واشنګټن ډي سي

واشنګټن ډي سي چې پخوانی نوم يې د کلمبیا سیمه (District of Columbia) و اوس تش واشنګټن یا یواځې ډي سي هم ورته وايي، د امریکا متحده آیالتونو پلازمېنه ده.

دا ښار د پوتوماک سیند پر ختیځه تړانګه موقعیت لري چې د ویرجینا آیالت سره په سوېل لویدیځ او سوېل برخه کې پوله جوړوي، او پاتې برخې یې د مریلنډ ایالت سره سرحد لري. پر دې ښار يې د امریکا د لومړني ولسمشر او بنسټګر جورج واشنګټن نوم اېښی دی، او فډرال سیمې ته ځکه کلمبیا وايي چې دا د دې هېواد د ښځینه تجسم نوم دی. د امریکا د فډرال حکومت او ګڼو نړیوالو سازمانونو د مرکز په توګه، دا ښار د نړۍ یو مهم سیاسي پایتخت دی. د امریکا د ښارونو ترمنځ دا ښار هم ډېر سیلانیان لري، او یواځې په ۲۰۱۶م کال کې ۲۰ میلیونو خلکو لیدنه ورڅخه کړې ده.

واشنګټن ډي سي
واشنگټن ډي سي

د امریکا د اساسي قانون پر بنسټ دا فډرال سیمه د کانګرس د ځانګړي واک لاندې ده، نو ځکه دا سیمه نه د کوم ایالت برخه ده (او نه هم پخپله کوم ایالت دی). د ۱۷۹۰م کال د جولای په ۱۶مه نېټه د استوګنې قانون (Residence Act) لاسلیک شو چې له مخې يې د هېواد د ختیځ ساحل سره نږدې د پوټوماک سیند پر غاړه د هېواد پلازمېنه جوړېږي. په ۱۷۹۱م کال د ملي پلازمېنې په توګه د واشنګټن ښار بنسټ کېښودل شو، او کانګرس خپله لومړنۍ غونډه هلته په ۱۸۰۰م کال کې ترسره کړه. په ۱۸۰۱ کال کې، دا سیمه، چې وړاندې د مریلنډ او ویرجنیا برخه وه (په ګډون د جورج ټاون او الکساندریا د ورسپارلو)، د فډرال سیمه په توګه په رسمیت وپېژندل شوه. په ۱۸۴۶م کال کې، کانګرس د ویرجنیا ایالت د الکساندریا برخه بېرته ورکړه؛ په ۱۸۷۱م کال کې، کانګرس د سیمې د پاتې برخه لپاره یو واحده ښاري اداره رامنځته کړه. د ۱۸۸۰یمو کلونو څخه راپدېخوا په ایالت د دې ښار د بدلولو لپاره هڅې روانې وې چې په وروستیو کې هم دې خوځښت ډېر پرمختګ درلود او  په کال ۲۰۲۱ کې د استازو جرګې داسې لایحه تصویب کړه چې له مخې يې دا ښار د یوه ایالت حیثیت غوره کوي. 

دا ښار په مربع ګانو وېشل شوی چې د کانګرس ودانۍ يې په منځ کې پرته ده او ۱۳۱ سیمې لري. د ۲۰۰۰م کال د سرشمېرنو له مخې، د دې ښار نفوس ۶۸۹۵۴۵ تنه و چې د امریکا شلم ګڼمېشتی ښار دی او د ویومېنګ او وېرمونټ په نامه د امریکا د ددو ایالتونو د ګډ نفوس څخه ډېر خلک پکې اوسېږي. د مریلنډ او ویرجنیا د اطرافو څخه واشنګټن ته د تلونکو راتلونکو خلکو نفوس چې ورډېر کړې، نو په واشنګټن کې د کاري ورځو پر مهال نفوس له یو میلیون څخه اوړي. واشنګټن (د مریلنډ، ویرجنیا او لوېديځې ویرجنیا د ځينو برخو په شمول) د امریکا شپږمه ستره مرکزي سیمه ده چې د ۲۰۱۹ کال د اټکل له مخې ۶,۳ میلیونه وګړي پکې اوسېږي.

