اقلیمي بدلون او عفونتي ناروغۍ

نړیوال اقلیمي بدلون د عفونتي ناروغیو په پراختیا کې پام وړ اغېز لري.

د نورو ټولو هغو لارو چارو په څېر چې د اقلیمي بدلون اغېزې یې په انساني روغتیا لري، اقلیمي بدلون د عفونتي ناروغیو په مدیریت کې موجودې ستونزې او نابرابرۍ لاپسې زیاتوي. په دغو ناروغیو کې چې انتقال یې اقلیمي بدلون ته اړوند دی، ډنګي تبه، ملاریا، د خسکو په واسطه لېږدېدونکې ناروغۍ، لشمانیا او د ایبولا وایرس ته اړوندې ناروغۍ شاملېږي. د بېلګې په توګه اقلیمي بدلون د ډنګي تبې د لېږدونکې میاشې په جغرافیايي او موسمي محدوده کې تغیر رامنځته کوي.

د یوې روغتیا په نامه موډل (په انګریزي: One Health) چې د انسانانو، حیواناتو او بوټو روغتیا د یوې ټولګې په توګه په پام کې نیسي تر یوه بریده د اقلیمي بدلون له امله د وبا د ګواښونو د زیاتوالي اړوند ځواب بلل کېږي. د دغه موډل پر بنسټ هېڅ داسې مستقیم شواهد شتون نه لري چې وښيي د کوېډ – ۱۹ وبا په پراختیا کې دې اقلیمي بدلون رول لرلی وي، خو بیا هم په دې اړوند څېړنې روانې دي.

لاملونه

په ۱۹۸۸ زکال کې د اقلیمي بدلون له امله د روغتیايي مسایلو اړوند ډېر لږ اطلاعاتو شتون درلود. د اقلیمي بدلون اړوند بین الدولتي پلاوي تر اوسه پورې شپږ ارزونکي راپورونه خپاره کړي چې د هغو وروستی شپږم یې د اقلیمي بدلون، په روغتیا باندې د اقلیمي بدلون د بالقوه اغېزو او همدارنګه د هغو د واقعي روغتیايي اغېزو او اړوندو لومړنیو شواهدو د علمي درک لنډیز دی.

اقلیمي بدلون د میاشو، خسکونو او خوړونکو ژوندیو موجوداتو په بقا، توزیع او چلن کې د اغېز لرلو له امله له ناقل یا لېږدونکي څخه د ناروغۍ په لېږد اغېز کوي. د دغو ناقلینو په مرسته میکروبونه، باکتریا ګانې او پروتوزوا له یو لېږدونکي څخه بل ته لېږدول کېږي. دغه ناقلین او رنځ زېږونکي د خپلې جغرافیايي محدودې په پراختیا سره کولای شي له اقلیمي نوساناتو سره ځان همغږی کړي، په دې سره بیا د نویو ناروغیو د لېږدونکي – کوربه د تعامل او د کوربه د وجود محافظتي سیسټم ته په پام رنځ زیږونکي ځان تکامل ته رسوي. دا په دې معنی ده چې اقلیمي بدلون د لېږد د موسم او جغرافیایي محدودې په زیاتوالي سره په عفونتي ناروغیو اغېز کوي.

اندېښمنونکې خو دا ده چې دغه ډول لېږدېدونکې ناروغۍ په تېر کې د تمدنونو د رامنځته کېدو او سقوط لامل ګرځېدلې دي. له همدې امله د روغتیا نړیوال سازمان، اقلیمي بدلونونه د انسانانو د روغتیا پر وړاندې یو له لویو ګواښونو څخه بولي.

په ۲۰۲۲ زکال کې یوې څېړنې وښووله چې «د عفونتي ناروغیو ۵۸٪ (یعنې له ۳۷۵ ډولونو څخه ۲۱۸ یې) ډولونو چې په ټوله نړۍ کې بشریت ورسره مخ دی د اقلیمي بدلونونو د ګواښونو له امله زیاتوالی موندلی».

