د نړېوال سازمانونه په اړه معلومات دوهمه برخه

لیکنه: عبدالمنان دانش

غیر دایمی غړی د عمومي اسامبلې له خوا د دوه کالو لپاره انتخابیږی مګر هر کال یی د پنځو غړو موده ختمیږی او بیا ورته نوی غړی ټاکل کېږی هر هغه غړی هیواد چې کاری موده یی پای ته رسیږی دستی د دوهم ځل لپاره نسی انتخابیدای نو همدا سبب دی چې نورو هیوادنو ته هم د غړیتوب چانس ورسیږی. هغه هیوادونه چې د نړیوالی صلحی او امنیت لپاره یی ډیره قربانی ورکړی او کار یی کړی وی تر ډیره بریده د امنیت په شورا کښی د انتخابیدو امکان لري. د امنیت شورا خپل د ناستو لپاره هره میاشت یو مشر ټاکي د مشر انتخابول د انګلیسی ژبی د آلفبا د تورو په حساب تر سره کېږی الفبا د تورو مطابق د هر غړی نوم چې وي هغه به خپله دوره سرته رسوی. د امنیت شورا وظایف عبارت دی له نړیوالی صلحی او امنیت څخه، د امینت شورا دصلحی په راوستلو کې خورا مهم رول لري، د نړیوالی صلحی په ټینګولو کې د امنیت شورا باید هیڅ داسی قدم پورته نه کړی چې په نتیجه کې د ملګرو ملتونو منشور یا هم نړیوال قوانین تر پښو لاندی سی. د امنیت شورا صالاحیت لري چې د عمومي اسامبلې څخه غوښتنه وکړی تر څو یو هیواد ته د سازمان غړیتوب ورکړی . د امنیت شورا صلاحیت لري چې یو هیواد غړیتوب، حقوق او مزایاوی په سازمان کې وځنډوي او د ځنډیدو څخه یی وروسته بیرته ورکولای هم سی . د امینت شورا ټولی تعهد نامې چې د امانتدارۍ د شورا له خوا وړاندی کېږی تصدیق یا هم رد کړی. د امنیت شورا صلاحیت لري چې پر عمومي اسامبلې د سرمنشی د ټاکلو ږغ وکړی. د امنیت شورا همیشه هغه کړونو او پالیسیو نګونه کوی کوم چې د شخړو د هوارۍ لپاره په کښی هڅي سوی یا کېږی. د امنیت شورا صلاحیت لري چې هری دوسیې تحقیق او تعقیب د یوه کال لپاره د جرم په نړیوالی محکمې کې ځنډوی. د امنیت شورا صلاحیت لري چې هغه دوسیې وڅیړی او تر تحقیق لاندی یی ونسی کومی فیصلې چې نړیواله محکمه پاته راغلې وی. امنیت شورا صلاحیت لري چې په خاصو و عاجلو حالاتو کې د عمومي اسامبلې غونډی رابولی. امنیت شورا صلاحیت لري چې د ضرورت په وخت کې یا هم د خپلو کارونو د خته بیولو په وخت کې ځانته فرعی ارګانونه جوړ کړی. د رایي اچوني سیسټم: په ۱۹۴۴م کال کې د یلټا په کنفرانس کې امریکا وړاندیز وکړ چې د منشور ۲۷ تمه ماده باید په امنیت شورا کې د رایی اچونی ډول ته ځانګړي سی. د ملتونو ټولنی په امنیت شورا کې پرېکړی به د رایو په اتفاق ترسره کېدې،خو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د رایو په اکثریت تر سره کېږی، اکثریت رایی د ټولو پرېکړو لپاره معیاری شرطونه دی، د امنیت شورا ته په وړاندی کېدونکو موضوعاتو او مسایلو کې د شورا هر غړی یوه رایه ور کولای سی، د شورا د کار طرزالعمل پر مسایلو پر نهو رایو تصمیم نیول کېږی، خو پر نورو مسایلو بیا د نهو مثبتو رایو ضرورت دی هر په څنګ کښی یی د دایمی غړو موافقه حتمی ده . ویټو یا د مخالفت رایه یو منفی رایه ده چې د ۵ دایمی غړو له خوا کارول کېدای سی، دغه د یټو رایه چې هر دایمی غړی وکاروي کولای سی هر هغه موضوع چې رایی ته اښودل سوی وی بنده یی کړی او د شورا څخه یی بلکل دباندی کړی بې له کومی پایلی څخه ، که چېری یو موضوع ۹ مثبتی رایی وړی هم وی که یوه د یټو رایه پرې وکارول سی هغه موضوع بی ارزښته کېږی او په هیڅ بدلیږی او د ځان سره د رد جواب اخلی. د یټو رایه دوه واری کاریدای سی یوه د موضوع پر ماهیت باندی او دوه ځل پر موضوع باندی. د یټو د حق وه ۵ دایمی غړو ته همیشه د مخالفتونو سره مخ موضوع ده خو ددوی سره دلیل دا دی چې دوی د نړیوالی صلحی او امنیت په برخه کې خورا زیات مهم رول لري نو ځکه باید د ویټو حق ولري او بله دا چې دا حق ددوی ته هغه مصرف کېمت دی چې ددې سازمان په جوړولو کې دوی ته ورکړی ورکړل سوی دی او بله خبره دا چې د منشور جوړونکو له خوا دا حق دوی ته په نیک فال سره ورکړل سوی وو تر څو د صلحی لپاره ډیر څه وکړی . د امنیت شورا دندي او واکونه: د منشور ۲۴ ، ۲۵ او ۲۶ تمې مادې د امنیت شورا دندي بیان کړی دی، د یادو مادو له مخی د نړیوالی صلحی او امنیت د ساتنی مسؤلیت امنیت شورا ته سپارل سوی دی. د سازمان غړو پر دې سلا کړی، چې امنیت شورا د خپلی ور سپارل سوی دندی د اجرا واک لري. ددې تر څنګ امنیت شورا مکلفه ده چې د سازمان د هدافو او اصولو په چوکاټ کې خپل فعالیتونه ترسره کړی یا په بل عبارت امنیت شورا ددندی او پرېکړي تر منشور پوری محدودی دی او له دې ډیرو فعالیتونو واک نه لري. د منشور د ۲۵ تمي مادې له مخی د سازمان غړي په دې موافقه کوی چې د منشور د پرېکړو پر بنسټ به د امنیت شورا ټولی پریکړی منی. له دې مادې څخه څرګندېږي چې د غړو موافقه یوازی د شورا پرېکړو ته شامیلږی او توصیه (Recommendation) په کښی نه راځی . امنیت شورا د خپلی اصلی دندی په اجرا (د نړیوالی صلحی او امنیت ساتنه ) کې پر دو لارو عمل کوی: ـ۱.