بنګ

بنګ (Cannabis) د ګل لرونکو بوټو څخه د شاهدانې کورنۍ ته اړوند بوټی دی.

د بنګو د بوټي د نوعو شمېر تر بحث لاندې دی چې په کې درې ډوله نوعې پېژندل شوې: ساتیوا بنګ، ایندیکا بنګ او رودرالیس بنګ. په رودالیس بنګو کې کېدای شي ساتیوا هم شامل شي؛ دغه درې کېدای شي د ساتیوا بنګو د واحدې نوعې د فرعي نوعو په توګه په پام کې ونیول شي او یا هم ساتیوا د یوې منفردې نه ویشل شوې نوعې په توګه ومنل شي. دغه بوټی په پراخه کچه د آسیا بومي بوټو ته اړوند بلل کېږي چې منشا یې هم له همدغه ځایه ده.

بوټي ته یې په معمول ډول د بنګو بوټی ویل کېږي، په داسې حال کې چې دغه اصطلاح تر ډېره پورې هغه ډول بنګو ته کارول کېږي چې د نشه یي موخو لپاره نه کارول کېږي. له ډېر مهال راهیسې له بنګو څخه د بنګو د فیبر، د بنګو د تخم او د هغو د غوړیو د تولید په برخه کې کار اخیستل کېږي، د دغه بوټي له پاڼو څخه د سبزیجاتو او جوس په توګه، د طبي موخو او همدارنګه تفریحي نشه یي توکو په توګه کار اخیستل کېږي. د بنګو صنعتي تولیدات د بنګو له بوټو څخه چې په پریمانه کچه د فیبر د تولید لپاره انتخاب شوي، جوړېږي. د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو د کنوانسیون له خوا د ټاکل شوې کچې نشه یي توکو د پوره کولو په موخه د بنګو یو شمېر ډولونه د تېترا هیدو کانابینول (THC) یا فکر بدلونکې اصلي مادې د حد اقل سطحې د تولید په موخه کرل کېږي. د هغو یو شمېر ډولونه په انتخابي توګه کرل کېږي څو حد اکثر THC (کانابینوئید) تولید شي چې د انرژۍ کچه یې د هغو د مېوې په پوخوالي زیاتېږي. د بنګو د بوټي څخه رامنځته کېدوني ترکیبات له دې ډلې چرس او د چرسو غوړ د همدغه بوټي څخه ترلاسه کېږي.

په متحده ایالاتو کې «صنعتي بنګ» د فدرال دولت له خوا د چرسو په ډله کې طبقه بندي کېږي چې د هغو د وچ ډول د وزن څخه یوازې ۰.۳ سلنه زیات THC نه لري. دغه طبقه بندي د کروندو اړوندې د ۲۰۱۸ زکال د لایحې له مخې رامنځته شوه چې د بنګو په تعریف کې له هغو  څخه د ترلاسه کېدونو عصارو، کانابینوئیدونو او نورو مشتقاتو د ځای پر ځای کولو په موخه په کې اصلاح راوړل شوه.

په نړیواله کچه په ۲۰۱۳ زکال کې ۶۰۴۰۰ کیلوګرامه چرس په قانوني توګه تولید شوي. په ۲۰۱۴ زکال کې د اټکل شمېر له مخې ۱۸۲.۵ میلیونه د چرسو کاروونکو شتون درلود (۳.۸٪ یې له ۱۵ څخه تر ۶۴ کلونو عمر دي). په دغې فیصدي کې له ۱۹۹۸ زکال څخه تر ۲۰۱۴ زکال پورې کوم پام وړ بدلون نه دی راغلی.

