ختيځ تيمور

«Timor» ټکی له «timur» څخه اخستل شوی چې په مالايي ژبه کې د «ختيځ» په معنا ده، په پرتګالي ژبه کې د «Timor » په توګه ثبت شوی دی، په دې بنسټ د ټوټولوجيکي نوم په توګه يې معنا «ختيځ ختي» دی؛ په اندونيزیايي ژبه کې په «Timor Timur» ويل کېږي.

ختيځ تيمور چې د تيمور-ليستي په نوم هم پېژندل کېږي، رسمي نوم يې د تيمور-ليستي ديموکراتيک جمهوريت دی، دا په سويل ختيځه اسيا کې يو ټاپو هېواد دی. دا هېواد د تيمور د ختيځ نيمايي ټاپو،  اټاورو او جاکو نژدې ټاپوګانو او اوکيس څخه جوړ دی، د ټاپو شمال لويديځ اړخ د اندونيزيايی لويديځ تيمور سره نښتی او په بشپړ ډول ورڅخه هغه سيمې چاپېرې دي. د دې هېواد سويلي ګاونډی استراليا ده چې د تيمور د سمندر په مټ سره بېل شوي دي. د هېواد ټولټال ځمکه ۱۵۰۰۷ کيلو متر مربع (۵۷۴۹ ميل مربع) ده، ډيلي يې پلازمېنه ده. په شپاړسمه پېړۍ کې ختيځ تيمور پراتګال نيولی و او د ۱۹۷۵ز کال د نومبر تر اته وېشتمې نېټې د پرتګالي تيمور په نوم پېژندل کېدو، تر هغه وخته چې د ختيځ تیمور د خپلواکۍ لپاره انقلابي محاذ (Fretilin) د دې سيمې خپلواکي اعلان کړه. نهه ورځې وروسته، اندونيزیايي پوځ په دې سيمه بريد وکړ او يې ونيوله، راتلونکی کال دا سيمه د اندونيزيا اوه وېشتم ولايت اعلان شو. د ختيځ تيمور اندونيزيايي نيواک د تاوتريخوالي، د خپلواکي غوښتونکو ډلو (په ځانګړي ډول فريټيلين) او اندونيزيايي پوځ تر منځ د څو لسيزو اوږدو جګړو په توګه پېژندل کېږي. په ۱۹۹۹ز کال کې، د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمن د خپلې پرېکړې قانون په تعقيب، اندونیزيا د دې سيمې واک خوشې کړ. د تيمور-لاستي په توګه د ۲۰۰۲ز کال د مۍ په شلمه نېټه دا د يووېشتمې پېړۍ لمړی خپلواک دولت شو او د ملګرو ملتونو او پرتګالي ژبې د هېوادونو د ټولنې غړی شو. د ۲۰۱۱ز کال کې، ختيځ تيمور د سويلي ختيځې اسيايي هيوادونو د سازمان (اسيان) د يوولسم غړي د جوړېدو لپاره د خپلې ارادې اعلان وکړ. ختيځ تيمور او فيليپين په سويلي ختيځه اسيا کې يواځيني دوه بنسټيز کاتوليک دولتونه دي.

رېښه

په پرتګالي ژبه کې، دې هېواد ته د «Timor-Leste» نوم اخلي (چې د ليستي ټکی د ختيځ لپاره کارو لکېږي)؛ په ټیوټوم کې د «Timór Lorosa'e» په بڼه دی (چې د Lorosa'e ټکی د ختيځ لپاره دی (ټکی په ټکی معنا يې ده «لمر راختل»).

د اساسي قانون تر مخې يې رسمي نومونه په انګليسي ژبه کې « Democratic Republic of Timor-Leste»، په پرتګالي ژبه کې « República Democrática de Timor-Leste» او په ټټوم ژبه کې « Repúblika Demokrátika Timór-Leste» دي. د معياريتوب لپاره نړیوال سازمان (ISO) انګريزي او په نورو ژبو کې رسمي لنډه بڼه يې د « Timor-Leste» (نکوډونه: TLS & TL) ليکل کېږي، کوم چې ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او د فرانسې ملي معيارونو سازمانونو (AFNOR)،  د ملګرو ملتونو (ANSI)، د انګلستان (BSI)، د المان (DIN) او د سويډين (SIS) هم خپل کړی، تر څنګ يې دې هېواد کې ټولو ديپلوماتيکو ماموريتونو او د سي آی ای نړيوال فيس بوک هم.

