پاکستان: جمهوریت په آسیا کې

پاکستان (د پاکستان اسلامي جمهوریت) په جنوبي-منځنۍ اسیا کې یو هېواد دی چې څلور ولایتونه او دوه سیمې لري، په شمول د خیبر پښتونخوا، د پاکستان یوه پښتني سیمه.

د پاکستان اسلامي جمهوريت
اسلامی جمہوریۂ پاکستان
پاکستان: رېښه, تاريخچه, تاریخ بيرغ پاکستان: رېښه, تاريخچه, تاریخ نښان
پاکستان: رېښه, تاريخچه, تاریخ
د پاکستان
نخشه
موقعيت
پلازمېنهاسلام آباد
۳۳°۴۰′ شمال ۷۳°۱۰′ ختیځ / 33.667°شمال 73.167°ختيځ / 33.667; 73.167
لوی ښار کراچۍ
حکومت اسلامي فدرالي جمهوريت
جوړښت
 -  د اعلانېدو نېټه ۱۴ اگسټ ۱۹۴۷ 
 -  د پېژندلو نېټه ۱۴ اگسټ ۱۹۴۷ 
بشري پرمختيا (۲۰۰۱) ۰،۵۲۷ (n/a) (په منځنۍ کچه)
د وخت سيمه (UTC+۵:۰۰)
 -  اوړی (DST)  (UTC+۶:۰۰)
د انټرنټ مخکښ شپول .pk

رېښه

د ژبې له پلوه په اردو او فارسي ژبه کې د پاکستان معنا ده «له پاکي برخمنه ځمکه» يا «هغه ځمکه چې پاک په کې زيات دي». په دې نوم کې «پاک» ته اشاره شوې چې په فارسي او پښتو کې «پاک او صفا» ته ويل کېږي. وروستاړی يې «ستان» له فارسي ژبې اخستل شوی او معنا يې ده «د اوسېدو ځای».

دا نوم په ۱۹۳۳ز کال کې د پاکستان د خوځښت د يوه فعال چودري رحمت علي له خوا جوړ شوی و، کوم چې هغه په يوه رساله کې خپور کړ«اوس يا کله هم نه»، نوموړي دا نوم په مخفف ډول کارولی و: «په پاکستان کې اوسېدونکي دېرش ميليونه وروڼه»، په دې نوم کې د برتانيې د حکومت پنځو شمالي سيمو ته اشاره شوې وه، چې هغه دا دي: پنجاب، افغانيه، کشمير، سیند او بلوچستان.

تاريخچه

لومړي او منځني پړاوونه

په سويلي اسيا کې ځينې لرغوني انساني تمدنونه، له هغو سيمو راپورته شوي چې په اوسني پاکستان کې دي. د دې سيمې تر ټولو لومړني اوسېدونکي سونيان وو چې په ښکته ډبرين پړاو کې يې ژوند کړی دی او د دوی ډبرين وسايل د پنجاب په سوان دره کې موندل شوي دي. د سیند سيمه، کومه چې د اوسني پاکستان ډېره سيمه په غېږ کې نيسي، د ګڼو پرله پسې لرغونو کلتورونو ځای و، په دې کلتورونو کې د نوي ډبرين پړاو مهرګړ او په هړپا او موهنجوداړو کې د برونز د عصر سیند درې مدنيته (۲۸۰۰ – ۱۸۰۰ له ميلاد مخکې) شامل دي.

