د ښځې تناسلي آله، د ښځي عورت، د ښځي د شرم ځای يا د ښځي جنسي او تناسلي آله د ښځينو تی لرونکو ژويو د داخلو تناسلو غړو څخه یوه نلي عضله ده چې د مقعد او متيازو نل په منځ کې پرته ده.
نوموړي غړه فرج د رحم سره لگوي او د حيض (د ښځې مياشتۍ ناروغی)، زیږولو او جنسي اړيکو (جماع) په وخت کې عمل کوي.
د ښځې تناسلي آله يو ارتجاعى نل دی چی اوږدوالي یی ۷ - ۸ سانتيمتره او قطر یی ۳ - ۵ سانتیمتره وي. دچوخړو (چخړو) پردو پنډوالي ۳ - ۵ ميليمتره وي او رنگ یی گلابي دی خو کله چې ښځه امیدواره ده نو دچوخړو پردو رنگ په ارغواني رنگ تبديل کېدلای شي. د ښځې تناسلي آله معمولا تړل شوي ده خو د زیږولو او جنسي اړيکو په صورت کی اوږدوالي او قطر یی درې ځله لوي کېدلای شی. د د ښځې تناسلي آله په پېل کې او رحم ته نژدې د بارټولین غدې(مرغړی) پرتې دي چې سپين یا ژیړ بلغم تولید کوي او کوس د دي بلغم په مرسته غوړوي. د روغې ښځې کوس يو شمیر باکتریاگان لکه L. crispatus, L. gasseri, L. iners a L. jensinii.48 L. acidophilus لري. د د ښځې تناسلي آلې چاپېريال او داخلي برخه ترش (تريووالی یی ۳،۵ - ۴،۵ pH وي) ده چی د پاټوجېنو باکټرياگانو توليدولو ويجاړ کوي او د ښځې صحت د باکتریاگانو رنځونو څخه ساتلای شی. د باکرې د ښځې تناسلي آلې لومړنۍ جنسي اړيکې مخکې د د ښځې د تناسلي آلې د پردې په مرسته پوښ شوي ده.
د ښځې د تناسلي آلې تومنو خپرېدونکو رنځونه تر تولو گڼ شمير لرونکي رنځونه دي چي په ځانگړي ډول د Candida albicans د باکټریاگانو څخه منځ ته راځي. د دي ناروغو د نشانو څخه خارښت او درد دي یا د ښځې د تناسلي آلې څخه سپين بلغم چي لکه چکې غوندی دي، بهېږي.
د ښځې د تناسلي آلې د ناروغی علاج آسانه دی. کله چې ښځه د تناسلي آلې ناروغی چی د Candida albicans منځ ته راځي لري نو درملونه لکه Econazol, Clotrimazol, د ښځې تناسلي آلې ته ورکوي یا ښځينه تناسلي آلې ته طبيعي درملونه چی د باکټریاگانو لکه Streptococcus salivarius, Streptococcus thermophylus, Lactobacillus delbruckii, Lactobacillus bulgaricus محتوی لري ورکولای شی.
ټریخوموناسیس یا ټریکوموناسیس یوه جنسي ساري ناروغۍ ده چی د Trichomonas vaginalis منځ ته راځي. اینکوباسیونی وخت یی ۴ – ۲۰ ورځه وي. کله چی ښځه ټریخوموناسیس لري نو د جنسي اړیکې په وخت کې درد او خارښت احساسوي. او د شرم ځای څخه ژیړ، رنگړی، بد بو لرونکي او قلیایی بلغم بهيږي. د دي ناروغۍ د علاج لپاره د Metronidazol گولی او د Metronidazol یا Clotrimazol شاپونه ورکول کېږي. د امیدوارو ښځو ته اجازه نه ده چی د Metronidazol څخه کار واخلي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د ښځې تناسلي آله, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.