هند

هند چې رسمي نوم يې د هندوستان جمهوريت دی، په سويلي اسيا کې پروت هېواد دی.

Horizontal tricolor flag bearing, from top to bottom, deep saffron, white, and green horizontal bands. In the center of the white band is a navy-blue wheel with 24 spokes. بيرغ هند نښان
Image of a globe centred on India, with India highlighted.
Image of a globe centred on India, with India highlighted.
نخشه
موقعيت
حکومت
 -  ولسمشر رام نات کوويند
 -  نايب ولسمشر وينکایا نايدو
 -  لومړی وزير نريندر مودي
 -  لويه قاضي رنجن ګوګی
 -  قومي اسمبلۍ سپيکر سوميترا مهاجن
Legislature د هند پارليمان
 -  Upper House راجيه سبا
 -  Lower House لوک سبا
جوړښت
 -  ډومينين 15 اگست 1947 
 -  جمهوريت 26 جنوري 1950 
ارتوالی
 -  ټولټال ۳,۲۸۷,۵۹۰ کيلومتر2 (7م)
۱,۲۶۹,۳۴۶ sq mi 
 -  اوبه (%) 9.6
د وګړو شمېر
 -  2011 census 1,210,193,422 (دوېم)
د وخت سيمه (UTC+05:30)
د انټرنټ مخکښ شپول .in
پيل ګڼ +91

د ځمکې له پلوه اووم ستر هېواد دی، د نفوسو له پلوه په نړۍ کې دويم ستر هېواد دی او د نړۍ په کچه ستره ديموکراته ټولنه لري. سويل ته يې دهند سمندر، سويل لوېديځ ته يې عربي سمندر او سويل ختيځ ته يې د بنګال ابنا پرته ده، لوېدیځ ته له پاکستان سره ځمکنۍ پوله لري. چين، نيپال او بوټان يې شمال ته دي، بنګله ديش او ميانمار يې ختيځ ته پراته دي. په هند سمندر کې، هندوستان د سريلانکا اومالديف په ګاونډ کې پروت دی؛ اندامان او نيکوبار ټاپوګان يې له تايلينډ، ميانمار او اندونيزيا سره سمندري پولې لري.

د هند نيمه لويې وچې ته عصري انسان له افريقا نه له ۵۵۰۰۰ کاله نه مخکې رارسېدلی دی. د دوی اوږد نيواک چې په لومړيو کې د ښکاريانو د جلا جلا ډلو په ډول و، دا سيمه په لوړه کچه متنوعه کړه او د انسان په جينتيکي تنوع کې یې له افريقا نه وروسته دويمه سيمه ده. ۹۰۰۰ کاله مخکې په دې نيمه لويه وچه کې اوسېدونکي انسانان د سيند په لوېدیځو څنډو کې راڅرګند شول او له میلاد مخکې په درېيمه زريزه کې دا خلک کرار کرار د سیند درې په مدنيت واوښتل. له میلاد مخکې په ۱۲۰۰ کې، د سنسکريت يو لرغونی ډول چې د اندو-اروپايي ژبو نه يوه ده، له شمال لويديځو برخو نه په هند کې خپره شوه او د ریګويدا ژبې په بڼه څرګنده شوه، په دې ډول په هندوستان کې د هندويزم پيل ثابت شو. د هندوستان دراويدي ژبې د دې سيمې په شمالي او لوېديځو سيمو کې ځای پر ځای شوې. له میلاد مخکې په ۴۰۰ کې، په هندويزم کې ډلبندي او شړل راپورته شول، بوديزم او جينيزم راپورته شول، او دوی له وراثت سره له اړيکې پرته د ټولنيز نظم اعلان وکړ. لومړي سياسي جوړښتونه د ماوريا او ګويتا سترواکيو د جوړېدو لامل وګرځېدل چې د ګنګا سيند په حوزه کې يې مرکزيت و. په ګډه سره د دوی پړاوونه له پراخو نوښتونو نه ډک وو، خو په همدې موده کې د ښځو ځای مخ پر ځوړ ولاړ او همدا پړاوونه د يوه چا نه لمس کولو نظر د عقايدو په يو منظم نظام کې شامل شو. په سويلي هندوستان کې، منځنيو سلطنتونو د سويل ختيځې اسيا سلطنتونو پر لور ، دراويدي ژبې او مذهبي کلتورونه ولېږدول.  

