د باغ بالا ماڼۍ ( په دری ژبه Dari باغ بالا
) په کابل ، افغانستان کې یوه پخوانۍ شاهي ماڼۍ ده. دا ماڼۍ د کارته پروان سره نږدې د باغ بالا ( لوی باغ ) په پارک کي د غونډۍ پر سر باندي موقعیت لري. د ماڼۍ په دننه کي یو لوی حوض شتون لري (چي په 1970s کي کال کي جوړ سوي دی) او د جلغوزیو وني ورباندي چاپېره دي.
د باغ بالا ماڼۍ په 1893 زیږدیز کال کي د امیر عبدالرحمن خان له لوري د دوبي په موسم کي د نوموړي د استراحت او دمي لپاره جوړه سول چي وروسته په همدغه ماڼۍ کي ( په 1901 کال کي ) امیر وفات هم وکړ. تر عبدالرحمن خان وروسته یې زوی امیر حبیب الله خان ځایناستۍ سو او باغ بالا بیا هم د یو دولتي قصر په توګه کار کاوه خو په 1919 زیږدیز کال کي د هیواد ملي میوزیم ته تبدیل سو. کله چي په هیواد کي د حبیب الله خان تر وفات وروسته د غازی امان الله خان له لوري پراخ اصلاحات پیل سول باغ بالا د افغان لښکر فوځي چاوڼۍ وګرځېدل خو په 1930 زیږدیز کي بیرته بنده سول. د پاچا محمد ظاهرشاه په واکمنۍ کي باغ بالا ( په 1960 کي ) په مېلمستون باندي بدل سو او شپږ کاله وروسته مشهوره امریکایي جوړې (نانسی او لویس دوپري) دلته واده وکړ. په هیواد کي د کمونسټي کودتا په پایله کي باغ بالا ماڼۍ هم د نورو سیمو په څېر لوی زیان ولید اوپه 90 کلونو کي د جمعیت، حزب او نورو ګوندونو له لوري خرابه سول خو د جمهوري حکومت په راتګ سره بیرته کار ورباندي پیل سو او دوه ځله ( په 2001 او 2010 ) کي له سره ترمیم سول.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د باغ بالا ماڼۍ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.