د امریکا د فدرال حکومن درې قوې د دې سیمې په مرکز کې پرتې دي: کانګرس (مقننه)، ولسمشر (اجرایه) او ستره محکمه (قضایه). واشنګتن د ګڼو ملي یادڅلو او موزیمونو کوربه دی چې ډېری يې د نېنشل مال په شاوخوا سیمه کې موقعیت لري. پدې ښار کې ۱۱۷ بهرني سفارتونه او د ډېرو نړیوالو سازمانونو، سوداګریزو اتحادیو، غیرانتفاعي سازمانونو، لابي ډلو او د مسلکي انجمونو مرکزي دفترونو دی، لکه د نړیوال بانګ ګروپ، د پیسو نړیوال صندوق، د امریکايي ایالتونو سازمان، د امریکا د تقاعد شویو وګړو اتحادیه، نېشنل جیوګرافیک ټولنه، د بشري حقونو کمپاین، مالي نړیوال شرکت او د امریکا سور صلیب.

له ۱۹۷۳م کال راهیسې دا سیمه د یوه منتخب ښاروال او د شورا د ۱۳ غړو لخوا اداره کېږي. کانګرس د ښار عام و تام صلاحیت لري او کولای شي ځايي قوانین له منځه یوسي. د ډي سي اوسېدونکي د استازو جرګې ته یو پلاوی هم ټاکي خو په سنا کې د دې سیمې استازی نشته. د دې سیمې رایه ورکوونکي د امریکا د اساسي قانون د درویشتم تعدیل سره سم چې په کال ۱۹۶۱ کې قانوني شو، د ولسمشرۍ د ټاکوونکو شورا درې غړي غوره کوي.

تاریخ

کله د ۱۷مې پېړۍ په لومړیو کې اروپایانو له دې سیمې څخه لیدنه کوله نو دلته د پوټوماک سیند پر غاړه ځمکو کې د الګونکویان ژبې د پیسکاتاوې خلکو (چې کونوی هم ورته وایي) ګڼې قبیلې اوسېدلې. د ناکوتکتانک په نامه یوه ډله (یا لکه چې کاتولیک مبلغین يې ناکوستاینز بولي) په ننۍ کلمبیا سیمه کې د اناکوستیا سیند شاوخوا اوسېدله. د اروپايي استعمارګرانو او ګاونډیو قبیلو تر منځ شخړو د پیسکاتاوې خلک کډه کولو ته مجبور کړل چې ځینې يې په ۱۶۹۹ کال کې د مریلنډ له پاینټ آف راکس سره نږدې مېشته شول.

د هغه په ۴۳م فډرالیست کې چې په جنوری ۲۳، ۱۷۸۸ نېټه خپور شو، جېمز مډېسن استدلال کوي چې فډرال حکومت د خپل ځان ساتلو او خوندیتابه لپاره د پلازمېنې مسولې ادارې ته اړتیا لري. پنځه کاله وړاندې، د هغو سرتېرو یوه باڼد چې معاشونه يې نه وو اخیستی، د کانګرس ودانۍ محاصره کړه، پداسې حال کې چې نورو غړو يې په فلادلفیا کې غونډه درلوده. د ۱۸۷۳م کال د پنسلوانیا دا سرپورته کولو پېښه د دې لامل شوه چې ملي حکومت باید د خپل امنیت په پار پر هېڅ ایالت تکیه ونه کړي.

