انټرنېټ ته لاسرسی

انټرنېټ ته لاسرسی د کمپيوټري ټرمینالونو، کمپیوټرونو او نورو ډیوایسونو یا دستګاوو له لارې انټرنېټ او د ایمېل او وب نړیوالې شبکې په څېر خدمتونو ته د افرادو او سازمانو وړتیا ته ویل کېږي.

انټرنېټ ته لاسرسی د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کوونکو له‌خوا پلورل کېږي چې اتصال یا پیوستیا د ډېټا د لېږد په بېلابېلو کچو سره د شبکې د بېلابېلو ټکنالوژيو له لارې وړاندې کوي. د ښاروالۍ د ګڼو بنسټونو په ګډون ډېری سازمانونه په وړیا ډول انټرنېټ ته د بې سیمه یا وایرلېس لاسرسي خدمتونه وړاندې کوي.

یو وخت انټرنېټ ته لاسرسی محدود و خو ډېره ژر یې وده وکړه. په ۱۹۹۵ ز کال کې د نړۍ یوازې ۰.۰۴ سلنه نفوس انټرنېټ ته لاسرسی درلود چې تر نیمايي زیات یې په متحدو ایالتونو کې اوسېدل او د مستهلکینو یا مصروفوونکو استفاده هم د ډایل اپ له لارې وه. د یوویشتمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې په پرمختللو هېوادونو کې ډېرو مصرفوونکو د «براډ بنډ» چټکه ټکنالوژي کاروله او تر ۲۰۱۴ ز کال پورې د نړۍ ۴۱ سلنه نفوس لاسرسی ورته درلود، براډ بنډ کابو په ټوله نړۍ کې خپور و او د نړیوال اتصال د چټکتیا منځنۍ کچه په ثانیه کې تر یوه مېګابایټ لوړه وه.

تاریخچه

انټرنېټ د ارپانېټ (ARPANET) پرمختللې بڼه ده چې د متحدو ایالتونو دولت به د دولت دننه او په پوهنتونونو او څېړنیزو لابراتورونو کې د پروژو د ملاتړ لپاره کاراوه – خو د وخت په تېرېدو سره یې وده وکړه او د نړۍ ډېری لوی پوهنتونونه او د ټکنالوژیکو شرکتونو ډېری څېړنیزې برخې یې په منګول کې واخیستې. د ډېرو مخاطبانو له‌خوا یې استفاده په ۱۹۹۵ کال هغه مهال عامه شوه چې د سوداګریزو ترافیکو د لېږد لپاره د انټرنېټ د کارولو محدودیتونه لرې شول.

د ۱۹۸۰یمې لسیزې له لومړیو څخه تر منځنیو کلونو پورې انټرنېټ ته ډېری لاسرسی د شخصي کمپیوټرونو او هغو کاري سټېشنونو له لارې و چې په مستقیم ډول له ځايي شبکو (LAN) سره وصل وو، یا هم د موډمونو او انالوګ ټېلېفوني کرښو په مرسته د ډایل اپ اتصالاتو یا نښلونونو له لارې و. ځايي شبکو به معمولاً په ثانیه کې په ۱۰ مېګابایټه چټکتیا سره کار کاوه، په داسې حال کې چې د ۱۹۸۰یمې لسیزې په لومړیو کې د موډم د ډېټا کچه په ثانیه کې له ۱۲۰۰ بایټ څخه د ۱۹۹۰یمې لسیزې په وروستیو کې په ثانیه کې ۵۶ کیلوبایټ ته ورسېده.

په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې په متحدو ایالتونو کې د معلوماتو د ملي زېربنا طرحې د براډ بنډ انټرنېټ ته لاسرسی د عمومي پالیسۍ پر ستونزه بدل کړ. په ۲۰۰۰ کال کې کورونو ته ډېری انټرنېټ د ډایل اپ په مرسته رسېدلی و، خو ډېرو کاروبارونو او ښوونځیو د براډ بنډ انټرنېټ کاراوه. په ۲۰۰۰ کال کې «ډایل اپ» د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) په ۳۴ غړو هېوادونو کې څه کم ۱۵۰ میلیونه ګډونوال او «براډ بنډ» بیا څه کم ۲۰ میلیونه ګډونوال لرل. تر ۲۰۰۵ کال پورې «براډ بنډ» وده وکړه او «ډایل اپ» مخ پر ځوړ شو چې د ګډونوالو شمېر یې کابو برابر و او د هر یوه لپاره ۱۳۰ میلیونه کسان کېدل. په ۲۰۱۰ کال کې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان په غړو هېوادونو کې د انټرنېټ څه باندې ۹۰ سلنه کاروونکو «براډ بنډ» کاراوه چې په دې سره د براډ بنډ ګډونوال څه باندې ۳۰۰ میلیونو ته لوړ شول او د «ډایل اپ» ګډونوال تر ۳۰ میلیونو هم کم شول.

