۲۰۲۱ زکال د کندهار جګړه

د کندهار جګړه د ۲۰۲۱ زکال د جولای میاشتې په ۹مې نېټې وروسته له هغه پیل شوه چې طالب وسله والو له افغان ملي امنیتي ځواکونو څخه د کندهار ښار د نیولو په موخه جګړه پیل کړه.

له څو اونیو شدیدې جګړې وروسته په اګست میاشت کې د ښار دفاعي لیکې مخ پر ماتېدو شوې؛ دغه چاره لامل وګرځېده چې طالبان د ۲۰۲۱ زکال د اګست تر ۱۲مې نېټې پورې د سرپوزې د بندخونې په ګډون د ښار ډېری برخې ونیسي؛ دوی له بند څخه څه باندې زر تنه بندیان خوشي کړل او بالاخره یې ښار په بشپړه توګه ونیو. له دې سره هم هوايي ډګر ته څېرمه سیمه کلابنده وه او دولت پلوه ځواکونو له هوايي ډګر دفاع کوله چې بالاخره د اګست په ۱۶مه دغه ځواکونه له هوايي ډګر څخه وویستل شول.

مخینه

کندهار ښار د افغانستان دویم لوی ښار او د کندهار ولایت مرکز دی چې د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو له خوا یې په جدي بڼه ساتنه کېدله. ورته مهال په ۲۰۲۱ زکال کې د طالبانو د عملیاتو په درشل کې طالبانو پر ښار وحشیانه بریدونو ته مخه کړه چې د ښار دفاعي سیسټم ته یې شدید زیان واړوه او له امله یې ډیری سرتېري اړ شول څو د طالبانو له خوا د نیول کېدو له ویرې خپلې دندې ته شا او تېښتې ته مخه کړي. له دې سره هم کندهار ښار د ملي اردو، ملي پولیسو او کومانډو ځواکونو د ځانګړو قطعاتو په واک کې و.

له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ګڼ شمېر ځواکونو په وتلو سره طالبانو وحشیانه بریدونه پیل کړل، طالبانو د کندهار د ډیری ولسوالیو مرکزونه ونیول چې له امله یې افغان ملي امنیتي ځواکونه اړ شول په نورو سیمو کې ځای پر ځای شي؛ دغه چاره لامل وګرځېده د ښار دفاع کمزورې شي. دغې چارې طالبانو ته لار برابره کړه چې د سپین بولدک، پنجوايي او ژېړۍ ولسوالیو په ګډون د کندهار ښار چاپېر ته ډیری برخې ونیسي.

جګړه

په کندهار ښار باندې جګړه د ۲۰۲۱ زکال د جولای میاشتې په ۹مې نېټې وروسته له هغه پیل شوه چې طالب یاغیانو د کندهار ښار په اوومه ناحیه برید وکړ او څو کورونه یې ونیول. له دغو یاغیانو سره جګړې ته کمانډو او ځانګړو ځواکونو را ودانګل. کمانډو ځواکونو هڅه وکړه څو بندیان له دغه ځایه بلې سیمې ته ولېږدوي ځکه چې ویرې شتون درلود طالبان به د بند د ماتولو لپاره تر وروستي بریده هڅه وکړي. ورته مهال افغان امنیتي ځواکونه د جګړې د دواړو خواوو ترمنځ په ډزو کې د بندو ملکي وګړو له امله له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شول. د جولای میاشتې په نیمايي کې د ښار په نورو ټولو برخو کې د طالبانو جګړې زور واخیست چې له امله یې ۱۱۰۰۰ کورنۍ اړ شوې د بې ځایه شوو کمپونو ته کډه وکړي. طالبانو همدارنګه د ډنډ ولسوالۍ ونیوله چېرې چې د کندهار هوايي ډګر موقعیت درلود. له دې سره هم هوايي ډګر د دولت په کنټرول کې پاتې شو او پر مټ یې افغان هوايي ځواکونو وکولای شول د مخکې تلونکو طالب یاغیانو پر وړاندې خپلو بمباریو ته دوام ورکړي. خو دغو هوايي بریدونو چندان اغېز نه درلود. د یاغیانو د بې وقفې بریدونو په غبرګون کې دولت د جولای په ۱۶مه هغه مهال ګرځ بندیز ولګاوه چې لا زیات کمانډو ځواکونه یې له ښار څخه د دفاع په موخه ولېږل.