تاريخچه

له تاریخ مخکې پړاو

د ختيځ تيمور په ختيځه لوړه پروت جيريملايي کې کلتوري پاتې شوني د ۴۲،۰۰۰ کلونو پخواني دي چې دا سيمه يې په سمندري سويل ختيځه اسيا کې د نوي انساني فعاليتونو تر ټولو پخوانيو سيمو ګرځولې ده. باور کېږي چې د کډوالۍ د لږ تر لږوه درې څپو زوزات اوس هم په ختيځ تيمور کې ژوند کوي. تر ټولو لومړي يې د انسان پېژندونکو پوهانو له خوا د ويډو-اسټريلوډ په بڼه تشريح کړي د. شا اوخوا ۳۰۰۰ مخزېږديز کې، دويمې کډوالۍ ميلانيزيايان راوستل. لومړي ويډو-اسټريلوډ خلک په دې وخت کې غريزو داخلي سيمو ته بېرته ولاړل. بالاخره، پروټو-مالايان د سويلي چين او شمالي انډوچين څخه راورسېدل. هاکا سوداګر د همدې وروستۍ ډلې په زوزات کې شامل دي.

د تيموريانو اصلي افسانې د هغوی د پلرونو او نيکونو په هکله ويناوې لري، څوک چې د تيمور له ختيځې وروستۍ برخې په شااو خوا کې له سفر کولو څخه وروسته په سويل کې دې سيمو ته ورسېدل. ځينې کيسې د تيموريانو د نيکونو يادونه کوي، کوم چې د مالايي ټاپوزمې يا د سمترا د منانګکاباو لوړو سيمو څخه يې سفر کړی. اسټرونيايان تيمور ته کډوال شوي او ګومان کېږي چې په دې ټاپو کې د کرنې له ودې سره اړه لري.

کلاسيکي پړاو

له اروپايي نېواک مخکې، تیمور په اندونيزيايي/ماليزيايي، چينايي او هندوستاني سوداګرۍ په شبکو کې ښکېل وو او په څوارلسمه پېړۍ کې د خوشبويه صندل لرګي، شاتو او مومو په صادراتو کې ښکېل وو. ل ه۱۵۰۰۰ز کلونو راهيسې، تيموري خلکو د اوسنۍ شمالي فيليپين له «Luções » سره پوځي اړيکې درلودې. دا په تيمور کې د صندل لرګي نسبي زياتوالی و، کوم څه چې د شپاړسمې پېړۍ په لومړيو کې اروپايي کشافين دې ټاپو ته جلب کړل، چا چې خبر ورکړ چې دا ټاپو يو شمېر کوچنۍ مشرتابه يا واکمنۍ درلودلې.

پرتګالي پړاو(۱۷۶۹ – ۱۹۷۵ز کلونه)

پرتګاليانو په تیمور او مالوکو کې مرکزونه جوړ کړل. د اوسني تيمور په يوه کوچنۍ برخه د عملي اروپايي نېواک پيل په ۱۷۶۹ز کال کې وشو، دا هغه مهال و چې د ډيلي ښار بنسټ کېښودل شو او تيمور د پرتګال د متسعمرې په توګه اعلان شو. د ټاپو د هالنډ تر نېواک لاندې لويديځه نيمه برخه او پراتګالي مستعمره ختيځې نيمې تر منځ يو پرېکنده پوله د ۱۹۱۴ز کال د منځګړيتوب په مټ د يوې دايمي محکمې له خوا جوړه شوه او دا په ترتيب سره د ځای ناستو دولتونو اندونيزيا او ختيځ تيمور تر منځ نړيوال سرحد ګرځېدلی دی.د پرتګاليانو لپاره، ختيځ تيمور د نولسمې پېړۍ تر پای پورې، د زېربنا، روغتيا او زده کړې په برخه کې لږ تر لږه پانګونې سره يو ګوښی شوی سوداګريز مرکز څخه يو څخه اهميت درلود. د نولسمې پېړۍ په منځ کې د کافي په صادراتو کې د اهميت تر څنګ د سندل خوشبويه لرګي مهم صادراتي فصل ګرځېدلی دی.