د منځني پړاو په لومړيو کې، مسيحيت، د اسلام سپېڅلي دین، يهوديت او زردشتي دين د هندوستان په سويلي او لوېديځو څنډو کې رېښې وکړې. د مرکزي اسيا مسلمانو پوځونو په پرله پسې ډول د هندوستان شمالي اوارې سيمې ونيولې او په پايله کې يې د ډیلي سلطنت جوړ کړ او په دې توګه يې شمالي هندوستان په منځنيو پېړيو کې د نړيوال اسلام شبکو ته راکش کړ. په پنځلسمه پېړۍ کې، ويجاياناګارا سترواکۍ د هند په سويل کې د اوږدې مودې يوهندو کلتوري جوړښت رامنځ ته کړ. په پنجاب کې سيکيزم سر راپورته کړ چې اساسي دين يې رد کړ. په ۱۵۲۶ز کال کې مغول سترواکۍ د دوه پېړيو لپاره د نسبي سولې پړاو پيل کړ او تر شا يې د ابادۍ يو روښانه تاريخ پرېښود. له دې وروسته، کرار کرار د بریتانیې ختيځ  هندوستان کمپني واکمني پراخه شوه او هندوستان يې په يوه اقتصادي مستعمره بدل کړ، خو د هند واکمني يې هم خوندي کړه. په ۱۸۵۸ز کال کې د بریتانیې د تاج واکمني پيل شوه. هغه حقوق چې له هندوستانيانو سره يې ژمنه شوې وه، کرار کرار ورکړل شول، خو تيکنالوژيکي بدلونونه معرفي شول او د زده کړې، عصريت او عامه ژوند نظرياتو هم رېښې پيدا کړې. يو مخکښ ملتپاله خوځښت سر راپورته کړ، خو د عدم تشدد په مقاومت پېژندل کېده او په هندوستان کې د بریتانیې واکمنۍ ته د پای ورکولو بنسټيز لامل وګرځېد. په ۱۹۴۷ز کال کې د بریتانیې هند سترواکۍ په دوو خپلواکو واکمنيو ووېشل شوه، يو يې د هندو اکثريت قلمرو هندوستان و او بل يې د مسلمان اکثريت قلمرو پاکستان و، په دې موده کې بې ساري ځاني تلفات او سترې کډوالۍ رامنځ ته شوې.

هند له ۱۹۵۰ز کال نه يو فدرالي جمهوريت دی، چې په يوه دموکراتيک پارلماني نظام اداره کېږي. دا هېواد يوه تکثيري، ګڼ ژبې او ګڼ توکمې ټولنه لري. د هندوستان نفوس چې په ۱۹۵۱ز کال کې ۳۶۱ ميليونه و، په ۲۰۱۱ز کال کې يو اعشاريه دوه سوه او يوولس ميليارده ته ورسېد. په همدې موده کې، د دې هېواد د يوه تن پر سر عايد په کال کې له څلور شپېته امريکايي ډالرو نه ۱.۴۹۸ امريکايي ډالرو ته ورسېد، د سودا درجه يې له ۱۶.۶ سلنې نه ۷۴ سلنې ته لوړ شو. په ۱۹۵۱ز کال کې  له یو څه بې وزله هېواد نه، هندوستان د چټکې ودې په ستر اقتصاد او د معلوماتي تيکنالوژۍ چوپړتياوو په دروازه بدل شو، په داسې حال کې چې منځنۍ طبقه يې مخ په پراختيا ده. هندوستان فضايي پروګرام لري، چې له ځمکې بهرګڼ طرحه شوي ماموريتونه لري. هندي فلمونه، موسيقي او روحاني زده کړې په نړيوال کلتور کې مخ پر زياتېدو نقش لوبوي. هندوستان د بې وزلۍ په کچه کې د پام وړ کمښت راوستی، که څه هم دا چاره د اقتصادي نابرابرۍ د زياتوالي په بیه تر سره شوې ده. هندوستان هستوي وسلې لري، په همدې بنسټ دا هېواد د نظامي لګښتونو په لوړه درجه کې دی. له ګاونډيانو پاکستان او چين سره د کشمير پر سر لانجې لري، کومې چې د شلمې پېړۍ له نيمايي نه، نه دي حل شوې. هغه ټولنيزې اقتصادي ننګونې چې هند ورسره مخامخ دی، جنسي نابرابري، د کوچنيانو خوارځواکي او د هوا ککړتيا د کچې لوړېدل دي. د هندوستان ځمکه د ژوند د څلورو ډولونو په لرلو سره ډېره متنوعه ده. ځنګلونو د هندوستان يو وېشت اعشاريه اووه سلنه ځمکه پوښلې ده. د هندوستان د وحشي حيواناتو له ژوند نه چې په دوديز ډول ورته په هندي کلتور کې د زغم په سترګه کتل کېدل، په دې ځنګلونو او نورو سيمو کې په خوندي شوو استوګنځايونو کې پالل کېږي.

رېښه

د اکسفورډ انګليسي ویي پانګې په استناد: (درېيم چاپ ۲۰۰۹ز)، هند نوم د کلاسيکي لاتيني ژبې له ويي هند نه اخستل شوی، په دې نوم سره سويلي اسيا او د دې سيمې ناټاکلو ختيځو سيمو ته کارېده او په دې ډول په پرله پسې ډول مشتق شوی له: د لرغوني يوناني هلنيستي؛ له لرغونې فارسي هندوش نه کوم چې د هخامنشي سترواکۍ ختيځ ولايت و او په پايله کې هغه چې دې ته ډېر نژدې دی، د سنسکريت ژبې سينډوس يا «درياب» نه اخستل شوی، په ځانګړي ډول د سیند سيند او په ضمني ډول د هغې د ښه مېشت شوي سويلي حوزې نه. لرغونو يونانيانو هنديانو ته د اندويي Indoi چې ژباړه يې ده «د سیند خلک» ويل.