د نړیوالو شخړو د هوارۍ په موخه سولیزه مداخله. ـ۲. قهری مداخله او یا اجباری تدابیر . د اختلافاتو سولیز حل: د نړیوال شخړو او اختلافاتو د حل په موخه د ملګرو ملتونو د منشور په شپږم فصل کې یو لړ مقررات پیشبني سوی دی او دغه فصل ۶ مادې لري. د یادو مقرراتو پربنسټ ټول هغه شخړی چې نړیوالی صلحی او ثبات ته ګواښ پېښوی، امنیت شورا ته په کي د مداخلې واک ور کړل سوی دی، امنیت شورا دې ډول مسلو ته له سوله ایز حل لاری کار اخلی . د ملګرو ملتونو امنیت شورا نړیوالی صلحی ته د هری پیښی او پېښیدونکو مسلو د حل لپاره ښکېلو خوا و ته سوله ایزه توصیه کوی. د امنیت شورا ۳۳ مه ماده: د ستونزو په هوارۍ کې تر ډیره دودیزو کړنلارو توصیه کوی او کار ترې اخلی ، دغه کړنلاری په لاندی ډول دی: -خبري اتري(Negotiation) -منځګړیتوب(Mediation) -جوړجاړی (Conciliation) -نظارت او یاداوری(Arbitrage) -قضایی لاری تعقیبول(Judicial settlement) نړیوالو شخړو د حل صلاحیت لرونکې مرجعې: د پورتنیو دودیزو کړنلارو پرته لاندنی مقامات او مرجعی کولای سی چې په نړیوالو شخړو او اختلافونو پوری اړوند مسایل امنیت شورا ته وړاندی کړی. د سازمان غړي: د منشور د ۳۵می مادې له مخی د ملګرو ملتونو ټول غړي کولای سی چې هر ډول نړیوالو شخړو په اړه عمومي اسامبلې یا امنیت شورا ته خبر ور کړی . د سازمان نا غړي هیوادونه:هر هغه هیواد چې د ملګرو ملتونو غړي نه دی ، په شخړو کې د ښکېلتیا په صورت کې کولای سی امنیت شورا ته مراجعه وکړی، هغه هم په هغه شرط چې د منشور د مقرراتو احترام به کوی. عمومي اسامبله: نړیوالی صلحی او امنیت ته د ګواښ په صورت کې کولای سی امنیت شورا ته خبر ورکړی ، ( د ملګرو ملتونو عمومي منشی کولای سی د هری هغی موضوع په اړه چې نړیوالی صلحی او امنیت ته ګواښ پېښوي، امنیت شورا ته خبر ورکړی). د دولتونو ترمنځ د نړیوالو امنیتي مسایلو د حل په مخه ، امنیت شورا مسولیت لري چې د دعو ښکېلو غاړو ته په مذاکراتو کې یوازی د ګډون حق ور کړی، همدغه راز امنیت شورا سی چې په مسله کې نورو ذینفع هیوادونو ته هم د ګډون اجازه ور کړی، امنیت شورا کولای سی چې د یادو مسایلو د څیړولو په مخه یوه لنډ مهاله کمېټه جوړه کړی . د منشور له مخی شخړو ته د حل لاره: امنیت شورا د شپږم څپرکي له مخی کولای سی په لاندی توکه نړیوالو ستونزو ته ځان ورسوی او د حل لاره ورته ولټوی. ۱:- د منشور ۳۳ مادې، دویمی فقرې له مخی امنیت شورا صلاحیت لري، د دعو له ښکېلو غاړو (مدعی او مدعی علیه ) څخه و غواړی چې خپل اختلافات د عرفې تعاملاتو (خبری – منځګړیتوب – جوړجاړی) په مرسته حل کړی ، چې په دې صورت کې د انتخاب حق ددعو دواړو غاړو ته ورکول کېږی. ۲:- د منشور د ۳۶ مادې لومړی فقرې له مخی امنیت شورا کولای سی چې ددعو پر هر پړاو کې مناسبه کړنچاره توصیه کړی، په دې صورت کې د موضوع د حل ډول ددعو دوړو غاړو ته وړاندیز کېږی. ۳:- هغه جدی اختلافات چې کولای سی ښکېلو غاړي اغیزمنی کړی ، امنیت شورا کولای سی د حل مناسبه لاره پيشنهاد کړی تر څو اختلافاتو ته د پای ټکې کېښودل سی، په دې ډول مواردو کې امنیت شورا د نیمه قضایی ارګان رول لوبوی او دا طریقه هغه وخت د استفادې وړ ده چې کله یوه مسله نړیوالی صلحی ته ګواښ رامنځ ته کړی. ۴:- امنیت شورا د اختلافاتو د حل په موخه کولای سی یوه لنډ مهاله شورا جوړه کړی همدغه راز امنیت شورا کولای سی ځینی مسلې د حل په مخه د سازمان نورو اصلی ارګانونه ته وړاندی کړی. جبري او تبهی اقدامات: دا چې د نړیوالی صلحی د ټینګښت مولیت د امنیت شورا په غاړه دی، نو پر اجباری اقدام لاس پوری کول باید د صلحی د ټینګښت لپاره تر ټولو غوره لار وګڼو، په دې برخه کې هره فیصله چې نیول کېږی دټولو غړو خوښه او رایه لازمی ده، نړیوالی صلحی ته د ګواښ یا فوځی یرغل په صورت کې قهری اوتنبهی تګلارو څخه کار اخلی. یټو-: Veto: د ملتونو ټولنی له تجربو څخه په استفادی چې د نړیوال امنیت په ټینګښت کې پاتی راغله، د ملګرو ملتونو سازمان د تاسس پر مهال غړو هیوادونو د نړیوالی صلحی د تضمین په موخه هوکړه وکړه چې د امنیت شورا دایمی غړو ته باید ممتازی اریی (ویټو ) حق ورکړل سی. ددې امتیاز وړاندیز د امریکار پخوانی ولسمشر روزويلټ له لوری د ايلټا په کنفرانس کې وسو، چې د انګلیستان او شوروی اتحاد په ګډون دیو شمیر هیوادونو د مشرانو له خوا ومنل سو، په همدې اساس امنیت شورا دایمی غړی په امنیت شورا کې د یوی اساسی نړیوالی مسلی په اړه د اخلاف په صورت کې له ویټو څخه استفاده کوی. د منشور د ۲۵ تمی مادې له مخی د امنیت شورا پریکړی د ملګرو ملتونو پر ټولو غړو د اجرا وړ دی او د امنیت شورا پریکړی پر ځان لازمی بولی.

