د سوفي نړۍ ناول یو له هغه کتابونو دی، چې د نړۍ په کچه یې لوستونکي ډېر دي او په ډېرو ژبو ژباړل شوی دی.
دغه کتاب تر دې دمه د پښتو په ګډون په ۶۰ ژبو ژباړل شوی دی. کتاب د ناروې مشهور لیکوال جوسټین ګارډر لیکلی دی. د کتاب اصلي ژبه ناروېژي ده، خو وروسته انګلیسي ته وژباړل شو، چې له انګلیسي بیا د نړۍ ډېرو ژبو ته ژباړل شوی دی.
سوفي نړۍ | |
---|---|
ليکوال | جوسټین ګارډر |
اصل سرليک | Sofies verden |
ژباړن(ان) | شفیق اميرزي، وږمه وردګ |
هېواد | ناروی |
ژبه | نارويژي |
صنف | فلسفي ناول |
نشر کونکی | اکسوس کتاب پلورنځي په(پښتو) |
د چاپ کولو نېټه | ١٩٩١ |
د نشرولو نيټه يا کال په (پښتو) | ٢٠١٢ |
مخونه | ۶۱۲ مخونه په (پښتو) |
نړيوال کتابي معياري شمېر | 978-1-85799-291-5 |
او سي ایل سي | 246845141 |
کانگرس | MLCM 92/06829 (P) |
کتاب د فکر او انساني ژوند د ودې او پرمختګ پر څرنګوالي را څرخي. په کتاب کې ډېری فلسفي مسایل په خورا ښکلې بڼه بیان شوي دي او په اسانو مثالونو کې شرحه شوي. د کتاب لیکوال د فلسفې استاد تېر شوی دی او دغه کتاب یې هم خپلو زده کوونکو ته لیکلی دی، څو وکړی شي دوی په دې توګه د فلسفې له ځینو پېچلو مسایلو سره په اسانه بلد کړي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د سوفیا نړۍ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.