د منجمنټ اساسات: ټولو دوستانو ته دغه معلومات دالی کوم

مدیر څوک دئ ؟ مدیر په لغت کي اداره کونکی او لارښود ته وایي او په اصطلاح کي مدیر هغه شخص دئ چي د یوې ډلي(ټیم) کاري مسؤلیت په غاړه ولري.

کامیاب مدیر کومی ځانګړتیاوی لری؟ کامیاب مدیر هغه څوک دئ، چي خپل ټول فکر او غم د هدف د تر لاسه کولو په لار اچوي یاني همېشه د هدف د تر لاسه کولو په فکر کي وي، کامیابه مدیران دوه لاندنۍ ځانګړتیا وي لري: ۱.سپارل سوي کارونه او دندي سم تر سره کوي. ۲.دندي او کارونه له تر ټولو کم فشاره او اسانه لارو څخه تر سره کوي. مدیریت څه ته وایي ؟ مدیریت په لغت کي اداره کولو او په یوه اداره کي لارښوني ته وایي او په اصطلاح کي مديریت هدف ته درسېدو لپاره د انساني او مادي منابعو همږغي کول دي تر څو په حداقل مصارفو او کمترین وخت کي خپل هدف ترلاسه کړي. یا په بل عبارت مديریت د ادارې د ارکانو (هدف، پلان، وظایف او منابعو ) تنظمول او سازماندهي کولو ته وایي. سیستم څه ته وایي؟ سیستم د یوې ادارې د ټولو هغه داخلی ارګانونو او ډیپارټمنټونو څخه عبارت دئ، چي ځانګړو او ګډو اهدافو ته د رسېدو لپاره له یو لړ مشخصو قواعدو او مقرراتو څخه پیروي کوي اوپه ګډه یو له بل سره کار کوي. سیسستم په دوه ډوله دئ، یو یې د خلاص سیستم په نوم یادیږي چي له خارجي محیط سره اړیکي لري او بل یې د تړلي چي د خلاص سیستم معکوس دئ. ستراتیژي څه ته وایي؟ ستراتیژی عبارت له هغه جامع، واحد او بشپړ پلان څخه ده چي د هغه په واسطه د یو سازمان یا ادارې اساسي اهداف تعنیږي. یا په بل عبارت ستراتیژي عبارت له هغه جامع پلان، پالیسوو او فعالیتونو څخه ده چي د یو سازمان داساسي اهدافو د تر لاسه کولو لپاره تعینیږي. پلان څه شی دئ؟ هدف ته په منظم اوسیتماتیکه توګه د رسېدو لپاره له مخکنۍ طرحي څخه عبارت دئ، یا په بل عبارت په منظمه او سیستمتاتیکه توګه هدف ته د رسېدو لپاره مخکنۍ طرحي ته پلان ویل کیږي.

پلان دوخت په اساس په درې ډوله دئ

۱.لنډ مهاله پلان ۲.مینځ مهاله پلان ۳.اوږد مهاله پلان تشکیل څه شی دئ؟ په یوه اداره کي د وظایفو وېش، د صلاحیتونو او مسولیتونو حدود ټاکل د سلسله مراتیب او په یوه اداره کي د واحدونو ترمینځ منطقي اړیکیو ټاکلو ته تشکیل ویل کیږي. لاندي درې ټکي په تشکیل کي ډیر اړین دي: ۱.د دندو ویش ۲.د صلاحیت او مسولیت د حدودو ټاکل ۳.د واحدونو ترمینځ منطقی روابط ټاکل د ادارې تعریف؟ اداره عبارت له هغه ټولنیز نظام او د ځانګړو مېتودونو له طرحي څخه ده چي په هغه کي یو زیات شمېر وګړی د نسبتاً مشخصو اهدافو د لاسته را وړلو په موخه د یو لړ پېچلو او مغلقو دندو په تر سره کولو کي بوخت دي.