د براډ بنډ ټکنالوژۍ چې تر ټولو ډېرې کارول کېږي، ډي.اېس.اېل، اې.ډي.اېس.اېل او انټرنېټ ته کېبلي لاسرسی په کې شاملېږي. په لا نویو ټکنالوژيو کې وي.ډي.اېس.اېل او نوري فایبر راځي چې په دواړو یعنې ټېلېفوني او کېبلي دستګاوو کې ګډونوالو ته نږدې دي. د نوري فایبر اړیکو په اوږدو واټنونو کې د ډېټا د لېږد چټکتیا ډېره لوړه کړه چې د مسي سیم تر ټکنالوژۍ ډېر ارزانه دی او د براډ بنډ انټرنېټ ته د لاسرسي په شوني کولو کې یې مهم رول ادا کړی دی.

په هغو سیمو کې چې اې.ډي.اېس.اېل یا کېبل کار نه کوي، ځینې ټولنیز سازمانونه او ځايي دولتونه د وای-فای شبکې نصبوي. بې سیمه، سپوږمکیز او مایکرو وېو انټرنېټ په کلیوالو، شاته پاتې یا نورو هغو سیمو کې کارول کېږي چې هلته خدمتونه ستونزمن دي او سیمي انټرنېټ په اسانۍ سره کار نه کوي.

لاسرسی

پر کور، ښوونځي او کارځای سربېره انټرنېټ ته لاسرسی ښايي د کتابتونونو او قهوه خانو په څېر په هغو عمومي ځایونو کې موجود وي چې هلته انټرنېټ ته تړل کېدونکي کمپيوټرونه د لاسرسي وړ وي. په ځینو کتابتونونو کې داسې سټېشنونه موجود وي چې د کاروونکو لپ ټاپونه په فزیکي ډول له ځايي شبکو سره نښلوي.

بې سیمه یا وایرلېس انټرنېټ ته د لاسرسي ځایونه د هوايي ډګر د سالونونو په څېر په عمومي ځایونو کې موجود وي چې په ځینو مواردو کې په ولاړ حالت کې یوازې د لنډمهالې استفادې لپاره وي. انټرنېټ ته د لاسرسي په نورو ځایونو کې ښايي هغه کمپیوټرونه موجود وي چې د سیکو په ور اچولو سره کار کوي. بېلابېل نومونه ورته کارول کېږي چې «د عمومي انټرنېټ کیوسک»، «د عمومي لاسرسي ټرمینال» او «وېب پې فون» یې د بېلګې په توګه یادولی شو. ډېری هوټلونه هم عمومي ټرمینالونه لري چې معمولاً لګښت لرونکي وي.

کافي شاپونه، د پېر مرکزونه یا شاپېنګ مالونه او نور ځایونه د هغو کاروونکو لپاره کمپیوټري شبکو ته د هاټ‌سپاټ په نامه وایرلېس یا بې سیمه لاسرسی برابروي چې د لپ‌ټاپ او پي.ډي.اې په څېر وایرلېس لرونکي ډيوایسونه یا دستګاوې له ځان سره لري. دا خدمتونه ښايي د ټولو لپاره وړیا وي، یا ښايي یوازې د مشتریانو لپاره وي او یا هم لګښت لرونکي وي. د وای فای یو هاټ سپاټ باید په یوه واړه ځای پورې محدود نه شي، ځکه چې څو ګڼ هاټ سپاټونه کولای شي د پوهنتون یا پارک ټوله ساحه راونغاړي یا حتا ټول ښار هم فعالولی شي.

ډيجيټلي درز

له فوق العاده ودې سره سره انټرنېټ ته لاسرسی د هېوادونو تر منځ یا د هېوادونو دننه په مساوي ډول نه وېشل کېږي. ډيجيټلي درز "د هغو افرادو تر منځ درز ته ویل کېږي چې د معلوماتو او اړیکو ټکنالوژۍ ته پوره لاسرسی لري او هغه افراد چې لاسرسی یې محدود دی یا هېڅ لاسرسی نه لري". د هغو افرادو تر منځ واټن چې انټرنېټ ته لاسرسی لري او هغه چې انټرنېټ ته لاسرسی نه لري، د ډيجیټلي درز د ګڼو اړخونو له ډلې یو دی. دا چې یو شخص انټرنېټ ته لاسرسی لري که نه، کېدای شي تر ډېره حده یې په مالي وضعیت، جغرافیايي موقعیت او دولتي پالیسیو پورې تړاو ولري. "کم عایده او کلیوال وګړي او اقلیتونه د ټکنالوژيکو نېستمنو په توګه په ځانګړي ډول څېړل شوي دي."

