قطر

قطر، په رسمي بڼه د قطر هېواد د لوېدیځې آسیا یو هېواد دی.

دغه هېواد د عرب ټاپووزمې په شمال ختیځو سواحلو کې د قطر کوچنۍ ټاپووزمه نیولې او یوازې د خلیج د همکارۍ شورا او سعودي عربستان سره له سویل لوري ځمکنۍ پوله لري، چې نور پاتې قلمرو یې د فارس خلیج له خوا چاپېر شوی دی. فارس خلیج ته یې داخلېدونکې لار، د بحرین خلیج له لارې ده چې هغه یې له ګاونډي بحرین نه جلا کړی. پلازمېنه یې دوحه ښار دی چې د دغه هېواد نږدې ۸۰ سلنه وګړي په کې مېشت دي.

د ۲۰۱۷ ز کال په لومړیو کې په دغه هېواد کې د وګړو شمېر ۲.۶ میلیونه کسه و. ۳۱۳ زره یې قطري وګړي او ۲.۳ میلیونه یې کډوال(مهاجر) کارکوونکي دي. رسمي دین یې اسلام دی. د عاید له پلوه، دغه هېواد د پېرلو د توان له مخې په نړۍ کې څلورم لوړ سړي سر داخلي ناخالص تولیدات لري او د سړي سر ناخالصو ملي تولیداتو (اتلس مېتود) له مخې شپږم هېواد دی. د ملګرو ملتونو له خوا قطر د انساني ودې د پراختیا لوړ شاخص لرونکی هېواد بلل شوی چې په عربي نړۍ کې د انساني پراختیا درېیم لوړ شاخص لري. قطر لوړعاید لرونکی اقتصاد لري چې په نړۍ کې د طبیعي ګازو او نفتو د زېرمو له مخې درېیم ځایګی لري. دغه هېواد په نړۍ کې د مایع طبیعي ګاز لوی صادرونکی او د سړي سر ګلخانه یي ګازونو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد دی.

قطر له هغه مهال وروسته چې محمد بن ثاني په ۱۸۶۸ ز کال کې له بریتانیا سره هوکړه لاسلیک کړه او هغه یې په رسمیت وپېژند، د آل ثاني کورنۍ له خوا اداره کېږي. له عثماني سترواکۍ وروسته، د شلمې پېړۍ له لومړیو نه تر هغه مهاله چې په ۱۹۷۱ ز کال کې یې خپلواکي ترلاسه کړه، قطر د بریتانویانو تر ملاتړ لاندې و. د قطر میراثي امیر چې د یوه دیکتاتور(اتوکرات) (اوس مهال تمیم بن حماد الثاني) په توګه واکمني کوي، ټول اجرائیويي او مقننه ځواک په خپل واک کې لري او قضایي سیستم یې هم تر ولکې لاندې دی. هغه لومړی وزیر او کابینه ټاکي.

په یووېشتمه پېړۍ کې، قطر په عربي نړۍ کې د خپلو بډایه سرچینو او په نړیواله کچه د خپل رسنیز ګروپ، الجزیرې رسنیزې شبکې له امله د یوه مهم ځواک په توګه راڅرګند شو چې د عربي پسرلي پر مهال یې له ګڼ شمېر یاغي ډلو ملاتړ وکړ. قطر د خپلې اندازې له مخې په نړۍ کې نامتناسب نفوذ لري او د یوه منځني ځواک په توګه پېژندل کېږي. د ۲۰۲۲ ز کال فیفا نړیوال کپ سیالۍ هم په قطر کې ترسره کېږي، چې لومړنی مسلمان او عربي هېواد به وي چې د دغه سیالیو کوربه وي. د ۲۰۳۰ ز کال آسیایي لوبې هم په قطر کې ترسره کېږي.

