نړیوال اقتصاد انګلیسي: World economy هغه اړیکې چې د هېوادونو ترمنځ ایجادېږي کولای شو له څو لوریو تفکیک کړو.
په دې لړ کې اقتصادي او سیاسي روابط، اجتماعي روابط، اقتصادي او فرهنگي روابط، او هغه اقتصادي روابط تر مطالعې لاندي نیول کېږي چې د ممالکو ترمنځ ایجادېږي. البته په هغه نړۍ کې چې موږ اوسو، د ممالکو ترمنځ اړیکي خورا ضروري دي او هېڅ هېواد نشي کولای له نورو د گوښه سیاست په بڼه خپل اقتصادي ژوند ته ادامه ورکړي او د ژوند له غوره معیار څخه برخمن شي. هر هېواد اړ دی چې له ټولو هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي اړیکې ولري، یو تر بله سره اجناس او خدمتونه تبادله کړي او یا دا چې د کار، ځمکې او پانگې په څېر د تولید عوامل له یوه اقتصاد څخه بل هغه ته ولېږدوي. باید وویل شي د ورته نړیوالو معاملاتو په حجم کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي.
په زیاتره مخ پر ودې هېوادونو کې د صنعتي انکشاف لپاره هڅې روانې دي. د دغو هڅو له لړ څخه یوه هم د وارداتو د تعویض له لارې د صنعتي انکشاف له ودې څخه عبارت ده. د صنعتي مصرفي اجناسو لپاره د بازار شتون یې د دلیل په توگه وړاندې کېږي. داسې فکر کېږي چې که چیرته د ځینو اجناسو واردات کنرتول شي، داخيل تولید یې ځای ډکولای شي چې له کبله یې په ضمن کې ملی عاید او استخدام اضافه کیدالی شي. د صنایع ارتباطي اثرات د صنعت د خصويص سکتور د پراختیا لامل گڼل کېږي.د تجارت دوارداتو دتعویض د سیاست په برخه کې د ورته انکشافي سیاست دموفقیت د شرایطو ، مشکلاتو او د وارداتو له تعویضې انکشاف بحث کېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article نړیوال اقتصاد, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.