۲۰۲۱ د کابل سقوط: د طالبانو لخوا د افغانستان پایتخت نیول

دا مقاله په  ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د عملیاتو په لړ کې د کابل د کلابندۍ په اړه ده.

 په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د متحده ایالاتو په یرغل پسې د کابل د نیولو په اړه، د کابل سقوط (۲۰۰۱) ته مراجعه وکړئ. 

د ۲۰۲۱ کال د اګست په  ۱۵نېټه، د افغانستان پلازمېنه کابل، په هېواد کې ترهګریزو بريدونو وروسته، چې د ۲۰۲۱ د مې په میاشت کې پیل شول، د طالبانو له خوا ونیول شو.  په افغانستان کې دا د جګړې وروستی ګذار وو، او د طالبانو لپاره د بشپړ بریالیتوب نښه وه. د دې بریدونو په پایله کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت ړنګ او په فغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د اسلامي امارت د بیا واک ته ورسېد.    

د امریکا او طالبانو معامله، چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ لاسلیک شوه، د افغان ملي امنیتي ځواکونو (ANSF  ) د سقوط  له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي . له معاملې وروسته، متحده ایالاتو په پراخه کچه د هوایي بریدونو شمېر کم کړ او افغان امنیتي ځواکونه یې د طالب بلواګرۍ سره په مبارزه کې له مهم اړخ څخه بې برخې کړل. 

له سقوط څو میاشتې مخکې د امریکا د استخباراتو په ټولنه کې ډېرو اټکل کړی و چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو لږ تر لږه شپږ میاشتې وروسته به کابل ونیول شي. خو د ۲۰۲۱ کال د می په میاشت کې، حتی لا تر اوسه بهرني  ځواکونه د وتلو په حال کې وو چې طالبان وتوانیدل د پراخه بریدونو په پایله کې د افغانستان زیاتره ولایتونه په چټکۍ ونیسي. په دې موده کې، د افغان دولت د دوام اټکلونه بېخي کم شول. بلآخره، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د اګست په ۱۶ ومنله چې سقوط "د [دوی] له اټکل څخه ډېر ژر پېښ شو".

امریکا او متحدینو یې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۴ څخه تر ۳۱مې نېټې پورې، له افغانستانه له ۱۲۳۰۰۰ څخه زیات کسان د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر له لارې  تخلیه کړل. د مرکزي حکومت د ړنګېدو سربېره، هوایی ډګر د تخلیې په اوږدو کې د ناټو او متحده ایالاتو د اردو تر کنټرول لاندې پاتې شو. په تخلیه شوو کسانو کې بهرني ډیپلوماتیک کارکوونکو او پوځي پرسونل، د دریمو هېوادونو ملکي وګړو، افغان متحدینو او زیان منونکو افغانانو لکه خبریالانو او د بشري حقونو فعالانو ګډون درلود. د هوايي ډګر دا تخلیه د امریکا په پوځي تاریخ کې تر ټولو لوی غیر محاربوي عملیات ګڼل کېږي، چې د امریکا پوځي پرسونل په ۱۸ ورځني ماموریت کې ۷۹۰۰۰ ملکي وګړي د هوايي ډګر له لارې له افغانستان څخه بهر ته ولېږدول.  

د اګسټ په ۳۱ نېټه د متحده ایالاتو له وتلو وروسته، د امریکایي اتباعو او د امریکا ویزه لرونکو افغانانو په ګډون شاوخوا د ۱۰۰۰ کسانو یوه ډله لا هم په کابل کې بند پاتې وه. د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دوه اونۍ وروسته وویل چې په دې کې د متحده ایالاتو څو زره وګړي او سل امریکایي اتباع دي. 

سابقه

د امریکا او طالبانو معامله   

د امریکا-طالبانو معامله، چې "په افغانستان کې د سولې د ټینګښټ هوکړې" په نوم هم یادېږي، د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر په دوحه کې لاسلیک شوه. دا معامله د افغانستان د جګړې د پای لپاره وه. د پام وړ خبره دا ده چې په دې معامله کې د هغه وخت افغان حکومت ښکېل نه و.  

په دې معامله کې هم د امریکا او هم د طالبانو لپاره د جګړې محدودیتونه شامل وو، لکه د طالبانو له خوا د تروریزم ضد ژمنو په بدل کې له افغانستانه د ټولو ناټو ځواکونو وتل. امریکا  هوکړه وکړه چې که طالبان پر خپلو ژمنو ودري، په ۱۳۵ ورځو کې (یعنې د ۲۰۲۰ کال د جولای په میاشت کې) به د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۳۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ ته راکم کړي او ورپسې به په ۱۴ میاشتو کې (یعنې د ۲۰۲۱ کال د مې تر لومړۍ نېټې) په بشپړه توګه ووځي. امریکا هم ژمنه کړې چې په ۱۳۵ ورځو کې به پنځه پوځي اډې وتړي او د ۲۰۲۰ کال د اګست تر ۲۷ پورې به پر طالبانو اقتصادي بندیزونه پای ته ورسوي.   