ودايي پړاو (له میلاد مخکې ۱۵۰۰ – ۵۰۰) يو اندو-ارين کلتور بلل کېږي؛ په دې پړاو کې ويدايان، د هندويزم اړوند تر ټولو زړې سپېڅلې لیکنې جوړې شوې وې او وروسته همدا کلتور په دې سيمه کې ښه ثابت شو. ملتان د هندوانو يو مهم عبادتځای و. ويدي تمدن د Takṣaśilā - د اوسني پنجاب د ټيکسلا - د لرغوني ګندهارا ښار کې ښه وغوړېده، د کوم بنسټ چې له میلاد مخکې شا او خوا ۱۰۰۰ کې اېښودل شوی و. په دې سيمه کې لرغونو سترواکیو او سلطنتونو په پرله پسې ډول حکومت کړی: ايراني هخامنشي سترواکي (له میلاد مخکې شا او خوا ۵۱۹)، د ستر سکندر سترواکۍ له میلاد مخکې په ۳۲۶ کې او موري سترواکي، کومه چې د چندراګوپتا مايوريا تاسيس کړې وه او ستر اشوکا له میلاد مخکې تر ۱۸۵ پورې نوره هم پراخه کړه. د اندو-يوناني پاچهي چې باختري دمتريوس (له میلاد مخکې ۱۸۰-۱۶۵) کې تاسيس کړې وه، ګندهارا او پنجاب هم په کې شامل وو، دا پاچهي د مناندر (له میلاد مخکې ۱۶۵-۱۵۰) بشپړې پراختيا ته ورسېده او یونانو- بودايي کلتور يې په دې سيمه وغوړاوه. ټيکسلا په نړۍ کې تر ټولو پخوانی پوهنتون او د لوړو زده کړو مرکز درلود، کوم چې له ميلاد مخکې د پخواني ويدي پړاو په شپږمه پېړۍ کې جوړ شوي وو. دې ښوونځي ګڼ عبادتځايونه لرل، چې د خوب لپاره ستر ځايونه يا د تدريس سترې خونې يې نه درلودې او په دې ځايونو کې په انفرادي ډول ديني زده کړې ورکول کېدې. لرغونی پوهنتون، د ستر سکندر د ځواکونو له بريد وروسته مستند شوی، همدا راز په څلورمه او پنځمه زېږديزه پېړۍ کې د چينايي زیارت کوونکو له خوا ثبت شوی دی.

د سیند رای واکمنې کورنۍ (۴۸۹ – ۶۳۲ز) د خپلې واکمنۍ په اوج کې په دې او ورڅېرمه سيمو حکومت کړی. د پالا واکمني تر ټولو وروستۍ بودايي سترواکي وه، چې د درمپالا او دواپالا تر مشرۍ لاندې په ټوله سويلي اسيا کې له اوسني بنګله ديش نه نیولې، بيا له شمالي هند او تر اوسني پاکستان پورې غځېدلې وه.

اسلامي بری(سوبه او فتحه)

عرب فاتح محمد بن قاسم په ۷۱۱ز کال کې سیند ونيو. د پاکستان د حکومت رسمي نېټه لیکنه ادعا کوي چې، دا هغه وخت و چې د پاکستان بنسټ کېښودل شو؛ خو د پاکستان نظريه په نولسمه پېړۍ کې راورسېده. د منځنيو پېړيو لومړيو (۶۳۲-۱۲۱۹ز) کې په دې سيمه کې د اسلام سپېڅلی دین خپور شو. په دې موده کې، صوفي مبلغينو اسلام ته د ډېرو سيمه یيزو بودايانو او هندوانو په اړولو کې بنسټيز اغېز درلود. د ترکي او هندوشاهي واکمنيو له ماتېدو وروسته، چې له اوومې نه تر يوولسمې پېړۍ يې په کابل دره، ګندهارا (اوسنی خيبرپښتونخوا) او لوېديځ پنجاب حکومت کاوه، د غزنوي سترواکۍ (۹۷۵-۱۱۸۷ز)، غوري سلطنت او ډیلي سلطنت (۱۲۰۶-۱۵۲۷ز) په ګډون، په پرله پسې ډول ګڼو مسلمانو سترواکيو په دې سيمه واکمني کړې ده. د ډیلي سلطنت د وروستۍ لودهي واکمنۍ ځای بيا د مغولو سترواکۍ ونيو (۱۵۲۶-۱۸۵۷ز).

