په افغانستان کې د ۱۹۷۳ زکال کودتا

په افغانستان کې د ۱۹۷۳ زکال کودتا چې د چنګاښ د ۲۶مې نېټې د کودتا (په دري: کودتای ۲۶ سرطان) او همدارنګه د ۱۳۵۲ زکال د چنګاښ د ۲۶مې نېټې انقلاب بلل کېږي، د پوځي جنرال او د سلطنتي کورنۍ د غړي سردار محمد داوود خان له خوا د خپل تره زوی، پاچا محمد ظاهرشاه پر وړاندې د ۱۹۷۳ زکال د جولای په ۱۷ مه ترسره شوه او له امله یې د محمد داوود خان په مشرۍ د یو ګوندي سیسټم پر بنسټ د افغانستان لومړنی جمهوري دولت تاسیس شو.

د دغې کودتا پر مهال په کابل کې د ځواکونو مشري محمد داوود خان او د پوځ لوی درستیز عبدالکریم مستغني پر غاړه لرله څو افغان پاچا محمد ظاهر شاه له واکه ګوښه کړي چې د ایټالیا ایسکیا سیمې ته د استراحت په موخه تللی و. په یاده کودتا کې د افغانستان د هوايي پوځ د ډګروال عبدالقادر په ګډون د پوځ یو شمېر هغو افسرانو او ملکي مامورینو د محمد داوود خان مرسته وکړه چې ټول د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند ته د اړوندې پرچم ډلې غړي وو. په دغه کودتا کې سلطنت ته وفاداره اووه پولیس افسران او د ټانګونو د قطعاتو یو افسر ووژل شو چې له امله یې دغه کودتا د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا د کارکوونکو له خوا «غوره پلان شوې او په چټکۍ سره ترسره شوې» کودتا وبلل شوه.

پاچا محمد ظاهر شاه پرېکړه وکړه غچ وانخلي، همدا و چې د اګست په ۲۴مه یې رسما له سلطنت څخه لاس واخیست او په ایټالیا کې یې د تبعید ژوند پیل کړ. په دغې کودتا سره په افغانستان کې له څه باندې دوه پېړیو راهیسې سلطنتي واکمني (په ۱۷۴۷ زکال کې د دراني سترواکۍ د تاسیس له مهاله پیل شوې وه) پای ته ورسېده.

مخینه

محمد ظاهر شاه له ۱۹۳۳ زکال راهیسې د افغانستان پاچا و او شهزاده محمد داوود خان چې د هغه د تره زوی و، له ۱۹۵۳ زکال څخه یې تر ۱۹۶۳ زکال پورې د هغه د سلطنت پر مهال د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. داوود خان له پاچا سره چندان ښې اړیکې نه لرلې او وروسته له هغه چې د ۱۹۶۴زکال اساسي قانون د بارکزیو د کورنۍ غړي په حکومت کې د لوړ پوړو څوکیو له ترلاسه کولو منع کړل، نور نو هغه ونشو کولای سیاسي ځایګی ولري. یو شمېر کسان په دې باور دي چې پاچا دغه کار د پښتونستان اړوند د داوود خان د شدیدو ملاتړیزو لیدلورو له امله په قصدي ډول ترسره کړ، هغه لیدلوري چې پاچا له کچې زیات راډیکال بلل او له امله یې له پاکستان سره سیاسي اړیکې خرابې شوې وې.

داوود خان په ۱۹۶۴ زکال کې د پارلماني یا مشروطه سلطنت د رامنځته کېدو وروسته د پرله پسې پنځه حکومتونو د اصلاحي چارو د ناکامیو له امله د خلکو د مخ پر زیاتوالي نا رضایتۍ څخه ګټنه وکړه، په دغو کې د پاچا له خوا د سیاسي ګوندونو د قانون، د ولایتي شورا ګانو د قانون او د ښاروالیو د قانون نه توشېح کول شامل و چې ټول دغه قوانین پارلمان تصویب کړي و. بل لامل یې هم د ۱۹۷۱- ۱۹۷۲ زکال پر مهال د قحطۍ پر وړاندې د دولت کمزوري اقدامات و چې له امله یې د هېواد په مرکزي او شمال لویدیځو برخو په ځانګړې توګه په غور ولایت کې په زرګونو کسان مړه شول؛ دغه چاره لامل وګرځېده د لومړي وزیر عبدالظاهر کابینه استعفا ورکړي. د ۱۹۷۲ زکال په شاوخوا کې خلک د پارلمان له بې کارۍ او د سمې رهبري د نشتوالي له امله ناخوښه شول چې له امله یې په پوهنتونونو کې مختلفو سیاسي خوځښتونو وده وکړه. د پاچا سره د داوود خان شخصي اختلافات هم د کودتا اړوند د هغه په پرېکړه کې یو لامل بلل کېږي. ورته مهال په دغې کودتا کې د شوروي اتحاد مداخلې هم د بحث موضوع جوړوله.

کودتا

ظاهر شاه د ۱۹۷۳ زکال د جون په ۲۵مه د خپلې سترګې د ټپي کېدو له امله د هغو د وینې بهېدنې د درملنې په موخه له افغانستان څخه د لندن په مقصد ووت. له درملنې وروسته ایټالیا ته راګرځېد او یو څه موده یې په ایسکیا ټاپو کې په استراحت تېره کړه. داوود خان په پوځ کې له خپلو څو سوو ملاتړو سره یوځای د جولای په ۱۷مه کودتا پیل کړه؛ د څو ساعتونو په ترڅ کې له هېڅ ډول وسله وال مخالفت پرته سلطنت پای ته ورسېد او داوود خان د سهار په اوو بجو د افغانستان د ملي راډیو له لارې د نوي جمهوري دولت اعلان وکړ. د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا کارکوونکو دغه کودتا «غوره پلان شوې او په چټکۍ ترسره شوې کودتا» وبلله.

