افغاني الاصله امریکایان

افغان امریکایان یا افغانی الاصله امریکایان هغه افغانانو یا امریکایانو ته ویل کېږي چې په اصل کې له افغانستان څخه دي.

هغوی د شمالي امریکا لویه افغاني ټولنه جوړوي چې دویمه لویه یې د افغان کاناډایانو ټولنه ده. د افغان امریکایانو په ټولنه کې د افغانستان هر قوم ته اړوند کسان شامل دي. دوی له ډېری مودې راهیسې د امریکا د کډوالو د ادارې او د وګړو د شمېرنې د ادارې له خوا د سپین پوستو په توګه طبقه بندي شوي، په داسې حال کې چې ګڼ شمېر نور یې کېدای شي ځانونه د منځني ختیځ د وګړو یا آسیایي امریکایانو آن د «مرکزي آسیا» یا د «سویلي آسیا» د وګړو په توګه معرفي کړي.

په متحده ایالاتو کې د افغانانو ټولنه تر هغه مهاله چې د ۱۹۷۹ زکال په ډسمبر میاشت کې د شوروي اتحاد له برید وروسته ګڼ شمېر افغانان په متحده ایالاتو کې د کډوالو په توګه ومنل شول؛ ډېره کوچنۍ وه. نور کسان هم په افغانستان کې له وروستۍ جګړې وړاندې او وروسته له دغه ټولنې سره یوځای شول. افغان امریکایان د متحده ایالاتو په ټولو سیمو کې ژوند او کار کوي. تر ټولو ډېر افغان امریکایان په کلیفورنیا، ویرجینیا او نیویارک ایالتونو کې ژوند کوي. همدارنګه په زرګونو تنه نور یې په اریزونا، تکزاس، جورجیا، کلراډو، واشنګټن، اوکلاهما، نبراسکا، ایداهو، میسوري، شمالي کارولینا او ایلینوی کې استوګن دي. په ۲۰۲۲ زکال کې د دوی ټولیزه شمېره شاوخوا ۱۵۵ زرو تنو ته رسېده.

تاریخچه او شمېر

افغانان متحده ایالاتو ته د کډوالۍ په برخه کې اوږده مخینه لري، ځکه چې دوی د لومړي ځل لپاره د ۱۸۶۰مې لسیزې په لومړیو کې دغه هېواد ته ورسېدل. دا هغه مهال و چې د افغانستان او متحده ایالاتو اړیکې د ټینګېدو په حال کې وې. والاس فرد محمد ادعا کړې چې هغه په اصل کې د افغانستان دی. د ۱۹۱۷ زکال پر مهال په لومړۍ نړیواله جګړه کې د ولي داد فرد د نوم ثبتونې کارت ښيي چې هغه د کالیفورنیا په لاس انجلس کې د یوه رسټورانټ څښتن و، هغه واده نه و کړی او ویل کېږي چې په ۱۸۹۳ زکال کې د افغانستان د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې زېږېدلی و. د ۱۹۲۰مې او ۱۹۴۰ مې لسېزې ترمنځ په سلګونو افغانان متحده ایالاتو ته کډه شول. له دې سره له ۱۹۵۳ زکال څخه تر ۱۹۷۰ زکال پورې لږ تر لږه ۲۳۰ تنه په قانوني بڼه متحده ایالاتو ته ولاړل. یو شمېر له دغو څخه هغه افغانان و چې د متحده ایالاتو په پوهنتونونو کې یې د زده کړو بورسونه ترلاسه کړي و.

افغان کډوال او د ۱۹۸۰ زکال د کډوالۍ قانون

په ۱۹۷۹ زکال کې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد له برید وروسته نږدې ۵ میلیونه افغان وګړي بې ځایه شول. هغوی اړ شول په پټه سره نورو هېوادونو ته کډه وکړي (یا پناه وغواړي). دغه افغان کډوالو یا پناه غوښتونکو په ګاونډیو ایران او پاکستان هېوادونو کې د ځانونو لپاره د استوګنې لنډ مهاله ځایونه وموندل او له دغه ځایه بیا په زرګونو تنه اروپا، شمالي امریکا، اقیانوسیې او د نړۍ نورو برخو ته ولاړل. د پاکستان، ایران او هند د قوانینو له مخې په دغه هېواد کې د کډوالو زېږدونکو ماشومانو ته هېڅکله د دغه هېوادونو تابعیت نه ورکول کېده. د هغوی د زیږون سندونو او نورو قانوني اسنادو به بیا دا تائید کوله چې دوی افغانان دي. 