تاریخ

پاکستان يو وخت نیم د هند برخه وه او نیمه نوره د هند لوېديځې برخې چې له چین هېواد سره د بلتستان د پولې څخه نیولې تر لاندې سنده او بلوچستان پورې د اوسني افغانستان پخوانۍ برخې وې . يو مهال د پښتنو قبایلو تر منځ د تربگلوۍ له کبله دغه سیمې په څو نومونو بېلې شوې چې يو لړ نومونه یې روهستان ، روهیله ، پښتونخوا ، شمال لوېديځه سرحدي ولایت او نور نومان پرې سیمه واکو پښتنو او وروسته بیا انگرېزانو ايښي .د پاکستان د هېواد تاریخ ډېر لنډ دی او يوه پېړۍ لا نه کېږي چې رامنځته شوی . 68 کاله کېږي چې د پاکستان هېواد تاسيس شوی . د نن پاکستان د انگرېزانو او په ځانگړي توگه د امریکا سره د افغان جهاد پر مهال اړیکې د پوځي دیکتاتور ضياالحق لخوا ټینگې شوې چې لمخې یې د امریکا يو ولسمشر رونالډ رېگن پاکستان د امریکا ناوې هېواد گڼلای چې لا تراوسه هم د انگرېزانو تر ولکې یې نظام چلېږي. پاکستان په اسيا کې سوېل ختيځو هېوادونو کې راځي چې په ۱۹۴۷م زېږدي کې په ۱۴م د اگسټ يې د پاکستان نوم خپل کړ . انگرېزانو دغه هېواد له پيل څخه په فدرالي نظام وېشلی دی چې د ۱۹۷۳م زېږدي اساسي قانون لمخې یې په څلورو ايالتونو د قامونو په تناسب بېل کړی دی . دغه څلور ایالتونه پدې توگه ول : د پنجاب ايالت ، د شمال لوېديځې پولې ايالت چې اوسنی پښتونخوا ده ، د سنده ايالت او د بلوچستان ايالت . د هېواد پلازمېنه اسلام آباد نومېږي او کراچۍ ، لاهور ، فیصل آباد او راولپنډۍ يې نور صنعتي او نامتو لوی ښارونه دي . په دغه هېواد کې برسېره پر ۶گو غټو توکمنو سلهاؤ مذهبي فرقې هم شتون لري چې په غټو توکمونو کې یې پنجابيان تر ټولو ډېره ډله بيا پښتانه دوهم لوی توکم دی ، سندهيان ، بلوڅان ، سرايکان ، هندکيان او هندوان شامل دي . په دیني لحاظ پاکستان کې ۹۷ سلنه مسلمانان دي چې په لسهاؤ فرقو او پیرانو وېشل شوي ، ۷۰ سلنه یې سني اسلام منلی ، ۲۰ سلنه شعيه گان دي او 3 شاوخوا سلنه هندوان او عيسويان هم شته. د 1947 نه وړاندې پاکستان،هند او بنگله دېش يو هېواد و چې د (برصغیر هند) يا د هند وړې وچې په نوم بللې کيدل . دغه وخت په هند کې د انگرېزانو واکمني وه۔

هېوادنۍ وټه

پينځوس سلنه نفوس په کرهڼه بوخت دي چې ډېری وگړي يې کرونده گر دي او تر ډېره مالوچ، جوار، غنم، وریجې او داسې نورې کرکېلې کري. د طبعي زېرمو لخوا پاکستان سکاره، مس، غاز، وسپنه لري. په پاکستان کې دروند صنعت د حکومت لخوا څارل کېږی.

سیاست (واگ)

واگیزه غونډال یې انگرېزي پارلماني دی.د پاکستان حکومتي نظام جمهوري پارليماني دی چې وزيراعظم د هيواد د حکومت مشر بلل کيږي۔پاکستان دوه لاسبري دولتي ادارې لري ، يو يې قومي اسمبلي (قامي جرگه) ده او بله يې سينيټ (سنا) نومېږي ۔د پاکستان پارلماني غونډال له افغانستان څخه توپیر لري ځکه چې افغان دولتي غونډال کې هېوادمشر د ولس او حکومت مشر وي خو پاکستاني دولتي غونډال کې وزيراعظم (لومړی وزير) د حکومت او ولس مشر وي .

