اسدالله غضنفر () (په انگرېزي: Asadullah Ghazanfar) د کندز ولايت د چهار درې په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
هغه د استاد محمد صديق پسرلي زوى دى او دا مهال په کابل کې ژوند کوي.
دولسم ټولگی يې د کندز ښار په شېرخان لېسه کې لوستی او وروسته يې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی لوستی دی. ښاغلي غضنفر د پېښور له پوهنتونه په پښتو ادبياتو کې د ماسټرۍ سند اخيستی او خپل لومړنی رسمي کار يې د ايران په تهران راديو کې ترسره کړی دی.
اسدالله غضنفر په پېښور کې د مياشتنۍ سپېدې مجلې د چاپ په برخه کې له مرستو خپل ادبي او فرهنگي کار پيل کړ. گڼ شمېر لنډې کيسې يې وليکلې او وروسته وروسته يې د لنډو کيسو پر فني اړخ ډير کار وکړ.
نوموړي پر ١٩٩٩ ز کال د داستانونه دوه مياشتنۍ مجله له پېښوره چاپ کړه. دا د پښتو ژبې په ادبياتو کې لومړنۍ مجله وه چې يوازې لنډو کيسو ته ځانگړې شوې وه، خو تر دوه نيم کلن خپرندويي فعاليت وروسته داستانونه بنده شوه. له تېر کال څخه يو وار بيا داستانونه پيل شوې چې له کابله خپرېږي.
ښاغلی غضنفر د ازادۍ له راډيو سره همکاري لري خو د دوی ډير کار لا هم د داستان ليکنې پر فني او کره کتونکي اړخ راڅرخي.
اسدالله غضنفر د ۱۳۹۳ ل کال په ليندۍ مياشت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د فرمان پر بنسټ د هېوادمشر ډاکتر محمد اشرف غني د فرهنگي چارو د سلاکار په توگه په دنده وگومارل شو.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article اسد الله غضنفر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.