ویټو په امنیت شورا کې د پریکړه لیک د تصویب پر مهال د هر دایمی غړی منفی رایی ته ویل کېږی، منفی رایه یوازی د نړیوالو مسایلو په اړه کارول کېږی، نه د سازمان داخلی مسایلو په اړه. د یو مسلی په اړه امنیت شورا د یوه دایمی غړی او دعمومي اسامبلې منفی رایو ته غبرګ یا ډبله ویټو ورته ویل کېږی. 

د امنیت شورا د دایمی غړو له خوا د ویټو له حق څخه په غیر عدلانه توګه استفاده کېږی چې د وخت او نړیوالو شرایطو عوامل دی کارولو کې اغیزلرلی ، هغه پریکړی چې د امنیت شورا د جوړیدو له پیل څخه بیا تر ۲۰۰۸ کال پوری ویټو سوې ده په دې ډول دی ، روسیې ۱۲۳ ځلی، امریکا ۸۱ ځلی ، انګلیستان ۳۲ ځلی، فرانسې ۱۸ ځلی او چېن ۶ ځلی، شوروی اتحاد د ۱۹۴۶ او ۱۹۶۲ کلونو تر منځ ۱۰۰ ځلی او له ۱۹۶۲ کال نه تر ۱۹۸۹کال پوری ۱۶ ځلی، له دې حق څخه استفاده کړېده. شوروی اتحاد د ملګرو ملتونو سازمان د غرب پلو هیوادونو له راتګ څخه اندېښنه لرله، نو له همدې امله تر ۱۹۶۲ کال پوری په ملګرو ملتونو کې د لویدیځ بلاک هیوادونو د غړیتوب د مخنیوی په موخه یی ۵۰ ځلی ویټو کارولې ده. انګلیستان او فرانسې معمولا ددې لپاره چې د یو ماهوی پریکړه لیک د شورا له خوا په تصویب ونه رسیږی، له ویټو څخه استفاده کوی. امریکا ته ځلی د فلسطین ، درې ځلی پر لیبنان د اسرايلو د یرغل ، یو ځل د اسرایلو له خوا د لیبنان د سویلی سیمی د اشغال او یو ځل د اسرایلو د بریدونو د محکومولو په تړاو د ویټو له حق څخه کار اخیستی. الف: د ویټو پلویان: د ویټو د حق پیرویان د ځان د دفاع لپاره لاندی دلایل وړاندی کوی: ۱:- د یټو حق یو قانونی امتیاز دی چې په ۱۹۴۵ کال کې د ملګرو ملتونو د بنسټ ایښودونکو غړو او وروسته بیا د نوی غړو له خوا د امنیت شورا پنځو دایمی غړو ته ورکړل سو، د ملګرو ملتونو غړو د منشور تر تصویب وروسته د شورا د پریکړو الزامیت منلی دی. ۲:- دا چې د پنځو سترو قدرتونو ګټی او نظریات سره جلا دی، طبیعی ده چې نور هیوادونه به ددوغو پاشلو نظریاتو او ګټو تابع وی، په همدې اساس کله چې د امنیت شورا دایمی غړي د یو مسلی پر سر توافق ته ورسیږی، د یو نړیوال لید لوری او سیاسی حل استازیتوب کوی. ۳:- د ویټو حق د عمومي اسامبلې په وړاندی د توازون یو عامل ګڼل کېږی، په عمومي اسامبلې کې ډیر کوچنی هیوادونه لکه( کومور) او (سیشل) د چېن او امریکا په څیر دلویو هیوادونو سره په رایه کې برابر حق لري، خو په امنیت شورا کې د رایی ډول دقدرت پر اساس ټاکل سوی دی. ۴:- د یټو د امنیت شورا د دندی په اجرا کې د نړیوالی صلحی او امنیت ساتنی په برخه کې یو مهم عامل نسی کېدای، ځکه که ویټو نه وای دغه پنځو دایمی نړیوالو قدرتونو خپلو موخو ته د رسیدو لپاره له نورو لارو چارو کار اخیستی وای. ویټو په امنیت شورا کې د دایمی غړو تر منځ د شخړو او اختلافاتو موخه نسی . که چېری د ویټو حق موجود نه وای، مومکن د ملتونو ټولنی په څیر ځینی قدرتونه به له سازمان څخه وتلی وای. ب:- د ویټو مخالفین: ۱:- ویټو حق د منشور ددویمی مادې او لومړی فقرې له مخی د غړو هیوادونو حاکېمت د برابرۍ له اصل سره په ټکر کې دی. ۲:- د امنیت شورا دایمی غړو ته د ویټو حق ورکړه ، د شورا له خوا ددوی پر وړاندی هر ډول اقدام ناشونی کوی ، که چېری د امنیت شورا د یوه دایمی غړی له خوا سوله نقض یا تجاوز کارانه اقدام تر سره سی، متجاوز هیواد کولای سی چې له ویټو څخه په استفادی د ځان پر وړاندی د امنیت شورا د هر ډول اقدام پای پریکړه مخه ونسی. ۳:- د شورا دایمی غړو ګټو ته په کتو په شورا کې ډیری پریکړی له ځنډ یا رکود سره مخ کېږی. د شورا غونډي: د امنیت شورا نوبتی او غیر نوبتی غونډی لري، نوبتی غونډی د اساسنامی د اصولو پر اساس په کال کې دوه ځلی دایریږی، غیر نوبتی غونډی د اړتیا په وخت کې دایریږی. د امنیت شورا غونډی د عمومي اسامبلې په توصیه، د شورا د هر غړي او یا هم د ملګرو ملتونو د سرمنشی د غوښتنی پر اساس جوړیږی. کاری اجنډا: د ملګرو ملتونو عمومي منشی د بیلابیلو هیوادونو اصلی څانګو عرایض او