د ۱۹۸۰ زکال له پیل راهیسې افغانانو وکولای شول له خپلو کورنیو سره یوځای متحده ایالاتو ته کډه شي. هغوی د کډوالو یا پناه غوښتونکو په توګه ومنل شول. په یو شمېر مواردو کې به یو شمېر کورنۍ د یو سرپرست (مور یا پلار) سره متحده ایالاتو ته تللې ځکه چې له هغو څخه به یو وژل شوی یا مړ شوی و. دوی په پیل کې د نیویارک په ښاري برخو، کالیفورنیا (تر ډېره پورې د سانفرانسېسکو په خلیج او د لاس انجلس اورنج کونتي سیمه) او د متحده ایالاتو په یو شمېر نورو برخو کې میشت شول چېرې چې د مسلمانو ټولنو لویو مراکزو دوی تر خپل چتر لاندې راوړل. د کالیفورنیا فریمانټ ښار د ګڼ شمېر افغان امریکایانو کور وګرځېد چې ورپسې په شمالي وریجنیا او د نیویارک ښار په کویینز برخه کې میشت شول. له دې سره د افغان امریکایانو کوچنۍ ټولنې په تکزاس، اریزونا، اوکلاهما، واشنګټن، جورجیا، میشیګان، ایداهو، میسوري، ایلینوی، پنسلوانیا، فلوریډا، شمالي کارولینا، ماساچوست، مریلنډ، کانټیکاټ، کلوراډو، اوهایو، یوتا، نیو مکسیکو، اورېګان، ټنسي او نورو ځایونو کې هم شتون لري. په شیکاګو ښار کې د ۲۰۰۰ زکال نفوس شمېرنې وښووله چې دلته ۵۵۶ تنه افغان امریکایان میشت دي چې نږدې نیمايي یې په ښار کې دننه ژوند کوي.

د ۱۹۸۰مې لسیزې په لومړیو کې هغه لومړني افغانان چې متحده ایالاتو ته کډه شول تر ډېره پورې بډایه، ښاريان او زده کړو لرونکي و. هغوی په داسې حال کې چې د لنډ مهال لپاره په هند او پاکستان کې استوګن و، خو په سمه توګه یې د کډوالو د وضعیت غوښتنې غوښتنلیکونه سپارلي و او او ګڼ شمېر یې وړاندې له دې چې په متحده ایالاتو کې ځای پر ځای شي تر جرمني یې ځانونه رسولي و. د کورنیو د یوځای کولو پروګرام د لږ هوسا ژوند لرونکو کلیوالي افغانانو لپاره متحده ایالاتو ته د تلو لار برابره کړه، د دغو کسانو څخه ډېری بې سواده و او د خپل سنتي کلیوالي ژوند سبک یې هم وساته.

په ۲۰۲۱ زکال کې د افغانانو تخلیه

د ۲۰۲۱ زکال په اګست میاشت کې په کابل باندې د طالبانو له یوځل بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان په ځانګړې توګه هغه کسان چې د متحده ایالاتو له ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی و، متحده ایالاتو ته یووړل شول.

کلتور

په متحده ایالاتو کې د نورو کډوالو په څېر افغان امریکایانو هم په تدریجي بڼه د امریکايي ژوند سبک غوره کړ. خو له دې سره لا هم هغه کسانو ته چې په افغانستان کې زېږېدلي و د افغانستان کلتور زیات ارزښت درلود. د بېلګې په توګه هغوی په خپلو کورونو کې تر ډېره افغاني جامې اغوستې، افغاني نندارې (ډرامې یا فلمونه) یې کتلې، افغاني موسیقي ته یې غوږ نیو، تر ډېره یې افغاني خواړه خوړل او په ډېرې لیوالتیا سره یې د ځانون د افغانستان د سیاست اړوند خبرول. دوی همدارنګه په شفاهي ډول د کیسو کولو سنت ته ارزښت ورکاوه. د دوی کیسې تر ډېره د ملا نصرالدین، افغاني تاریخ، افسانو او ادیانو اړوند وې.

افغان امریکایانو به د اګست ۱۹ مه د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په توګه لمانځله هغه ورځ چې په ۱۹۱۹ زکال کې غازي امان الله خان له انګلیس سره د یوې معاهدې له لاسلیک کولو وروسته د افغانستان بشپړه خپلواکي اعلان کړه. په هغو ښارونو کې چې افغاني ټولنو په کې شتون درلود په معمول ډول به په دغه ورځ په پارکونو او د هغوی په موټرو کې د افغانستان تور، سور او شین رنګه بیرغ لیدل کېده. اختر او د نوي کال ورځ تر اوسه د افغان امریکایانو د جشنونو ورځې دي. په ۲۰۲۱ زکال کې د United States of Al تر عنوان لاندې امریکايي کمیډي کې د افغان امریکایانو د کلتور څرګندونه شوې.