ګټنې

طبي ګټنه

طبي بنګ (یا طبي ماریجوانا) د بنګو او د هغو له جوړونکو کانابینوئیدنونو څخه ګټنې ته اشاره لري چې د یو شمېر ناروغیو یا د هغو د علایمو د له منځه وړو د هڅو پر مهال کارول کېږي. له بنګو څخه د کیمیاوي درمنلې پر مهال د زړه بدوالي او استفراق د کمښت، په اېډز ناروغۍ باندې د اخته کسانو د اشتها د زیاتوالي، د مزمن درد او عضلاني انقباض یا سپاسم د درملنې په موخه ګټنه کېږي. کانابینوئیدونه په مغزي سکته باندې د بالقوه اغېز لرلو له امله د لومړنیو څېړنو په حالت کې دي. د افسردګۍ، اضطراب، په بې پامۍ کې د اختلال، له حده زیات فعالتوب، تورت سنډروم، له حادثې وروسته په استرس کې د اختلال او چرت خرابولو اړوند هېڅ شواهد یې شتون نه لري. د بنګو دوه عصارې – ډرونابینول او نابلیون – د FDA له خوا د کیموتراپي او ایډز د ناوړه اغېزو د درملنې لپاره د ګولیو په بڼه کې تائید شوې دي.

لنډ مهالې ګټنه یې ډېرې لږ جانبي او مضرې اغېزې لري. په څرګندو جانبي عوارضو کې یې ګنګسوالی، د خستګۍ احساس، استفراق او ویره شاملېږي. د چرسو اوږد مهاله اغېزې ناڅرګندې دي. د هغو په اړوند اندېښنو کې په حافظه کې اختلال او د پېژندنې ستونزې، د اعتیاد ګواښ، په ځوانانو کې شیزوپیرنی او په تصادفي ډول د ماشومانو له خوا د هغو د کارونې ګواښ شاملېږي.

لرغونې او مذهبي ګټنې

د بنګو یا چرسو له بوټي څخه د درملیزې ګټنې مخینه په ډېری کلتورونو کې زرګونه کلونه مخینه لري. د یانګهای لرغونې پراخه مقبره (۵۴۰۰۰ متر مربع مساحت لري) چې د چین په شمال لویدیځ کې د سین کیانګ اویغور د خودمختاره سیمې په تورفان کلي کې موقعیت لري داسې انګېرل کېږي چې یو شمن ته اړوند ۲۷۰۰ کلونه مخینه لرونکې مقبره ده. داسې انګېرل کېږي چی هغه جوشي کلتور ته اړوند و او پېړۍ وروسته د هان کتاب په ۹۶ب څپرکي کې ثبت شوی. د شمن سر او پښو ته یوه لویه چرمي کڅوړه او یوه لرګینه کاسه چې ۷۸۹ ګرامه چرسو په کې شتون درلود اېښول شوي و چې د اقلیمي او همدارنګه د هغه د دفن شرایطو ته په پام په سمه توګه ساتل شوي و. دا بیا وروسته یوې نړیوالې څېړنیزې ډلې څرګنده کړه چې دغه موادو تتراهیدرو کانابینول لرل او فکر اړونکې ماده یا چرس دي. په ډیر احتمال سره بنګ د دغه کلتور له خوا د یو درملیز، روان بدلونکي او یا هم د وړاندوینو سره د کمکي عامل په توګه کارول کېدل. دا د یوه فعاله درملیز عامل په توګه د بنګو اړوند تر ټولو پخواني مستندات دي. د چرسو د څکولو اړوند لومړني شواهد د چین لویدیځ لوري ته په پامیر غرونو کې د جیرزانکال هدیرې په ۲۵۰۰ کلونو پخوانیو مقبرو کې موندل شوي، چېرې چې د چرسو ایرې د زغالو له میده میده ټوټو سره چې په ډېر احتمال به د جنازې په مراسمو ترې ګټنه کېده موندل شوې دي.

په باختر او مارګینا کې هغه استوګنځایونه چې لرغونتیا یې له میلاد څخه وړاندې د ۲۲۰۰ کال څخه تر ۱۷۰۰ کال پورې رسېږي داسې تشریفاتي جوړښت یې درلود چې په کوټو کې یې د اپیومو د عصارو جوړولو، چرسو او افدرا (چې افدرین لري) د څکولو په موخه هر ډول اړتیا ویل توکي لرل. له دې سره داسې هېڅ شواهد شتون نه لري چې افدرا دې د سټپي قبایلو له خوا کارول شوي وي او هغوی یوازې په مذهبي بڼه له چرسو ګټنه کوله. د پازیریک کلتور اړوند نښې نښانې ښيي چې له رومانیا څخه تر ینیسي سیند پورې سیمو کې له میلاد څخه وړاندې دریمې زریزې پر مهال له چرسو څخه مذهبي ګټنې شتون درلود.