په امنیت شورا پوری اړوند نو مسایل شورا ته د بحث لپاره وړاندی کوی. امنیت شورا د هری غونډی لنډ مهاله اجنډا د عمومي منشی له خوا تنظیم او وروسته شورا ته د تصویب لپاره وړاندی کېږی، د کار اجنډا باید د غونډی لږ تر لږه درې ورځی مخکې د عمومي منشی له خوا امنیت شورا ته اعلان سی، او په بیړنیو حالاتو کې دغه شرط نه منل کېږی او هم مهاله غونډه جوړیږی. مشري: د امنیت شورا مشری د انګلیسی د الفبا د تورو په ترتیب په نوبتی ډول د هر دایمی غړی هیواد پر غاړه وی، د امنیت شورا د ریاست دوره یوه میاشت ټاکل سوی ده. اداري چاري: د شورا مشر د غونډی اجنډا اعلان نوی او هر غړی ته د بحث او نظر وړاندی کولو لپاره په نوبت سره بلنه ورکوی، شورا کولای سی د اړتیا په وخت کې لنډ مهالی کمیتې او کمیسونونه هم جوړ کړی. د امنیت شورا غونډی علنی یعنی ښکاره دی او له غونډی سمدستی وروسته د غونډی اسناد باید په رسمی ژبه خپاره سی، د امنیت شورا په عاجلو حالاتو او د ضرروت په وخت کې سری یعنی د ټولو دروازو تر شا هم غونډی تر سره کولای سی.   اقتصادي او ټولنیزه شورا - Economic and social council د ملګرو ملتونو د منشور په سریزه کې د ټولنیزه پرمختګ او د بهتره ژوند پر مسلی خورا ټینګار سوی دی، اقتصادی مشکلاتو حل، ټولنیز، کلتوری او بشری حالتونه بهتره کول دغړو هیوادونو د اساسی هداف څخه کڼل کېږی. اقتصادي او ټولنیزه شورا ۵۴ غړي لري او دوی د عمومي اسامبلې له لوری ټاکل کېږی، ۱۸ غړي یی هر کال ټاکل کېږی، کله چې یی کاری موده پای ته رسیږی د بیرته انتخابیدو امکان یی سته. اقتصادي او ټولنیزه شورا د رایی اچونی سیسټم ساده اکثریت دی، هر مسله چې بحث پرې کېږی او یا هر پریکړه چې کېږی د تایید لپاره یی ساده اکثریت په کار دی. ددغي شورا غړي د کال په شروع کې د ناستو لپاره ریس، اول معاون او دوهم معاون په ساده اکثریت انتخابوي. اقتصادي او ټولنیزه شورا په کال کې دوه واري ناستي کوی، او هره ناسته یی یوه میاشت ده چې په نیویارک او جینوا کې ترسره کېږی. د کال اوله ناسته یی همیشه بشری او ټولنیزو مسایلو ته ځانګړې کېږی، او د کال دوهمه ناسته یی اقتصادی او د پرمختګ مسایلو ته ځانګړې کېږی. دغه شورا پر اقتصادی، ټولنیزو، کلتوری، تعلیمی،صحت او نورو اړوند مسایلو څیړنی کوی، او د تغیر او ښه کولو لپاره یی سپارښتنه کوی اووه عمومي اسامبلې، غړو هیوادونو او فرعی ارګانونو ته. دغه شورا غړو هیوادونو ته د بشری حقوقو د احترام سپارښتنه کوی. دغه شورا کولای سی پر هغو موضوع ګانو یو د تغیر او بهتری مسوده جوړه کړی کومه چې ددوی تر کاري کنټرول لاندی راځی او عمومي اسامبلې ته یی وړاندی کړی. د شورا د خپلو ورکړل سو سپارښتنو د عمل جنبی د کتلو لپاره را پورونه ټولوی او تحقیق کوی، او یو بشپړ راپور یی عمومي اسامبلې ته وړاندی کوی. دغه شورا په معلوماتی ډګر کې د امنیت شورا مرسته کوی. دغه شورا د عمومي اسامبلې په تایید کولای سی د غړو هیوادونو د غوښتنی پر منبع هغویو ته خاص خدمتونه او سهولتونو وړاندی کړی.   قیمومیت(امانتدارۍ)شورا – Trusteeship Council په نړیوالو اړیکو کې د اول ځل لپاره (قیمومیت) سیسټم د ملتونو ټولنی په وخت کې منځ ته راغی، تر څو د مستعمیرو او هغه خارو چې پر نورو یی تکېه درلودله د پرمختګ او سوکالۍ خواته قدم کېږدی، دغه سیسټم د ملتونو د ټولنی له منځه تلو سره سم له منځه ولاړی، د قیمومیت(امانتدارۍ)شورا تر نامه لاندی یوه میراثی شورا د ملګرو ملتونو د منشور پر اساس منځ ته راغله، دغه شورا تر پخوانی شورا ډیر واک لري او کاری ساحه یی هم ډیره پراخه ده، تر سرپرستۍ لاندی سیمی د پرمختګ او دودي پر بنسټ په دریو برخو ویشل سوی ده: ۱:- هغه ډله سیمی وې چې له لنډی مودې سرپرستۍ وروسته خپلواکۍ او استقلال لپاره چمتو سوی وې، لکه یو شمیر عربی هیوادونه چې د عثمانی امپراطورۍ برخی وی ۲:- دوهمه ډله هغه هیوادونه وه چې په نیژدې راتلونکې کې د خپلواکۍ د وړکړی او لومړیتوب حقوقو د خوندیتوب واعدې ورسره سوی وی او همدارنګه