د مسيح حقيقي کليسا

د مسيح حقيقي کليسا يوه خپلواکه عيسوي کليسا ده چې په 1917 کال کې په بيجېنگ، چين کې جوړه شوه.

نن ددغې فرقې د غړو شمېره 1.5 ميليونو ته رسېدلې چې په پنځه څلوېښت بېلابېلو هېوادونو کې اوسېږي. دا کليسا د پروټېسټانټو عيسويانو يوې ډلې پورې تړاو لري. دوی د کرسمس او ايسټر لمانځنه نه کوي.

ددې کليسا لس بنسټيزې عقيدې پدې توگه دي:

مقدس روح

«.د مقدس روح نیول، چی په ټولو ژبو کی ویل شوی دی او نښانه تايید پردی دی چی مونږ وارثان د جنت یوو>>

باپټيزم

د تعمید غسل له اوبو سره، دا د گناهونو د بښلو او بیا رغولو لپاره یوه دیني لاره ده. د تعمید غسل باید چې په روانو اوبو کې ترسره شي لکه په سیندونو، ویالو او یا هم په چینو کې. تعمید ورکونکی چا چې پخپله مخکې یې د سپېڅلو اوبو په واسطه د تعمید غسل تر سره کړی دی نو دا کار د عیسی علیه السلام په نوم تر سره کوي. او څوک چې د تعمید غسل ترسره کوي باید چې په پوره ډول ټول وجود یې په اوبو کې دننه وي او خپل سره ښکته خواته ټیټ کړي.

د پښو پرېولل

دغه دپاکوالۍ دستور د عیسویانو نه پرته د سېکانو په دین کې هم شته چې بیا جرړه یې له هماغه عیسوي د پاکوالی دستور ته رسیږي. نن ورځ د دې غسل نسبت عیسویت ته کیږي ځکه په دې دین دا غسل له گناهونو څخه د پاکوالي موجب گرځي او د نوموړي معتقد کس پیوند د مړینې پر وخت له عیسی علیه السلام سره کیږي.

سپېڅلی گډون يا خبرې اترې

.د پاک خدای لاره ، مقدسه لاره ده چی په سبب د یاد راوړل د عیسی علیه السلام مړینی کیږی>> .دا کار باعث د دی کیږی چی د خدای لاره، چی زمونږ په جسم او روح کی یو ځای شی ، مونږ ابدی ژوند ته ورسیږو او د قیامت په ورځ بیا ژوندی شو «.کله چی دغه لاره ممکینه شی ، باید ترسره شی، او ددی لپاره یوه ټوټه ډوډی او انگور ته اړتیا ده

د سبات ورځ

«د یهودیانو د استراحت ورځ، د ونی وهمه ورځ ( شنبه)، د خدای له طرفه یوه مذهبی او مقدسه ورځ ده، چی په هغی کی دخدای د رحمت سیوری د پیدایشت او>> «.رستگاری جشن لپاره د آبدی او هوساینی ژوند د لاسته راوړلو په هیله>>

عيسی مسيح

« هغه کلمه چی د بشر په جسم کی داخل شوه، د دار پر سر د گناهکارانو د لمنځه وړلو په خاطر اعدام شو، په دریمه ورځ کی بیا ژوندی شو او آسمان ته وخوت. هغه د انسانانو له له جنسه څخه یوازینی ریښتنی ناجی دی ، د آسمانونو او ځمگی د پیداکونکی ریښتینی بنده دی.»

انجيل

« دا پر پخوانی او اوسنی وصیتونو ولاړ ، الهام نیونکی د پاک خدای څخه او یوازینی ریښتینی متن او د مسیح د پیروانو د ژوند معیار دی.»

ژغورل کېدنه

«.رستگاری د خدای د رحمت او بخښنی د دین په واسطه لاسته راوړل کیږی، مومنین باید پر مقدس روح ملاء وتړی تر څو د خدای په پاکی او بشردوستی پوه شی>>

کليسا

« دعیسی واقعی کلیسا، د عیسی مسیح علیه السلام پواسطه جوړه شوه او د روح القدس لخوا د ( آخیرینی باران ) په وخت کی را منځته شوی دی.»

د قيامت ورځ

د حضرت عیسی علیه السلام د بیا ځلی راتگ سره قیامت ترسره کیږی، هغه وخت چی هغه د جنت څخه د نړی د داوری په باره کی کوږی او پرهیزگاران ابدی ژوند>< مومی او بدکاران د تل لپاره محکومیږی

Tags:

د مسيح حقيقي کليسا ددې کليسا لس بنسټيزې عقيدې پدې توگه دي:د مسيح حقيقي کليسا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

سونډید افغانستان معاصر تاريخ (کتاب)باميانمهرو کليانا لله و انا الیه راجعونکودتاقرغیزي ژبهلاچيارواپوهنې تاريخوردګ ولايتسلېمان ماکوددستار نامې د نثر خصوصياتد خلیج جګړهنړیواله جنايې محکمهTantalumیهودکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)لونګۍپاکیسېټوسفلسطینعثمان غازيمايکروسافټ وېنډوزسردار محمد يوسف خانعباسي خلافتد پاکستان ولايتونهسپوږمۍ راډیوقرغزي ژبهچنګيز خاناسلامي دولت – خراسان ولایتانس بن مالکشوروي اتحادکيمياوي توکیوختافغانستان د اسلام د راتگ نه مخکېگل پاچا الفتملا مشک عالمCalciumګرشکد کابل کندهار لویه لاربارکزيافغانستانمدیترانې سمندرګیسويسسلطان محمود غزنويد ویکیپېډیا لړليکسردار پاینده محمد خانداوبو کمښتجنسي اړيکېپکتيا ولايتد روغتيا نړيوال سازمانقرغيو ولسوالۍتکړښتغويی (مياشت)صالح محمد هوتكلغمان ولايتابو عيسى محمد الترمذيارواپوهنهمورخواړهدنباتي انساجو کرنهبلخ ولايتد تکامل په اړه اسلامي نظرونهافغان کليساکوچنی اخترد وینې لوړ فشارهندننګرهار ولایتپنجوايي ولسوالۍ🡆 More