اداره او منجمینت لاندي عناصر لري:

۱.هدف ۲.منابع ۳.موثریت یا Effectiveness ۴.مثمیریت یا Efficiency ۵.داخل لوری(جوانیب ذیدخل)Stockholders هدف څه ته وایي؟ هدف له هغه مطلوبي نتجې څخه عبارت دى، چي د ادارې د ټولو کړنو تمرکز په هغه لوري وي(په هماغه استقامت سوق کیږي) هدف باید لاندي ځانګړتیاوي لري: ۱.واضح او څرګند وي ۲.د اندازې وړ وي ۳.دلاسته راوړلو وړ وي ۴.واقع بینانه وي ۵.د زماني محدودت درلودونکی وي(یاني لاسته راوړل یې په یو مشخص زمان کي تعین سوی وي)

سرچینې څه ته وایي؟

سرچینې د یوې ادارې له مادي اومعنوي پانګي څه عبارت دي، چي لاندي ډولونه لري: ۱.فزیکي سرچینې ۲.مالي سرچینې ۳.انساني سرچینې ۴.غیري محسوسي سرچینې.

موثریت(Effectiveness) څه ته وایي؟== موثریت د کارونو په ښه توګه اجرا کولوته وایي، چي زموږ سره د یوې ادارې یا سازمان د اهدافو په ترلاسه کولو کي مرسته کوي، په مثریت کي د کیفت مسله زیاته مطرح ده. مثیریتEfficiency )) څه ته وایي؟ مثمریت د فعالیتونو په سمه توګه له اجرا څخه عبارت دئ، چي په پایله کي یې له کمي پانګي څخه په استفادې سره زیات محصول په لاس راسي یاني هغه وخت په کارونو کي مثمریت سته چي محصول پکښي نسبت عامل ته زیات وي(output: input)یې لوی وي. په مثمریت کي دغه ټکي ډېر د پام وړ دي : ۱.کمیت ۲.قیمت ۳.وخت

یوه سالمه اداره کومي ځانګړتیاوي لري؟

۱.چي په اداره کي له ټول اداري اصولو، مقرراتو او قواعدو څخه پیروي لازمي وي. ۲.تشکیل پکښي باید له ټولو اداري اړتیاوو سره سم وي، او د ادارې له اصلي اهدافو او دندو سره همږغي وي او په اداره کي له تشکیلاتي تورم(پاړسوب) څخه مخنوی وکړي. ۳.د کارکونکو په انتخاب انتصاب او تغییر کي باید د ادارې د مهمو اصولو څخه کار واخستل سي لکه د تعادل اصل، تخصص، مثریت، مثمیریت، انساني اړیکي او اداري سلسله مراتیب باید مراعت سي. ۴.اداره باید له کاري تقلب، استفاده جویي، رشوت اخستلو او بیروکراسۍ (کاغذ پرانی)څخه پاکه وي. ۵.د کارسپارل د هغه اهل ته ۶.په اداره کي همږغي، د کنترول او رهبرۍ ښه سیستم او د مدریت له ټولو اصولو څخه پیروي کول. د اداری اساسی اصول کوم دی ؟ ۱.د همږغۍ اصل او د هدف یوالی ۲.د سلسله مراتیبو اصل ۳. دتخصص اصل ۴.د دستور ورکول یوالی ۵.د نظارت اصل ۶.دصلاحیت اومسولیت اصل ۷.د تعادل اصل ۸.د انعطاف پزیرۍ اوتداوم اصل ۸.کاریتوب(اصل کارایۍ)اصل. د مدیرانو اومنیجرانو لوی دندی کومی دی ؟ ۱.پلان جوړونه ۲.استخدام ۳.سازماندهي ۴.رهبري ۵.کنترول.

پلان جوړونه څه ته وایي؟

پلان جوړونه هغه پروسه ده، چي په هغه کي د اهدافوتشخیص او تعریف کیږي، دفعالیتونو تعین او د هغوئ لپاره زماني جدول ټاکل، د یو مطلولوب حالت ټاکل او تعین شوو اهدافو ته د رسیدو لپاره وسایل په ګوته کول او ډیر دقیق ډول د مصارفو سنجول او دمصارفو شرحه ترتیبول. پلانګذاري مناسب تصمم نیولو ته اړتیا لري.