فیصله سوی وه چې د مستعمیرې په ډول به اداره کېږی. کله: په ختیځی او لویدیځی افریقا کې د المان مستعمیرې. ۳:- هغه هیوادونه وه چې د سرپرست هیواد له لوری د خپلی خاوری په توګه اداره کېدل او خپلواکې د وړکړی ژمنه ورسره نه وه سوی، د قیمومیت(امانتدارۍ)شورا غړو شمیر داسی خاص معلوم نه دی، د عمومي اسامبلې له خوا ورته ددرو کالو لپاره دضرورت په اندازه غړي انتخابیږی، تر څو د سرپرستۍ لاندی سیمی خپلو هدافو ته په رسولو کې مرسته ورسره ورکړی، هر غړی چې دې شورا ته انتخابیږی نو باید یو لایق او استعداد لرونکې شخص معرفی کړی تر څو چاري په ښه ډول مخته یوسی. قیمومیت(امانتدارۍ)شورا هداف: ۱:- د نړیوالی صلحی او امنیت لپاره هڅی جاری ساتل، او د صلحی لپاره اثرناکه قدم اخیستل. ۲:- قیمومیت د سیمو د خلکو په تعلیمی،اقتصادی، ټولینز او تجارتی چارو کې د بدلون او پر مختګ لپاره کار کول. ۳:- قیمومیت په سیمو کې د بشری حقوقو او اساسی حقوقو د درنښت او مراعت لپاره کار کول. ۴:- د ملګرو ملتونو د سازمان د غړو په منځ کې د برابر والی اصل پر مخ وړل، او په اقتصادی، ټولنیز او تجارتی برخو کې د غړو هیوادونو سره په برابر ډول برخورد کولو لپاره هڅی کول. قیمومیت(امانتدارۍ)شورا وظایف: د عمومي اسامبلې تر مستقیم نظارت لاندی، قیمومیت(امانتدارۍ)شورا د ملګرو ملتونو د منشور د ۸۷ می مادې پر اساس لاندی وظایف تر سره کوی: ۱:- تر سر پرستۍ لاندی سیمو د اقتصادی، تعلیمی، سیاسی او ټولنیزو برخو کې راپورونه تر بحث لاندی نیول، ترسرپرسته هیوادونو کړنی څارل. ۲:- د قیمومیت(امانتدارۍ)شورا د اداره کوونکو په اړه هر ډول انتقادونه او شکایتونه قبولی او تر څیړنی لاندی یی نسی، او د ضرورت وړ اجراتو لپاره یی اجرایه غړو ته سپاری. ۳:- د قیمومیت(امانتدارۍ)شورا وخت په وخت ترسرپرسته لاندی سیمو ته ګروپي سفرونه کوی تر څو حالات ارزیابی کړی، دا سفرونه د اداره کوونکو هیوادونو لخوا د ورکړل سوی اجازې پر اساس صورت نسی. ۴:- د قیمومیت(امانتدارۍ)شورا تر سرپرستۍ لاندی سیمو د هر ډول پرمختګ لپاره هڅی کوی، او پورته درې وظایف هم په جدي ډول ترسره کوی.   نړیواله محکمه ددې نړیوالی قضایی ارګان بنسټ په ۱۹۰۷ کال کې د لاهای په دویم کنفرانس کې کېښودل سوی او د کنفرانس برخوالو په لومړی سر کې د دووقضایی ارګانونو د جوړیدو وړاندیز کړی وو، د جنګی او غنیمتونو محکمه او داوری محاکمه، که څه هم دا دوې محکمی جوړی نه سوی، خو د کنفرانس برخوالو ته یی دیوه قضایی ارګان د جوړولو احساس ورکړ چې په پایله کښی همدا احساس د نړیوالی محکمې د تاسیس سبب سو. نړیوالی محکمې پیدایښت: د یو نړیوال قضایی ارګان د جوړیدو اړتیا ته په پام د ملتونو ټولنی بنسټګر غړي نړیوالی محکمې د تاسیس په هڅه کې سول. یادو هیوادونو خپله غوښتنه د میثاق په څلورمه ماده کې داسی بیان کړه وه:(( د ټولنی شورا ته دنده سپارل کېږی چې د یو نړیوالی دایمی محکمی طرحه تنظیم او د ټولنی غړو ته یی وسپاری، محکمه به د ټولو هغه نړیوال شخړو او مسایلو د څیړولو او رسیدکۍ واک ولري چې دوی ته ارجاع کېږی، دغه راز که چېری د عمومي اسامبلې او شورا له خوا د مشورتی نظر څرګندولو په موخه کومه قضیه محکمی ته ارجاع سی، محکمه باید خپله بشپړه بې طرفی وساتي)) د نړیوالی محکمې د اساسنامی له مخی، محکمی ۱۵ قاضیان لرل چې ۱۱ یی اصلی غړي او ۴ یی موقتی غړي وو او د عمومي اسامبلې او شورا د رایو په اکثریت به د ۹ کلونو لپاره ټاکل کېده، ددې محکمی مقر د لاهای د سولی په ماڼۍ کې وو. د یادی محکمی دوه ډوله ترافعی او تفسیری صلاحیتونه درلودل چې د لومړی صلاحیت پر اساس به یی حکم او دویم صلاحیت پر اساس به یی مشورتی رایه صادروله. د محکمی یوه ځانګیړنه له ملتونو څخه د هغی حقوقی خپلواکې وه او له همدې امله له امریکا او شوروی څخه پرته، نورو ټولو هیوادونو اساسنامه رعایتوله او محکمی واکونو ته یی درناوی درلود. ددویمی نړیوالی جګړې پر مهال نړیواله محکمه له هاګ څخه ژنیو ته ولیږدول سوه، ځکه المان اعلان کړی وه