کولرا یا وبایی ناروغي د اسهال یوه ساری ناروغی ده چې د ویبریو کلرا (Vibrio cholerae) د باکټریاگانو څخه منځ ته راځي.
داوبایي ناروغي له ناپاکو، ککړوخواړو( غذا) اوناپاکوککړواوبوڅخه چې زیاتره وخت دسېلابونوله راتگ اودچاپېریال دککړتیا له امله دڅښلوپه اوبواوغذا کی دوایبریوکولرې باکتریا گډیږي او په انسانانولگیږي اونښې یې دانسان په وجودکی له ۵-۱ ورځووروسته په ناڅاپي توگه دسخت اسهال اوکانگو(قی) په بڼه راښکاره کیږي چې دبدن اوبه اونورمایعات په خطرناکه توگه اغېزمنوي. که بې له ځنډه اوپروخت یې تداوي ونه شي نو دبدن داوبو ضایع کېدنه اودنورومایعاتوبې انډؤلي په ۲۴ ساعتونوکی دمرگ سبب کېدای شي
This article uses material from the Wikipedia پښتو article کولرا, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.