ښاري سیمه

ښاري سیمه یا له ودانیو ډکه سیمه د انسانانو هغه مېشت‌ځای ته ویل کېږي چې ګڼ نفوس او د انسان په لاس جوړې شوې زېربناوې ولري.

ښاري سیمې د ښاري کېدو له لارې رامنځته کېږي او د ښاري مورفولوژۍ له مخې د ښارونو، ښارګوټو یا ښاري اطرافو په توګه ډلبندي کېږي. په ښاریتوب یا اربنېزم کې دا اصطلاح له کلیوالي سیمو لکه کلیو او بانډو سره متضاده ده؛ همدا راز په ښاري ټولنپېژندنه او ښاري انسان‌پېژندنه کې له طبیعي چاپېریال سره متضاده ده. د ښاري انقلاب په جریان کې د لومړنیو مخکښانو له‌خوا د ښاري سیمو د جوړېدو له امله د مدرنو ښارونو لرونکی انساني تمدن رامنځته شو چې د طبیعي زېرمو د کارولو تر څنګ پر چاپېریال د انساني اغېزو لامل شو.

په ۱۹۵۰ کال کې د نړۍ ښاري نفوس ۷۴۶ میلیونه و چې په را وروسته لسیزو کې ۳.۹ میلیارد کسانو ته پورته شوی دی. په ۲۰۰۹ کال کې د ښارمېشتو سیمو نفوس (۳.۴۲ میلیارده) و چې تر کلیوال‌مېشتو سیمو (۳.۴۱ میلیارده) لوړ شو، له هغه مهاله را وروسته نړۍ تر ډېره د ښاري کېدو خوا ته مخه کړې ده. په ۲۰۱۴ کال کې د ځمکې پر مخ ۷.۳ میلیارده وګړي اوسېدل چې له دې ډلې ۳.۹ میلیارده ښارمېشتي وو. هغه مهال د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو ادارې وړاندوېینه وکړه چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به ښاري نفوس ۶.۴ میلیاردو ته لوړ شي چې د دغې ودې ۳۷ سلنه به له درېیو هېوادونو چین، هند او نایجریا څخه وي.

ختيځه اسیا

چین

له ۲۰۰۰ کال راهیسې د چین ښارونه هر کال په اوسط ډول ۱۰ سلنه پراخ شوي دي. اټکل کېږي چې د چین ښاري نفوس به تر ۲۰۵۰ کال پورې ۲۹۲ میلیونو ته ورسېږي او دا به داسې مهال وي چې د چین ښارونه به په ټولیز ډول یو میلیارد نفوس ځای کړي. د ۱۹۷۸ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ د دغه هېواد د ښاري کېدو کچه له ۱۷.۴ سلنې څخه ۴۶.۶ سلنې ته لوړه شوې ده. له ۱۵۰ تر ۲۰۰ میلیونه کاریګر په لویو ښارونو کې نیمه وخت کار کوي او بیا له خپلو ګټلو پیسو سره په دوره‌يي ډول کلیو ته ګرځي.

سوېلي اسیا

هند

په ۲۰۱۱ کال کې د هند د سرشمېرنې لپاره د ښاري سیمې په تعریف کې هر هغه ځای شامل دی چې په هر کیلومتر مربع یا ډېره سیمه کې لږ تر لږه ۵۰۰۰ نفوس ولري او تراکم یا ګڼوالی یې ۴۰۰ کسان وي، همدا راز تر ۷۵ سلنه ډېر نرینه کاریګر یې په غیر کرنیزو کارونو کې بوخت وي. هغه ځایونه چې د ښاروالۍ کوم شرکت، کانټون پلاوی یا د هغې سیمې د اطلاع‌رسونې کمېټه یې اداره کوي، هم د ښاري سیمو په توګه پېژندل کېږي.

