لومړنۍ مرستي له هغو فوري اقداماتو څخه عبارت دي چي د يو مصدوم کس سره د يوه روغتيايي کارکونکي له خوا تر سره کېږي لومړنۍ مرستي د پېښي په ځاى کي د يوه باتجربه روغتيايي کارمند لخوا تر سره کېږي ـ د لومړنيو مرستو اهداف: 1:د ناروغ ژغورنه او خونديتوب.
2:د حادثې د پرمختګ څخه مخنيوى. 3:د ناروغ د وضعيت سره مرسته تر څو چي روغتيايي مرکز ته ورسول شي. مرسته کوونکى بايد لاندي ځانګړتياوې ولري : 1:د پېښي ځاى ته بايد ژرتر ژره ځان ورسوي . 2:فوري درملنه پيل کړي. 3:مرسته کوونکى بايد مسلکي پوهه ولري. 4:مرسته کوونکى بايد کافي تجربه ولري. 5:روغتيايي پرسونل او وسايل ولري. 6:ناروغ ته روحي ډاډ ورکړي. مرسته کوونکى بايد لاندي ټکو ته پام ولري: 1:د ناروغ د حياتي علايمو(دزړه ضربان،تنفس،د تودوخي درجه،دويني فشار ) کنترول 2:ناروغ ته مناسب وضعيت ورکړي. 3:که ناروغ خونرېزي ولري بايد خونرېزي يې د يوې پاکي ټوټې په واسطه بنده کړي 4:که د ناروغ تنفسي لاره بنده وي او د زړه حرکات موجود نه وي بايد د ABC عمليه ورته شروع کړي. 5:که د هډوكي کسر موجود وي هډوكى بايد تثبيت شي. 6:ژرترژره مصدوم نږدي روغتيايي مرکز ته ورسوي. ناروغ ته مناسب وضعيت ورکول : 1:ناروغ ته بايد د ملاستي وضعيت ورکړل شي. 2: (لاس او پښې ) کسر نه وي موجود اطراف يې بايديو څه پورته کړل شي ـ 3:که د خولې افرازات موجود وي خولې ته بايد يو طرف ته تدور ورکړل شي 4:روغتيايي مرکز ته د لېږد لپاره بايد په يوه تسکره کي انتقال شي. د ABC(Airway abstruction Breathing problems Circulation) عمليه 1:د هوايي لارو خلاصول. 2:که تنفس موجود نه وي مصنوعي تنفس ورکول. 3:که د زړه ضربان موجود نه وي د زړه مساج ورکول.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article لومړنۍ مرستي, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.