بوټپوهنه د ژونپېوهنې يا بيالوژۍ يوه څانگه ده.
په لنډه توگه يو څه داسې تعريف لري: بوټپوهنه د بوټو د ژوند په هکله يوه ساينسي زده کړه ده. د ژونپوهنې د يوې څانگې په توگه ورته د بوټو ساينس يا پوهه او يا هم د بوټوژونپوهنه وايي چې په انگليسي ژبه د بوټاني په نامه يادېږي. پدې زده کړې کې د بوټو زغښت، رغښت يا جوړونې، برار او ودې په هکله بشپړه پوهاوی او په دغو کې د زاتي توپيرونو څېړنې ته هم بوټپوهنه وايي. بوټي پېژندنه د ډول ډول گلانو،وښښو، سابو، اغزو او د ونو د دغو بوټو د ودې لپاره برابر چاپېريال، څره، اوبه او نور کمياوي موادو په اړه معلومات ورکوي .
بوټپوهنه پخپله په ځان کې د بوټو په هکله ډېرې نورې زده کړې رانغاړي چې په دې کې د بوټو جوړښت، د برار او ودې، د توليداتو، د مېټابوليزم، د لويېدلو او د بوټو د ناروغيو په هکله زده کړې شاملې دي. د بوټو په اړه څېړنه او پوهاوی د قبايلي چاپېريال نه راوتلی دی. ډول ډول بوټي به د څکلو سره يا خوړلو په ذريعه به په نښه او پېژندل کېدل همداو چې د زهري بوټو او درملو پېژندل به ترې کېدل. ځکه هم بوټپوهنه په ساينس کې يوه لرغوني پوهه ده . له هاغه لرغوني وخت نه دبوټپوهنې په څېړنيز ډگر کې لا پراختيا راغلې او د ۵۵۰۰۰۰ شاؤخوا د بوټو خېلونه او ژواندي پکې څېړل شوي.
په ژونپوهنه کې د بل ژوند د بڼې په پرتله, د بوټو په ژوند باندې له بل اړخ نه کتل کېږي . له ماليکيولي ژونپوهنې نه تر ماليکيولر ،زاتپوهنې (جنېټکس) او ژونکيميا (بايوکمسټري) يا کمياوي پولې پورې د ژواندو (اورگانونو) د سلونو، مساماتو، او نورې برخې لکه د ژواندو بدني تړاؤ (اناټومي)سره سره ېې د بوټو ټولشمېرنه او پخپلو ټولگو کې د ژونپوهنې ليدل کېږي. په دغو هر څېړنيزې پولې باندې يو بوټی پوهاند سره د دغو هر يو څان څان ته په خپلو ټولگو کې د وېشنې لپاره فکر وي چې ورته (ټاکسانومي) وايي ، جوړښت ته ېې د بوټي بدني تړاؤ (پلانټ اناټومي ) يا هم گړنديتوب ته ېې بيا د بوټي پږني حالت (پلانټ فيزيولوژي ) وايي .
په تاريخي لحاظ بوټيپوهنه ټول هاغه څه پخل منځ کې رانغاړي کوم چې پر ځناورو ، يا حيواناتو باندې اړه نلري. پدغو ناځناورو ژواندو کې د فنجای يا (پسکه ) وهونکي ژواندي راځي .( دا په مايکالوجي )څانگه کې لوستل کېږي. ( د بکټريوم، بکټريا ) او د (ويروس) چې بيا د مايکروژونپوهنې پورې تړاؤ لري لوستل کېږي . همداسې په نامه د الگای يو ډول ژواندی دی چې په فيکالوژي کې لوستل يا مطالعه کېږي . ډېری د فنجای (پسکه) ژواندي ، د الگای او نور داسې مکروبونه د بوټېپوهنې سره کوم تړاؤ نه لري خو بيا هم ډېره پاملرنه ورته د بوټيپوهاندو رااوړي . او اکثرآدغه د پسکه وهونکو ژواندي ، الگای ژواندي او بکټريا د بوټي پوهنې په لومړيو تعليمي کورسونو کې رانغاړل شوي وي . د بوټو په اړه تعليم او پوهنه په څو وجو اړينه ده . بوټي په مځکه باندې د ژوند له بنستيزو اړخونو نه يادېږي . بوټي مونږ ته اکسيجن (صفا هوا) ، خواړه ، سپڼسي ،تار يا ريښکۍ ، او دارو درمل جوړوي له همدې نه چې بيا د ژوند بڼه نوره هم پسې د پايښت لپاره سموي . همداسې بوټي کاربون ډای اکسايډ (لوگي)زغمي او په ځانگړې توگه يو ډول زرغون غاز چې ورته وايي د فوټوسنتيسس په وجې. په راتلونکي کې د بوټو په ښه ډول پوهنه به د انسانانو لپاره يو قاطع مسله وي .