د ځواکونو له زیاتوالي سربېره، یاغیانو د پولیسو ډیری حوزې ونیولې او دولت ته وفاداره ځواکونه یې اړ کړل د ښار پر لور شاتګ وکړي. د افغانستان هوايي ځواک د متحده ایالاتو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د طالب وسله والو د مراکزو په نښه کولو ته دوام ورکړ خو دغو کومه ګټه نه لرله. د ۲۰۲۱ زکال د جولای تر ۲۲مې نېټې پورې کندهار ښار نږدې په بشپړه توګه د یاغیانو له خوا کلابند شوی و. یوازې له دامان پرته د ښار چاپېر ته ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې وې، خو د کندهار د هوايي ډګر بشپړ واک د افغان دولت په لاس کې و. د لانګ وار مجلې (FDD's Long War Journal) د راپور پر بنسټ د طالب وسله والو یاغیانو له خوا د دامان ولسوالۍ نیولو افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د کندهار ښار ساتل په یوه ستونزمنه چاره واړول. د دغې جګړې په وروستیو کې طالب یاغیانو په کندهار کې د نظر محمد په نامه مشهور کمیډین چې د خاشه ځوان په نامه مشهور و ونیو او هغه یې وواژه. د افغانستان د ملي امنیت ادارې (NDS) هم څلور افغان خبریالان په کندهار کې ونیول. د هغوی نیونه د بخښنې د نړیوال سازمان او نورو څارونکو سازمانونو له خوا وغندل شوه.

په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت استازي خلیل احمد مجاهد حکومت تورن کړ چې په دغه ولایت کې وضعیت ته چندان پام نه کوي. نوموړي د کندهار ولایت د ولسوالیو د سقوط لامل د امنیتي چارواکو په ګمارنه کې له شخصي اړیکو څخه ګټنه وبلله.

د ۲۰۲۱ زکال د اګست میاشتې په لومړیو کې د کندهار ښار د محاصره کوونکو طالبانو مرستې ته نور طالب وسله وال راورسېدل چې پر مټ یې هغوی پر دولت باندې فشار لا زیات کړ؛ همدا و چې دولت د کندهار ښار د ساتنې په موخه اضافي سرتېري ولېږل. په ښار باندې یو لوی برید د کمانډو ځواکونو له خوا د افغان هوايي ځواک په ملاتړ دفع شو. په پایله کې طالبانو د کندهار په هوايي ډګر تمرکز لا زیات کړ او هغه یې په راکټونو وویشت څو د افغان هوايي ځواک وړتیاوې راکمې کړي. له دې امله چې ښار د جګړې له امله ویجاړ شوی و، دولت د اګست په ۵مه له ملکي وګړو وغوښتل ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي. د کندهار د جګړې په شدت سره د هېواد په نورو برخو کې هم فشارونه زیات شول. دغه مهال طالب وسله والو د اګست میاشتې د عملیاتو د برخې په توګه د هرات او کندز ښارونه ونیول.

دولت ونشو کولای په کافي کچه باندې په کندهار کې کلابند شوي ځواکونه اکمال کړي. دغه ځواکونه د وسلو او مهماتو له کمښت سره مخ و، په داسې حال کې چې یو شمېر سرتېري په هغو ولسوالیو کې د خپلو کورنیو د ژغورنې لپاره تللي و چې طالبانو نیولې وې. له دې څخه تر ټولو مهمه دا وه چې ځواکونه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وو. د څو اونیو لپاره سیمه ییزو پولیسو ته په خوړو کې یوازې کچالان رسېدل. د اګست په ۱۱مه د پولیسو په یو واحد کې روحیه په بشپړه توګه له منځه ولاړه. ورته مهال د کندهار له بندخونې څخه ساتونکو ځواکونو هم ماته وخوړه او بند مات شو، په دې سره یاغیانو په سلګونو بندیان خوشي کړل او دولت خپل یو پیاوړی سنګر له لاسه ورکړ. ډیری خوشي شوي بندیان د جګړې لیکو ته وګرځېدل او جګړې نور زور هم واخیست. د بند ماتېدو د ښار دفاع نوره هم ستونزمنه کړه. سیمه ییزو مشرانو د ولایت والي او امنیتي قومندانان تر فشار لاندې راوړل څو د طالبانو له خوا د شاته تګ ضرب الاجل ومني. په دغه پړاو کې د ښار لومړنۍ دفاعي کرښې مخ پر ماتېدو وې.

د ۲۰۲۱ زکال د اګست د ۱۲مې نېټې په وروستیو شیبو کې طالبانو د ښار ډیری دفاعي سنګرونه ونیول او له امله یې دولتي ځواکونه اړ شول د ولایت د مقام پر لور شاتګ وکړي. په راتلونکو څو ساعتونو کې ډیری پولیس او کمانډو ځواکونه له ښار څخه وتښتېدل او طالبانو اجازه ومونده کندهار ښار ته دننه شي او واک ترلاسه کړي. د ولایت مقام په پیل کې د ۰۳ ځانګړې قطعې په واک کې و، خو دغه ځواکونو وروسته له هغه د ولایت مقام خوشی کړ چې والي دوی ته وویل، له طالبانو سره یې د ښار په تسلیمۍ هوکړه کړې. ډیری سرتېري وروسته له هغه چې طالبانو ژمنه وکړه چې دوی ته به زیان نه اړوي، تسلیم شول. یو شمېر ځواکونو ته اسناد ورکړل شول څو د طالب یاغیانو له پوستو څخه په ارامۍ تېر شي او ښار پرېږدي. ورته مهال یاغیانو په کندهار ښار کې د ملکي مامورینو په راغونډونه لاس پورې کړ.