چې قاضیان هیڅ ډول مصونیت نسی تنظیمولی. ددویمی نړیوالی جګړې په لړ کې کله چې محتدینو د یو نړیوال سازمان د جوړیدو واړندیز وکړ، ورسره د یو نړیوال قضایی ارګان جوړول یی هم د خپل کار په لومړیتوبونو کې شامل کړ. د همدې موضوع په تړاو د ډومبارټن اوکس په کنفرانس کې بحث وسو چې ایا د ملتونو ټولنی نړیوالی محکمی په خپل ځای پریښودل سی او که پر ځای یی نوی محکمې جوړ سی. دا مسله د ملګرو ملتونو د حقوقپوهانو کمېټې ته ور وسپارل سوه، څو په دې اړه بحث او څیړنه وکړی. یادي کمیټی د ۱۹۴۵ کال د افریل ۹تر ۲۰ پوری پر واشنګټن کې د یوې غونډی په ترڅ کې پریکړه وکړه، چې د ځینیو دلایلو پر اساس د نوی محکمی جوړول اړین دی: -لومړی ددې لپاره چې له پخوانی حالت څخه مخنیوی وسی چې له مخی یی ځینو هیوادونو لکه: امریکا او شوروی په پخوانی محکمه کې له لغړیتوب څخه ډډه کوله او همدغه زار ددی لپاره چې غړی دولتونه د هغویو له خوښی پرته د محکمی غړي وسی، نوی محکمه باید تاسیس سی. بله دا چې نوی محکمه له پخوانۍ محکمی سره پوره ورته والی ولري او د پخوانیو قضیو څیړولو ته دوام ورکړی. په همدې اساس د پخوانۍ محکمې اساسنامه پر خپل ځای پاتی سوه او اعلان سو، هغه تړونونه چې د ملتونو ټولنی په وخت کې تړل سوی وو، ټول د اعتبار او اجرا وړ دی. د سانفرانسیسکو په کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د منشور د لاسلیک تر څنګ د نړیوالی محکمې اساسنامه هم د منشور ضمیمه وګرځول سوه او د کنفرانس د برخوالو له لوری د تایید وړ وګرځیده او د منشور د ۹۳ می مادې له مخی د نړیوالی محکمې اساسنامه د ملګرو ملتونو پر ټول غړو منل سوی ده. د نوی محکمې له پرانیستو سره پخوانی محکمې ړنګه اعلان سوه او د محکمې قاضیان د ۱۹۴۵ کال په اکټبر د خپلی له خپلی دندی استعفا وکړه او په ۱۹۴۶ کال د افریل په میاشت کې د ملتونو ټولنی عمومي اسامبلې هم د خپل او هم دخپل او د محکمې کار پای اعلان وکړ او ټول اسناد یی نوی محکمې ته تحویل کړل. نوی محکمې د قاضیانو تر ټاکلو وروسته د ۱۹۴۶ کال په جنوری کې د عمومي اسامبلې له خوا په لندن ښار کې پرانیستل سوه او د همدی کال په افریل میاشت کې رسماٌ لاهای کې په کار پیل وکړ. د ملګرو ملتونو د نړیوالی محکمې اساسنامه د ملتونو ټولنی له نړیوالی محکمې سره ورته والی لري او د ملګرو ملتونو نړیوالی محکمې په خپله لومړۍ غونډه کې دغه اساسنامه ومنله، خو په ۱۹۷۲ کال کې د قضایی چارو د لا سمون او اسنتیا په خاطر په نوموړی اساسنامه کې یو لړ بدلونونو رامنځ ته سوی او په ۱۹۷۸ کال د جولای په اوله نېټه د اجرا وړ وګرځیده . د نړیوالی محکمې قاضیان باید همیشه خپلواک واک اوسی، د انتخابیدو وروسته د لوړي په مراسمو کې باید وعده وکړی چې په ټول قضیو او چارو کې بې طرف پاتیږی، د نړیوال قانون او اصول مراعت وی او ټولی چاری په خپلواک ډول سرته رسوی. د نړیوالی محکمې غړي د مختلفو هیوادونو څخه انتخابیږی، دغه غړي باید درې ۳ نفره له افریقا ،۲ نفره له لاتین امریکا، ۳ نفره له آسیا، ۵ نفره له ختیځی اروپا، او ۲ نفره له لویدیځی اروپا څخه د نهو کالو لپاره انتخابیږی. په دغو غړو کې یو یی د محکمې نورو غړو د اکثریت رایی په واسطه له محکمې څخه ایستل کېدای سی خو تر اوسه داسی کړنه نه ده تر سره سوی . د نړیوالی محکمې قاضیان د خپل کار په دوران کې بله سیاسی یا ملکې دنده نه سی تر سره کولای، محکمې د غونډو (کوارم) ۹ نفره دی، یعنی کله چې فیصله کېږی باید ۹ نفره قاضیان حاضر وی. کله چې یو قاضی استعفا کوی، په عمومي اسامبلې یا امنیت شورا کې د هغه ملک غړی دده خالیګا ډکوی. د نړیوالی محکمې ریس یا مشر او معاون د غړو په اکثریت رایه سره د ۳ کالو لپاره انتخابیږی، د کاری مودې پاته رسیدو وروسته دوی کولای سی بیا ځانوه کاندید کړی، که یی رایه وېوړل نو انتخابیداسی.   