پولنډ ، (پولنډي ژبه Polska ، رسمي نوم يې د پولنډ جمهوريت Rzeczpospolita Polska) په منځنۍ اروپا كې يو دولت دى .
ددغه هېواد شمال لورته د بالتیک سمندر سمندرګى ، په لويديځ كې له جرمني ، په سويل لوېديځ كې له چک ، په سويل كې له سلواکيا ، په سويل ختيځ كې له اوكراين ، په ختيځ كې له بلاروس ، په شمال ختيځ كې له لیتوانیا او د روسيې له کالینینګراد ولايت سره پوله لري . د پولنډ پلازمینه د وارشو ښار او مساحت یې ۹۰۴'۳۱۱ کیلومتره مربع دی.
د پولنډ هیواد ولسمشریزه Rzeczpospolita Polska | |||||
---|---|---|---|---|---|
| |||||
نخشه موقعيت | |||||
پلازمېنه (او لوی ښار) | وارشو | ||||
- | ولسمشر اندجی دودا |
پولنډ ته د ٢٠١١ز کال د جولاى په لومړۍ نېټه رسماً د اروپايي ټولنې دوره يي مشري وسپارل شوه. په همدې ورځ د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو چارواکو دا مناسبت په وارسا کې د پولنډ له صدراعظم ډونالډټوسک سره په گډه ولمانځه.
پولنډ ته د اروپايي ټولنې مشري په داسې حال کې سپارل کېږي چې اروپايي ټولنه خپله راتلونکې اوږدمهالې بودجه تصویبوي او داسې ښکاري چې د پولنډ په څېر بېوزلي هېوادونه به د جرمني په څېر له شتمنو هېوادونو سره له ژور توپیر سره مخامخ وي، ځکه په اروپايي هېوادونو کې د روان اقتصادي بحران له وجې په لگښتونو کې د سپما غوښتنه کېږي.
تمه کېږي چې اروپايي کمیسیون به نن له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د مالي پلانونو مسوده اعلان کړي.
پولنډ د اروپايي ټولنې د مشرتابه د اخیستو هرکلی کړی او د دې هېواد د بهرنیوچارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي ژمنه وکړه چې له دې فرصت څخه به د ډله ییزو پروژو په برخه کې د اعتماد د رامینځ ته کولو لپاره کار واخلي.
پخوانی کمونیست هېواد پولنډ، په ۲۰۰۴ کال کې د اروپايي ټولنې غړی شو.
ولایت | په پولنډي | مرکز |
---|---|---|
دولنواشلونسکی (سلیزیا سفلی) | Dolnoslaskie | وروتسلاو |
کویاواسکو پومورسکی | kujawsko-pomorskie | بیدګوشچ ترونی |
ووجکي | Lodzkie | ووج |
لوبلسکي (لوبلین) | Lubelskie | لوبلین |
لوبوسکی (لوبوش) | Lubuskie | ګورژوف ویلکوپولسکی ژلونا ګورا |
ماووپولسکی (کوچینی پولنډ) | Malopolskie | کراکوف |
ماسوویان | Masovian | وارشو |
اوپولسکی (اوپوله) | Opolskie | اوپوله |
پودکاروپاسکی (پودکارپاکیه) | Podkaropackie | ژشوف |
پودلاسکی | Podlaskie | بیاویستوک |
پومورسکی (پومرانی) | Pomorskie | ګدانسک |
اشلونسکی (سیلسیان) | Slaskie | کاتوویتس |
اشفیتوکشیسکی | Swietokrzyskie | کیلتس |
وارمینسکو مازورسکی وارمی-ماسوری) | Warminsko-Mazurskie | الشتین |
ویلکوپولسکی (لوی پولنډ) | Wielkopolskie | پوزنان |
زاخودنی پومورسکی (لویدیځ پومرانی) | Zachodniopomorskie | شچچین |
د پولنډ هوایی ځواک
This article uses material from the Wikipedia پښتو article پولنډ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.