سربېره پر دې د ښار له سقوط وروسته د ۰۳ قطعې په ګډون د کندهار ګارنیزیون د کندهار د هوايي ډګر ساتنې ته دوام ورکړ. دغه ځواکونه چې قومنداني یې ډګرمن محمد اقبال نورستاني کوله د یاغیانو په کلابندۍ کې پاتې شول. اقبال له افغان دولت، د متحده ایالاتو له ځواکونو او د امریکا د مرکزي استخباراتو له ادارې وغوښتل څو د کلابندو سرتېرو په ژغورنه کې مرسته وکړي. دوی تمه لرله چې ټول د هوا له لارې له هوايي ډګر څخه وویستل شي. د اګست په ۱۴مه یوه لاک هیډ سي – ۱۳۰ پوځي ټرانسپورټي الوتکه په داسې حال کې د کندهار په هوايي ډګر کې راکښته شوه چې یاغیانو هوايي ډګر په راکټونو ویشت؛ ټول کسان په یوه ځل نشو کېدلای له هوايي ډګر وویستل شي. نورستاني د تخلیې د چارو د تنظیم په موخه په لومړۍ الوتنه کې کابل ته ولاړ او له کابل څخه بېرته د کندهار هوايي ډګر ته راستون شو څو له پاتې نورو ځواکونو سره مرسته وکړي. د اګست په ۱۵ مه د کلابندو ځواکونو مهمات او خواړه نږدې پای ته رسېدلی و. دوی همدغه ورځ د کابل له سقوط او د افغان دولت له پاشل کېدو خبر شول. طالبانو دغو ځواکونو ته ضرب الاجل وټاکه چې یا د همدغې شپې تر نیمايی تسلیم او یا به هم په جګړه کې ووژل شي. د کلابندو ځواکونو مهمات پای ته ورسېدل، خو تسلیم نه شول. دغه ځواکونه د اګست په ۱۶مه د ۰۳ قطعې د سرتېرو له خوا چې د متحده ایالاتو په مرسته یې د کابل له هوايي ډګر څخه ورته الوتکې ولېږلې، له کندهار هوايي ډګر څخه وویستل شول.

پایلې

د کندهار ښار د امنیت له ټینګښت وروسته، طالب وسله والو د ۲۰۲۱ زکال د عملیاتو د برخې په توګه د نورو ولایتونو د مرکزونو په نیولو تمرکز زیات کړ. هغوی د افغانستان د کلیوالي برخو له نیولو وروسته په ښارونو تمرکز وکړ او ډیری ښارونه یې ونیول.

سرچينې

Tags:

۲۰۲۱ زکال د کندهار جګړه مخینه۲۰۲۱ زکال د کندهار جګړه جګړه۲۰۲۱ زکال د کندهار جګړه پایلې۲۰۲۱ زکال د کندهار جګړه سرچينې۲۰۲۱ زکال د کندهار جګړه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اسټرالیا2012د انګستان درېیم ویلیامعمر بن عبدالعزيزد اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېملاله ميوندوالهخصوصي کولRheniumManganeseکرنهبازارموندنهسورة المجادلةدوتنهآسيامرکزي بانکد کابل کندهار لویه لارافغانستان ته د اسلام راتگiz3asد اسیایي هیوادونو نوملړبرکت الله سليماستقلابد افغانستان اقتصادیوهانس ورمیر24 اپرېلسرطاند شهیدانو چوکباچا خانهايډروجنکابل بانکلونگسیرت النبی سوال او ځوابد المان هیواد آیالاتونهبوټپوهنهلوګر ولایتجانيخېل ولسوالۍ (پکتيا)فلسفهصليبي جگړېښيښهد خاورې ککړتياThalliumجنسي ځورونهخټکميوند بانکد انګليستان د بېوزلۍ قوانينويکيپېډياکتابتونځاځيمريم نوازد نړۍ نفوسچيلياډمنډ برکچڼاسپښتونستانانوشکا شيټيد امپراطوریو هدیره۸۰۰ (عدد)د بدر غزامخابراتله ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ کلونو پورې د افغان قبایلو بغاوتونهتقواتلمودسره زرابن سينا بلخيبهسود ولسوالۍ (ننگرهار)خرقه شريفهاموي خلافتپرمخ (جنسي عمل)ښوونځید انځوریزې خبريالي تاریخ🡆 More