يو يمال (په انگرېزي: Avalanche) د غره له سر نه يا له يوې لوړې څوکې يا غونډۍ نه مخ په ځوړه د واورې چټکې ښويېدنې ته وييل کېږي چې د دغې ښويېدنې د پارېدنې سبب هم طبيعي او هم انساني کړه وړه کېدای شي.
يمال يو ډېر ويجاړونکې واوره ښويېدنه ده چې د دود له مخې په غرنيزو سيمو کې رامېنځ ته کېږي. د يمال د راپېښېدو او په کوزه سرعت هوا د اوبو سره گډولای شي. ډېر ځواکمن او ستر يمالونه د ځان سره د غرو کاڼي او گټ، ونې او نور بوټي د خاورو او ريښو سره يوځای د واورې د ښويېدنې په لور راباسي تر ليري واټنه يې لېږدوي. يمالونه د بهانده واورې نه جوړ شوي دي او د غر ښويېدنې، خاورې ښويېدنې او د واورې د گينگړو د راولېدلو سره توپير لري. د نورو طبيعي پېښو په پرتله چې د ناورينونو سبب گرځي، يمالونه کله نا کله، ناڅاپي او په ناټاکلو ځايونو کې نه رامېنځ ته کېږي. يمالونه د ځانگړو غرونو د هغو لړيو پورې اړونده دي، چې واوره پکې اوري او د واورې کچه پکې ډېرېږي او د ولاړې واورې ډېرۍ لاپسې ډېرېږي. په غرنيزو سيمو کې يمالونه د خلکو ژوند او ژواک ته تر ټولو جدي او لوی خطرونه پېښوي چې د ويجاړۍ او تباهۍ کچه يې تر دې وي چې د غرونو د سر واورې تر ډېر ليري واټن او په سرعت سره د مېشتو سيمو په سر خپروي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article يمال, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.