سینه بغل

سینه بغل یا نېمونيا انګلیسي: Pneumonia په ماشومانوکی یوه خطرناکه ناروغی ده چی ډیر ځله موراو پلاریی له دی چی د ناروغی نښوته متوجه شی ناروغی یوه خطرناکه پړاو ته ننوځی چی بیا یی درملنه ډیره سختیږی او خدای ناخواسته د ماشومانو د مړینی لامل هم ګرځی .

په سینه او بغل ناروغۍ چی اصطلاح یی نومونیا pneumonia ده بیلا بیل عوامل.

نېمونيا
ډلبندۍ او باندنۍ سرچينې
سینه بغل
د ټټر د X-وړانگې يو انځور چې باکټېري نېمونيا په ښي سږي ښکاره کوي.
ICD-10 J12., J13., J14., J15., J16., J17., J18., P23.
ICD-9 480-486, 770.0
DiseasesDB 10166
MedlinePlus 000145
eMedicine topic list
MeSH D011014

نېمونيا د سږو يو تسپودي حالت دی چې په ځانگړې توگه د سږو د پړپوکونو چې د تبې، او د ټټر په راډيوگراف کې د يو لړ موندونو له مخې پېژندل کېږي. د سږو د پړپوکونو دغه ډول تسپود يا التهاب د يو ډول انفېکشن په سبب رامېنځ ته کېږي خو د انفېکشن نا اړونده هم يو شمېر لاملونه دي چې د نېمونيا ناروغي راپېښوي. داسې انفېکشن رامېنځ ته کوونکو کې باکټېريا, ويروسونه، چڼاس, او پرازيتونه راځي. د انفکشن نا اړونده نېمونيا بلونکو کې کيميايي توکي، فيزيکي ټپونه، درملي اغېزښندنې او د رگونو د ناروغيو پېچلتياوې شاملې دي.

د نېمونيا د ناروغۍ د پېژندلو په نښو نښانو کې ټوخی، ټټرخوږی، تبه او په سختۍ سره سااخيستنه شامل دي. د دغې ناروغۍ په پېژندلو کې د ټټر د X-وړانگې انځور او په آزمېښتون کې د ناروغ د بلغم کتنې اغېزمنې دي. د نېمونيا د ځينې ډولونو د مخنيوي لپاره واکسينونه هم جوړ شوي. د نېمونيا درملنه د ورپېښو سببونو تر پېژندلو وروسته پېل کېږي چې په دغو کې باکټېريايي نېمونيا د انټيوبيوټيکو په درملو دملنه کېږي.

د دغې ناروغۍ د ښه کېدنې اټکل د نېمونيا د ډول، درملنې، نورو روغتيايي پېچلتياؤ او د ناروغ د روغتيايي حالت پورې اړونده دی. نېمونيا يوه عامه ناروغۍ ده او د هر عمر د ډلې خاوندانو کې پېښېږي. دا ناروي په ځوانانو کې، په بوډاگانو کې او په اوندن رنځ اخته ناروغانو کې د مړينې يو تر ټولو لوی سبب دی.

سرچينې

Tags:

سینه بغل سرچينېسینه بغلانګلیسي

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د بدر غزاد رواندا فرانکګرده څیړۍ ولسوالۍبانکنوټمعلوماتکابل بانکد لومړۍ نړیوالې جګړې لاملونهد واده شپهد فلم تاريختوکمپالنه (ټولنيزعلم)د افغانستان جمهوريتغازي محمد جان خان وردگسردار محمد يوسف خانسینټ پیټرزبورګد افغانستان وزارتونهاسلامپالنهاندونيزياپښتو پښتو تشريحي قاموسiz3asد کابل کندهار لویه لاراسټرالیاد ۲۰۰۷-۲۰۰۸ ز کال مالي کړکېچارواپوهنهلېږد ۴۵اوټ(جودر)عبدالحی حبيبيمرکزي بانکمحمد بن قاسمعمر بن عبدالعزيزويکيپېډيامیلانبټي کوټ ولسوالۍمصرپوتاشیمد شهیدانو چوکپلار څوک دیچڼاسګاري کاسپاروفویاناد افغانستان بيرغله مذهبي ټولنې څخه شړلمنځنۍ پېړۍموسی قلعهد عیسوی کال میاشتېد انسان بدنوزهفلسفهاقتصادي ستونزهعبدالله مقریهواحقوقاستقلابلېزر28 سپټمبرارګانېزمژويامازون باراني ځنګلمني (مايع)بهسود ولسوالۍ (ننگرهار)غني خانطبيعتګرجستاناروپایي ټولنهد یونان د خپلواکۍ جګړهښځهد سوداګرۍ اتحادیهد ښکلا کاریال راښکته کول🡆 More