درالانشاه (سکرتریت) Secretariat of united Nations د منشور د ۷ مادې له مخی درالانشاه (سکرتریت) د ملګرو ملتونو اصلی څانګو څخه ده او دغه راز د منشور د ۹۸ می مادی له مخی درالانشاه (سکرتریت) له یوه عمومي منشی، مرستیالانو او کاروکوونکو څخه جوړه سوی ده. عمومي منشی یا سر منشی د ملګروملتونو تر ټولو لوړ مقام دی چې د درالانشاه (سکرتریت) مشری په غاړه لري، د عمومي منشی د انتخاب لپاره، لومړی امنیت شورا په خپله یوه ځانګړې ناسته کې د ملګروملتونو د عمومي منشی د ټاکلو په اړه بحث او خبری اتری کوی او وروسته د یوه پریکړه لیک له مخی عمومي اسامبلې ته په شرایطو وړ نوماندان ور پېژنی. عمومي اسامبلې په خصوصی مذاکراتو کې موضوع څیړی او وروسته په یوه عمومي غونډه کې د سری رایو په واسطه خپل پرکنده نظر اعلانوی، د امنیت شورا د ۵ دایمی غړو څخه څوک دغه مقام ته نه سی کاندیدولای،د عمومي منشی د کار موده ۵ کلنه ده او د دوهم ځل لپاره بیا ټاکل کېداسی.

دعمومي منشي شخصیت او وړتیا : سیاسی بصیرت –له منشور څخه پراخ تفسیر د منشی د ټاکلو په وخت کې په نظر کې نیول کېږی. 

د عمومي منشي دندي: د عمومي منشی دندی په دو برخو ویشل سوی دی(اداری دندی او اجرایوی دندی) اداری دندی: -د ملګروملتونو سازمان د غونډو تنظیمول -د کنفرانسونو د طرزالعمل او روش په اړه وړاندیز -د طرحه سویو اسنادو د چمتو کولو په اړه فنی او حقوقی مشوره -د چارو همغږی کول -د درالانشاه (سکرتریت) او نورو څانګو تر منځ ښه همغږغی منځ ته راوړل -د سازمان د کلنی مالی پلان جوړول ، او بودیجې تنظیمول -د نړیوالو تړونونو ثبتول او خپرول اجرایوی دندي: د عمومي منشی اجرایوی دندی سیاسی بڼه لري او کولای سی په نړیوال سیاست کې خورا مهم رول ولوبوی. -د نړیوالی سولی او امنیت په اړه د امنیت شورا پام ساتنه -د نړیوالی سولی او امنیت په برخه کې د خلاو ډکول -د دولتونو ترمنځ منځګړیتوب -ملګروملتونو په استازیتوب تړونونه لاسلیکول. په حقوقی ارګانونو کې د سازمان حقوقی دعوو څارل. درالانشاه: درالانشاه په ملګروملتونو کې یو اداری او اجرایوی ارګان دی، دغه ارګان د ټول کال په جریان کې فعالیت کوی، د ملګروملتونو د کړنو اجرا کوونکې درالانشاه ده سکرتریت یو بنسټیز ارګان دی چې د ملګروملتونو د سازمان د نورو ارګانونو سره څنګ په څنګ کار کوی. د ملګروملتونو د سازمان ټولی تخنیکې او اداری چاری د درالانشاه په واسطه تر سره کېږی، د درالانشاه کارونه عبارت دی له ( د اسنادو لیکل، د اسنادونو برابول ، آرشیف ساتنه، نړیوال تړونونه ثبتول، د نړیوالو تړونونو د موادو راټولول او چاپول، د ملګروملتونو د معلوماتو او سروی ګانو چاپول او خپرول، دملګروملتونو د فعالیتونو په اړه معلومات خپرول، مالی پلان جوړونه، تخنیکې پلان جوړونه، د مطبوعاتو لپاره د معلوماتو تنظیمول او سپارل ، د بودیجې جوړول او په مصرف رسول، د غړو هیوادونو څخه د ونډی پر وخت راټولول، او فرعی او تخصصی ارګانونو سره همکاری کول او په لسګونو نوری دندی ترسره کولای سی). سکرتریت خپلی ټولی چاری د عمومي منشی ت مستقیم نظارت لاندی مخته بیایی، او دا د هغه د رسمی وظایفو څخه ګڼل کېږی.   دولسم فصل د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو ډولونه د د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو له ډلبندی څخه هداف د پریکړه لیکونو الزامیت نه دی بلکې د پریکړه لیکونو د ډولونو او حقوقی ارزښت څیړل دی، دغه موضوع به لاندی په تفصیل وڅیړو ۱:- د ملګروملتونو داخلی پریکړه لیکونه لوموړی باید د سازمان داخلی پریکړه لیکونه چې د سازمان له داخلی حقوقو سره تړاو لري، له نورو پریکړه لیکونو څخه بیل کړو، کورنۍ پریکړه لیکونه د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو تقریباً څلور پر پنځه برخه جوړوی، د ملګروملتونو د سازمان کورنۍ پریکړه لیکونه د ماهیت له پلوه یو شان نه دی، ځینی کورنۍ د پریکړه لیکونه اداری ماهیت لري، خو ځینی یی تقننی ،لکه د یوه نوی ارګان د اساسنامی په اړه پریکړه لیک، خو ځینی نور یی بیا حقوقی ماهیت لري. په ټوله کښی د ملګروملتونو پریکړه لیکونه چې اساسی موخه یی د څانګو تر منځ د اړیکو سمون تنظیول دی، الزامی