د اساسي قانون د لومړۍ مادې اتمه فقره د سیمې ادارې ته (چې ټوله ۱۰ میله مربع نه کېږي) دا اجازه ورکوي چې د مشخصو ایالتونو لخوا د ځمکو سپارلو او د کانګرس لخوا د منلو په صورت کې، دا سیمه د امریکا د حکومت مرکز جوړېږي. له دې سره سره، اساسي قانون د پلازمېنې د جوړېدو ځای مشخص کړی نه دی. د ۱۷۹۰م کال په پخلاینه کې، مډېسن، الکسانډر همېلټن او توماس جیفرسن هوکړه وکړه چې فډرال حکومت به د انقلابي جګړو څخه پاتې شوي پورونه پرې کوي خو په بدل کې به يې په جنوبي امریکا ایالتونو کې یوه نوې ملي پلازمېنه جوړوي.

بنسټ

په جولای ۹، ۱۷۹۰ نېټه، کانګرس د اوسېدو قانون تصویب کړ چې له مخې يې په پوټوماک سیند د ملي پلازمېنې جوړول ومنل شول. د پلازمېنې کره ځای د ولسمشر جورج واشنګټن لخوا ټاکل کېده ځکه همدا دغه لایحه د جولای میاشتې په ۱۶مه نېټه لاسلیک کړه او په قانون بدله شوه. د مریلنډ او ویرجنیا ایالتونو لخوا په هبه شوې ځمکه کې فډرال سیمه په مربع بڼه جوړه شوه چې هر لوري يې ۱۰ میله (۱۶ کیلومټره) اندازه درلوده او په ټوله کې ۱۰۰ میله مربع کېدله.

په دې قلمرو کې له وړاندې شته دوه استوګن ځایونه شامل شول: د ماریلنډد د جورج ټاون بندر چې په ۱۷۵۱م کال کې جوړ شو او د ویرجنیا د الکساندریې بندري ښار چې په ۱۷۴۹م کال کې جوړ شو. د ۱۷۹۱ او ۱۷۹۲ په بهیر کې، د انډریو ایلیکاټ په مشرۍ یو ټیم چې د الېکاټ د وروڼو جوزیف او بنجامین او افریقايي-امریکايي ستورپېژندونکي بنجامین بنېکېر پکې و، د دې فډرال سیمې د پولو سروې وکړه او په هر میل کې سرحدي ډبرې کېښودې. اوس هم ډېری هغه ډبرې شتون لري.

دا نوی فډرال ښار د جورج ټاون ختیځ لوري ته د پوټوماک پر شمالي تړانګه جوړ شو. د ۱۷۹۱م کال د سپټمبر په نهمه نېټه، درېیو کمېشرانو د هغې پلازمېنې د جوړولو څخه څارنه کوله چې نوم يې د ولسمشر واشنګټن په درناوی، د واشنګټن ښار اېښودل شوی و.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

لینڅد جاسوسۍ او پېژندلو الوتکېکمپیوټر ساینسبریتانوی هندمينهمنيامانوېل کانتدهوا لوړ او ټیټ فشارونهآی پي ادرسبوديزمريونينپيشوځمکپوهنهجولیوس قیصرد ويانا کانګرسد افغانستان پېښليکد سينې سرطانډيويډ هيومبوګوتاد افغانستان ژبېجاپانارتروپوداد گندمک تړونکنفوسیانیزمملاريااوکلاهوماتورکيهټانگ كورنۍ۱۰۰ (عدد)نړيوالې اړيکېپټه خزانهد چین تاریخمالیهپیت کرن ټاپوګاناللهد افغانستان د خپلواکۍ ورځنوې پارسي ( دری )آزاد تجارتد احادیثومشهور کتابونهسردار عزيزالله خان ضياييپاریسچارلېس، د ويلز شهزادهنړیوال بانکرابعه بلخيد افغانستان - چین پولهبغلان ولايتگوډ تېمورتجربهد چین کورنۍ جګړهشاه جهانطالبانڅړځای یا مالچرساهياليپییر سیمون لاپلاسد افغانستان ولايتونهد افغانستان اقتصادعمده افسردګياستنبول میٹروبېوزليپښتونوليپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهمقدوني سکندربارثنوننجيب الله جامعطهارت (پاکي)د فلسفې وييپانگهد یونېسکو نړیوال میراثپښتني بانکتحليلي کېميایوګسلاویا🡆 More