ژوند

ژوند د فزیکي موجوداتو یوه ځانګړنه ده چې د بیولوژیکي پروسو لکه سېګنال ورکولو او په ځان بسیاکېدو له لارې يې له نورو هغه موجوداتو څخه جلا کوي چې نه یې لري.

یا یې هم یادې پروسې د مرګ په وجه له فعاليت څخه لوېدلې وي، يا په دې دلیل چې دوی هېڅ‌کله دا ډول فعالیتونه نه لرل ځکه د بې‌ځانه په توګه ډلبندي شوي. د ژوند بېلابېل ډولونه شته، لکه بوټي، حیوانات، قارچونه (fungi)، پروتېستا (protists)، ارکیا (archaea)، او باکتریا(bacteria)، بیولوژي هغه علم د ی چې له ژوند څخه بحث کوي.

په اوس حال کې د ژوند د تعریف لپاره هېڅ نظري توافق نه شته. یو عام تعریف دا دی چې ژوندي موجودات هغه پرانیستي سیستمونه دي چې هموستاز(homeostasis) خوندي کوي، له حجرو څخه جوړ شوي د ژوند دوران لري، کولی شي وده وکړي، له خپل چاپېریال سره توافق وکړي، میتابولیزم وکړي، محرکونو/پاروونکو ته ځواب ورکړي، تکثر وکړي او تکامل ومومي. ځینې وختونه په نورو تعریفونو کې د ژوند غیر حجروي بڼه لکه ویروسونه (viruses ) او وایرېډونه (viroids) شاملېږي.

ابیوجنېزس (Abiogenesis) له غیر  ژوندیو موادو لکه ساده عضوي ترکیباتو څخه د ژوند رامنځته کېدلو پروسه ده. یوه برلاسې علمي فرضیه دا ده چې له غیر ژوندیو موجوداتو څخه ژونديو موجوداتو ته اوښتل یوازینۍ پېښه نه وه. بلکې د پېچلتیا د ډېرولو تدریجي پروسه ده. په ځمکه کې ژوند د لومړي ځل لپاره ۴.۲ ميليارد کلونه مخکې د سمندرونو له رامنځته کېدو څخه ډېر زر ۴.۴۱ ميليارد کاله مخکې او د ځمکې له رامنځته کېدو څخه لږ وروسته ۴.۵۴ میلیارد کاله مخکې څرګند شوی. د ژوند لومړنۍ پېژندل شوې بڼې د باکتري‌ګانو مایکروفوسیلونه دي. د ځمکې پر مخ ژوند په احتمالي توګه د RNA له یوې نړۍ څخه سرچینه اخیستې، که څه هم د RNA پر بنسټ ژوند ښايي لومړنی ژوند نه وي. د مېلر اېري (Miller–Urey experiment ) د ۱۹۵۲ کال کلاسیکې تجربې او ورته څېړنو څرګنده کړه چې ډېری امینو اسیدونه په ټولو موجوداتو کې د کارول شویو پروتینونو کيميايي ترکیبات دي، چې کولی شي د ځمکې د لومړنیو ترکيباتو د بیاتولید شرایطو په نظر کې نیولو سره د غیرعضوي ترکیباتو له سېنتېز/ تولید څخه ترلاسه شي. پېچلې مالیکولي عضوي ترکیبات په لمریز سیستم او د ستورو تر منځ فضا څرګند شوي دي او ښايي  یادو مالیکولونو د ځمکې پر مخ د ژوند د پراختیا لپاره لومړني مواد برابر کړي وي. .

ژوند د ځمکې پر مخ د خپل لومړني پيل راهیسې خپل چاپېریال د جیولوژيکي وخت په کچه بدل کړی دی، خو همداراز یې په ډېری حالتونو او ایکوسیستمونو کې د بقا او ژوندي پاتې کېدلو لپاره توافق کړی. ځینې مایکرو او ګانیزمونه چې د ایکستروموفیل ( extremophiles) په نوم یادیږي، هغه ژوندي موجودات چې په سختو فزیکي او جیوکيمیاوي شرایطو کې وده کوي د ځمکې پر مخ د ډېری نورو ژوندونو لپاره زیان‌رسوونکي دي. حجره د ژوند د جوړښتي او وظیفوي واحد په توګه په پام کې نيول شوې ده. حجرې په دوه ډوله دي، ایو کریوت (eukaryotic) او پروکریوت (prokaryotic )، دواړه ډولونه له سایتوپلزم څخه چې د يوې غشا په واسطه پوښل شوی جوړې شوې دي چې ډېر ژوندي مالیکولونه لکه پروتینونه او هستوي اسیدونه پکې شامل دي. حجرې د حجروي‌وېش/انقسام له لارې تکثر کوي، چې په  هغه کې یوه مورنۍ حجره په دوه يا څو لورنیو حجرو وېشل کېږي.

