ټولنیز عدالت عبارت دی له هغه عدالت څخه چې په یوه ټولنه کې د شتمنۍ، فرصتونو او امتیازاتو د ویشلو عدالت په پام کې ونیسي.
په لوېدیځو او آسیایي کلتورونو کې، د ټولنیز عدالت مفهوم ډېری د خپل ټولنیز رول ترسره کولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو پروسې او همدارنګه له ټولنې څخه د خپل حق ترلاسه کولو ته اشاره لري. په اوسني خوځښتونو کې د ټولنیز عدالت لپاره، د ټولنیز حرکت خنډونو ماتولو، د خوندي شبکو جوړولو او اقتصادي عدالت باندې ټینګار شوی دی. ټولنیز عدالت د ټولنې په نهادونو کې حقونه او دندې تعینوي چې خلک په دې برلاسي کوي ترڅو له اساسي ګټو او د همکارۍ له بارونو څخه برخمن شي. اړوند نهادونو کې ډېری مالیات، ټولنیزه بیمه، عامه روغتیا، دولتي ښوونځي، عامه خدمتونه، د کار قانون او د بازارنو تنظيم شامل دي ترڅو د شتمنۍ او برابرو فرصتونو وېش څخه ډاډ ترلاسه کړي.
هغه تفسیرونه چې عدالت له ټولنې سره د متقابلې اړیکې پورې تړي، د کلتوري دودونو د توپیرونو په منځګړيتوب ترسره کېږي چې ځینې یې د ټولنې پر وړاندې د فردي مسؤلیت او ځینې نور یې واک ته د لاسرسي او له هغه څخه په مسؤلانه توګه کار اخیستو ترمنځ پر تعادل ټینګار کوي. له همدې کبله، ټولنیز عدالت نن ورځ د انسانانو په منځ کې د توپیرونو په هکله په فلسفي بحثونو کې د بارتولومه ډې لاس کاساس په توګه تاریخي شخصیتونو بیاځلې تفسیر سره، د جنسیتي، قومي او ټولنیزې برابرۍ راوستلو هڅو په توګه منل کېږي چې د مهاجرینو، زندانیانو، چاپېریال او جسمي او رشدي معلولینو لپاره عدالت پلوي وکړي.
په داسې حال کې چې کولی شو د ټولنیز عدالت مفهوم په کلاسیکو او مسیحي فلسفي سرچینو کې پیدا کړو، له افلاطون او ارسطو رانېولې تر اګوسټین هیپو او ټوماس اکویناس پورې، د ټولنیز عدالت ویی د لومړي ځل لپاره د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې وکارول شو، البته د نظري یا عملي ناڅرګندو معناګانو سره. د دې اصطلاح کارونه په لومړیو کې د بې ځایه او د بیانیې وده ورکولو له تورونو سره مخ وه، شاید خو د توزیعي عدالت له یوه لیدلوري پراخولو سره یې لازمي اړیکه نده لرلې. د ۱۸۴۰مې لسیزې په لومړیو کې، د لویجي تاپارلي د طبیعي حقونو ټولنیزې علمي مقاله کې د دې اصطلاح په رامنځته کېدو او تعریف کې، تاپارلي د طبیعي قانون اصل رامنځته کړ چې د انجیل د ورورولۍ مینې اصل سره یې همغږي درلودله - یانې ټولنیز عدالت هغه دنده ده چې یو کس یې په ټولنه کې د انسان د متقابل مطلق اتحاد کې یې د بل کس په وړاندې لري. د ۱۸۴۸ کال انقلابونو وروسته، دا اصطلاح په ټولیز ډول د آنټونیو روزمیني – سرباټي لیکنو له لارې نامتو شوه.
د صنعنتي انقلاب په وروستیو کې، د پرمختللي پړاو امریکایي حقوقي څېړونکو، په ځانګړې توګه لوئیس برانډیس او روسکو پاونډ، له دې ویي څخه ډېره ګټه واخیسته. د شلمې پېړۍ له لومړیو څخه په قوانینو او نړیوالو نهادونو کې هم ځای ورکړل شو. د کار نړیوال سازمان تاسیس په سرلیک کې یادونه کېږي چې «نړیواله او دوامداره سوله یوازې هغه وخت برقراره کېدای شي چې د ټولنیز عدالت پر بنسټ رامنځته شي». د شلمې پېړۍ په وروستیو کې، ټولنیز عدالت د ټولنیز تړون به فلسفه کې، په عمده ډول د جان لارز لخوا د عدالت په نظریه (۱۹۷۱) کې محوریت وموند. په ۱۹۹۳م کال کې، د ویانا د قانون خپرونې او اعلامیې، ټولنیز عدالت د بشري حقونو زدهکړې یوې موخې به توګه په پام کې ونیوه.
د عدالت بېلابېل مفهومونه، لکه څنګه چې د لرغوني لوېدیځې فلسفې کې پرې بحث شوی، په معمول ډول پر ټولنه متمرکز وو.
له رینسانس او اصلاحاتو وروسته، د ټولنیز عدالت عصري مفهوم، د لیکوالانو یوې ټولنې د کار له لارې د انساني پوټانشل وده ورکوونکي په توګه په څرګندېدو پیل وکړ. باروخ اسپینوزا د درک ودې په هکله کتاب (۱۶۷۷) کې ادعا وکړه چې د ژوند یوازنۍ رښتینې موخه باید د «د یو چا خپل شخصیت څخه لا ډېر پایداره انساني شخصیت» لاسته راوړنه وي او «د بشپړتیا دې میزان ته د رسېدو لپاره... اصلي حسن دا دی چې د امکان په صورت کې له نورو کسانو سره دې یاد شوي شخصیت ته ورسېږي». ټوماس پین د روښانتیا په دوره کې او په (۱۷۹۲) کې په بشري حقونو کې د فرانسې او آمریکا انقلابونو په ځواب کې یوشان ولیکل: ټولنه باید یوه «نابغه ته عادلانه او نړیوال چانس ورکړي» او له همدې کبله «د دولت جوړښت باید په هغه ډول وي چې مخته راوړي... ټول هغه ظرفیتونه چې هیڅکله هم په انقلابونو کې نه را څرګندېږي».
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ټولنیز عدالت, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.