سیاست

د قطر دولت یو مشروطه شاهي یا مطلق شاهي دی چې د الثاني کورنۍ په کې واکمنه ده. د الثاني لړۍ له ۱۸۲۵ ز کال راهیسې هغه مهال چې د الثاني کورنۍ تاسیس شوه، په دغه هېواد واک چلوي. په ۲۰۰۳ ز کال کې قطر اساسي قانون تصویب کړ چې له مخې یې د مقننې شورا له ۴۵ نه ۳۰ د مستقیمو ټاکنو له لارې ټاکل کېږي. یاد اساسي قانون د یوې ټول پوښتنې په ترڅ کې په ۹۸٪ سلنه اکثریت موافقو رایو تصویب شو.

د قطر اتم امیر تمیم بن حماد الثاني دی چې پلار یې هماد بن خلیفه الثاني د ۲۰۱۳ ز کال د جون په ۲۵ مه ورته واک پرېښود. امیر د لومړي وزیر او کابینې د غړو، چې په ټولیز ډول د وزیرانو شورا جوړوي او په هېواد کې عالي اجرائیوي واک لري، په ټاکلو او ګوښه کولو کې بشپړ واک لري. د وزیرانو شورا قانونونه جوړي، هغه قوانین او احکام چې د وزیرانو شورا له خوا وړاندیز کېږي، د بحث لپاره مشورتي شورا (مجلس الشورا) ته ځي او له هغې وروسته د تصویب په موخه امیر ته وړاندې کېږي. مشورتي شورا، د قانون جوړونې او د هغو د تصویب په برخه کې ډېر محدود واکونه لري، خو د هرڅه په اړه وروستۍ خبره امیر کوي. د قطر قوانین د سیاسي ګوندونو او کارګري اتحادیو د جوړولو اجازه نه ورکوي.

بهرنۍ اړیکې

د قطر نړیوال شخصیت او په نړیوالو چارو کې د دغه هېواد فعاله ونډه لرل د دې لامل شوې، څو یو شمېر تحلیل کوونکي دغه هېواد د منځني ځواک لرونکي هېواد په توګه معرفي کړي. قطر د اوپک (OPEC) یو له لومړنیو غړو او د خلیج د همکاریو شورا (GCC) له بنسټ اېښودونکو غړو نه دی. د عرب لیګ یا عربي ټولنې غړیتوب هم لري.

په خلیج کې د یوه کوچني هېواد په توګه «د پرانستو دروازو» بهرنی سیاست مخته وړي، چې له مخې یې قطر په سیمه کې له ټولو سیمه ییزو ګوندونو او سیاسي لوبغاړو سره چې د طالبانو او حماس ډلې په کې شاملېږي اړیکه لري.

قطر له چین، ایران، ترکیې او د امریکا له متحده ایالاتو سره ځانګړې پیاوړې اړیکې او په منځني ختیځ کې له یو شمېر اسلام پاله خوځښتونو، لکه:  اخوان المسلمین سره هم اړیکې لري. د ۲۰۱۷ ز کال په جون میاشت کې سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرین، مصر او یمن له قطر سره له دې امله چې له ترهګرۍ نه ملاتړ کوي، دیپلماتیکې اړیکې پرې کړې. دغه کړکېچ له اخوان المسلمین نه د ملاتړ له امله، چې یو شمېر عربي هېوادونه یې ترهګریزه ډله بولي، لا پیاوړی شو. دغه دیپلماتیک کړکېچ د ۲۰۲۱ ز کال په جنوري میاشت کې د ال اولا (AlUla) هوکړې په لاسلیک کېدو سره پای ته ورسېد.