په تېرمهال کې د ژوند معنا د تعریف لپاره ډېرې هڅې د زړو/منسوخو مفاهمو لکه اوډیک ځواک / Odic force (د ژوند ځواک)، هېلوموفیزم (hylomorphism)، ناڅاپه نسل (spontaneous generation) او حیاتیزم/ ژوندی‌والی (vitalism) له خوا ترسره شوې، چې اوس‌مهال د بیولوژيکي کشفونو له خوا رد شوي. ارسطو لومړنی کس دی چې ژوندي موجودات یې طبقه‌بندي کړل. تر هغه روسته کارل لینه د ډولونو د نوم اېښودلو خپل دوه کلیمه‌يي سیستم معرفي کړ. په پایله کې د ژوند نوې ډلې او طبقه‌بندۍ لکه حجرې او میکرواورګانیزمونه کشف شول، چې د ژوندیو موجوداتو تر منځ د اړیکو په جوړښت کې یې د پام‌وړ بیاکتنو ته پوهان مجبور کړل. که څه هم اوس یوازې د ځمکې مخ پېژندل شوی خو لازمي نه ده چې ټول ژوند دې ورپورې محدود شي، ځکه اوس‌مهال ډېری پوهان له ځمکې څخه بره/پورته ژوند/extraterrestrial  (له ځمکې څخه پرته په نورو سیارو کې ژوند) په اړه فکر کوي. مصنوعي ژوند یو کمپيوټري ورته‌والی یا هم د ژوند له هر اړخ څخه د انسان د لاس جوړه شوې بیارغونه ده چې تر ډېره له طبعي ژوند سره د تړلو سیستمونو د ارزولو لپاره کارول کېږي.

مرګ د ټولو بیولوژيکي پروسو دایمي پاي دی چې یو ژوندی موجود ورسره مخ کېږي، او په دې توګه يې ژوند پای ته رسي. انقراض/ورکېدنه هغه اصطلاح ده چې معمولا د یو ډول، یوې ډلې يا تاکسون (taxon/ د ژوندیو موجوداتو د ځانګړي ډول یوه ډله) مړینه تشرېح کوي. فوسیلونه د ژونديو موجوداتو خوندي پاتې شوني یا اثار دي.  

تعریف

د ژوند تعریف له اوږدې مودې راهیسې د ساینس پوهانو او فلیسوفانو لپاره یوه ننګونه وه. تر یو حده دا ځکه چې ژوند یوه پروسه ده نه ماده. دا چاره د ژونديو موجوداتو له ځانګړنو څخه د ناپوهۍ په وجه چې ښايي که چېرې کوم داسې څه وي چې له ځمکې څخه يې بهر وده کړې وي پېچلې ده. له ژوند څخه فلیسوفي تعریفونه هم له ژونديو موجوداتو څخه د غیر ژونديو موجوداتو د تشخیص د څرنګوالي په برخه کې له ورته ستونزو سره مخ شوي. د ژوند پر حقوقي تعریفونه هم تشرېح او بحث شوی، که څه هم په عمومي ډول د دوی تمرکز د انساني مړو پر اعلام پرېکړه او له دې پرېکړې څخه پر قانوني پایلو دی. د ژوند لپاره له ۱۲۳ څخه زیات تعریفونه وړاندې شوي. داسې بريښي چې د ناسا (NASA) د خوښې وړ یو تعریف دا دی: «یو په ځان بسیا سیستم چې د دارویني تکامل ځواک لري.» په ساده ډول «ژوند هغه ماده ده چې کولی شي ځان بیا تولید کړي او څه ډول چې بقا حکم کوي په همغه ډول تکامل ته رسيږي.

بیولوژي

له هغه ځایه چې د ژوند لپاره هېڅ کوم ښکاره تعریف نه‌شته، په بیولوژي کې ډېری اوسني تعریفونه توضیحي دي. ژوند د هغه څه د ځانګړنې په توګه په پام کې نیول کېږي چې په ورکړل شوي چاپېریال کې خپل شته‌والی ساتي، وده کوي او پياوړتیا مومي. دا ځانګړتیا له ځینو یا ټولو لاندې اوصافو څخه ښکارندویي کوي.