بڼه لري دغه پریکړه لیکونه معمولاً د لاندنیو مسایلو په اړه صادریږی، د منشور د ۱۷ می مادې له مخی د سازمان د بودیجې تصویبول، د فرعی څانګو جوړول، څانګو ته د غړو ټاکل، د سازمان او فرعی څانګو تر منځ همږغی، د دارالانشاه پر فعالیتونو اړکړنو څارنه، د سرمنشی ټاکل، د عمومي اسامبلې لپاره د کورنیو دندو د اصول ټاکل او نور. ۲:- د نړیوالی سولی او امنیت په اړه پریکړه لیکونه: د ملګروملتونو زیات شمیر پریکړه لیکونه د نړیوالی سولی او امنیت په اړه دی، ددوغو پریکړه لیکونو پلی کېدا د منشور له ۲۵ می مادې څخه سرچېنه اخلی، د یادی مادې له مخی دی. د ملګروملتونو غړي ژمنه کوی چې د امنیت شورا ټول پریکړه لیکونه به له منشور له مخی پلی کېږی. د پورتنۍ مادې پر بنسټ هر هغه هیواد چې د ملګروملتونو په سازمان کې نوی غړیتوب تر لاسته کوی، له هر ډول دلیل پرته بیا د امنیت شورا ټولی پریکړی ومنی، د امنیت شورا هم ددې امر تابع ده او خپل ټولی پریکړی بعدی د منشور د اووم فصل له مخی تر سره کړی او دغه پریکړی د اجرا وړ دی. په اوس وخت کې دا یو منل سوی اصل دی چې دتیري کوونکو هیوادونو په وړاندی د امنیت شورا قهری اقدامات او پریکړی د اجرا وړ دی ، یو شمیر لیکوالان دا ډول پریکړه لیکونه عملیاتی پریکړه لیکونه ګڼی، د ۱۹۵۱ او ۱۹۹۰ کلونو کې د شمالی کوریا او عراق په اړه د امنیت شورا پریکړی هم له همدی ډول پریکړو څخه وی. د نړیوالی سولی او امنیت په تړاو پریکړه لیکونه چې له دې جملې یو د عمومي اسامبلې او نهه نور د امنیت شورا له لوری خپاره سوی دی ۳:-غیر الزامي پریکړه لیکونونه: د ملګروملتونو یو زیات شمیر پریکړه لیکونه، په ځانګړی توګه د عمومي اسامبلې او اقتصادی او ټولنیزی شورا پریکړی له اجرایوی ضمانت څخه برخمن نه دی، که څه هم دغه پریکړه لیکونه د عمومي اسامبلې د اکثریت غړو له لوری تصویبږی، خو بیا هم الزامیت نلري. که څه هم عمومي اسامبله د ملګروملتونو مشورتی او د خبرو اترو ارګان ګڼل کېږی او زیات شمیر پریکړه لیکونه یی غیرالزامی دی، خو بیا هم د سازمان د بودیجې، ګډون ونډه، د اقتصادی او ټولنیزی شورا د غړو ټاکل او څانګو په اړه پریکړي الزامی بڼه لري. ۴:- اعلامی پریکړه لیکونه: هغه پریکړه لیکونه دی چې کسټنډاد داعلامی پریکړه لیکونو په نامه یاد کړی دی، په حقیقت کې هغه پریکړه لیکونه چې د یو لړ اصولو لرونکې دی او معمولاً د اصولو اعلامیی په نوم یادیږی. ددغو پریکړه لیکونو موخه د نویو قواعدو ټاکل کېدو پوری موجوده قواعدو منلی دی، همدغه راز ددې پریکړه لیکونو هدف عرفی ته د وضعی قواعدو اړول نه دی، بلکې یوازنۍ موخه یی د عرفی او وضعی قواعدو د محتوا روښانه کول دی. سربیره پردې اعلامی پریکړه لیکونه کېدای سی په ځینو برخو کښی لنډ مهاله مسایلو په اړه وضع سی، او یا هم د نویو قواعدو د وضع کولو لپاره یو پیلامه او اساس سی، په همدې اساس دغه اعلامیی د لنډ مهاله حقوقو بڼه خپلوی چې له پخواني سیسټم څخه نوی سیسټم ته د تلو لاری ګڼل کېږي.

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ډيويډ هيومچينایمحمد (ص) په اسلام کېحدودمیاشتنی عادتچپرهار ولسوالۍريونينرغاويز اوښتونمطيع الله تورابکعبهنجيب الله جامعبریتانوی هندويکي مانيالمونځ څه ته وايي؟بلګرادحسن خاتمة ( ښه پایله )اندړپلان جوړونهشيعهلوګر ولایتسولپوهنهتکزاسد جنازې لمونځپښتو ادبد ډيورنډ کرښهقزاقستانعبدالرحمان باباسرشمیرنهد واده شپهکارل مارکسملارياد ښځو وژل (د کرکې په بنسټ د ښځو وژل)لینڅکرېسټيانو رونالډوټولنيزې رسنۍد سينې سرطانسوسیالیزمصحيح بخاريسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟ږغیز تارونهد افغانستان پېښليکټویټرپېچ درهجکارتامنظور پشتينآی اېس او ۳۱۶۶مزار شريفهوږهخوست ولايتاشرف غنيصدام حسیند تسبيح لمونځد سهار لمونځاللهوزلوبهلوېديځه افريقاآرټیکولیټرد مراکش تاریخفقهفوکلور پېژندنهشمېرپوهنهروهتاس کلاصربیاکوچنی اخترناکد ږغ ترتیبد نورستان ولایت ولسوالۍاسلامي دولتروديشياهلمند ولايتادراکي علوم🡆 More