دولتي پالیسۍ د خپلو اړوندو ډلو، سیمو او هېوادونو لپاره انټرنېټ ته د لاسرسي په رامنځته کولو او محدودولو کې فوق العاده رول لري. د بېلګې په توګه پاکستان د خپل اقتصاد د عصري کولو لپاره د انګېزې د پیاوړي کولو په موخه د معلوماتي ټکنالوژۍ تېریګره یا تهاجمي پالیسي پر مخ بیایي، له دې امله په دغه هېواد کې په ۲۰۰۰ کال کې د انټرنېټ د کاروونکو شمېر ۱۳۳۹۰۰ (د ټول نفوس ۰.۱ سلنه) و چې په ۲۰۱۱ کال کې ۳۱ میلیونو (د ټول نفوس ۱۷.۶ سلنه) ته پورته شو. په شمالي کوریا کې له سیاسي بې ثباتۍ څخه د دولتونو د وېرې په دلیل انټرنېټ ته نسبتاً کم لاسرسی موجود دی. د متحدو ایالتونو سوداګریز بندیز هغه خنډ دی چې په کیوبا کې یې انټرنېټ ته لاسرسی محدود کړی دی.

کمپیوټرونو ته لاسرسی یو هغه مهم عامل دی چې انټرنېټ ته د لاسرسي کچه مشخصوي. په ۲۰۱۱ کال کې په مخ پر وده هېوادونو کې ۲۵ سلنه کورنیو کمپیوټر او ۲۰ سلنه کورنیو بیا انټرنېټ ته لاسرسی درلود، په داسې حال کې چې په پرمختللو هېوادونو کې ۷۴ سلنه کورنیو کمپیوټر او ۷۱ سلنه کورنیو بیا انټرنېټ ته لاسرسی درلود. د مخ پر وده هېوادونو اکثریت وګړي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري. په ټولیز ډول په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴ میلیارده وګړي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري. کله چې په ۲۰۰۷ کال کې په کیوبا کې د کمپیوټر پېر قانوني شو، د کمپیوټرونو خصوصي مالکیت ډېر شو (په دې جزیره کې په ۲۰۰۸ کال کې ۶۳۰۰۰۰ کمپیوټرونه موجود وو چې د ۲۰۰۷ کال په نسبت یې ۲۳ سلنه ډېروالی درلود.)

انټرنېټ ته لاسرسي د ډېرو خلکو د فکر بڼه بدله کړې ده او د خلکو د اقتصادي، سیاسي او ټولنیز ژوند پر نه بېلېدونکې برخه بدل شوی دی. د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې په نړۍ کې لا ډېرو خلکو ته د انټرنېټ د لاسرسي زمینه برابرول له دوی سره مرسته کوي چې په انټرنېټ کې له شته "سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، ښوونیزو او وظیفوي فرصتونو" څخه ګټه واخلي. د معلوماتي ټولنې په نړیواله غونډه کې چې په ۲۰۰۳ کال کې په جینیوا کې د ملګرو ملتونو له‌خوا جوړه شوه، د ۶۷ تصویب شویو اصولو ګڼه برخه اصول د ډيجيټلي درز په اړه دي. د اقتصادي پراختیا او ډيجیټلي درز د کمولو لپاره د براډ بنډ ملي پلانونه په دې موخه په ټوله نړۍ کې پراخ شوي او د پراخېدو په حال کې دي چې چټک او ارزانه انټرنېټ ته لاسرسی ډېر کړي.

سرچينې

Tags:

انټرنېټ ته لاسرسی تاریخچهانټرنېټ ته لاسرسی لاسرسیانټرنېټ ته لاسرسی ډيجيټلي درزانټرنېټ ته لاسرسی سرچينېانټرنېټ ته لاسرسی

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

MCهضمميدان وردگ ولايتاينځرخوشال خان خټکهمغږي نړیوال وختصادق خانکندز ولايتد محمد هجرتد اسیایي هیوادونو نوملړعمر بن خطابمعلوماتي ټیکنالوژيبوديزمژبپوهنهد تـلاوت سجـدهارمنستانخواړهمیترائیتحجد وینې لوړ فشاررابعه بلخيهایتيمحمود الحسن دېوبنديموسادد یونېسکو نړیوال میراثاشرف غنيسېندي ژبهاختصاصي مجازي شبکهجنرال عبدالرازقسيد جمال الدين افغانيطیب اغاسراج الدين حقانيوکيل احمد متوکلد افغانستان سيندونهوینا (تقرير)قلندر مومندبلوک مشرد حديبې سولهروغتياچاپېريالپوهنهکابل ولايتمڼهاخلاقګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتسد پښتو شاعرانمولوي نورالحق مظهريافغان بېسيمملا محمد يعقوبنړیوال سازمانقيام الدين کشافسيد جلال الدين اشتيانياتنهارولد وېلسنشکرې ناروغيپه الینګار ولسوالۍ کی صحی اوبو ته دخلکو لاسرسید افغانستان پېښليکدوولسم پاپ پیوسملګري ملتونهبودا29 فبروريد ویکیپېډیا لړليکسمندرلندن پوهنتونسرشمیرنهپانکراسسيارهبټي کوټ ولسوالۍغوره مدیرالماني ژبه🡆 More