دې معاملې د افغان ملي امنیتي ځواکونو پر روحیه پراخ اغېز وکړه. له افغان ځواکونو سره د امریکا ملاتړ ډېر کم شوی وو او د تړون د شرایطو له مخې، د متحده ایالاتو پوځي الوتکو نه شو کولای چې د طالبانو پرهغو ډلو برید وکړي چې له ۵۰۰ مترو څخه زیات لرې واټن کې وي، چې طالبانو ته د افغان پوځي قطعاتو په نښه کولو غوره فرصت برابر کړ.    

دې معاملې د افغان پوځ او پولیسو مورال نور هم کمزوری کړ، چې غړي یې له طالبانو سره معاملې ته اړ شول. په تړون کې د معلوماتو د نشتوالي او د پټو ضمایمو له برکته چې د  وخت افغان حکومت ته څرګند نه وو، طالبانو هم وتوانېدل چې د تړون په اړه تبلیغات او ناسم معلومات خپاره کړي. د پروپاګند موخه دا وه چې محلي پولیس او نظامي قطعات قانع کړي چې امریکا لا وړاندې طالبانو ته سیمې سپارلې او دوی باید له خپل دریځ په شا شي.

د طالبانو د ۲۰۲۱ کال بریدونه 

د ۲۰۲۱ کال په اپرېل کې، له بریدونو څو اونۍ مخکې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امریکایي ملکي وګړو څخه وغوښتل تر څو " ژر تر ژره  په سوداګریزو الوتنو کې له افغانستانه ووځي. "

طالبانو او د هغوی متحدو وسله والو ډلو د ۲۰۲۱ کال د مې په لومړۍ نېټه، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د یوې مهمې برخې له وتلو لږ وروسته پراخ بریدونه پیل کړل.

د افغانستان ملي اردو په ټول هېواد کې له چټکې ماتې وروسته، په  ناورین کې پاتې شوه، د اګست په نیمایي کې یې یوازې دوه واحدونه پاتې وو: د ۲۰۱ قول اردو او ۱۱۱ فرقه چې دواړه په کابل کې ځای پر ځای وو. پلازمېنه وروسته له هغه کلابنده پاتې شوه چې طالبانو د مهترلام، ښرنې، ګردیز، اسعداباد او په ختیځ کې د نورو ولسوالیو په ګډون څو مهم ښارونه ونیول.

د افغان دولت د دوام وړاندوینې د بريدونو په جریان کې په پراخه کچه کمې شوې. د امریکا د استخباراتو ټولنه د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې دې پایلې ته ورسیده چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به افغانستان حکومت د ۶ او ۱۲ میاشتو ترمنځ سقوط وکړي. د اګسټ په لومړیو کې اټکل یوې ارزونې وکړ چې کابل به د څو میاشتو لپاره دوام وکړي. یو بل اټکل، کابل ته د طالبانو له رسیدو یوازې پنځه ورځې مخکې، وښوده چې پلازمینه به "له ۳۰ څخه تر۹۰  ورځو" دوام وکړي. بلآخره، یو بل اټکل له سقوط دوه ورځې مخکې وړاندیز وکړ چې ښار به په یوه اونۍ کې سقوط شي.   

د افغانستان د پالیسۍ لب بنسټ رییس تیمور شاران له سقوط یوه ورځ مخکې ازادۍ راډیو ته وویل، "نن په ښار کې د پیرود په مهال ما احساس وکړ چې خلک د بند پاتې کېدو احساس کوي؛ یعني په ناڅرګند راتلونکي کې بند پاتې دي او نور امید، هیله، فکر او باور نشی درلودلای."  

سرچينې

Tags:

۲۰۲۱ د کابل سقوط سابقه۲۰۲۱ د کابل سقوط سرچينې۲۰۲۱ د کابل سقوط

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

دریم جورجکمول (مارغه)امير حمزه شينواریانټرنېټخير محمد خندانکونړ ولايتد ډيورنډ کرښهچاپیریالی روغتيا ساتنهدرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)د امریکا د آیالاتونو نوملړد سوداګرۍ اتحادیهقانونامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )پښتو ټولنهد اوبو آسزنک (جست/کوټ)وزهسويسکفنرحيم شاهابن سينا بلخيپښتو متلونهجنرال عبدالرازقد انسان بدنعضوي مادهمتلونهپښتونستانسراج الدين حقانيبدخشان ولايتملاله ميوندوالهسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟د ډبرو د سکرو کان کیندنهعامه افکار څه ته وايي؟چاريکارشاتو مچیلونگلړمسردار محمد يوسف خانهیوادڅارنه24 اپرېلژباړهروغتيامريم نوازهوانور محمد ترکیویانامحمد موسى شفيقزنکدوتنهلېږد ۴۵محمد (ص) په اسلام کېد انګستان درېیم ویلیامامام الدين جمعه ديننسيم حجازيغسلمالیهد اقليمي بدلون اغېزېانوشکا شيټيتلاسېمیاخرقه شريفهد وینې لوړ فشاراسد الله غضنفردافغانستان په ځنګلونو کی انساني ضررونهبانککتابتونحقوقغنم🡆 More