پاکستان

په پاکستان کې هغه سیمه اصلي ښار او ښاروالي ده چې د سرشمېرنې د پایلو له مخې تر ۱۰۰،۰۰۰ ډېر وګړي پکې مېشت وي. په پاکستان کې ښاریتوب د خپلواکۍ له وخته را وروسته ډېر شوی او بېلابېل دلایل لري. د پاکستان د سوېل ډېری نفوس د سېند رود پر غاړه ژوند کوي. تر ټولو ګڼ‌نفوسه ښار یې کراچۍ دی. د دغه هېواد په شمال کې ډېری نفوس په هغه دایره کې مېشت دی چې لاهور، فیصل اباد، راولپنډۍ، اسلام اباد، ګجرانوالې، سیالکوټ، ګجرات، جهلم سرګوډا، شیخ‌پورې، نوښار، مردان او پېښور ښارونو جوړه کړې ده. له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د پاکستان ۳۶ سلنه وګړي ښارمېشتي وو چې په دې توګه په سوېلي اسیا کې تر ټولو ښارمېشتی هېواد کېږي. پر دې سربېره، ۵۰ سلنه پاکستانیان په ۵۰۰۰ کسیزو ښارونو کې ژوند کوي. د ۲۰۱۷ کال د سرشمېرنې له مخې کراچۍ د پاکستان تر ټولو ګڼ‌نفوسه ښار دی او تر هغه وروسته لاهور دی.

اروپا

فنلنډ

د اروپا په شمال کې د نورو هېوادونو په څېر په فنلنډ کې هم باید یوه ښاري سیمه لږ تر لږه په هرو ۲۰۰ مترو کې یوه وداني او لږ تر لږه دوه سوه کسان نفوس ولري. د دې لپاره چې یو ښار یا ښارګوټی د سرشمېرنې لپاره په پام کې ونیول شي، باید لږ تر لږه ۱۵۰۰۰ نفوس ولري. دا باید د ښار یا ښارګوټي له هغه نامه سره غلط نه‌شي چې ښاروالۍ یې کاروي.

نیدرلنډ

نیدرلنډ یا هالنډ د نړۍ دېرشم ګڼ‌نفوسه هېواد دی. په هر کیلو متر کې یې ۴۰۴.۶ کسان، یا که یوازې د ځمکې مساحت یې په پام کې ونیسو، په هر کیلومتر کې ۴۹۷ کسان دي. د ښارونو تر ټولو ستره نیښتنه یې رنډستاد دی چې په لوېديځ کې پروت دی او څلور لوی ښارونه پکې دي: امسټرډام، روټرډام، دن هاخ او اوترېخت. رنډستاد ۷ میلیونه نفوس لري او په اروپا کې شپږمه لویه ښاري سیمه ده.

روسیه

مسکو د روسیې پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دی، شاوخوا ۱۲.۴ میلیونه نفوس یې د ښار په محدوده کې مېشت دی. په داسې حال کې چې په نورو ښاري برخو کې یې ۱۷ میلیونه وګړي اوسېږي او څه باندې ۲۰ میلیونه یې هم په میټروپولیټن سیمه کې مېشت دي. دغه ښار د نړۍ د تر ټولو لویو ښارونو له ډلې دی چې په اروپا کې تر ټولو لوی ښار کېږي، همدا راز په اروپا کې تر ټولو ګڼ‌نفوسه سیمه هم ده، په اروپا کې تر ټولو ګڼ‌نفوسه ښاري سیمه هم ده او د اروپا په لویه وچه کې د مساحت له نظره هم تر ټولو لوی ښار دی. فرهنګي پلازمېنه سنټ پټرزبورګ دویم تر ټولو لوی ښار دی چې شاوخوا ۵.۴ میلیونه نفوس لري. نورې اصلي ښاري سیمې یکاټرینبورګ، نووسیبرسک، کازان، نيژني نووګارډ او چلیا بیسنک دي.

اقیانوسیه

استرالیا

د استرالیا د شمېرو اداره ښاري سیمې د ښاري مرکزونو په توګه پېژني او عموماً یې د ۱۰۰۰ کسیزو ډلو په توګه تعریفوي. اسټرالیا د نړۍ یو تر ټولو ښاري هېواد دی چې څه باندې ۵۰ سلنه نفوس یې په درېیو لویو ښاري مرکزونو کې مېشت دی.