  1. هوموستازس (Homeostasis): د یو وضعیت د خوندي ساتلو لپاره د داخلي چاپېریال تنظیم د مثال په ډول د تودوخې د راکمولو لپاره خوله کول
  2. سازمان (Organization) د جوړښت له پلوه له یوې یا څو حجرو څخه چې د ژوند له اصلي واحد دی جوړ شوی.
  3. میتابولیزم (Metabolism): د انرژي بدلون په کیمیاوي موادو او د انرژي بدلول په کوچنیو حجروي اجزاو (انابولیزم) او د عضوي موادو تجزیه (کتابولیزم). ژوندي موجودات د خپل داخلي سازمان د بقا (homeostasis) او له ژوند سره تړلیو ګڼو نورو پديدو د تولید لپاره انرژي ته اړتیا لري.
  4. وده:  له کتابولیزم څخه د انابولیزم کچه لوړ ساتل. د ودې په حال کې یو ژوندی موجود د دې په ځاي چې یوازې مواد راټول کړي د وجود د ټولو برخو په اندازه کې یې زیاتوالی راځي. 
  5. توافق: د وخت له تېرېدو سره د چاپیریال پر وړاندې د بدلون وړتیا. دا وړتیا د تکامل د پروسو بنسټ دی او د خوړو د رژيم، وراثت او د ژوندي موجود د خارجي عواملو په واسطه ټاکل کېږي.
  6. د محرکونو/پاروونکو پر وړاندې ځواب (Response to stimuli):  یو ځواب بېلابېلې بڼې لرلی شي، د یو حجروي موجوداتو له انقباض څخه نیولې ترخارجي کیمیاوي موادو او تر پېچليو غبرګونونو پورې چې د ژوندیو موجوداتو ټول حواس په کې شاملېږي. ځواب تر ډېره له حرکت سره تشرېح کېږي. د مثال په ډول د بوټو د پاڼو تاوېدل د لمر لوري ته (phototropism) او شيموتاکزېس/chemotaxis (د چاپېریالي اغیزو لاندې د یو حجروي موجود حرکت د کیمیاوي تحریکاتو پر وړاندې).
  7. تکثر/باروي: په غیر جنسي ډول له یو واحد پلرني اورګانیزم څخه یا په جنسي ډول له دوو اورګانیزمونو څخه د نويو انفرادي اورګانیزمونو تولید.

دا پېچلې پروسې د فزیولوژیکي دندو په نوم یاديږي، د فزیکي، کیمیاوي او همداراز د سېګنال ورکولو او کنترول د بنسټ لرونکې دي چې د ژوند دخوندیتوب لپاره اړینې دي.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د افغانستان د خپلواکۍ ورځامير امان الله خانساراتوفژباړهzutsuبوټپوهنهشاه شجاعيوټيوبکازاند انسان جنسي غوښتنېملاريااموي خلافتد ډبرو د سکرو کان کیندنهسويسد ډيورنډ کرښهکرنهکانډومارواپوهنهد منجمنټ اساساتايراندپښتو اصل او ريښهانا بورکوسکادریم جورجپښتو ويکيپېډيابرکت الله سليمزمریپښتو متلونهغوږانوشکا شيټيجودی لین اوکیفپښتو نومځري او د هغو کارونهCaliforniumد حضرت عمر فاروق رض عدالتپوهنهد داود جمهوري افغانستانله افغانستان نه د شوروي ځواکونو وتلکیم جونګ اوند امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړهاروپايي ټولنهپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونحیاتي کیمیاد افغانستان اقتصادد المان هیواد آیالاتونهغسلهراتمحمد (ص) په اسلام کېانډرايد (د عامل سيستم)یوهانس ورمیرد فلم تاريخدافغانستان په ځنګلونو کی انساني ضررونهمتلونهخصوصي کولمريم نوازعامه روغتیاتودوخه بدلونکیسپوږميز لېږديز کالهندارهښځینه تناسلي طرق اناټوميد واشنگټن څلیاسلامي دولت – خراسان ولایتد واده شپهاسد الله غضنفرکلا، ارغندابسیمهد ډونالډ ټرامپ د استیضاح دویمه محکمه🡆 More