په دغه کودتا کې د پولیسو د یوې پوستې اووه افسران ووژل شول چې فکر یې کاوه پاڅون کوونکي د دښمن ځواکونه دي؛ سربېره پر دې د ټانګ یو چلونکی وروسته له هغه ومړ چې غوښتل یې له یو بس موټر سره له ټکر کولو ځان بچ کړي او په دې سره یې ټانګ د کابل سیند ته وغورځېد او غرق شو.

پایلې

په داسې حال کې چې داوود خان د بارکزي کورنۍ له مصاحبینو څخه و، سلطنت یې لغو کړ او پر ځای یې جمهوريت رامنځته کړ. هغه ځان د دولت او حکومت مشر، د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ اعلی سرقوماندان اعلان کړ. په کابل کې د ارګ سلطنتي ماڼۍ د ولسمشر په رسمي استوګن ځای واوښته. هغه په خپله لنډه راډیویي وینا کې دغه کودتا «ملي او مترقي انقلاب» وبلله او د پاچا حکومت یې «فاسد» وباله؛ ژمنه یې وکړه چې د هغو پر ځای به «واقعي دیموکراسي» رامنځته کړي. همدارنګه یې څرګنده کړه چې د افغانستان د بې پلویتوب اړوند اوږد مهاله سیاست ته به دوام ورکړي. شوروي اتحاد او هند د جولای په ۱۹مه په دیپلماتیکه بڼه نوی دولت په رسمیت وپېژانده.

له مارکسېزم سره د داوود خان اړیکه او د هغه له پوځي کودتا څخه د پرچمیانو ملاتړ لامل وګرځېد، یو شمېر کسان ګمان وکړي چې دا د کمونېزم د واکمنۍ په معنی دی. له مخالفتونو څخه د مخنیوي په موخه هغه د مذهبي او کلتوري میراثونو د دوام ژمنه وکړه، هماغه ډول چې د ۱۹۷۳ زکال په جولای میاشت کې د دغه جمهوري دولت په احکامو کې څرګندېدله. داوود خان واک ته له رسېدو وروسته د خپل مستقیم اجرایوي واک پر مټ پارلمان او قضایه قوه منحل کړل. هغه د خپلو سوسیالېستي لیدلورو سربېره په اقتصادي نظام کې جدي تغیرات رامنځته نکړل او د سړې جګړې له قدرتمنو هېوادونو سره یې خپلې اړیکې وساتلې.

د ۱۹۷۷ زکال په جنوري میاشت کې د اساسي قانون د جوړونکې شورا له ټاکنو وروسته لویه جرګه جوړه شوه؛ دغې جرګې نوی اساسي قانون جوړ کړ چې په هغو کې یې ولسمشر ته د پریمانه واکونو په ورکولو یو ګوندي جمهوري نظام تصویب کړ. داوود خان له متحده ایالاتو او پاکستان سره د اړیکو رغولو ته مخه کړه چې له امله یې له شوروي اتحاد او د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند له کمونېستو غړو سره اړیکې خرابې شوې. بالاخره نوموړی د ۱۹۷۸ زکال د ثور په انقلاب کې له واکه ګوښه او ووژل شو؛ په دغه انقلاب کې ډیری هغه لوړ پوړو ملکي او پوځي چارواکو ونډه لرله چې مرسته یې کړې وه نوموړی په ۱۹۷۳ زکال کې واک ته ورسېږي.

سرچينې

Tags:

په افغانستان کې د ۱۹۷۳ زکال کودتا مخینهپه افغانستان کې د ۱۹۷۳ زکال کودتا کودتاپه افغانستان کې د ۱۹۷۳ زکال کودتا پایلېپه افغانستان کې د ۱۹۷۳ زکال کودتا سرچينېپه افغانستان کې د ۱۹۷۳ زکال کودتا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ويکيپېډيااروپايي ټولنهخوست ولايتمريم نوازد درود شريف ځانګړتیا او ګټيسلووانياځمکهچاریکارژويلعل پاچا ازمونغربانکوالی په افغانستان کېزړهد انسان بدناروپايي اتحادپېليپينچهل ستون ماڼۍختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه)پرمخ (جنسي عمل)میلانځاځيبيولوژيمرکزي بانکچین د خلکو جمهوریتانا بورکوسکاپير روښاند ډيورنډ کرښهپلار څوک دیفیودور داستایفسکيآی اېس او ۳۱۶۶-۱جنسي ناوړه ګټه اخيستنهميرويس هوتککابلسره میاشتدري ژبهد کابل کندهار لویه لارمطالعهجودی لین اوکیفخرقه شريفهد انګلستان پاچا لومړی ریچاردNihoniumډونالډ ټرامپامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )په پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړوند کمپیوټر ځانګړتیاويپښتو نومځري او د هغو کارونهزنکګوګلوزهسل سوالونههايډروجنساپوهنهميوند بانکهندي هنرموسی قلعهد واشنگټن څلیحبيب الله رفيعخټکهیوادمېډياويکيمحمد بن قاسمجگړهجانيخېل ولسوالۍ (پکتيا)ون کوایند شهیدانو چوکاورګاسمدېوناگري🡆 More