یورو (سمبول یې: € کوډ یې: EUR) د اروپایي اتحادیې له ۲۷ هېوادونو نه د ۱۹ هېوادونو رسمي پولي واحد دی.
د هېوادونو دا ډله د یورو زون یا یورو د سیمې په نوم یادېږي او شاوخوا ۳۴۳ میلیونه وګړي تر ۲۰۱۹ز کال پورې په کې مېشت وو. یورو، چې په ۱۰۰ سینټو وېشل شوې ده، د بهرنیو کرنسیو( اسعارو) په بازار کې د متحده ایالاتو له ډالرو نه وروسته دویم لوی او دویم ترټولو پراخ سوداګریزه کرنسي شمېرله کېږي.
د ا کرنسي، د اروپایي اتحادیې د بنسټونو، د څلورو اروپایي کوچنیو هېوادونو چې د اروپايي اتحادیې غړي نه دي، دبریتانوي بهرنیو سیمو، لکه: د اکروتیري او دیکیلیا او ه په یو اړخیز ډول د مونتینیګرو او کوسوو له خوا په رسمي ډول کارول کېږي. له اروپا نه بهر، د اروپايي اتحادیې د غړو ځینې ځانګړې سیمې، یورو د خپلې کرنسي په توګه کاروي. له دې سره، په ټوله نړۍ کې له ۲۰۰ میلیونه نه ډېر خلک، له یورو سره په تبادله کې اسعار کاروي.
د متحده ایالاتو له ډالرو نه وروسته، یورو دویمه لویه کرنسي ده، چې د نړۍ د مرکزي بانکونو له خو د کرنسیو د زیرمو په توګه ساتل کېږي او په نړۍ کې دویمه کرنسي ده چې په سوداګریزه برخه کې په پراخه کچه کارول کېږي. د ۲۰۱۹ ز کال د دسمبرمیاشتې را په دې خوا، له ۱.۱۳ ټریلیون نه ډېره یورو په جریان کې وه او د یورو بانکنوټونه او سیکې په ګډه سره په نړۍ کې تر ټولو ډېرې په جریان کې پیسې ګڼل کېږي.
د یورو نوم په رسمي توګه، په مادرید کې د ۱۹۹۵ ز کال، د دسمبر د میاشتې په مه ۱۶ نېټه ومنل شو. یورو د نړۍ مالي بازارونو ته د شمېر د واحد په توګه، د ۱۹۹۹ ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه وړاندې شوه، چې د اروپا د کرنسۍ د پخواني واحد (ECU) یې د ۱:۱ نسبت پر بنسټ (۱.۱۷۴۳ ډالره) تبدیل کړ. د یورو سیکې او بانکنوټونه، په فزیکي ډول د ۲۰۰۲ ز کال د جنوري په ۱ نېټه، د بازار جریان ته ننوتل، چې د اروپایي اتحادیې د اصلي غړو د ورځنۍ راکړې وکړې پیسې برابروي او د ۲۰۰۲ ز کال تر مارچ پورې یې ،په بشپړه توګه د پخوانیو کرنسیو ځای ونیو. په داسې حال کې چې له دوو کلونووروسته، (۲۰۰۰ کال د اکتوبر ۲۶) یورو، ۰.۸۳ امریکايي ډالرو ته را ولوېده، ، د ۲۰۰۲ ز کال له ورستیو نه را په دې خوا، په سوداګرۍ کې له امریکايي ډالرو نه پورته تللې ده، چې د ۲۰۰۸ ز کال د جولای په ۱۸مه نېټه یې ۱.۶۰ امریکايي ډالرو ته پورته شوه او له هغې راهیسې خپل لومړني نرخ ته د را ګرځېدو په حال کې ده. د ۲۰۰۹ ز کال په وروستیو کې، یورو د اروپا د حاکمیت ، د پور په ناورین کې ډوبه شوه، چې په پایله کې یې د اروپا د مالي ثبات اداره او د پیسو د ثبات او پیاوړتیا نورسمونونه منځ ته راغلل.
یورو په فرانکفورت کې د اروپا د مرکزي بانک (ECB) او د یورو سیستم (چې د یورو سیمې د هېوادونو له مرکزي بانکونو نه جوړې شوې ډله ده) له خوا مدیریت او اداره کېږي. ECB د یوه خپلواک مرکزي بانک په توګه، انحصاري واک لري چې پولي سیاست ترتیب کړي. له بلې خوا یورو سیستم په ټولو غړو هېوادونو کې د بانکنوټونو او سیکې د چاپ، ضرب او وېش او د یوروزون د تادیاتو د سیستمونو د کړنو دنده په غاړه لري.
د ۱۹۹۲ز کال د ماستریخت تړون د اروپایې اتحادیې ډېری غړو هیوادونو ته سپارښتنه کوي چې د ځانګړو پولي او بودیجوي همغږو شرایطو سره سره سم یورو ومني، چې لا تر اوسه هم ټولو هېوادونو دا کار نه دی کړی. ډنمارک د معافیت په اړه بحثونه کړي، په داسې حال کې چې سویډن (چې په ۱۹۹۵ز کال کې د ماستریخت د تړون له لاسلیک نه وروسته یو ځای شو) په ۲۰۰۳ ز کال کې په غیر الزامي ټول پوښتنه کې یورو رد کړه او د یورو د بودیجوي او پولي شرایطو په نه پوره کولو سره یې دا مکلفیت رد کړ. ټولو هغو هېوادونو چې له ۱۹۹۳ ز کال نه را په دې خوا په اروپایي اتحادیه کې ګډون کړی دی، ژمنه کړې ده چې، په مناسب وخت کې یورو ومني. د ماستريخت تړون وروسته د نيس د تړون په پر بنسټ تعديل شو، چې د ماستريچ او روم په تړونونو کې يې را منځ ته شوې نیمګړتیاوې له مخې لرې کړې.
د ۲۰۰۲ ز کال د جنوري له لومړۍ نېټې نه را په دې خوا، هېوادنیو مرکزي بانکونو او د اروپایي اتحادیې مرکزي بانک په ګډه سره، د یورو بانکنوټونه صادر کړي دي. د یورو سیستم هېودني مرکزي بانکونه اړ دي چې د یوروهغه بانکنوټونه ومني چې د یورو سیستم د نوروغړو له خوا په جریان کې اچول شوي وي او دا بانکنوټونه د بېرته ګرځېدو وړنه ګڼل کېږي. د اروپایي اتحادیې بانک، د یورو سیستم له خوا د صادر شوو بانکنوټونو د ټول ارزښت ۸ سلنه خپروي. په عملي توګه، د اروپایي اتحادیې د بانک نوټونو د هېوادنیو بانکونو له لوري جریان ته سپارل کېږي، په دې توګه، د اروپایي اتحادیې د بانک په وړاندې د پور مکلفیت لري. دا مکلفیتونه، د اتحادیې د مرکزي بانک د اصلي بیا تمویل د نرخ په بنسټ سود را منځ ته کوي. پاتې ۹۲ سلنه، یورو بانکنوټونه د هېوادنیو بانکونو له لوري د اتحادیې د بانک د لومړنۍ پانګې د اړوندې ونډې په تناسب خپرېږي، چې د اروپایی اتحادیې نفوس، د ونډې او د اروپایي اتحاديې د جې ډي پي د ونډې پر بنسټ چې په مساوي توګه ارزښت ورکول کېږي، محاسبه کېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ېورو, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.