ له لوري دوام و موند، چې له ۱۶ مې پېړۍ څخه تر ۱۸ مې پېړۍ پورې د سویلي آسیا په ډېرو شمالي برخو کې خپره شوه او په هندوستاني ژبه یې د پارسي نفوذ را منځته کړ.
په لومړي ځل د اردو ژبې نوم، د ۱۷۸۰ ز کال په شاوخوا کې د شاعر غلام همداني مصحفي له خوا وړاندې شو. د ادبي ژبې په توګه، اردو درباري او اشرافي بڼه خپله کړه. په داسې حال کې چې اردو د هندو-آريايي د ځايي هندي ژبي کارېدلی ګرامر او اساسي لغتونه وساتل، د نستعليق د لیک سيسټم يې خپل کړ، چې د پارسي خطاطۍ په توګه را منځ ته شوی و.
د دې ژبې د تاریخ په اوږدو کې، اردو ته څو نورو نومونه، لکه: هندي، هنداوی، ریخته، اردو مولا، دکني، لاهوري، ګوجري، مورس او دهلوي هم کارول شوي دي.
د صوفی لیکوالانو لکه اشرف جهانګیر سمناني څو آثارو د اردو ژبې لپاره ورته نومونه کارولي. شاه عبدالقادر رایي پوري، لومړی کس و چې قرآنکریم یې اردو ته وژباړه.
د شاه جهان په وخت کې پلازمېنه ډهلي ته ولېږدول شوه او د شاه جهان آباد په نوم ونومول شوه او د ښار بازار د اردو مولا په نوم ونومول شو.
د لومړي ځل لپاره اردو ته د ریخته کلیمه د اکبر پاچا په دوره کې وکارول شوه. دا په اصل کې پارسي کلیمه وه چې د " مخلوط جوړولو" په معنا وه. خسرو لومړنی کس و چې د شعر لپاره یې ورته کلیمه وکاروله.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article اردو ژبه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.