په پښتو چرس په دری بنګ په فارسی کښې شاه دانه او حشیش Hashish یا چَرس, په عربی کی قنب په فرانسوی کې channabis په انګلیسی کی Hemp وایی.
دا نبات د Connabinaceae له کورنی څخه دی علمی نوم یی; Cannabis sativa L دی دا نبات یو کلن نبات دی ، د نبات پاڼی اوږدی دی، دا نبات تردو مترو پوری لوړیږی ،ددی نبات میوه یا دانه د نخودو په اندازه وی بد بوی لری چی تری غوړی استخراجوی خو د خوړلو دپاره نه دی صابون تری جوړوی ددی نبات میوه یو شکل صمع ,ګرد یا پک لری همدا د چرس لپاره اخلی چې اول او دوهم پک ورته وایی ډیرنیشه کونکی دی که خام پک وخوړل شی ډیرخطرناک وی اکثرا چرسیان یی پخوی او بیا یی خوری اویا دود کوی ،دنبات میوه یعنی بنګ دانه ډیرخطرناک وی که څوک یی وخوری حتی تر ۴۸ ساعتو پوری یی نیشه له منځه نه ځی حتی د مرګ امکان هم پکښی شته یودود چرس مساوی دی د شل عدد سګریټ سره همدا علت دی چی د مصرف کوونکو په منځ کښې د سرطان ناروغی زیات وی تاسو به ليدلى وى چې چرسيان ډير ټوخى کوى چې د سڔو حساسيت دى د چرسو يا بنګو د دود سره , بنګ لكه چي پوهيږو د چرسو د بوټي دانې دي كومي چي د نشه یی موادو د درلودو له امله مخدري او نشه كوونكي دي. دغه دانې د تنباكوغوندي د چلم پر سرخانه ږدي او څكوي يې. د نبات ميوه يا بنګ دانه د پک له اخیستلو وروسته د مالګی سره وریتوی او بازار کی ښکاره خرڅیږی نشه نلرى. ”بنګاوه “ د چرسو دانی چی پک یی اخیستل شوی نه وی د بادامو ، بادیانو،شیدو او څو نورو شیانو سره ګډوی او خصوصا په هندوستان کی په مذهبی میلوکی خوړل کیږی دا بنګاوه ډیره زیاته نشه لری حتی تر ۴۸ ساعتو پوری نشه وی ډیر خطر ناک دی يوه بل شکل چرس : ما پخپله ليدلى نه دى د نبات له ګل او وچو شوو پاڼو جوړيڔى . د بنګو په هکله حدیث شریف : سَیَأْتِی زَمَانٌ عَلَى أُمَّتِی یَأْکُلُونَ شَیْئاً اسْمُهالْبَنْجُ أَنَا بَرِیءٌ مِنْهُمْ وَ هُمْ بَرِیئُونَ مِنِّی، قَالَ(ص) سَلِّمُوا عَلَى الْیَهُودِ وَ النَّصَارَى وَ لَا تُسَلِّمُوا عَلَى آکِلِ الْبَنْجِ، وَ قَالَ(ص): مَنِ احْتَقَرَ ذَنْبَ الْبَنْجِ فَقَدْ کَفَرَ، وَ قَالَ: مَنْ أَکَلَ الْبَنْجَ فَکَأَنَّمَا هَدَمَ الْکَعْبَةَ سَبْعِینَ مَرَّةً وَ کَأَنَّمَا قَتَلَ سَبْعِینَ مَلَکاً مُقَرَّباً وَ کَأَنَّمَا قَتَلَ سَبْعِینَ نَبِیّاً مُرْسَلًا وَ کَأَنَّمَا أَحْرَقَ سَبْعِینَ مُصْحَفاً وَ کَأَنَّمَا رَمَى إِلَى اللهِ سَبْعِینَ حَجَراً وَ هُوَ أَبْعَدُ مِنْ رَحْمَةِ اللهِ مِنْ شَارِبِ الْخَمْرِ وَ آکِلِ الرِّبَا وَ الزَّانِی وَ النَّمَّام»
د ( روغن نباتى و توليد پنبه دانه )له کتاب څخه
This article uses material from the Wikipedia پښتو article چرس, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.