د نرینه او ښځینه نومونو یو- او ډېرګړی یوګړی .......
ډېرګړی (مفرد ......... جمع)
ی (ay) .............. ي (i) بېلګه: یو سړی - ډېر سړي
یادونه: که چېرې په نرمه ی پایېدلي نومونه او ستاینومونه نسبتي وي لکه د یو ځای اوسېدونکي، نو بیا په ان ځایناستي جمع کېږي لکه: کابلی - کابلیان، پېښوری- پېښوریان، امریکایی - امریکایان ...
ي (i) ............... ۍ (əy) بېلګه: یوه خوشالي - ډېرې خوشالۍ
ې (e) ............... ې (e) بېلګه: یوه زده کوونکې - ډېرې زده کوونکې
ه (a) ................ ې (e) بېلګه: یوه مڼه - ډېرې مڼې
ۍ (əy) ............... ۍ (əy) بېلګه: یوه ځولۍ - ډېرې ځولۍ
ا (ā)................. وې (we) بېلګه: یوه مانا - ډېرې ماناوې / یوه دعا - ډېرې دعاوې (ناکره: دعاګانې /ماناګانې)
و (o) ............... ګانې (gāne) بېلګه: يوه بیزو - ډېرې بیزوګانې / یوه سکالو - ډېرې سکالوګانې
د ژونديو یا ساکښو شیانو نومونه چې په یو بېواک غږ پایېدلي وي په ان پای مومي (اکثر) لکه هلک - هلکان، لیکوال - لیکوالان، ځوان - ځوانان
بېواک غږونه ټول غږونه دي له ا/زور/ې/ي/و پرته
د ناژونديو او ناساکښو شیانو نومونه، چې په بېواک غږ پایېدلي وي، په ونه پای مومي لکه: قلم - قلمونه، کور- کورونه
په زورکي پایېدلي نومونه په جمع کې کله ان اخلي او کله ونه لېوه - لېوان زړه - زړونه تره - ترونه کارغه - کارغان
د ځینو رشتو نومونه بیا بې قاعدې وي: مور - میندې ورور - وروڼه زوی - زامن لور - لوڼه /لورګانې خور - خویندې ترور - تریندې وراره - ورېرونه
لیکوال: کامران منګل
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د پښتو نومونو مفرد او جمع, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.