دین

ډیری افغان امریکایان مسلمانان دي چې د سني اسلام څخه پیروي کوي په داسې حال کې چې شیعه مسلمانان هم په پریمانه کچه په کې شتون لري. په شمالي ویرجینیا کې ډېری استوګن افغان امریکایان د آل دالس سیمې د اسلامي ټولنې غړي دي چې یو شمېر سیمه ییزې څانګې هم لري. په ۲۰۰۱ زکال کې د سپټمبر د ۱۱ مې له بریدونو وروسته په نیویارک ښار کې د افغان امریکایانو له خوا اداره کېدوني جومات له ټپیانو سره د مرستې په موخه وینه ورکړه، د نړیوالې سوداګرۍ په مرکز کې یې د وژل شوو لپاره دعاوې وکړې او د نیویارک ښار د اور وژونکو د یادګار جوړولو په موخه یې مالي امکانات برابر کړل.

ورته مهال په نیویارک ښار کې د افغان یهودانو یوه ټولنه شتون لري چې په ۲۰۰۷ زکال کې یې شمېر نږدې ۲۰۰ کورنۍ و. په لاس انجلس کې میشت یو شمېر افغان امریکایان د عیسویت پیروان دي. د تلویزیوني خپرونو جوړونکی حسین اندریاس په امریکا کې هغه افغان عیسوي دی چې هزاره قومي ډلې ته اړوند دی. له ابراهیمي دینونو هاخوا د افغان هندوانو او سکانو ټولنې هم په دغه هېواد کې شتون لري. هغوی تر ډېره پورې په نیویارک او مریلنډ ایالتونو کې استوګن دي.

رسنۍ

افغان امریکانو د خپلو ډیاسپورا کسانو (په بهر کې میشتو کارپوهانو) لپاره یو شمېر رسنۍ جوړې کړې دي، د بېلګې په توګه له دغو رسنیو څخه کولای شو اریانا افغانستان، پیام افغان، توتي تلویزیون او پامیر تلویزیون ته اشاره وکړو. په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د افغانستان تلویزیون په لاس انجلس کې د KSCI اتلسم چینل له خوا خپرېده؛ همدارنګه یو شمېر مجلې لکه د افغانستان هنداره (Afghanistan Mirror) هم چاپېدله. له دې سره په خوا کې یو شمېر سازمونه د افغان ځوانانو، همبستګۍ، د ښځو د حقونو او نورو موخو لپاره جوړ شول.

سرچينې

Tags:

افغاني الاصله امریکایان تاریخچه او شمېرافغاني الاصله امریکایان کلتورافغاني الاصله امریکایان سرچينېافغاني الاصله امریکایان

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ابن خلدونپه افغانستان کې زده کړېد بریتانیا پادشاهي20 مارچعثمانې ټولواکمنيواشنګټن ډي سيسویلي قزاقستان ولایتچسټر الن ارتورملګري ملتونهفاشېزم31 مېزاويهد انسان مغزاډوارډ برنشټایند انسان بدنسینه بغلد ښځې تناسلي آلهد اسلامي دولت او طالبانو شخړهيوټيوبتایلنډزرتشتیانلئون تروتسکیټولنيزې رسنۍچاغي ولسوالۍخښتهتکاملد کتاب نړيواله کره شمېرهپه کوریا باندې د جاپان واکمني9 اکتوبرکايناتنېكولو مكياوېلېراپوراحمد شاه درانیکویډ–19پر اوکراين باندې د روسيې د ۲۰۲۲ز کال يرغل پېژندګلويهالنډجورج سي. مارشالناټوعدلي طبپوهنهازاد شعرعمر بن خطابصفویانقضیوي حساب (منطق)رومد کمونيزم ضدبرهمادرسي پلانلومړنۍ نړېواله جگړهد روسيې هېوادنی وېشواټسافبيولوژياللهسړه جګړهلېخ والېساکلکتهابوظبید مستهلک اصالتهندو فلسفهلونگابراهيمي محمد صلحد خوشحال خان خټک ژوندنوبل جايزهاډولف هټلربیل ګیټکوويډ-۱۹ وباصلاح الدين ايوبيد منطق فلسفهژر انزالېدلافغانستانمغولستاند کابل سقوط (۲۰۲۱)عبدالرحمان باباګل لرونکی بوټی🡆 More