په تحرک کې بدلونونه او په ناروغیو د اخته کېدو کچه

په اقلیم کې بدلونونه او نړیوال ګرمښت د ناقل لرونکو ناروغیو، پرازیټونو، فنګسونو او نورو اړوندو ناروغیو په بیالوژي او توزیع پام وړ اغېز لري. په معتدلو اقلیمونو کې د هوا په حالاتو کې د بدلون له امله سیمه ییز بدلونونه د هغو ځانګړو میاشو تکثر تحریک کوي چې د ناروغیو لېږدونکې دي. د ناروغیو په خپرونه کې یو له پام وړ میاشو څخه د ملاریا میاشه (mosquito) ده چې ملاریا، د لویدیځ نیل ویروس او د ډنګي تبه لېږدولی شي. د اقلیمي بدلون له امله په سیمه ییزه تودوخه کې بدلون د دغو میاشو د استوګنې ساحه هم پراخوي. د دغو میاشو د استوګنې سیمه اوس مهال د شمال او سوېل پر لور پراختیا مومي، دغه سیمې به په اوږد مهال کې د دغه ډول میاشو د استوګنې لپاره خوندي ځایونه برابر کړي او په دې سره به په دغو سیمو کې د یادو میاشو کچه هم زیاته شي. وړاندې له دې د هغوی د استوګنې په محدوده کې بدلون د افریقا په لوړو ځمکو کې هم لیدل شوی و. د ۱۹۷۰ زکال راهیسې د ختیځې افریقا په لوړو برخو کې د ملاریا ناروغۍ په شدت سره زیاتوالی وموند. دغې چارې ثابته کړه چې یاد زیاتوالی د سیمي د اقلیم د ګرمېدو له امله رامنځته شوی. د ملاریا میاشې نه یوازې د هغو ناروغیو لېږدونکې دي چې انسانانو ته زیان رسوي بلکې د دیروفیلاریا امیستنس (د سپیو د زړه چینجی) ناروغي په څېر د حیواناتو ناروغۍ هم لېږدوي. له همدې امله د ګرمو سیمو ناروغۍ په ډېر احتمال سره د میاشو د جغرافیايي محدودې په پراختیا زیاتوالي مومي او په نورو ګڼ شمېر اکوسیستمونو کې هم ځانته ځای مومي.

پرازیټونه او فنګسي ناروغۍ هم د یو شمېر اقلیمونو په ګرمښت سره زیاتوالی موندلای شي. د بیلګې په توګه د کریپتوکوکوس ګاټي (Cryptococcus gattii) فنګس په کاناډا کې هم موندل شوی په داسې حال کې چې دغه ډول فنګسونه د اسټرالیا په څېر په ګرمو اقلیمونو کې شتون لري. اوس مهال د دغو فنګسونو دوه ډوله یې د شمالي امریکا په شمال لویدیځه برخه کې شتون لري چې د وچې ډېری حیوانات یې تر خپل اغېز لاندې راوړي. ګمان دا دی چې د دغو فنګسونو پراختیا له اقلیمي بدلون سره اړونده ده.

د ناروغیو لېږدونکي (ناقلین) د دغه ډول ناروغیو د محدودې د پراختیا او زیاتوالي مهم عاملین دي. که چېرې یو لېږدونکی د اقلیمي بدلون له امله خپل فعالیت زیات کړي، دا نو بیا د ناروغۍ په انتقال اغېز کوي. له دې سره هم دا ستونزمنه ده څو په دقیقه توګه طبقه بندي شي چې ولې د دغو ناروغیو محدوده بدلون کوي او د ککړتیا زیاتوالی رامنځته کېږي، ځکه چې د اقلیمي بدلون سربېره یو شمېر نور عوامل لکه د انسانانو کډوالي، بېوزلي، د زیربناوو کیفیت او د ځمکې څخه د ګټنې ډول په هغو کې اغېز لري، خو بیا هم اقلیمي بدلون په کې یو له مهمو عواملو څخه دی.

د اقلیمي بدلون له امله د هوا په حالاتو کې شدید بدلونونه هم د دغه ډول ناروغیو په خپرېدو کې مرسته کوي. سېلابونه د اوبو د ککړېدو لامل ګرځي او د کولرا د وبا په څېر ناروغیو د زیاتوالي لامل ګرځي. د هوا په حالاتو کې دغه شدید بدلونونه د خوراکي موادو د ککړتیا لامل هم ګرځي، سربېره پر دې کولای شي له یوې سیمې څخه بلې ته ناروغۍ هم ولېږدوي.

ملاریا

د ورښت زیاتوالی کولای شي د میاشو شمېر په غیرمستقیمه بڼه د اوبو د ډنډونو او د هغو لپاره د خوراکي توکو په زیاتوالي سره ډېر کړي. ملاریا چې هر کال یې له امله شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ ماشومان (له پنځو کلونو کوچني) مري، د تبې د شدت پر مټ د ناروغ ژوند ته شدید ګواښ رامنځته کولای شي. یو شمېر موډلونو په محافظه کاره بڼه څرګنده کړې چې د اقلیمي بدلون له امله به تر ۲۱۰۰ زکال پورې په ملاریا باندې د اخته کېدو ګواښ له ۵٪ څخه ۱۵٪ ته لوړ شي. په افریقا کې د ملاریا د ګواښ د نقشې جوړونې د پروژې (MARA Project) پر بنسټ یوازې په افریقا کې تر ۲۱۰۰ زکال پورې په دغه ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ په میاشت کې په سړي سر کچه له ۱۶٪ څخه تر ۲۸٪ ښوول شوی.  

