د جنازې هغه لمونځ ته ویل کېږي چې د یوه مسلمان د مړینې وروسته د هغه په مړي ترسره کېږي.
د جنازې د لمانځه حکمد جنازی لمونځ فرض کفایی دی که چیری یو یا دوه مسلمانان وروڼه پر یو مړه د جنازی لمونځ وکړی نو د ټوله کلی والا وو ، غاړی یی خلاصیږی او که یوه یا دوو هم نه وکړی نو ټوله گنهگاره کیږی. د جنازی د لمانځه د ادا کولو طریقهاول د لمانځه لپاره صفونه جوړ کړی او ودریږی که چیری خلگ ډیر وه نو دری (۳) یا پنځه (۵) یا اوه (۷) صفونه دی جوړ کړی ښه دا دی چی صفونه طاق وی د صفو د جوړولو او ترتیب څخه وروسته دی د جنازی د لمانځه کولو نیت وکړی په دی لمانځه کی څلور (۴) تکبیرونه دی پدی تکبیرو کی لاسونه نه پورته کیږی، د اول (۱) الله اکبر په ویلو سره دی د امام سره نیت وتړی د دی څخه وروسته دی سبحانک اللهم تر آخره پوری ووایی بیا دی دوهم (۲) الله اکبر د امام سره کرار (خفیه) ووایی د دوهم الله اکبر وروسته دی د لمانځه دواړه درودونه ( اللهم صل-اللهم بارک) ووایی، بیا دی درییم (۳) الله اکبر ووایی او د مړه دعا دی ووایی د لوی نارینه او ښځی د جنازی دُعااللھم اغفرلحینا ومیتنا وشاھدنا وغائبنا وصغیرنا وکبیرنا وذکرنا وانثانا اللھم من احییتہ منا فاحیہ علی الاسلام ومن توفیتہ منا فتوفہ علی الایمان ، د کوچنی ( نابالغه ) هلک د جنازی دعاتر اول تکبیر وروسته دی سبحانک اللهم ووایی د دوهم تکبیر وروسته دی دواړه درودونه ووایی او تر درییم تکبیر وروسته دی دغه دعا ووایی. اللهم اجعلهُ لنا فرطًا و اجعلهُ لنا اجراً و ذخراً و جعلهُ لنا شافعًا و مُشفعًا د جنازی مسلی
تړلې لیکنې |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د جنازې لمونځ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.