په ټوليزه توگه د پښتو ادب د ادبپوهانو په اند په دوه برخو کې ويشل شوی دی.
يعنې شفاهي يا گړنی ادب او بل ليکلی يا تحريري ادب. گړنی ادب بيا يوه برخه د پښتو زړې سندرې دي چې شاعر ېې نامالوم وي. او بله برخه اولسي سندرې دي چې شاعران ېې مالوم وي.
پښتو | |
---|---|
پښتو | |
Indo-European
| |
ليکدود | نسخ (عربي ابېڅې) |
رسمي حالت | |
سمونوال | د افغانستان د علومو اکادمي |
د ژبې کوډونه | |
آيسو ۶۳۹-۱ | ps |
آيسو ۶۳۹-۲ | pus |
آيسو ۶۳۹-۳ | په بېلابېلو وختونو کې: pus – Pashto (generic) pst – مرکزي گړدود pbu – سهېلي گړدود pbt – سوېلي گړدود |
لنډۍ ، ټپه ، کاکړۍ غاړې، لنډکۍ، سروکی (مسريزه)، نارې، فالونه، چغيان (اننکی)، يادهوي سندرې، ساندې، نکلونه، متلونه، د سيندو سندرې، د ماشومانو ادبيات لکه اکو بکو، چاربيته ، کيسی چی د ذهني ازموينی په غرض ويل کيږي. همدارنگه ځينی کيسې لکه انگک بنگک ، سرکۍ وزه او نورې د پښتو د شفاهي ادب نمونی دي.
ليکلی ادب: لکه بوللـه، خوابنامه، الفنامه، ساقي نامه، رباعي، مثنوي، غزل، مناجات، حمد، نعت او اوسنۍ هايکو.
د پښتو د ليکلي ادب څيړنه له دوهمې هجرۍ پيړۍ د امير کروړ سوري له وياړنې څخه پيل کيږي.ږ چې په 139 هجرۍ سپوږميز کال ېې ويلې ده. همغه شان د پښتو انشا لرغونی نمونه همدا وياړنه گڼل کيږي.
د پښتو ژبی املا څيړنه بيا د 612 هجرۍ د سليمان ماکو له تذکرۀ الاوليا څخه کيږي. د پير روښان خيرالبيان، د اخون درويزه مخزن الاسلام، د خوشال خان خټک دستار نامه، د ملا مست سلوک الغزا د خپلو خپلو ځانگړنو سره د خپل خپل پير غوره نمونې گڼل کېږي.
د پښتو لمړی گرامر په 1195 هجري کال د معرفته الافغان کتاب وو چې د نوميالي شاعر او ليکوال پير محمد کاکړ تاليف دی - گڼل کيږي چې وروسته دغه لړۍ تر اوسه روانه ده.
د پښتو ژبې لومړی لاس ته راغلې قصيده د اسعد سوري قصيده ده چې په 425 هجري کال ويل شوې ده. که څه هم ويل کيږي چې په داريايي ادب پهلوي ادب کې قصيدې ته وورته شعري جوړښتونه موندل کيږي ، خو ترکومه چې د لاس ته راغلو اسنادو خبره ده ، نو له عربۍ څخه پښتو خله کړې. د نوموړي قصيده په دې ټکو پيل کيږي.
چې نولس تمهيدي او يولس خطابي بيتونه لري - عرفاني افکار په دريمه هجرۍ پيړۍ کې په پښتو ادبياتو څادر غوړوي. او د عشق او محبت سندرې لومړې بيلگه په ليکلې ادبياتو کې په 550 هجري سپوږميز کال کې ويل شوې ده چې پيل ېې داسې کيږي.
|
This article uses material from the Wikipedia پښتو article پښتو ادب, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.