سازماندهی څه ته وایی؟

۱.د اړتیا وړ فعالیتونو تنظم او تشخص. ۲.د هغه فعالیتونو ګروپ بندي کول چي اهدافو ته د رسېدو په لاره کي ورته ضرورت وي. ۳.د یو ګروپ فعالیتونو مسولیت یو مدیر ته چي لازم صلاحیت ورکړل سوی وي سپارل. ۴.د فعالیتونو د تنظم لپاره د فعالیتونو په مینځ کی همږغي راوستل، هغه که په عمودي توګه وي او که په افقي توګه وي. ۵.د دې خبري واضح کول چي څوک باید کوم کار تر سره کړي. ۶.کوم شخص دکوم نتایجو د په لاس راوړلو مسولیت لري. ۷.د سازمان اهدافو ته د رسېدلو تنظم او زمینه برابرول. ۸. د یوسیستم رامینځ ته کول، تر څو د کاري منازعاتو په له مینځه وړلو کي مرسته وکړي.

رهبری څه ته وایي؟

رهبري د افرادو په ډلیزو فعالیتونو د اثر اچولو له پروسې څخه عبارت ده چي په یو معین حالت کي اهدافو ته درسېدولو لپاره مرسته (تشریک مساعی)کوي، په رهبرۍ کي په نورو باندي د نفوذ لرل په داسي توګه چي هغوئ د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره سره یو کړی ډېر مهم دئ. یو رهبرباید لاندی خصوصیات ولری: ۱.لیرلیدنه ۲.اجتماعي والی ۳.په عمل کي ابتیکار ۴.قوي اراده ۵.په خپل نفس اعتماد لرل ۶.د دندو د تر سره کولو له ډول څخه خبرېدل۷.محبوبت ۸.انعطاف پزیري ۹.رواني روغتیا لرل ۱۰.د همکارۍ ځای درک کول. کنترول څه ته وایي؟ کنترول هغه پروسه ده چي په هغه کي تر سره سوی کارونه له پلان سره پرتله کیږي چی ایا تر سره سوي کارونه د پلان مطابق دي که نه دي ، کنترول په حقیقت کي د ادارې د فعالیتونو په دوامداره توګه د اصلاح کولو په موخه په نظر کي نیول کیږي. کنترول د ادارې په کارونو کي پرمختګونه راښيي او د ادارې دفعالیت له شروع بیا تر اخیره پوري دواوم لري او حتا امکان لري، چی ورسته له فعالیته هم ادامه ولری. د کنترول ډولونه په لاندی توګه دي: ۱.له عمل څخه مخکي کنترول. ۲.دکار دجریان په وخت کي کنترول ۳.د فعالیت له ختمېدو وروسته کنترول(کنترول بعدي).

Tags:

د منجمنټ اساسات پلان دوخت په اساس په درې ډوله دئد منجمنټ اساسات اداره او منجمینت لاندي عناصر لري:د منجمنټ اساسات سرچینې څه ته وایي؟د منجمنټ اساسات یوه سالمه اداره کومي ځانګړتیاوي لري؟د منجمنټ اساسات پلان جوړونه څه ته وایي؟د منجمنټ اساسات سازماندهی څه ته وایی؟د منجمنټ اساسات رهبری څه ته وایي؟د منجمنټ اساسات

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

فلسفهکرينه کپوراستونيايي ژبهد خوست پاڅون (۱۹۲۴ – ۱۹۲۵ زکال)سترگهد افغانستان جگړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹)نغمهکاظم خان شيداځنډي اغېزمنتياباسکي ژبهکزاخي ژبهپښتورکيلمانځه ترجمهخېبر پښتونخوانهنگاسرائيلسيد مخدوم رهينطیب اغاد ملا صاحب سرایپاکستاند پښتو ژبې لومړنۍ لنډه کيسهنفوسمالیزیایي ژبهژان ژاک روسواوزبکي ژبهسردار محمد يوسف خاند کتاب نړيواله کره شمېرهحضرت یعقوب علیه السلام- پښتو داستاند افغانستان بيرغغزنويانغولول (جنسي تېری)صالح محمد هوتكپرمخ (جنسي عمل)د پیسو نړیوال صندقويکيخونديځصدیق الله رښتینواټسافسور (رنگ)افغانستان ته د اسلام راتگجرمپوهنهمکسيکوجنسي تېریدرمل جوړونهسردار سلطان محمد خانانسولينښوونځیاپي ژنټیکد کابل کندهار لویه لارپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهیغوري ژبهسردار پاينده خانيمنمحمد صدیق رازقي نړیوالشکوڼولسوالۍد یونېسکو نړیوال میراثمومندد امریکا انقلابسنهالي ژبههندي🡆 More