نیوزیلنډ

د نیوزیلنډ د شمېرو اداره په نیوزیلنډ کې هغه سیمې ښاري بولي چې له اداري برخو څخه خپلواکې وي قانوني بنسټ ونه‌لري. د ښاري سیمو درې ډلبندۍ لري: اصلي ښاري سیمې ۱۷ سیمې دي چې ۳۰،۰۰۰ یا تر هغه ډېر نفوس لري. بیا ۱۴ نورې ښاري سیمې دي چې ۱۰،۰۰۰ یا تر هغه ډېر خو تر ۳۰،۰۰۰ کم نفوس لري. همدا راز ۱۰۳ فرعي ښاري سیمې دي چې تر ۱۰۰۰ ډېر خو تر ۱۰،۰۰۰ کم نفوس پکې مېشت دی. په نیوزیلنډ کې تر هرې سرشمېرنې وروسته ښاري سیمې ډلبندي کېږي، پر دې بنسټ د سرشمېرنو تر منځ د نفوس بدلون د ښاري سیمو ډلبندي نه بدلوي.

سوېلي امریکا

ارجنټاین

ارجنټاین په لوړه کچه ښاري هېواد دی. لس لویې ښاري سیمې یې نیمايي نفوس جوړوي او د کلیوال‌مېشتو سیمو کچه یې هم په هرو لسو کسانو کې تر یوه کمه ده. په بونوس ایرس ښار کې یې شاوخوا ۳ میلیونه وګړي ژوند کوي او د بونوس ایرس لویه ښاري سیمه بیا په ټولیز ډول شاوخوا ۱۵ میلیونه نفوس لري چې په نړۍ کې یوه لویه ښاري سیمه کېږي چې ټول نفوس یې ۱۸ میلیونه دی.

د کورډوبا په ښاري سیمه کې یې شاوخوا ۱.۵ میلیونه وګړي مېشت دي؛ په داسې حال کې چې روزاریو، منډوزا او ټوکومان هر یو ۱.۲ میلیونه نفوس لري او د لاپلاټا، مار دل پلاټا، سالټا او سانټافه نفوس په وار سره لږ تر لږه پنځوس پنځوس زره کسان دی.

سرچينې

Tags:

ښاري سیمه ختيځه اسیاښاري سیمه سوېلي اسیاښاري سیمه اروپاښاري سیمه اقیانوسیهښاري سیمه سوېلي امریکاښاري سیمه سرچينېښاري سیمه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

چاپیریالی روغتيا ساتنهابو حنيفه (امام اعظم)خالد بن ولیدد افغانستان جمهوريتاروپایي ټولنهفدرالي قبايلي سيمېکرواسیایي ژبهمايکروسافټ وېنډوزجو بایډنمتالورژيیوکاریوتاجارهګاري کاسپاروفتقاعدميدان وردگ ولايتدعناصرو دوراني جدولد افغانستان جغرافيهملاله ميوندوالهد اسیایي هیوادونو نوملړManganeseجگړهحميرا بېگمنړيوال غزېدلی جالد چين د خلکو جمهوريت ولسمشرژويپيروآسياژباړهانوشکا شيټيپښتو ټولنهعددعامه افکار څه ته وايي؟حقوقبوټپوهنهانټرنېټسیرت النبی سوال او ځواببیل کلینټنانا بورکوسکاد امپراطوریو هدیرهد افغانستان د خپلواکۍ ورځد افغانستان اقتصادپښتود کمپیوټر ځانګړتیاويكابلی تفسيرپه بریتانیا کې بادي برېښناد افغانستان – تاجکستان پولهد ډيورنډ کرښهد لویې بریتانیا دویم جورجامير حمزه شينواریپير روښانپوځآی اېس او ۳۱۶۶-۱ملارياد انګلستان دوم چارلزد بدر غزامحمد بن قاسمخرقه شريفهاوبړۍد باغ بالا ماڼۍSiliconد افغانستان بيرغډونالډ ټرامپنور محمد ترکیاضطرابدوچکالۍ په وړاندې تدابیرڅارنهغسل2012زوکړه🡆 More