په تېره بيا بوټي کاربون ډای آکسايډ هم جذبوي، دا گاز د فوټوساينتېسز په پروسه کې يو اهم گاز دی. د بوټو په هکله يوه ښه او بشپړه پېژندنه د انساني ټولنو راتلونکي ته اهم مالومات دي چې ددې سره مونږ پدې توانېدی شو چې:
په ريښتيا سره ټول خواړه د بوټو نه پلاس راځي. دا يا خو په راسنه توگه له مېوو، بوټو نه جوړ شوو خوړونکو توکو نه او يا هم په غير راسنه توگه د احلي هاغو ځناورو نه پلاس راځي چې په بوټو خوړلو . په بله مانا بوټي د ټولو خواړو بنسټيز دلوهې ځنځير (اشتهايي زنجير) بللی شو، او يا ېې د چاپېريال پوهاندو له اندواند څخه ورته لومړنی ټرافيک لېول. ټوله نړۍ مړولو لپاره اړينه ده چې پدې پوه شو چې څرنگه بوټي خواړه رابرابروي يا له بوټو نه څرنگه خواړه پلاس راځي. همداسې د راتلونکي کهول لپاره د خوړو برابرولو ملاتړ کوي. د بېلگې په توگه... د بوټو د کرنې او پالنې له کبله. ټول بوټي د وگړو لپاره په گټه نه وي ، ځينې پوچ توکي د کرهڼې لپاره د پاموړ ستونزې بلل کېږي . ددې لپاره دبوټيپوهنې ساينس مونږ ته دا رابرابروي چې د هغو ناوړې اغېزې په نورو بوټو باندې رالږې کړي .که څه هم چې دغه پوچ توکي يا بوټي خپلسري راشنه کېږي کوم چې بيا د چاپېريال لپاره موزر جوړېږي او د چاپېريال دبېرته سمېدو مخ نيوی کوي. در جوته ېې کړۍ چې د پوچ بوټي موده يوه نسبي مفکوره ده او په پراخه توگه داسې راپېژندل شوې ده چې دا پوچ بوټی ساده خو ډېر پياوړی بريالی وي. بوټتوکمپوهنه د بوټو او خلکو تر مېنځ د همدې او يا بل ډول اړيکو زده کړه ده.
بوټي هاغه وړ ژواندي دي چې د ژوندانه د بنسټيزو کړنو څېړنې (لکه د سلولونو وېش، او د پروټينو جوړښت) پرې پرته د کومې خرخشې او ستونزمنې ټاکنې سرته رسي، خو د ژويو او انسانانو په هکله د څېړنې پر وخت دېر ځله اخلاقي پوښتنې رامېنځ ته کېدای شي کوم چې د څېړنې مخنيوی هم کوي. پدې هکله لويه بېلگه د گرېگور مېنډل څېړنې دي. نوموړي ساينسپوه د نخود د بوټي په هکله د څېړنو په لار کې د جنېټيکي قوانينو بنسټ کېښود. د کومې پوهې بنسټ چې مېنډل ايښی دی هغه د بوټپوهنې نه پرته ناشونی وه. ددې تر څنگ باربارا مک کلېنټوک د جوارو د بوټي په هکله د څېړنې په پايله کې ټوپوهونکي جينونه يا جمپېنگ جينونه راجوت کړل. همداسې نورې بوټپوهنيزې بېلگې هم شته چې د هغوي په هکله څېړنې د ساينس په ډگر کې ډېرو نورو پوښتنو ته ځواب وييلی او د لا نور پوهاوي لاره يې هواره کړې.