د بهارت اصطلاح هم، په هندي حماسي شاعرۍ کې څرګنده شوې او هم د هندوستان په اساسي قانون کې، له دې اصطلاح نه په يو څه بدلونونو په ډېرو هندي ژبو کې کار اخستل کېږي. د تاريخي نوم بهارتوارشا يوه نوې ژباړه، کوم نوم چې په اصل کې شمالي هند ته کارول کېږي، بهارت د نولسمې پېړۍ په منځ کې د هند لپاره د يوه لرغوني نوم په توګه ډېر ارزښت خپل کړ.

هندوستان د هند يو منځنی فارسي نوم دی، د مغولو د سترواکۍ پر مهال رواج شوی او تر اوسه په پراخه کچه کارول کېږي. معناوې يې بېلا بېلې کېږي، د اوسني هند شمالي سيمو او پاکستان يا ټول هند ته کارول کېږي.

تاريخچه

لرغونی هندوستان

۵۵۰۰۰ کاله مخکې، لومړی عصري انسان يا هومو ساپينس له افريقا نه د هند نيمه لويې وچې ته ورسېدل، چېرې چې له دې مخکې دوی تکامل موندلی و. په سويلي اسيا کې د لومړي عصري انسان پاتې شونو تاريخ ۳۰۰۰۰ کاله مخکې وخت ته رسېږي. له میلاد مخکې له ۶۵۰۰ کاله نه وروسته، د خوراکي توليداتو او څارويو پالنې، دايمي جوړښتونو جوړښت او د کرنيزو اضافي توکو زېرمه کولو شواهد په مهرګړ او نورو سيمو کې څرګند شوي دي چې، دا سيمې اوس د پاکستان د بلوچستان اړوند دي. دا حالت کرار کرار د سیند په مدنيت کې وده وکړه، کوم چې په سويلي اسيا کې لومړی ښاري تمدن و او له میلاد مخکې په ۲۵۰۰-۱۹۰۰ کې غوړېدلی وچې د اوسني پاکستان او لوېديځ هندوستان په مربوطاتو کې يې موقعيت درلود. د موهنجداړو، هړپا، دهولاويرا او کالي بينګن په څېر ښارونو په مرکزيت او په ډول ډول خوراکونو تکيه کولو سره دا تمدن د لاسي صنايعو په توليد او پراخه سوداګرۍ کې ښکېل و.

آيالاتونه

جغرافیه

تاریخ

کلتور

اقتصاد

آرپوهه

د هند نوم د لرغونې پاړسي ژبې د لغت هندو, او د سانسيکرت د ژبې لغت سندو, نه راوتلی. سندو په پخوانيو تاريخي ليکنو کې د اباسيند د رود نوم دی. لرغونو يونانانو هندوان د اندوی (Ινδοί) په نامه پېژندل، چې د دغه نوم مانا د انډس د رود يا د اباسيند د رود خلک دی. د هند اساسي قانون او د هند په بېلابېلو ژبو کې د بهارت نوم هم د دغه هېواد لپاره د يوه رسمي نوم په توگه کارېدلی. د بهارت نوم د هند د افسانوي پاچا بهارتا له نوم نه سرچينه اخيستې. بل نوم چې د هند لپاره کارېږي هغه د پارسي ژبې نوم هندوستان دی چې د دغه لغت مانا د هندوانو خاوره يا د هندوانو زمکه ده.

يادښتونه

Tags:

هند رېښههند تاريخچههند آيالاتونههند جغرافیههند تاریخهند کلتورهند اقتصادهند آرپوهههند يادښتونههند

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ګوجري ژبهناپليون بوناپارتفقهاډولف هټلریهودغصبد وېلس برجذوالقرنينروسي ژبهاېريل شارونپلان جوړونهلکۍ لرونکی ستوریپير روښانپيسېاستعارهجنرال عبدالملکافغان کورنۍ جګړه (۱۹۸۹ – ۱۹۹۲)د خلق ډموکراتيک ګوندستالینېزمفوټبالبرازیلمطالعهد موسيقۍ کيبورډدپښتو اصل او ريښهسود ( ربا )نیو مکسیکواموي خلافتپه افغانستان کې د آی اس آی فعالیتونهډېلي ټيليگرافعشره مبشرهاروآسیایي جي جاقپېغلتوبلاس انجلسدايکندي ولايتد زهل سیارې کړۍورځپاڼهمتلدرملگريالمیرا شریفی مقدمافغانپښتو متلونهډونالډ ټرامپټکنالوجيد شوروي اتحاد فدراتیف سوسیالیست جمهوریتطبي بوټيپروټينتاریخ کښنهمینیوپزشیخ بن ابی بکر الشاطريزړهلوګیاورګاسمخوست ولايتسيف الرحمان سليمد تکفير د خپراوي په انکار کې د سترو مشرانو ويناوېبوديزموېليم جېمزبابلد اوکام اُستُره (چاړه)اريايي ژبهمالیهانساني حکمتاسلامي دولت – خراسان ولایتمحمد اسماعيل يونسمنگان ولايت🡆 More