پوځ

قطري وسله وال ځواکونه، د دغه هېواد پوځ جوړوي. دغه هېواد په منځنۍ کچه وسله وال پوځ لري چې شمېر یې ۱۱ زره ۸۰۰ کسانو ته رسېږي، (۸۵۰۰) کسه یې ځمکنی ځواک، (۱۸۰۰) کسه یې سمندریز او (۱۵۰۰) تنه یې هوايي ځواک دی. په ۱۹۹۳ ز کال کې یې د ملي ناخالصو تولیداتو نږدې ۴.۲ سلنه په دفاعي برخه لګولي، چې په ۲۰۱۰ ز کال کې دغه کچه د داخلي ناخالصو تولیداتو ۱.۵ سلنه وه، چې دا د SIPRI احصایوي معلوماتو په ډیتابیس کې یې وروستي معلومات دي. قطر په وروستیو کې د امریکا له متحده ایالاتو، بریتانیا او له فرانسې سره د ۱۹۹۴ ز کال په لومړیو کې دفاعي هوکړې لاسلیک کړې دي. قطر د خلیج د همکاریو شورا د ټولیزې دفاع په برخه کې فعاله ونډه لري؛ پاتې نور غړي یې سعودي عربستان، کویټ، بحرین، عربي متحده امارات او عمان دي. د العدید لویه هوايي اډه چې د امریکا د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو د څو هېوادونو له خوا اداره کېږي، د قطر د دفاع او ملي امنیت تضمین شوې سرچینه جوړوي.  په ۲۰۰۸ ز کال کې قطر ۲.۳ میلیارده ډالر په نظامي لګښتونو لګولي، چې د دغه هېواد د داخلي ناخالصو تولیداتو ۲.۳٪ کېږي. قطري ځانګړي ځواکونه د فرانسې او نورو لویدیځو هېوادونو له خوا روزل شوي او باور پر دې دی، چې پام وړ وړتیاوې لري. هغوی په ۲۰۱۱ ز کال کې په طرابلس جګړه کې د لیبیايي یاغیانو سره مرسته وکړه.

د سټاکهالم د نړیوالې سولې د څېړنو انستیتیوت (SIPRI) موندلې، چې له ۲۰۱۰- ۲۰۱۴ ز کال پورې قطر په نړۍ کې د وسلو واردونکی ۴۶ لوی هېواد دی. SIPRI لیکي چې د وسله والو ځواکونو د بدلون او پام وړ پراختیا په برخه کې د قطر پلان چټکټیا موندلې. په ۲۰۱۳ ز کال کې یې جرمني ته د ۶۲ ټانګونو او ۲۴ خپله چلېدونکو وسلو فرمایش ورکړی او ورپسې یې په ۲۰۱۴ ز کال د پوځي وسایلو د پېرلو ګڼ شمېر هوکړې لاسلیک کړې، چې په کې ۲۴ جنګي چورلکې او ۳ مخکني خبر ورکوونکې او کنترول کوونکې الوتکې له متحده ایالاتو او ۲ ټانکر پوځي الوتکې له هسپانیې نه په کې شاملېږي. د SIPRI د راپور له مخې قطر، په ۲۰۱۵ ز کال کې د نړۍ ۱۶ ام  د وسلو لوی واردونکی هېواد و چې په ۲۰۱۶ ز کال کې یې یوولسم ځایګی نیولی دی.

تاریخ

کلتور

اقتصاد

جغرافیه

Tags:

قطر سیاستقطر تاریخقطر کلتورقطر اقتصادقطر جغرافیهقطر

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د افغانستان شاهي واکمنيشهزادګۍ مریم ظاهرقرامطيانجرمنيجهادد تاریخ څخه پخوا دوراننړيوال غزېدلی جاللغمان ولايتخپلواک مورفيمونهبنګالي ژبهبرج خلیفهد ښځې تناسلي آلهد کمپیوټر ارزښتعبراني ابېڅېسترگهحيات الله گهيځشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهمرغومی (مياشت)سیال په سیال (شبکه)د عقل غاښليکوالد انسان بدنمولانا جلال الدين محمد بلخيد کابل د سقوط په اړه غبرګونونه (۲۰۲۱ ز کال)ښوونکیروباټجلال ابادښوونځید پښتو نومونو مفرد او جمعکندهار12 اپرېلد سویس تاریخپرمخ (جنسي عمل)لاتين ليکدودپښتو ابېڅيترخهپاکستانموردرملگريلرغونی مصرسره زرپښتون ژغورنې غورځنگډیورنډ کرښه رسمي نه دهد افغانستان د اورگاډي تاريخمصنوعي ځيرکتیاشکيله (اداکاره)سايشا سيګلاورګاسمنړیوال اقتصادایمان مجملښوونانټرنېټ ته لاسرسیلاګوسمولانا بجلی ګهرښيښهارمنستانخرقه شريفهلومړنۍ مرستيملا محمد عمراډولف هټلراسحاقذهن🡆 More