له میلاد څخه وړاندې ۲۰۰۰ کال څخه تر ۱۴۰۰ کال پورې د بنګو یادونه د آتارواودا په هندي ودايي مذهبي لیکنه کې شوې ده. له لسمې میلادي پېړۍ راوروسته په هند کې یو شمېر کسانو هغه د «خدایانو خواړه» بلل. له بنګو څخه ګټنه بالاخره د هندوانو د هولي مراسمو برخه وګرځېده.

په بودېزم کې بنګ په بشپړه توګه د یو تسکین کوونکي په توګه بلل کېږي چې کېدای شي د مراقبې د پراختیا او څرګندې اګاهۍ پر وړاندې خنډ وګرځي. په جرمني کلتور کې بنګ د مینې نورسي الهې، فریا ته اړوند بلل شوي. صوفیانو له دیارلسمې میلادي پېړۍ وروسته له بنګو څخه په معنوي برخه کې ګټنه کړې ده.

په معاصر مهال کې راستافاري خوځښت بنګ د یو مقدس آئین په توګه مني. په ۱۹۷۵ زکال کې په متحده ایالاتو کې د تاسیس شوې د ایتوپیا د قبطي صهیوني کلیسا په نامه مذهبي خوځښت مشران چې له ایتوپیا او یا هم قبطي کلیسا سره هېڅ اړیکه نه لري؛ بنګ د رباني عشا د مراسمو برخه بولي او ادعا کوي چې دا په ایتوپیا کې یو شفاهي دود دی او لرغونتیا یې هم د عیسی وخت ته رسېږي. د راستافاري خوځښت په څېر معاصر ګنوسي عیسویت ته اړوندې برخې ادعا کوي چې بنګ د ژوند ونه/بوټی ده.

له بنګو یا چرسو څخه تر ډېره د صوفیانو له خوا ګټنه کېدله – له اسلام څخه عرفاني تفسیر په بنګلادېش، هند، اندونیزیا، ترکیې او پاکستان کې د سیمه ئیزو مسلمانانو په چارو پام وړ اغېز لري؛ په دغو هېوادونو کې په ډېری صوفیانه مراسمو کې د بنګو تیارول دود دي. د پاکستان په سند ایالت کې د لعل شهباز قلندر زیارت په خپلو یو لړ مراسمو په ځانګړې توګه د عرس په کلني فیستوال او د پنجشنبې د ماښام په دامال مراسمو کې له بنګو څخه د پریمانه ګټنې له امله شهرت لري.

سرچينې

Tags:

بنګ ګټنېبنګ سرچينېبنګ

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

مقدوني سکندردآریائیانو اصلی ټاټوبی (آریانا ویجه-آریانا ورشه )ويټامينارتروپودااسلامي دولتاحمدزيد افغانستان جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱)درملگريفنانةلاهورتېمور شاه درانيلاس۱۳ ورید ږغ ترتیبخيال محمدعبدالرحيم وردگپيغمبران په قرآن کېپروژهپورټو ریکو9 اکتوبرد جوبایډن د ادارې بهرنی سیاستواکسينپېغلتوبسیرت النبی سوال او ځوابمنبرضربفوټبالڅلورم ایوان (وېروونکی ایوان)ټينګوالی (غلظت/تراکم)پښتو متلونهويښ زلميانتشیالیونیسمندرګیپسرلیټولنيزې رسنۍتکزاسکاظم خان شيدامصرافغان هوايي ځواکسویډنسود ( ربا )محمود طرزیرسوليهوديتپښتونوليپیت کرن ټاپوګاندبهسودو ولسوالۍ چاپېريالي وضعیتد سريلانکا کلتورلیبیاچک جمهوریتد افغانستان لرغونی تاریخطهارت (پاکي)نانو تکنالوژيمحمد (ص) په اسلام کېميدان وردگ ولايتقهوهکونړ ولايتامام بخاريادبي غلافقهسردار محمد داود خاند غاښونو درملنهاسلامي فیمینیزمد افغانستان ولسوالۍعبدالقادرویلیام جکسون هوکرپېچ درهد پښتو ژبدودکعبهشمس الدین کاکړ🡆 More