داسې ډېر طبي، نشيي او د ښه وخت تېردونکي دارو درمل لکه د چرسو بوټی، کافي او نيکوټين نېغ په نېغه د بوټو نه لاس ته راځي. اسپرين يو بل داسې مثال دی کوم چې په اصل کې د ولې د ونې ډډ نه په لاس راځي او د درمل جوړونې کړنو وروسته د درملو په توگه کارېږي. داسې ډېرې ناروغۍ دي چې د ډېرو ارزښمنو درملنو سبب يې بوټي دي او لا نوره تمه هم ده چې د همدې بوټو نه به لانورې لاس ته راوړنې هم رامېنځ ته شي. نامتو پارونکي دارو لکه کافي، چاکلېټ، تمباکو او چای دا ټول له بوټو نه لاس ته راځي. ډېري الکولي څښاکونه د ډول ډول بوټو لکه د اوربشو او انگورو د تومنه (تخمير) کولو وروسته جوړېږي.
بوټي مونږ ته ډېر طبعي توکي رابرابروي ، لکه پومبه ، لرگي، کاغذ، سپين کتان (سپڼسي) ،د سابو غوړي او هم ځينې ډول رسۍ او ربړ . د توت د بوټو د کرلو پرته د ورېښمو ترلاسه کېدل به ناشونی وي، دا ځکه چې د ورېښمو چينجی د توت په بوټو کې ښه روزل کېږي. پدې وروستيو کې گني، سويا او نور هغه بوټي چې په لويه کچه په ځان کې د تومنې وړ شکره او يا هم غوړي لري دژواکي-سونگتوکو د سرچینې په توگه کارېدلي، او د انرژۍ همدا سرچينې د فوسل سونگتوکو لپاره اهم الترنتيفونه گڼل کېږي. ژونډيزل هم وگورۍ.
د بوټو په مرسته مونږ کولای شو چې زمونږ په چاپېريال کې د ډېرو خواؤ نه رامېنځ ته شوي بدلونونو باندې پوه شو او.
In many different ways, plants can act a little like the 'miners canary', an early warning system alerting us to important changes in our environment. In addition to these practical and scientific reasons, plants are extremely valuable as recreation for millions of people who enjoy gardening, horticultural and culinary uses of plants every day.
د بوټي پوهنې د کار په لومړني پړاؤ کې شاؤخوا د ۳۰۰ کاله مخکې ليکل شوؤ تر ټولو غټه رساله تيوفراسوس ليکلې ده. د بوټو په تاريخ کې د (هيستوريه پلانېتروم) او د (ان ده کاؤسوس اف پلانټ ) په نوم اثار ډېر زيات اهميت لري او دغه ليکي (کتابونه) د بوټي پوهنې په ډگر کې تر ټولوبنسټيزه او انتيکه اثار گڼل کېږي ،دا په شاؤخوا ۴۰ نه تر ۶۰مو کلونو کې ليکل شوي . د روميانو طبيب ليکوال ډيوسکورېډس ډېرې اړينې يوناني او رومي درملنو معلومات او سوبوتونه پکې راټول کړي دي . په کال ۱۶۶۵ کې چې لومړني خشنليد (مايکروسکوپ) کارېده نو رابېرټ هوک په لومړي ځل حجره يا سل په خولپوټي (کارک) کې وموند. ډېر لږ موده وروسته ېې بيا د بوټي په نسج (ټيشو) کې هم وموند. د جرمني ليونهارټ فچ، د سيويس کونراډ ونگېسنر، او د برتانيې دوه ليکوالانو نيکولاس کلپېپر او جان گېرارډ د حربل په نوم يو ليکي کې ډېر داسې د بوټو له اړخه معلومات راټول کړي وو چې په طب کې ورنه کار اخيستل کېږي .
ISBN ۰-۱۲-۵۰۸۳۸۲-۳ (paperback)
کينډۍ:Portalpar کينډۍ:Wikibooks
کينډۍ:Biology-footer
This article uses material from the Wikipedia پښتو article بوټپوهنه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.