اقلیم د ملاریا په څېر ناقل لرونکو ناروغیو په لېږد کې پام وړ اغېز لرونکی محرک دی. ملاریا په ځانګړې توګه د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې حساسه ناروغي ده ځکه چې د هغو لېږدونکې میاشه د خپل وجود د داخلي تودوخې د تنظیم میکانیزم نه لري. دا څرګندوي چې ډیر محدود اقلیمي شرایط شتون لري چې په هغو کې رنځ زېږونکی (ملاریا) او ناقل (میاشه) کولای شي ژوندي پاتې شي، نسل تولید کړي او کوربه په ناروغۍ اخته کړي. ناقل لرونکې ناروغۍ لکه ملاریا ځانته جلا ځانګړنې لري چې د رنځ زیږونکي د رنځ زیږولو وړتیا ټاکي. په دغو کې د بقا کچه، د ناقل د نسل تولید، د ناقل د فعالیت کچه (چیچل یا تغذیه) او په ناقل یا کوربه کې د رنځ زیږونکي د ودې چټکتیا او نسلي تولید شاملېږي. په اقلیم کې بدلونونه په پام وړ کچه د هغو د نسل په تولید، پراختیا، توزېع او فصلي انتقال اغېز کوي.

ملاریا هغه پرازیټي (عفوني) ناروغي ده چې د میاشې پر مټ لېږدول کېږي او د انسانانو او حیواناتو په ګډون د پلازمودیم لرونکو د کورنۍ د ټولو ژوندیو موجوداتو مایکرو ارګانېزمونو ته لار موندلای شي. دغه ناروغي د پرازیټ لېږدونکې یوې ښځینه میاشې د چیچلو پر مټ پیلېږي او پرازیټ د خپلې خولې د مایع پر مټ د کوربه د وینې سیسټم ته رسوي. دغه پرازیټ بیا د وینې د جریان پر مټ ځان جګر ته رسوي او هلته بیا بلوغ ته رسي او نسل تولید کوي. د دغې ناروغۍ په علایمو کې تبه، سرخوږی، لړزه او د وینې کمښت شاملېږي چې په شدیدو مواردو کې کېدای شي ناروغ کوما یا مرګ ته ورسوي. «په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳.۲ میلیارده وګړي – د نړۍ د ټولو وګړو د شمېر نږدې نیمايي کچه – د ملاریا له ګواښ سره مخ دي. په ۲۰۱۵ زکال کې د ملاریا د مواردو شمېر نږدې ۲۱۴ میلیونه او له امله یې د مړو شوو کسانو شمېر هم شاوخوا ۴۳۸۰۰۰ تنه وښوول شو.

سرچينې

Tags:

اقلیمي بدلون او عفونتي ناروغۍ لاملونهاقلیمي بدلون او عفونتي ناروغۍ ملاریااقلیمي بدلون او عفونتي ناروغۍ سرچينېاقلیمي بدلون او عفونتي ناروغۍ

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

بوديزمرونالډ ریګنعبدالقادرنوحد کورینتیانو جګړهچک جمهوریت9 اکتوبرحقوقټرانزېسټورهوا او فضا کې د الوتنو مطالعهسیرت النبی سوال او ځوابکوچنی اخترهنرونهپېچ درهمجاور احمد زيارمولانا بجلی ګهرد انګلستان دوم چارلزسردار محمد عزيز خانخواجه محمد بنکښپیت کرن ټاپوګانمړینهګوجرپير روښانعطارداستنبول میٹروپښتونخواابن سينا بلخيمصنوعي ځيرکتیاروسیهجودی لین اوکیفهندمورا (ژبه پوهنه)عبدالمنان ارغندخوست ولايتدهوا ککړتيااندونیزیایي ژبهزوکړهبرېښنايي نقلیه وسایطالکساندر هميلټنکېمیاگر ناولشمس الدین کاکړد افغانستان د خپلواکۍ ورځمحمود خان اڅکزیویتناماحمدولي بارکزیسردار عزيزالله خان ضياييقمارليموکیمیاانفلاسيوند ويانا کانګرسوالټ ډيسني شرکتپير محمد کاکړمعاصره فلسفهګانميډلومړی مخرسولسردار نصرالله خانلاجوردد ايټالیا اتحادتشیالیونیميدان وردگ ولايتښوونځیپه دویمه نړیواله جګړه کې ښکېل هېوادونهد چین تاریخروژه (مياشت)پښتو ابېڅيخروټينیټفلیکسد انګلستان پاچا لومړی ریچارد🡆 More