د شلمې پېړۍ په پيل کې، يو لړزانده کورني اقتصاد پراتګليان له خپلو مستعمرو څخه د زياتې شتمنې را ايستلو ته وهڅول، کوم چې د ختيځ تيمور له مقاومت سره مخ شول.

پرتګالي تيمور د نولسمې پېړۍ په وورستيو کې له ښار څخه د تبعيد شويو سياسي او ټولنيزو مخالفينو لپاره د تبعيد ځای و. د ودی په منځ کې يو غوښن شمېر يې د انارشست او انارکو-سنډيکلسټ خوځښت غړي وو، کوم چې د دويمې نړیوالې جګړې پورې په پرتګال کې د چپ اړخو د خوځښتونو تر ټولو زيات اغېزناک وو. تيمور ته د تبعيد مهمې څپې په ۱۸۹۶، ۱۹۲۷ او ۱۹۳۱ز کلونو کې وې، ځينو فعالينو د تبعید پر مهال هم خپل مقاومت ته دوام ورکړ. له دويمې نړیوالې جګړې وروسته، پاتې تبعيد شويو ته بښنه وشوه او اجازه ورکړه چې ستانه شي.

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال، لومړی متحدينو او ورپسې جاپانيانو ډيلي ونيو او په دې ډول د دې مستعمرې داخلي غره ييزې سيمې د چريکي جګړو منظر وګرځېد چې د تيمور د جګړې په نوم پېژندل کېږي. د ختيځ تيمور د رضاکارانو او اتحادي ځواکونو له خوا د جاپانيانو په وړاندې مبارزې پر لار واچول شوې، د دې مبارزو په پايله کې له ۴۰،۰۰۰ څخه تر ۷۰،۰۰۰ پورې د ختيځ تيمور اوسېدونکي مړه شول. په پايله کې جاپانيانو د استراليانو او اتحادي ځواکونو وروستي وشړل. په هر حال، کله چې د دويمې نړيوالې جګړې په پای کې جاپانيان تسليم شول، په ختيځ تيمور کې پراتګالي واکمني بيا پر ځای شوه.

د ۱۹۷۴ز کال د پرتګتالي اوښتون څخه وروسته، پرتګال په عملي ډول په ختيځ تيمور کې خپل نېواک پای ته ورساوه او په ۱۹۷۵ز کال کې د ختيځو تيموري سياسي ګوندونو تر منځ کورنۍ جګړه پيل شوه.

سرچينې

Tags:

ختيځ تيمور رېښهختيځ تيمور تاريخچهختيځ تيمور سرچينېختيځ تيمور

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اسلام او ساينسد ثور انقلابناټوكابلی تفسيرکيمياوي تعاملونهاقتصادي نظامموټرتوکمپالنه (ټولنيزعلم)انټرنېټباچا خانیوکاریوتچاپیریالی روغتيا ساتنهنغمهاوتو فون بیسمارکلویه وچهپښتود افغانستان – تاجکستان پولهلندنسردار محمد داود خانسترواک ژولیانکټرينا کیفمحمد موسى شفيقچټک پیغام سیسټمکمول (مارغه)رېږدلهد کمپیوټر ځانګړتیاويژوندسیډنيامير حمزه شينواریهايتيد منجمنټ اساساتهراتژباړهامير کروړ سوريد وینې لوړ فشاربټي کوټ ولسوالۍکفند افغانستان باندنۍ اړيکېهیوادمحمد حسن کاکړملګري ملتونهڅارنهد لویې بریتانیا لومړی جورجسردار محمد يحيا خانNihoniumzutsuدرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)جنسي تېریانډرايد (د عامل سيستم)حميرا بېگمد زړه حمله (ناروغي)شیريمالیهکابل سيندسید مرچ آغاپکتيا ولايتاکسايدجنتیکد لوی اختر مياشتامام بخاريژويبازارموندنهجمهوریت غوښتنهميرويس هوتکموسی قلعهملارياچاریکارچهل ستون ماڼۍد انټرنټ تاریخ🡆 More