جنرال سردار عبدالقدوس خان (۱۸۴۵ ز.
- ۱۶ د مارچ، ۱۹۲۸ ز. ) لقب اعتماد الدولة د امير حبيب الله خان د واکمنۍ په وخت کې وزير د دربار و. هغه له ۱۹۰۵ ز. - ۱۹۰۶ ز. او بيا له ۱۹۱۹ ز - ۱۹۲۰ ز. د افغانستان لومړی وزير هم پاتې شوی. هغه د افغان-انگرېز په درېمه جگړه کې فعاله برخه اخيستې او د افغانستان لوېديځ سمت نه يې دفاع کوله. کله چې هغه په ۲ د اکتوبر، ۱۸۸۱ ز. کال کې هرات فتح کړ او سردار محمد ايوب خان يې ايران ته وشاړه نو د امير عبدالرحمن خان لخوا ورته د اعتماد الدولة لقب ورکړ شو.
سردار عبدالقدوس خان د سردار سلطان محمد خان زوی و.
عبدالقدوس خان ډېرې ماندينې درلودې، لومړنۍ ماندينه يې بختور بېگم نومېده، دويمه ماندينه يې شايسته بېگم، د عبدالقيوم خان لور وه، درېمه يې بلقيس بېگم يوه هراتۍ وه، څلورمه يې تاجور بي بي جهان، د سردار محمد علي خان او فاطمه بېگم لور وه. پينځمه ماندينه يې بي بي گل پري يوه نورستانۍ وه، شپږمه يې بي بي طوطي يوه هزاره گۍ وه، اوومه ماندينه يې بي بي گل شان يوه هزارگۍ، اتمه مانديه يې بي بي گل افروز يوه هزراه گۍ نهمه ماندينه يې بي بي نارنجه، لسمه ماندينه يې بي بي شگوفه يوه هزاره گۍ وه.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سردار عبدالقدوس خان, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.