ټوپک مادل۵۷ ( په چکی: Samopal vzor 58) د ۳۹×۷،۶۲ یو بریدکونکي اوټوماټیک ټوپک دی چی د چکوسلواکیا په جمهوریت کې د ۱۹۵۸ کال څخه تر ۱۹۸۸ کال پورې جوړېده.
تر ۱۹۸۸ پورې ۹۲۰،۰۰۰ وسلې جوړې شوې وې. نوموری وسله په ۵۰ کلو کی د یرژي چېرماک لخوا طرح شوه. نوموړي وسله شوروي مرمی ۳۹×۷،۶۲ کار اخلي. په اوس وخت کی ټوپک مادل ۵۸ د چېک او سلواک د وسله والو ځواکونو او پولیسو په لاس کی دي. دغه وسله تر ۱۹۸۸ کال پورې آسیایی،افریقایی هېوادونو ته هم صادر شوي وه
vz. 58 | |
---|---|
ټوپک مادل ٥٨ (د ثابت قنداغ سره) | |
ډول | Assault rifle |
جوړونکی هيواد | چکوسلواکیا |
د کار نیټه | |
د کار موده | 1959–present |
جنګونه | د ویتنام جګړه د کمبودیا او ویتنام جګړه د نایجیریا کورنۍ جګړه ګولف وار په افغانستان کې جګړه د سوریې کورنۍ جګړه د روسیې او اوکراین جګړه |
صنعتي تاریخ | |
ډیزاینر | Jiří Čermák |
جوړونکی | Česká zbrojovka |
د جوړېدو مقدار | Approx. 920,000 |
پيژندنه | |
وزن | ۳٫۱ kغ (۶٫۸ رطل)*2.2 |
اوږدوالي | vz. 58 P: ۸۴۵ mم (۳۳٫۳ انچه) vz. 58 V ۸۴۵ mم (۲٫۸ فوټه) stock extended / ۶۳۶ mم (۲٫۱ فوټه) stock folded ۱٬۰۰۰ mم (۳٫۳ فوټه) with bayonet fixed |
پلنوالی | ۵۷ mم (۰٫۲ فوټه) stock extended ۷۲ mم (۰٫۲ فوټه) stock folded |
اوږدوالې | ۲۵۵ mم (۰٫۸ فوټه) |
شاټ | ۳۹×۷،۶۲ مرمی |
المدى الأقصى | 2,800 m |
سمول |
د سړی جگړې په وخت کې یوازې د چکوسلواکيا جمهوریت او شوروی اتحاد د شرقي بلوک د هېوادونو څخه ول چې خپلې وسلې د خپلو پوځونو او دوستو وسله والو ځواکونو لپاره یی جوړول. په ۱۹۴۵ کال کی تر جگړې وروسته په چکوسلواکيا او شوروي اتحاد کی د نازي بريدکوونکي ټوپک StG 44 د اکتشاف پېل شو. کله چی په چکوسلواکيا کی د شوروی مرمی د کارولو پېل شو نو د نوی بريدکونکي ټوپک اکتشاف هم پېل شو او په ۱۹۵۶ کال کی په برنو په ښار کی څو ټوپکونو جوړ شول. نوموړي وسله د اېکسپو په نندرتون کی په ۱۹۵۸ کال کی هم قدرداني شوه.
ټوپک ماډل ۵۸ یوه لاسي وسله ده چی د لرگی او پولاد څخه جوړ شوي ده. د ټوپک لوله څلور د راسته پېچ کرښې لری. د لوله داخلی سطح د کرومین په واسطه پوښل شوي ده. ټوپک مادل ۵۸ د گاز د فشار په مرسته چی باروت تر چاودنو وروسته رامځ ته کېږی، ویشتل کيږی.د گلنگدان سیستم یی یو خاصی خوځوونکی مکانیزم لری. نوموړي خوځوونکی مکانیزم گلنگدان د گولی د ډز په وخت کې د گاز اخیستلو د سیستم لخوا بندېږی. د مرمی کالیبر یی ۷،۶۲ م.م. دی. دغه ټوپک کولای سی په جاغور کې ۳۰ یا ۳۲ مرمی ولری. د ټوپک چی ثابت قنداغ لری د ټوپک ماډل ۵۸/پ په نوم یادېږی . ټوپک چی د کت کېدونکی قنداغ ولری د ټوپک ماډل ۵۸/وې په نوم یادیږی او عسکران ورته وایی. نوموړي ماډل د چتربازانو لخوا کار شوي دي. دغه ټوپک کېدلای سی تر عصری کولو وروسته بم انداز، لیزر انداز او څراغ نصب وکړی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ټوپک مادل ٥٨, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.