کودتا په فرانسوي ژبه كې د دولت د رانسكورولو معنا وركوي.
د دولت هغه ناڅاپه بدلون چې د زور په وسيله د دولتي لوړو مقاماتو او اردو په وسيله رامنځ ته كېږي، د كودتا په نوم ياديږي. كودتا د هغه چا له خوا رهبري كېږي چې په دولتي دستگاه كې د لوړې رتبې خاوند وي. په كودتا كې د ښار مهم مركزونه لكه د راډيو تلويزيون دستگاه، مهم ارتباطي مركزونه، هوايي ډگرونه، د اوسپنې لارې او مهمې دولتي ودانۍ نيول كېږي. كودتا عموماً د پورته خوا څخه ښكته خواته صورت نيسي. كه د كودتا په راس كې يو داسې شخصيت او رهبري واقع وي چې ملي مترقي او ډيموكرات افكار ولري، دا ډول كودتا د ولسونو او خلكو په گټه تماميږي، ځكه چې د اجتماعي عدالت په لورې درومي. برعكس كه چيرې د كودتا په سر كې ملي ضد، ارتجاعي او د استعمار نماينده شخصيت واقع وي، دا ډول كودتا ارتجاعي ده، د ملت په گټه نه تماميږي، بلكې د ديكتاتورۍ خواته ځي، د افرادو، كورنيو او استعمار گټې ساتي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article کودتا, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.