تاریخ او ایداري ویش

د "پاکستان" نوم (IPA: /paːkɪst̪aːn/) په فارسي ژبه کې "پاک ستان" چې د دوه ستاینومونو تړنگنوم دی مانا يې (پاکه خاوره)راوځي. دا نوم د چوهدري رحمت علي لخوا په ۱۹۳۳ زېږديز کال کې د لومړي ځل لپاره په يوې رسالې کې چې د اوس او يا هېڅکله تر سرليک لاندې نومېده خپور شو.

د پاکستان نوم د پنځ ايالتونو د نوم نه هم اخيستي شوي:پ پنجاب ، ا افغانيه (خېبر پښتونخوا) ،ک کشمير،س سند، تان بلوچستان۔

د پاکستان ايالتونه او سیمې

شمار صوبه/سيمه انگریزې نوم سرښار آبادی (ټول پاکستان کې پرسنټيج) رقبه (کلومیټر²) کثافت د آبادۍ
(خلک پر يو کلومیټر² کې)
نقشہ
1 بلوچستان Balochistan کويټه 4.8% 39.3% 18.9 پاکستان: رېښه, تاريخچه, تاریخ 
2 خیبر پښتونخوا Khyber Pakhtunkhwa پېښور 12.9% 8.5% 238.1 پاکستان: رېښه, تاريخچه, تاریخ 
3 پنجاب Punjab لاهور 53.7% 23.3% 358.5 پاکستان: رېښه, تاريخچه, تاریخ 
4 سند Sindh کراچۍ 22.2% 16.0% 216 پاکستان: رېښه, تاريخچه, تاریخ 
5 وفاقی دارالحکومت Islamabad Capital Territory اسلام آباد 0.6% 0.1% 888.8 پاکستان: رېښه, تاريخچه, تاریخ 
6 قبائلی سيمې Federally Administered Tribal Areas پشاور 2.3% 3.1% 116.7 پاکستان: رېښه, تاريخچه, تاریخ 
7 آزاد کشمیر Azad Kashmir مظفر آباد 2.2% 1.5% 223.6 پاکستان: رېښه, تاريخچه, تاریخ 
8 گلگت بلتستان Gilgit–Baltistan گلگت 1.3% 8.2% 24.8 پاکستان: رېښه, تاريخچه, تاریخ 
پاکستان Pakistan اسلام آباد 182,000,000 881,889 226.6/مربع کلومیټر

هم وګوره

سرچينې

Tags:

پاکستان رېښهپاکستان تاريخچهپاکستان تاریخپاکستان هېوادنۍ وټهپاکستان سیاست (واگ)پاکستان تاریخ او ایداري ویشپاکستان هم وګورهپاکستان سرچينېپاکستان

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د انسان په اړه په زړه پورې معلوماتاستبداد ضدکمال خان بندکوچنی اخترعدلي طبپوهنهامريکا لويه وچههريپور (پاکستان)لوبهد ګنجي کیسهسینه بغلد امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواکد ۱۱ سپتمبر بريدونهپاچا آرتورمولانا بجلی ګهرنړۍګواتيمالاچین د خلکو جمهوریتسولهد واده بلنليکجندرڅپههاواییاتند افغانستان پېښليکد امریکا متحده آیالاتونهنړيوال غزېدلی جالپکتيا ولايتمچعبدالاحد مومندد کتاب نړيواله کره شمېرهخوست ملي تلویزیونمحمد عارف صخرهلېوهببرک کارملمنگلد جمعې لمونځد واده شپهويکيډېټامماڼهماسټر علي حيدرسور سمندرسپين غرکرما په هندويزم کېنعمت الله رحیميسردار محمد يحيا خانفضل حق خالقيارد کانګو ديموکراتيک جمهوريتخبري ارزښتآرام سمندرپاکستانارواپوهنهد افغانستان نومدوبۍحیضميدان وردگ ولايتقرآن کریمسوخوی سو-۲۴انسل آدامزژبهحبيب الله رفيع🡆 More