ایبولا ناروغۍ (په انگرېزي: Ebola virus)
دایبولا ناروغي Ebola virus disease | |
---|---|
د ۱۹۷۶ کال تصویر دوه ډاکتران چې چې دهغه ناروغانو مخې ته چې په ایبولا مبتلا وو وروسته له څو ورځو یوازې په دې دلیل چې په داخلي وجود کې ېې خونریزي زوند له لاسه ورکړه. | |
آی سی ډی-۱۰ | A98.4 |
آی سی ډی-۹ | 065.8 |
د ناروغیو مالومات | ۱۸۰۴۳ |
مدلاین پلاس | 001339 |
ای مدیسین | med/626 |
طمع | D019142 |
یوه خطرناکه ساري ناروغۍ ده چی د ایبولا ویروس څخه منځ راځي. د ایبولا ناروغي په لومړي ځل په ۱۹۷۶ کال کې په افريقا کی په کانگو کې کشف شوه او دغه ناروغۍ تر اوسه پورې یوازې په مرکزي اولویدیځی کی لیدل شوې ده. دغه ناروغي انسانو ته د څاریو لکه بیزو، ښاپېرک او غرڅې سره د نږدې اوسیدو له کبله سرایت پیدا کوی. د انسانانو تر منځ بیا د ایبولا ناروغي د وینې، بدن مایعاتو او ککړ چاپیریال لا لارې خپریږي. د ایبولا ساري ناروغۍ لومړنۍ نښو نښانو کې تبه، سخته کمزوري او د عضلاتو او ستوني درد شاملې دي کله چې ناروغي پرمختللې شي نو نورې جدي ستونزې لکه کانگې، نس ناستی او په ځینو کسانو کې د وینې بهېدل هم لیدل شوي دي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ایبولا ناروغۍ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.